The news is by your side.

رینسانس

لیکوال: امیرشاه یاد

0
لنډيز
رنسانس (Renaissance) چې د بیا ژوندي کېدو په مانا ده، د بیا ژوندي کېدو مطلب یعنې د لرغوني روم او یونان د پخواني تمدن بیا ژوندي کول دي.
د لومړي ځل لپاره د ایټالیا په پلورانس کې رامنځته شو، چې د ایټالیا په شمالي ښارونو کې په چټکۍ سره مخ پر ودې روان شو، له دې ځایه یې په ډېر سرعت سره د اروپا په لر او بر کې ریښې وځغلولې.
رنسانس هغه فرهنګي انقلاب ته وایي چې د څوارلسمې پېړۍ د دویمې نیمايي په ورستیو کلونو کې رامنځته شو.
لکه څنګه مو چې وویل د دې ستر فرهنګي انقلاب ظهور لومړی ځل د ایټالیا په مرکز فلورانس ښار کې وشو.
له دې فرهنګي پېښې وړاندې په اروپا کې د کلیسا او فیوډالي نظام دبدبه وه، چې خلک به یې د دنیا پر ځای اخیروي تفکر ته رابلل، خو رنسانس خلکو ته د ژوند په ټولو چارو کې د تفکر زمینه برابره کړه.
خلکو په ساینس او هنرونو کې نوې تجربې ترسره کړې، اروپایي ملتونو په علومو کې د فکر په واسطه پرمختګ وکړ چې په نړۍ کې یې سترې کشفونې وکړې.

 

سریزه

د فلورانس ښار تر دې مخکې په دایارلسمه او څوالسمه پېړۍ کې د دانته او پيترارک غوندې شخصتونه هم زېږولي وو، چې دوی د ایټالوي ژبې ستر شاعران وو.

که څه هم فلورانس ښار ته به خلکو د بې ثباتیو او رنګا رنګیو ښار ویلو، خو د دغو بې ثباتیو او ګډوډیو سره همهاله یې یو شمېر ستر شخصیتونه هم لرل، لکه لیوناردو داویچي، مایکل انجلو او رافایل دا درې وړه ډېر ستر انځورګران وو،
خو لیوناردو او مایکل یې نور ستر هنري اړخونه هم لرل.
مایکل ښه ډبر توږونکی او مجسمه جوړونکی و تر څنګ یې یو ښه انجینر هم و او همدا رنګه د لومړي ځل لپاره یې د وینې جریان هم کشف کړ.
په دې توګه په ایټالیا کې له پنځلسمې پېړۍ څخه رنسانس راپيلیږي او ورو ورو یې په نورو اروپایي هیودونو کې هم ځالې وکړې. سترو هنرمندانو تر دې هڅه کوله چې، ان بې ساه مجسمو کې ساه واچوي.
له یو څه وخت وروسته د شپاړسمې میلادي پېړۍ په ورستیو کلونو کې رنسانس مخ په ځوړ شو،
خو په نورو اروپایي هیوادونو کې په بېلابېلو وختونو کې ځای- ځای غوړېده،
چې په اولسمه پېړۍ کې په هالنډ کې انځورګران راپېدا شول (رامبراند) پکې تر ټولو مشهور و چې په همدې وخت په اسپانیا کې (لاسکر) په نوم انځورګر موجود و، په همدې موده کې یعنې له پنځلسمې تر اولسمې پېړیو پوروې علومو وروـ ورو وده وکړه، چې مناسب مقام یې خپل کړ.
علم مجبور و چې له کلیسا سره سختې ډغرې ووهي، ځکه چې کلیسا غوښتل د خلکو فکرونه په ځان پورې محدود پاتي کړي، تر څو د خلکو فکر د علم او په کایناتو کې له تفکره لرې وساتل شي.
کلیسا به ویل ځکمه د کایناتو مرکز دی لمر له ځمکې تاویږي ، ستورو ته یې هم په اسمان کې ځانګړي ځایونه ټاکلي وو،
چا به چې د کلیسا د خبرو په مقابل کې راودانګل هغه به کافر او مرتد وو.
د لومړي ځل لپاره د (کوپرنیکس) په نوم عالم د کلیسا واک او فکر وننګاوه، ده وویل ځمکه له لمره تاویږي، چې د دې نظر په وړاندې کولو سره يې په نړۍ کې د یوه نوي فکر بنسټ کېښود.
په دې توګه ګڼو پوهانو ته د نظر وړاندې کولو او په کایناتو کې د تفکر کولو کړکۍ پرانیستل شوه.
یو عالم چې (جیوردانو برونو) نومېده ژوندی په اور کې وسېځېل شو، دې سړي به ویل ځمکه له لمره تاویږي او هر ستوری پخپله لمر دی.
(ګالیله) چې د لومړي ځل لپاره یې دوربین هم جوړ کړ، ده به ویل “څه چې د تول او کچ وړ وي، هغه کچ او تول کړﺉ او چې څه نه دي، هغه د تول او کچ وړ کړﺉ”
د نوموړي له دې نظر سره سم له علم نه عملي استعفاده پېل شوه، چې نوموړی په دې سره د کلیسا لخوا تهدید شو، ګالیله نه غوښتل چې د برونو په برخلیک اخته شي خپل نظر یې بدل کړ. خو بیا هم له سزا بچ نشو.
په دې پسې وروسته په شپاړسمه پېړۍ کې د هاروي په نوم بل عالم راغی، چې د انسان په بدن کې یې د ویني جریان په کوټلي بڼه ثابت کړ.
بیا ورپسې یو بل عالم چې (نویټن) نومېده چې د تجربې ډګر ته یې راودنګل، دی د ریاضي عالم و، ده د ځمکې د جاذبې قوه کشف کړه، په دې توګه د طیبعت له یو رازه پرده پورته شوه.
دا پرمختګونه هغه وخت رامنځته شول چې سلطان محمد فاتح شرقي روم په خپله ولکه کې راوست،
د روم زیاتره پوهان ایټالیا ته وتښتېدل له ځان سره یې لرغوني یوناني او لاتیني اثار هم یوړل.
دا چې د لرغوني یونان زیاتره اثار له منځه تللي وو. نو اروپایانو د لاتیني او یوناني ژبو هغه ژباړې ولوستې چې مسلمانانو په عباسي دوره کې ژباړلې وې.
د دې اثارو په لوستو سره د اروپایانو فکر بدلون وموند د کلیسا پر ضد راوپارېدل.
په همدې اساس د فیوډالي نظام اقتصاد رکود وکړ.
همدا رنګه په رنسانس کې لویې وچې کشف او سوداګري اړتیا وبلل شوه.
د سوداګرۍ په رامنځته کېدو سره درېمې طبقې هم سر راپورته کړ، چې ورو- ورو یې د سیاست ډکر هم لاندې کړ.
دا طبقه هغه سوادګر وو، چې منځنۍ طبقه بلل کېده. دا طبقه له ځمکوالو ډېره پياوړې شوه، دې سوداګرو چاپخونې تاسیس کړې چې په دې کار سره فرهنګ او پوهې ته د پراخېدو دروازه ربرسېره شوه.
خلک له ښو او بدو خبر شول د کلیسا پر ضد یې مقابلې ته راودانګل.
له دې سره متحد مسیحیت مخ په ځوړ شو، ساینس او فلسفه په مستقیم ډول له کلیسا فاصلا واخیسته.
د کلیسا نه د فلسفې خلاصون د منځنۍ طبقې خلک له فیوډالانو ازاد کړل.
لکه څنګه چې په منځنیو پېړیو کې ټول فکري فوکس پر خدای راڅرخېده او انسان فطري مجرم ګڼل کېده، رنسانس دغه دود ته د (هیومنیزم) پر مټ جواب ورکړ او انسان ته یې بېرته د لرغونې زمانې حیثیت ور وباښه.
له دې وړاندې به د خلکو ټول فکر پر اخیروي دنیا ورټول، له دې وروسته یې پر دې دنیا هم د تفکر نیلی وځغلېده.
او همدارز په منځنیو پېړیو کې به د ساینس او فلسفې په اډانه کې پر عقل ډېر تمرکز کېده. خو په رنسانس کې پر خواصو ډېر ټينګار کېده.
رنسانس به ویل پوهه په لرغونو کتابونو کې نه ده. بلکې په تجروبو کې نغښتې ده.په دې جریان کې په ګڼو علومو کې نوې تجربې ترسره شوې،
هرې خواته نوې ساه چلیده، دا وخت د نورو علومو پشان په ادبیاتو کې هم پوره پرمختګونه او نوښتونه تر سترګو شول.

دې چارې په ځوانو اروپایي ژبو کې هم ژور بدلونونه راوستل.
دا ژبې له پخوا نه موجودې وې لوی- لوی شاعران پکې هم تېر شوي وو، خو دا چې د کلسا ژبه لاتیني وه نورې ژبې یې د سیوري لاندې وې، دغه ژبې سیمه یزې ژبې بلل کېدې.
په دې لړ کې ايټالوي ژبه لومړنۍ ژبه شوه چې نوې ساه پکې وچلېده.
ورپسې فرانسوي، انګلیسي، اسپانوي او په اخر کې الماني ژبو هم وده وکړه.
له دې وروسته په شپاړسمه پېړۍ کې فرانسوي لیکوالو پرېکړه وکړه چې نور به خپل اثار د لاتیني پر ځای په فرانسوي ژبه لیکي.
هڅه یې دا وه چې خپله ژبه قوي او د ښو ادبي اثارو لپاره مناسبه ژبه وکاروي.
په همدې جریان کې اروپایي ژبې مخ په غوړېدا شوې، وده، پرمختګ او ځواکمني يې ترلاسه کړه، په پایله کې یې د اوسنیو ژبو بڼه غوره کړه.
پکار ده چې په وروستیو کې د هغو لیکوالو او شاعرانو نومونه هم یاد کړو، چې په ادبیاتو کې یې ژور بدلون رواست.– (شکسپېر) د انګلیستان مشهور لیکوال او شاعر چې له ۱۵۶۴ تر ۱۶۱۶ پورې ژوند کړی، د نوموړي اشعار او خصوصاً ډرامې د یادولو وړ دي، چې پر مټ یې هنر او ادب کې یوه نوې ساه ور فو کړه.
– (میلتون ) ویل کیږي چې دی یو ړوند شاعر و چې د (ورک شوی جنت) په نوم یې یوه منظومه ولیکله.
* (رنه دیکارت) فرانسوي لیکوال چې په اولسمه پېړۍ کې یې فرانسوي ادبیاتو کې نوښتونه راوستل.
* (مولیر) ډرامه لیکوال چې په پاریس کې د ستر دولتي تیاتر (کمېډي فرانسز) بنسټګر و.
* (سروانتس) اسپانیایي لیکوال چې د شکسپير هم معصره و د (دون کیشوت) په نوم رومان یې ولیکه.
* (ماکیاولي) د فلورانس اوسېدونکی، د شپاسمې او ولسمې پېړۍ سیاستوال و، چې د (پرنس) يا ټولواک په نوم کتاب یې ولیکه، چې په همدې کتاب مشهور هم شو. دا کتاب د هغه وخت د اشرافو او شهزادګانو له افکارو پرده پورته کوي.

* (پيترارک) چې د لرغوني روم او یونان زاړه اثار یې ولوستل، چې خپل ټول عمر یې وقف کړ. پاسکال، ولټر، ژان ژاک روسو، اونوره دوبالزاک او ویکتور ماري هوګور او نور…
هغه نومونه دي چې دا خوځښت یې په غورځنګ راوست.پایله

رنسانس د نړۍ په تاریخ کې هغه فرهنګي پېښه وه، چې په شپاړسمه پېړۍ کې په ایټالیه کې رامنځته شوه. له ایټالیه وروسته یې د اروپا نورو هیوادنو ته ریښې وکړې.
رنسانس د هغه دورې نوم دی چې مانا یې بیا ژوندي کېدل دي، چې د اروپا فرهنګ او ادب لپاره د یو مفهوم په توګه کاریږي.
د رنسانس رامنځته کوونکو ځانونه له منځنیو پېړیو جدا ګڼل او ځانونه یې په لرغوني يونان پورې تړل.
که په لنډه توګه ووایو د رنسانس خوځښت هغه وخت راپېل شو چې خلک د کلیسا او ځمکوالۍ له نظمه تر پزې راغلي وو،
د دې خوځښت خلکو د کلیسا هغه واک وننګاوه چې په پر ولس یې چلاوه.
کلیسا نه غوښتل چې خلک په ساینس، فلسفه، هنر، او نور برخو کې فکر او تجربې وکړي،
ځکه چې دې علومو یې د واک چللولو ته د پای ټکی کېښوده.ماخذونه:

ښکلی، اجمل. (۱۳۹۴ ه ش). د نړۍ ادب .کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
جواهر لال نهرو. د نړۍ تاریخ ته کته پښتو ژباړه.
رحماني، ګل رحمن.(۱۳۹۸ه ش). د تصوراتو بڼ. د افغانستان د خپلواۍ د سلم کال کال په ویاړ
شیراني، ضیأالاسلام شېراني.(۱۳۹۸) پوسټ ماډرنیزم.سمون خپرندویه ټولنه
(Visited 22 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.