The news is by your side.

زمونږ د ماشومانو ورځ

ماهر احسانزی

0

نن د ماشوم ورځ ده او د انساني جوړښت له مخې هماغه خبره ده چې:
ماشومان که د مشرق که د مغرب دي
د خندا او د ژړا انداز یې یو دی
خو د روزنې،چاپیریال، برخورد، خوراک، خوب، راشه درشې او نورو ګڼو اړخونو له مخې دا خبره بیا بیخي له پامه غورځیدلې ده، اروپا خپلو ماشومانو ته تر لویانو ډېر پام کوي خو افغانانو ته لویان مهم دي.
په افغاني ټولنه کې تر ټولو ډېره ځوریدلې،محرومه او ځانته حیرانه طبقه بیا همدا ماشومان دي، ځکه تر ترحم او شفقت یې تحقیر او توهین ډېر دی.

مونږ دلته هم کټه ګورۍ لرو:
یوه ډله ماشومان پر پښو څپلۍ نه لري، پرتوګ یې یو ډول او کمیس بل ډول او وجه یې شته فقر او نا پامي ده.
ټوله ورځ د نورو ټپ سیوري،د بل تر امر، خبرو او دګلو لاندې په وچه ډوډۍ را لویږي او د شپې تر هغې چې حاکمه نارینه طبقه ډوډۍ خوري دوی ویده وي.
ځکه زمونږ په کورنیو کې معمول ده چې اول باید لویان او په لویانو کې هم نارینه ډوډۍ وخوري.
بله ډله ماشومان که شوخ نه وي، ناز ونه لري او ونه ژاړي نو د مور او پلار دواړو خوښ وي؛ خو چې ژاړي،شوخي کوي او ډېرې غوښتنې لري، نا اهله هم دي،بې ادبه هم دي او دژړا په مهال بیخي د نارینه وو نه دي. ددې ماشومانو د غلي کولو، کرار ولو او په خبره د پوهولو لپاره مور مجبوره ده چې بچی په غیږ کې واخلي او غلی یې کړي.
مور که پخلی کوي، که ځای جارو کوي، جامې مینځي خو باید خپل ژړانده او شوخ بچی هم ور غلی کړي.

درییمه ډله د باسواده او لږ د پیسه لرونکو اشخاصو اولاد دی چې مکتبونه ورباندې وایې؛ خو ددوی مالدارو ماشوم بچیان هم د خپلو مشرانو (مور او پلار) هره شیبه ذهنا غلامان او تر احسان لاندې را غټیږي.
دوی که د لویانو او په تېره د هغه چا لخوا چې پیسې ګټې، پر لوبو، ساعت تېرۍ او نا مطلوب حرکت ولیدل شي نو تر سپکو سپورو خبرو، غوریدو ورهاخوا وهل او ټکول هم خوري او هم ورته په ځلونو ویل کیږي چې مصرف درباندې کوم،کورس ته دې لیږم، پیسې مې درباندې مصرف کړي دي خو تا کې عقل نه راځي.
هغوی چې د وړکتونونو او شخصي ښوونځیو وسه لري، دا ماشومان بیا د نورو خپلوانو او ګاونډ په خلکو کې د هماغه روزنځای د اوصولو پر مراعتولو تمسخر کیږي او همزولي او یا نسبتا له دې ډول تعلیم او ادارو محرومې کورنۍ په مسقیم او غیري مستقیم ډول دوی توهینوي، ننګوي او اراده یې ورځپي.
ځکه ممکن د خصوصي ښوونځي زده کوونکی دریشي وکړي، هره شیبه کتاب او قلم په لاس کې ولري، په لاره د مخکې کیدو په مهال له مشر یا له هغه چا چې دی مخکې کیږي اجازه واخلي، نو د کلیو او له ماشوم روزنې بې پروا کورنۍ ورپورې خاندې.
پر دې کټه ګورۍ سربېره دا هم د اندیښنې وړ خبره ده چې زمونږ چاپیریالونه، عملونه او ګرځیدل هم د ماشوم په روزنه کې لوی خنډ دی.
مونږ خپلو ماشومانو ته لمونځ ور زده کوو او هم ورباندې ټینګار کوو،چې لمونځ وکړي خو خپله نه لمونځ کې دومره چست یو او نه تلاوت کې.
مونږ به اولادونو ته وایو چې دروغ مه وایه خو چې بهر راته څوک غږ وکړي، همدا زوي یا لور ور ولیږو او ورته وایو چې که زه یې په کار وم نو ورته ووایه چې کور کې نشته.
مور چې لټه، ناوزګاره یا ناروغه وي نو د لور او زوی شوخۍ ته چې وخت پیدا نه کړي، د غلي کولو لپاره ورته وایې که چوپ نه شي، بلا دې خوري، پیریانو ورپسې راځئ او …
په کور کې له ماشوم د خبرې حق اخیستل، شوخۍ ته یې وخت نه ورکول، تېروتنې یې نه منل، په ورانکارۍ سره ورباندې سترګې را ویستل او یا ورباندې غوږونه نیول، د ځان په ګټه پر ماشومانو دروغ ویل؛ دا ټول هغه څه دي چې کتاب تر ویلو وړاندې باید په نظر کې ونیسو.
د ماشوم روان پوهنه او ماشوم ته د ماشوم په سترکو کتل به له مونږ سره ددې طبقې په فکري را لویونه کې مرسته وکړي.
هغوی چې له ماشوم څخه د لوی هلک او انسان تمه لري، خپل ماشوم حاضر دمه روحا ځپي او راتلوونکی یې ناسم لور ته هڅوي.
دی ممکن ددې لپاره چې مشران یې ورنه مثلا د ډېر کار تمه لري،ډېر ځان ستړی کړي، ډېر وګرځي،ډېره بې خوبي وکړي او نتیجه به یې په لویینې دده د بیولوژیکي او رواني وجود ګډوډي وي.
مونږ چې د ماشوم روزنې په روان پوهنه کې ډېر بلد نه یو نو ورسره پر پورتنیو ټولو هغه عناصرو چې ددې طبقې د سالمې روزنې مخه نیسي؛ پر تاوانونو هم چندان باوري نه یو.
د ماشوم پر وړاندې وهل، نا سم حرکتونه، د بل ماشوم ژړا، زورول، پر بل دروند کار او تر ټولو بده لا له دوی جنسي غوښتنې نور هغه عوامل دي چې باید زمونږ مسولې ادارې او د کورنۍ او ټولنې هر مشر ته ورته متوجه شي.
زمونږ د نن ماشوم به سبا هله د خبرو، زمونږ د تمې د جوګه کیدو او زمونو د سترګو د جګیدو وړ شي ،چې په کوچنیوالي یې د روزنې پر بیلابیلو اړخونو فکر وکړو.

درنښت

ماهر احسانزی

(Visited 14 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.