The news is by your side.

زموږ ځوانان پر وروکو لارو

0

ځوانان او اضطراب

  په هیواد کي رواني جګړې، لوږي، غربت او بې کارۍ زموږ د هیواد داوسېدونکو پر روحیاتو منفي تاثیرات غورځولي دي. له دغو تاثیراتو څخه په ډېره کچه زموږ ځوان نسل (ځوانان) اغېزمن سوی دی.دغو منفي اغېزو زموږ د ځوانانو په اروا کي یو ډول اضطراب ، ناکراري او بې ثباتي رامنځته کړې ده.رواني ګډوډي اوبې ثباتي په مستقیم ډول د انسان پر تفکر، شعور او عقل منفي تاثیرات غورځوي او په یو ډول روحي سرګرانۍ یې اخته کوي. کوم وخت چي انسان په روحي سرګردانۍ اخته سي او دانسان په وجود کي اروا سرګردانه سي ، په داسي حالت کي بیا انسان دخپلو فردي او ټولنیزو فعالیتونو او هدفونو په اړه پرېکړه نه سي کولای او په یوډول لالهانده حالت کي هرڅه ته د شک او تردید په سترګه ګوري.زموږ دځوانانو یوه خطرناکه او تېرایستونکې ستونزه همدغه روحي اضطراب او ګډوډي ده ،چي زموږ ځوانان یې په ځان پسې پر یوه ورکه لاره روان کړي دي. داچي ولي زموږ ځوانان دځان له پاره یوثابت او واحد هدف نه سي ټاکلای او په ډېره چټکۍ سره خپل هدفونه اوهغو ته درسېدو لاري چاري بدلوي، دلته به زه هغوڅو مهمو ټکو ته ایشاره وکړم، کوم چي ما یې دمتن په پیل یادونه وکړه.

جګړه

   په هیواد کي اوسنۍ  رواني جګړې زموږځوانان دانتقام او غچ په ناروغۍ احته کړي دي. په دې هیواد کي هیڅوک په داسي یوه کورنۍ کي نه دی زېږېدلی چي هغې کورنۍ دي خپل یو غړی له لاسه نه وي ورکړی او که وي هم نو په ډېره لږه فیصدي به وي . په دغه کورنیو کي رالوی سو ځوانانو ته ترڅه مهم غچ او انتقام دی.

غربت او لوږه

      دمختلفو علومو پوهان دلوږي او غربت په اړه مختلف او یا نسبتاً ورته نظریات لري.

لوږه او غربت ځیني ټولنیز ، مادي او معنوي زیانونه لري. غربت او لوږي زموږ ځوانان پر مختلفوکټګوریو وېشلي دي.

هغه ډله ځوانان چي له زده کړي بې برخي دي او په کلیوالي سیمو کي ژوند کوي. په ډېره اسانۍ سره د هر ډول سیاستونو ښکار کیږي.

هغه ډله ځوانان چي مهاجرتونه کوي او له وطن دباندي په ډیرو ستونزو او کړاوونو کي ژوند کوي .

هغه ډله ځوانان چي دهیواد په داخل کي په نشه یي توکو روږدیږي او په پایله کي په یوه خطرناکه سرنوشت اخته کیږي.

هغه ډله ځوانان چي موږ ورته روښنفکران وایو. دسهار او ماښام ډوډي لري او ژوند یې له اقتصادي لحاظه یوڅه ښه دی. زده کړه کوي او یایې زده کړي وي . خو دغه ډله هم یوه اروایي او روحي لوږه لري . دومره دمادي بخل تر تاثیر لاندي راغلي وي،چي انساني عاطفه یې بیخي تر یوه فرد پوري رامحدوده کړې وي.ددې له پاره چي دنورو له خولې ډوډۍ راوباسي او په خپله خوله او خېټه یې ومنډي ، مختلفو لارچارو ته لاس اچوي او تر هر څه ورته خپل ځان او خېټه مهمه وي.

بې کاري

      بې کاري دانسان  همت اومېړانه کموي. بې کاري دانسان ټولنیز او فردي درناوی له منځه وړي. بې کاري دانسان شعور او عقل کمزوری کوي. بې کاري دانسان دخلاقیت قوه کمزورې کوي . په اخره کي به ووایم چي بې کاري انسان ته دځان په اړه یوډلو له ټولني څخه دلیري والي ، کم ارزښتۍ او بوزدلۍ احساس ورکوي . بې کاره انسان همېشه کم همته وي. زموږ کابو یو نسل په جکړه او بې کارۍ کي رالوی سو او دغي بدبختۍ زموږ له نوي نسل څخه هرډول سیاسي ، عاطفي، کلتوري او اخلاقي مېړانه واخیستل. دغه نسل له هرډول معنوي غښتلتیا پرته دیو ړوند نسل په حیث د دمختلفو تضادونو په منځ کي رالوی سو.

ځوانان او سیاسي ګوندونه 

    ګوندونه هغه سیاسي سازمانونه دي ، چي په هغو کي د یوه فکر،نظر، ایډیا او مفکورې خلک راټولیږي او خپلو سیاسي ، فرهنګي، اقتصادي او مذهبي اهدافو ته ځان رسوي. ګوندونه دسیاسي روزني له پاره ډېر ګټور دي ، خو په دې شرطچي هغه ددې هیواد په خاروه کي راټوکېدلي ، ددې خاوري دولسونو په روحي ، کلتوري ، مذهبي ، سیاسي، او اقتصادي آب وهوا پالل سوي او لوی سوي وي.د ګوندونو یادونه مي ځکه دلته وکړه چي زموږ ځوانان نن-سبا ډېر فکري ، نظریاتي ، کلتوري او سیاسي اختلافات لري. ددې اختلافاتو یوازیني لامل هم دغه پردي سیاسي ګوندونه دي، چي دځوانانو په منځ کي یې دنظر او ایډیا یوالی له منځه وړی دی. په مختلفو ګوندونو کي د مختلفو ایډیاوواو افکارو له پاره دځوانانو روزل، په ځوانانو کي هرډول نظریاتي، فکري، روحي، سیاسي او مذهبي تضادونه رامنځ ته کوي او دغه تضادونه زموږ دځوانانو اروا او روحي لوری دیوې ټولنیزي ګډوډۍ په لور رهبري کوي او هر ډول روحي، سیاسي ، کلتوري، مذهبي او اقتصادي کشمکشونوته لاره خلاصوي. زه نور په دې اړه خپل بحث نه اوږدوم خو یوازي دونه وایم چي دیوې کورنۍ پنځه وروڼه،چي په پنځو مختلفو ګوندونو کي روزل کیږي او هغه کورنۍ به خامخا پر پنځو نور کورنیو وېشل کیږي . همداسي ټولنه درواخله او ورپسې هیواد….

ځوانانو او دماګوژي

     داګوزي مانا د درواغجنو او غولونکوژمنو په واسطه د خکو غولو او تېرایستل.

دماګوګ هغه چاته وویل کیږي، چي پردرواغو ادعا کوي او بې اساسه، بې منطقه او بې نظمه ژمني کوي. هڅه کوي چي رښتیا تحریف او ترپښولاندي کړي.دډکاګوژۍ وسیلې راډیو، نلویزیون، خبرونه، راپورتاژونه، مصاحبې او تشریفاتي ناستي دي.

دتشریفاتي ناست او محاصبو کلتور د ډماګوګانو اوډماګوژۍ زېږنده او محصول دی.هره خورا ډیري تشریفاتي او مجلسونه کیږي او په دغو ناستو او مجلسونو کي خورا ډیري لغت پرانۍ او لفاظي ژمني کیږي. پرته له کومي نتیجې یې بادونه وړي او هیڅ اثریې نه پاتیږي.

دډماګوژۍ او ډماګوګانو یادونه مي دلته ځکه وکړه، چي زموږ ځوانان یې په زیاته کچه ترتاثیر او کنټرول لاندي راوستلي دي. زموږ هغه سرګردانه ځوانان چي دژوند ستونزو دومره کمزوري او لالهانده کړي دي، چي دخپل ژوند هدف خپله نه سي ټاکلای ډېرژر ددغوډکاګوګانو په لومو(دامونو) کي لویږي اوخپله لار ورکوي. ډیری ځوانان مو ولیدل چي دخپلي روحي سرګردانۍ او یا نورو تعصبونو له امله په داسي خلکو پسې سول چي ډول علمي کیفیت او شخصیت نه لري. دا ټولو هغوځوانانو له دشرم خبره ده، چي دلیسانس تر دورې زده کړي کړي وي او بیا هم په یوه بېسواده رهبر پسې وي.

ځوانان او مسلکي توب

    جالبه خولا داده، ددې پرځای، چي زموږ دولت، مشران او رهبران زموږ دځوانانو پر استعدادونو باندي کار وکړي او په مسلکي ډول دهغو استعدادونه دتخصص او مسلکي توب په چوکاټ کي وروزي برعکس ددوی داستعدادونو وژنه کوي. زموږ ځيني خوانان ،چي په ډيرو سختو حالاتو کي له ډیرو ستونزو سره سره لوړوزه کړو ته لاره پیداکړي او دعلومو په یو څانګه کي زده کړي وکړي، خو کله چي له پوهنتون څخه ټولني ته وړاندي سي، نو په ټولنه کي پرداسي دنده وګمارل سي ، چي هغه دده شپاړس کاله زده کړه او مسلکي توب له خاورو سره خاوري سي اودهیڅ درد دوا نه سي.دلته موږ څوزیانونه وکړل. یو مو دیوه ځوان شپاړس کاله ارزښتمن وخت او بل مو دهغه ځوانه او دکار وړ انرژي ضایع کړه. په دوهم قدم کي مود مسلکي روزني سترګي ورړندې کړې او دعلمي، منطقي او مسلکي پرمختګ مخه مو ونیوله. په کومه ټولنه کي چي مسلکي او تخنیکي وده او پرمختګ نه وي ، هغه ټولنه له هره اړخه یوه وروسته پاته ټولنه ده. په داسي ټولنو کي ددې پرځای چي ورځني شرایط نورمال او کنټرول سي بلکي ورځ په ورځ نوي پدیدې، ستونزي او مشکلات زېږې او انساني ژوند ګواښي.ددې له پاره چي ددغو ستونزو مخه مو نیولې وي، راځئ چي مسلک ته ارزښت ورکړواو مسلکي کارونه وکړو. کار دوه ډوله دی . یو عادي کار دی، غیري مسلکي خلک عادي کار کوي او له هغه څخه دومره پیسې ګټي چي دخپل ورځني ژوند ستونزي په حل کړي. او بل مسلکي کار دی.په پرمختللو ټولنو کي خلګ مسلکي کارونه کوي، چي دپیسو دګټلو ترڅنګ خپل مسلک ته هم وده ورکړي او په ټولنه کي نوي ، مثبت بدلونونه او نوښتونه رامنځ ته کړي ترڅو انساني ژوند دپرمختګ په لور تېز حرکت وکړي. په دې چي زموږ ځوانان به مسلکي کارونو ته مخه کوي او یوه ورځ به په دې ټولنه کي مستري د ډاکټر او ډاکټر به د نجار … نجار به د اقتصاد پوه ، اقتصاد پوه به دنرس کار نه کوي اوهر څوک به په خپل مسلک کي دخپلي وړتیا پراساس کار کوي.

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.