The news is by your side.

زاړه روایات ولې له عصریتوب سره نه پخلا کېږي؟

لیکنه: طارق تسل

0

هغه خلک چې د زړو روایاتو او رواجونو طرفداري کوي، ستر اکثریت یې داسې وګړي وي، چې د یادو روایاتو په ګټه او پر ژوند یې د هغوې د مثبت اغېز په اړه هېڅ فکر نه وي کړی او نه ورته کره مالومات وي، بس یوازې دومره پوهېږي، چې دا هر څه ماته له پلار او نیکه څخه را پاتې دي او سل سلنه سم او ګټور دي. دې ډله خلکو ته له روایاتي خلکو څخه پرته نور ټول خلک په ناسمو لارو تلوونکي ښکاري او کله کله خو پرې د مذهب له اړخه هم یوه نیمه سخته ټاپه لګوي. بله خوا هغه خلک چې د عصریتوب دعوه کوي، ستر اکثریت یې داسې خلک وي، چې د عصریتوب په کره تعریف او د هغې په احاطه کې په شته معیارونو نه پوهېږي، بس یوازې په خوله دا چغې وهي، چې موږ ماډرن خلک یو. دا ډله خلک په خپله خوښه د موډرنیزم لپاره چوکاټ جوړوي. د عصریتوب دې دعوادارو ته روایتي خلک د ژوند په مانا نه پوهیدونکي ښکاري او د خپلې خندا وړ یې ګڼي. خو اصلي خبره دا ده، چې دا دواړه ډلې په خپلو ادعاو کې پاتې راغلي دي، په داسې حال کې چې د چوکاټونو تر منځ یې د کړنو پاېلې او اغېزې هم سره ورته را وځي، خو بیا هم یو بل سره نه جوړېږي او د دې کار یو اساسي لامل دا دی، چې دوي یو له بله سره د عیني حالت او سهولتونو تر منځ د ستر توپیر په وجه عقدې پالي.

پلار مې کیسه کوله، چې د کوچني والي دا صحنه مې بیخي له یاده نه ده وتلې، چې حجرې ته به مېلمانه راغلل، نو د کشرانو دا اهم مسؤلیت جوړېدلو چې دوي ته چېلم ډک کړي او وار په وار یې په ټولو مېلمنو وګرځوي. چېلم د پښتنو د دودیز روایت مهمه برخه وه، که د روغتیا لپاره یې زیان د مرګ پوله هم وه، خو بیا هم چا دې ډار ته نه کتل. که څه هم اوس د پښتنو په دېرو کې چېلمان نشته دی او دا ځای اوس فردي سګریټ څکؤنې ته پاتې شوی دی. خو زیاتره پښتانه مشران د چېلم د مستانه بنډارونو کیسې اوس هم د خپلو بحثونو اړینې برخې ګڼي. په اوسني وخت کې که د پورته ذکر شوې خبرې انځور ګورو نو دا به وایوو، چې اوس د پښتنو د اکثریت حجرو زینت لډو، قطې(پرې)، تلویزیون او انتیکې سګریټ دانۍ دي. پخوا که خلکو د تمباکو د مضر دود په ګډه څښل د صحت لپاره باک نه ګاڼه او دا یې یو رواج ګرځولی و، نو اوس یې د عصریتوب دعواداران هم، د ځان لپاره د ماډرن حالت ښودلو یوه وسیله ګڼي او که خبره لږه نوره پراخه کړو نو یوازې دا فردي دود څکؤنه نه ده، بلکې د قیلون څښلو ځانګړي ځایونه هم اوس جوړ شوي دي. نو که دې خبرو ته نظر واچوو، ګورو چې نه په روایتي او رواجي حالت کې څوک د صحت او اخلاقو د زیان په کیسه کې وو او نه هم د عصریتوب دعواداران په دې کیسه کې دي، یوازینی توپیر چې د دوي تر منځ رامنځته شوی دی، هغه د کیفیت، امکاناتو او ځای بدلون دی. د روایتي حالت پلویان د ماډرنیزم په دعوادارانو ځکه رخه کوي، چې دوي اوس هم یو څه له هوسا ژونده محروم دي او خپلې کینې، پر دوي باندې په توندو نیوکو سره سړوي، آن خبره کله تر دې هم سخت حالت ته لاړه شي او هغه دا چې کله خو پرې د مذهب په ادرس یوه خطرناکه ټاپه هم ولګوي. بله خوا که د ماډرن ژوند دعواداران وګورو نو دوي ته روایتیان بیخي د خدای بنده ګان نه بریښي او په ډېر کم نظر ورته ګوري او شاید د دې یو لامل دا وي، چې کله کله د نیوکو له لارې د دوي په نېشه کې تېشه وهي او دوي ډار محسوسوي چې هسې نه دا مزې رانه لاړې شي.

که موږ وایو چې د لرو پرتو سیمو خلک، هغوي چې روایت او رواج ورباندې غالب دی، خپلې پېغلې خویندې او لورګانې ښوونځیو ته نه استوي، نو دا هم له پامه غورځول پکار ندي، چې د عصریتوب تش په نامه پلویان هم له خپلو اولادونو څخه پرته د بل چا د نېکمرغۍ لپاره فکر نه کوي. دا مانا چې عصریتوب هم د ځان په ګټه راڅرخوي او خودخواهي پکې په ډېر لوړ سټېج کې موجوده وي. د ماډرنېزم یوه اصلي غوښتنه خو دا ده، چې د ټولو خلکو خېر خواهۍ ته دې پاملرنه وشي. که د ځان لپاره څه خوښوو، د نورو لپاره به یې هم خوښوو. په ټوله کې به د هغو کارونو په ترسراوي فوکس کوو، چې د ټولې ټولنې پکې خېر وي او همدې ته بیا اصلي او ریښتینی موډرنېزم هم ویل کېږي.

که د رواجي ټولنې ځیني ملاتړي په هره دوېیمه خبره کې توند حالت اختیاروي او په مخامخ توګه کنځاوې په خوله راوړي، نو د عصریتوب تش په خوله ملاتړ کوونکي هم له دوي کم نه دي. دوي بیا په انلاین کنځلو کې له موره یو دي او حتا چې د نویو کنځلو په ایجاد کې هم پراخه برخه لري. تاسې به په ټولنیزو رسنیو کې د دوي حالت حتمن څارلی وي، داسې پوچې خبرې او کنځاوې یې تر سترګو کې کېږي، چې د کنځاو توري پرې لعنت وايي. دوي خپلو کنځاو ته هم موډرن کنځلې وايي. دا په داسې حال کې ده، چې کنځلې کول د اخلاقي زوال یوه ستره نښه ده او که د مذهب په ادرس پرې خبره کوو نو کنځا کول د منافق نښه ده او د منافق وروستی ځای فی الدرک الاسفل من النار دی. پکار دا ده چې په هر حالت کې سم انسانان ووسو او په چارو کې د تعادل ساتلو ته ډېر پام وکړو. کله مو چې دا او دې ته ورته نور اخلاقي نورمونه په پام کې ونیول نو هله به مو ټولې دعوې سمې وي او بیا به د ټولنې د هر قشر سره د ورورولۍ تعامل راته اسانه وي. ژوند به مو هوسا او د ټولې ټولنې په خېر وي او که داسې ونکړو نو نه یوازې دا چې په خپلو ادعاو کې به درواغجن یو، بلکې په ټولنه کې به مو یو بل ته په مورچو کې د کېناستلو حالت نور هم پرمختګ وکړي او د تاریخ پاڼې به مو د داسې کیسو برخه شي، چې تاریخ لیکوالان او د تاریخ پاڼې به یې په لیکلو او په ځان کې په ساتلو باندې د شرم احساس کوي.

(Visited 25 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.