The news is by your side.

زغم او اعتدال

جنرال دولت وزیري

0

څومره چې د انسانانو پوهه زیاتېږي او څومره چې نړۍ پرمختګ کوي، ورسره سم د انسانانو شعور وده کوي او ډېری هغه پېښې یا دودونه چې ناوړه وي او د يوې منلې ټولنې لپاره يې پایلې ښې نه وي، ورو- ورو او په ډېر احتیاط له هغو پېښو او دودونو ځانونه لیرې کوي او پر ځای يې د سمون هلې ځلې کوي.

د دې لپاره پوه او هوښیار انسانان تاريخونه لولي او د نورو له تجربو څخه ګټه پورته کوي. بریالۍ تجربې خپلوي او له ناکامو تجربو ځانونه ساتي. که د نړۍ د پرمختګونو هرې برخې ته وکتل شي د ټولو پرمختګونو تر منځ یو ډول نه یو ډول اړيکې موجودې دي. که د الوتکې، برېښنا، موټر او یا نور پرمختګونه وڅېړل شي، ډېری يې د یوه کس او یا د څو کسو د زیار په پایله کې اختراع او يا کشف شوي دي.

د عقل او پوهې خاوندان په بشپړ زغم د نورو له تجربو څخه ګټه پورته کوي، د هغوی له لیکنو په لويه کچه استفاده کوي او په پوره حوصله يې خبرو ته غوږ نيسي. د احساساتو پر ځای زغم ته ترجيح ورکوي او په ورو- ورو د نورو بریالۍ تجربې خپلوي.

افغانانو هم بايد په پوره حوصله او زغم د نورو له تجربو ګټه پورته کړی واي، د علم او پوهې په زياتولو سره يې یو او بل ته غوږ نيولای.

 په احساساتو نه ځان جوړېږي، نه هېواد ته ګټه رسېږي  او نه د پرمختګ لوړو پوړیو ته پرې رسېدلی شي، ځکه بېځایه احساسات او د زغم او حوصلې په نه شتون کې تل ګډ، ټولنیز او انساني ژوند له ستونزو سره مخ کېږي، د دې پر ځای چې سوله ییز ژوند ته لار هواره شي، جګړو ته مخه کوي او نفرتونه زېږوي.

یوه ستره بېلګه يې ټولنیزې رسنۍ دي، که فېسبوک ته ځیر شو، په ډېر شمیر افغانان د هر علم ډاکټران دي، په هر څه پوهېږي او په هر څه کې نظر ورکوي. د يوه او بل نظر ته درناوي نه کوي، نه به خبر وي، نه به د ده مسلک وي او نه به په ده پورې اړه لري، خو له بده مرغه د تروو د مچ په څېر به بېځایه ټوپونه وهي او هرې کاسې ته به ځان اچوي.

د يوې خبرې د اورېدلو توان او زغم به نه لري، بې له ځنډه به د خاین، خرڅ شوي او نادان ټاپې کتاروي او یا به په څو شېبو کې له يوه کس اتل جوړوي. دا همغه پخه خبره ده چې افغانان کولای شي له یوه کس په یوه ورځ کې وزير او يا رذيل جوړ کړي.

د نورو د نظر ردول خو بیا عادي او معمولي خبره ده، خدای دې وکړي چې په څلور مذهبه ستا خبره سمه وي، خو چې د ده له نظر سره برابره نه وي، بیا خو حتمي غلطه او ښه نه ده.

یو امریکایي د کنايې په توګه وايي:

«افغانان دومره هوښیار او په خپلو منځو کې په اتفاق دي چې هر دوه تنه يې درې ګوندونه جوړوي.»

ګوندونه خو لا څه کوې، چې شمېر يې لکه د جنرالانو په څېر له سرتېرو هم ډېر دی، د ګوندونو د ثبت او راجستر لپاره هم نور په عدليې وزارت کې سپین کاغذ له کمۍ سره مخ دي.

 په همدې توګه يې په ټولنیزو رسنیو کې هم بیا نړیوال ریکارډ ټینګ کړی دی. په زرګونو ډلې ټپلې يې جوړې کړې دي او ټولې چارې له سیاست راواخله بیا تر ټولنیزو اړیکو پورې ورته له خپل ذهن سره رسېدګي کوي.

دا ډول کړنې د متمدنو انسانانو سره نه ښايي، ځکه چې زغم او اعتدال د خدای له حکم سره برابره لاره ده، خو موږ نه زغم لرو او نه له اعتداله خبر یو. په هره برخه کې احساسات او افراط مو د ژوند اصلي برخه ده، حال دا چې په هيڅ کار کې خدای تعالی د افراط پلوی نه دی، حتی په عبادت او له نورو سره په نیکیو کولو کې ه.

 له بده مرغه موږ شپه او ورځ په ښکنځلو او یا په بد ویلو بوخت یو او یا مو د کار پر وخت هم د جومات لمن نیولې وي. له ټولو بد تره بیا دا چې یا په ډېر افراط سره جګړې کوو، یا په ډېر شوق سره په فساد کې ښکېل او یا له ټولو بد تره د خیرات په ټولولو بوخت یو.

ښه انسان هغه دی چې نورو ته درناوی وکړي او د نورو نظر ته د درناوي تر څنګ په غور سره پاملرنه وکړي. له بده مرغه په ډېر شمېر افغانانو  ته يوازې ځان او خپل نظر غوره ښکارېږي، په هېڅ صورت د بل چا د نظر منل ورته اسان نه دي، که هر څومره منطقي هم وي.

 په دوستۍ کې هم افغانان له بل هر چا مخکې دي، خپل هېواد ویجاړوي، خو د پاکستان، مصر او نورو اسلامي هېوادونو د پرمختګ لپاره لاس په دعا ولاړ وي. خپل وروڼه وژني، خو د نورو لپاره د اوږده ژوند دعا کوي. خپله جګړې کوي او نورو ته تلپاتې سوله غواړي.

له چا ګیله وکړو، البته دا به د افغانانو په قسمت کې لیکل شوي وي، خو د خدای تعالی حکم بیا داسې نه دی، لوی خدای ج وايي، تر څو چې په خپل ځان کې بدلون را نه وړې، زه په تاسو کې بدلون را نه ولم. دا په دې مانا چې قسمت هم د انسان په خپل لاس کې دی، په خپلو هڅو او هلو ځلو هر څوک خپل قسمت ټاکلی شي. خو دا کار هغه مهال امکان لري، چې انسان په خپله په خپل ځان کې مثبت بدلون راولي او دا یوازې د بشپړ زغم او حوصلې په پایله کې تر لاسه کېدای شي.

زغم او حوصله د افغانانو لپاره نه دي راغلي، ځکه د کرکټ د ګټلو په ورځ زموږ د کرکټ لوبغاړي ټول د ټولې نړۍ اتلان وي او بیا بله ورځ د بايللو په صورت کې دوی له پلار او نیکه څخه خاين او بد وي.

 د یوه شعر په ليکلو سره ترې ستر شاعر جوړوو او په یوه خبره بيا له همغه کس د نړۍ لوی خاین جوړ شي.

صدام حسین، محمد مرسي، جنرال ضیاوالحق، اختر عبدالرحمن او د دوی په ځېر نور په افراطي توګه دوستان او اتلان او بیا په بله ورځ ټول دښمن، خرڅ شوي ښودل کېږي.

په ۱۸۶۹ میلادي کال کله چې سردار  عبدالرحمن خان له هېواد څخه وتلو ته اړ شو، په شمالي وزیرستان کې پر لار يې د لوږې له امله د خوړو د پخولو هڅه وکړه. کله چې خواړه پاخه شول، سپي په یوه منډه ترې پاخه شوي خواړه وتښتول. پر دې مهال ده وویل:

« درې ورځې مخکې به زما خوراکي شیان پر ۱۰۰۰ اوښانو بار وو او نن یوازې یو سپی زما د خوراک لوښی له خوړو سره یو ځای وړي.»

« یو مهال د افغانستان عظمت او تاریخ ته نړیوال ګوته پر غاښ وو، نن راته د پاشلي، بېوزلي او بېکاره ملت خطاب کوي او موږ هم ورته خوشحاله يو!!!»

       په هر څه کې اعتدال د لوی خداي «ج» حکم دی.

« خو افغانان په جګړه کې افراط، په ډموکراسۍ کې افراط، په خوړو کې افراط، په دښمنۍ کې افراط، په دوستۍ کې افراط، په غورو کې افراط، په سوال کې افراط او هم په بخښلو کې د افراط مېړني دي.»

راځئ د لوی خدای د حکم له مخې په هر کار کې له افراط او احساساتو تېر شو، زغم او اعتدال د خپل ژوند سرمشق وټاکو.

په دې کار کې ډېرې ګټې دي، له جګړې خلاصېږو، سولې ته رسېږو، هېواد مو پرمختګ کوي، له جهالته ژغورل کېږو، شیطان به خوار وي او لوی خدای ج رضا به مو تر لاسه کړې وي.

زغم، زغم، زغم، او اعتدال د بري لار ده.

(Visited 14 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.