The news is by your side.

زما پر ژوند د کورونا ویروس اغیزې

حشمت ناصري

0

زه حشمت ناصري د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د بویه زارې کلي اوسېدونکی یم. ۳۵ کاله عمر لرم او اوس د کابل ښار په پنجصد فامیلي سیمه کې ژوند کوم. کله چې عالي تعلیمات او لوړې زده کړې مې په ختمیدو شوې له ډېرو هڅو وروسته مې په یوه حکومتي اداره کې دنده واخیسته او له شپاړلس کاله راهیسې په بیلابېلو حکومتي ادارو، پراختیایي پروژو، مدني ټولنو، خصوصي سکټور او همدا راز تمویلوونکو بنسټونو سره کار کوم.

د وخت په تېرېدو؛ کاري بوختیا او مسوولیتونه مې کرار کرار زیات شول او دې ته اړ شوم ترڅو د مسوولیتونو د ښه او پر وخت ترسره کولو لپاره خپل شخصي او رسمي وخت ځانګړی کړم. دا کار زما پر شخصي او ټولنیز ژوند بده اغېزه پریښوده؛ له کورنۍ او ټولنې سره مې واټن پیدا شو او په تدریجي ډول په یوه ماشیني انسان بدل شوم.

کورنۍ او ملګري مې رانه خوابدي ول چې هغوئ ته مې د خبرو لپاره وخت نه درلود. کله چې له یوې داسې نیوکي سره به مخ شوم له ځان سره به مې ویل چې کورنۍ یوازې پرما دا حق لري چې دوی ته پیسې وګټم او مالي ستونزه یې حل کړم او ملګري باید په دې پوه شي چې وزګار نه یم او کاري بوختیا مې له حده زیاته ده؛ په دې خبرې به مې ځانته یو ډول برائت ورکړ او بالمقابل ملګري او کورنۍ به مې ملامت کړل.

په دې سره نه یوازې دا چې زه په کورنۍ او ټولنه کې منزوي شوم بلکې زما د کورنۍ نږدې غړي بالخصوص زما مور له یو ډول رواني ناروغۍ سره مخ شول او د دې ناروغۍ لمنه کرار کرار پراخه شوه. د وخت په تېرېدو زموږ اقتصادي وضعیت په مثبت ډول بدلون وموند؛ خو زما دا چلند زموږ د ګډ ژوند پر ارزښتونو بده اغېزه پرېښوده؛ خندا او خوشحالي نوره له منځه لاړه، نور زما شخصي او رسمي ژوند به له خپګان سره مل وو او کله به چې کور کې وم تل به مې دا هڅه کوله چې د کورنۍ له غړیو لرې په یوه خونه کې پاتې شم.

څو میاشتې وړاندې د چين په ووهان ایالت کې د کورونا یا (COVID-19) په نامه یو وژونکی ویروس پیدا او دا ویروس په تدریجي ډول د افغانستان په شمول په ډېرو هېوادونو کې خپور شو.

حکومت د دې ویروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره پرېکړه وکړه ترڅو د کابل په شمول په څو مهمو ولایتونو کې حکومتي ادارې د یوې مودې لپاره قرنطین شي. د حکومت د دې پرېکړې پر اساس په کابل کې زموږ وزارت هم وتړل شو او موږ دې ته اړ شو چې په کور پاتي او خپلې رسمي چارې له کور څخه تنظیم کړو.

د ۱۳۹۹ کال د وري په ۱۵ مه زه په کور پاتې شوم او په لومړیو ورځو کې کور ناسته راباندې سخته تمامېده، تل به مې له ځان سره ویل چې دفتر د فکر او خپګان بدولو لپاره راته ښه و. په لومړیو ورځو کې سربېره پر دې چې زموږ وزارت قرنطین و خو کله کله به مې د خپل دفتر چارې په وزارت کې ترسره کولې.

د یوې اوونۍ په تېرېدو، کرار کرار د کورنۍ له غړیو سره مې ناسته زیاته شوه، له ماشومانو سره مې لوبې پیل کړې، پر ګډ دسترخوان مې ډوډۍ خوړله او د وخت په تېرېدو ډیری به له مور سره کښېناستم او د ژوند پر بېلابېلو موضوعاتو به مې خبرې ورسره کولې.

ورځ تر بلې د مور او کورنۍ د غړیو پر خوله خندا راښکاره شوه، خوشحالي ورو ورو موږ ته مخه کړه او ژوند د یوې میاشتې په پرتله بدلون وموند. قرنطین د دې لامل شو چې د ژوند هیر شوي ارزښتونه بېرته احیاء او له ګډ ژوند څخه خوند واخلم.

سربېره پردې چې کورونا ویروس د خلکو په تېر بیا زموږ د بېوزله هېوادولو پر اقتصادي ژوند بد تاثیر وکړ او دوی یې له راز راز ستونزو او ننګونو سره مخ کړل خو برعکس زما پر شخصي ژوند یې بل ډول اغېزه پرېښوده او ماته یې په ژوند کې لوی درس راکړ.

(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.