The news is by your side.

زموږ ښوونیز نظام

رحمت شاه فراز

0

د مدرسو او ښوونځیو یوه تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې زموږ د ټولنې ښوونیز نظام يې په دوه نه یو کېدونکو ټوټو وېشلی او په پایله کې يې ټولنه په دوو فکري او شعوري برخو تقسیم کړې. په مدرسو کې عصري علوم نه ترسترګو کېږي؛ او په ښوونځیو کې بیا د دیني علومو یوازې یو یا دوه کتابونه ښوول کېږي چې یو خو د یوه انسان دیني اړتیا ته ځواب نه شي ویلای، او بل دا چې هغه کتابونه د یوه ځانګړي مذهب یا فرقې د فکر په اساس لیکل شوي وي چې پخپله ډلبندۍ او فرقه واریت ته لاره پرانیزي. زموږ د نصاب د دیني برخې کتابونه د حنفي مسلک له مخې لیکل شوي؛ چې په لومړۍ ورځې لا انسان ته د تقلید لارښوونه کوي او په دین کې د تحقیق او څېړنې دروازې پرې تړي. بل خوا، له مدرسې فارغ ځوان د ځانګړي نصاب د لوستلو او په خاص چاپېریال کې د روزل کېدو له کبله له روان عصر او نوې نړۍ سره نابلده وي. په دې اساس، کله چې د دې دواړو ځایونو فارغین په ټولنه کې له یو بل سره مخ شي، نو د دوی دواړو ترمنځ یو لوی فکري واټن وجود لري او د دواړو ترمنځ د افهام او تفهیم هېڅ بنسټ او ځمکه (context) نه ترسترګو کېږي. د دوی فکري سطحه د دواړو ترمنځ د ټولنیزو اړیکو لپاره لوی خنډ رامنځته کوي. نو تر ټولو لومړی پکار دا ده چې دا دوه اړخیز نظام په یوه او له یو بل سره همغږي نظام بدل شي.

یو داسې نظام چې تر دوولسو ښوونیزو کلونو پورې له یوه ماشوم څخه دا واک وانه خلي چې د خپلې خوښې او استعداد سره سم مسلک د ځان لپاره غوره کړي. د مدرسو یوه لویه ستونزه همدا ده چې مدرسه پخپله د یوه ماشوم په هکله دا پرېکړه کوي چې پلانکی به هرومرو دیني عالم کېږي، دا هېڅ توپیر نه کوي که خدای هغه د یوه انجینر یا ډاکټر کېدو لپاره خلق کړی وي.

د دوو نظامونو پر ځای د یوه ګډ نظام د رامنځته کولو لپاره تر ټولو مهم عنصر نصاب دی، ځکه همدا نصاب دی چې د ښوونځیو او مدرسو تر منځ اساسي توپیر او د بېلتون کرښه رامنځته کوي. د دې نظام په اړه د لیکوال عمومي فکر  او نظر په لاندې ټکو کې وړاندې شوی:

۱- نصاب باید په داسې ډول چمتو شي چې له دوولس – یا هر څومره چې د دې کارپوهانو ته ښه برېښي – کلو وروسته یو ماشوم که وغواړي چې د ځان لپاره د عصري علومو ډګر غوره کړي، نو هم پراخه واک و فرصت ورسره وي؛ او که غواړي چې د دین یو تکړه عالم شي، نو هم دروازې ورته خلاصې وي. د دې لپاره اړینه ده چې دوولس کلن نصاب په ورته توازن او انډول برابر شي.

۲- د هېواد ملي ژبې (پښتو او دري)، زموږ د دین ژبه (عربي) او یوه نړیواله ژبه چې په اوس کې وخت په علمي ډګر کې ترټولو مخکښه ژبه (انګرېزي) ده، نو پکار ده چې دا څلور واړه ژبې د دې نصاب یوه لازمي برخه وګرځول شي. په دې څلورو ژبو کې پښتو او دري ژبې زموږ ملي ژبې دي چې د دې زده کړه د دې ټولنې د هر وګړي لپاره لازمي ده؛ په دې ژبو کې زموږ د کلتور او فرهنګ ژورې ریښې پټې دي، د دې ژبو له زده کړې پرته موږ له خپل اصلي ثقافت څخه لرې پاتې کېږو. عربي ژبه زموږ د دین او مذهب ژبه ده. د دې ژبې زده کړه د یوه مسلمان لپاره له بلې هرې ژبې زیاته مهمه ده. ځکه له دې ژبې پرته مسلمان انسان نه شي کولای چې پخپل مذهبي کتاب ((قرآن کریم)) پوه شي. او په پای کې د اوسني عصر ژبه ده. د انګرېزي ژبې په ارزښت وړاندې هم زیاتې خبرې وشوې. د اوسني نظام برعکس چې مدرسو کې دا ژبه هېڅ نه شته او په ښوونځیو کې له څلورم ټولګي څخه پیل کېږي؛ پکار ده چې د ملي ژبو د زده کړې په څنګ کې دا نورې دوه ژبې (عربي او انګرېزي) هم ځای په ځای کړای شي.

۳- د دیني علومو په برخه کې قرآن کریم او احادیث پخپله اصلي بڼه باید د نصاب یوه برخه وګرځي. نه دا چې د ‎فقهې له پخوانيو کتابونو څخه احکام را ټول کړای شي او بیا د دین په توګه زده کوونکو ته وښوول شي، پکار ده چې زده کوونکي په مستقیم ډول په قرآن او حدیث د پوهېدلو وړتیا ولري؛ د دې په ځای چې زده کوونکی د پېړیو پخوانۍ د فقهې په پېچلو غوټو کې خپله د تحقیق او څېړنې ټوله انرژي له لاسه ورکړي، ښه به وي چې هغوی د قرآن کریم له رڼې چینې څخه خپله علمي او دیني تنده ماته کړي. په دې کې هم شک نشته، چې تر نن ورځې پورې په قرآن او حدیث چې کوم کار شوی، هغه ډېره ارزښتناکه او ګرانبیه شتمنې ده؛ پکار ده چې هغه علمي کار هم زده کوونکو ته ور وپېژندل شي، خو یو زده کوونکی باید په داسې ډول وروزل شي چې د قرآن او سنت خبره د وروستۍ کرښې په توګه ومني، نه دا چې د امام ابو حنیفه (رح)، یا امام احمد (رح)، یا امام مالک (رح)، یا امام شافعي (رح) د کتاب یو تعبیر او تفسیر تر ټولو صحیح ورته ښکاره شي.

۴- قرآن کریم د اسلام وروستی کتاب دی. له دې وړاندې هم اسماني کتابونه نازل شوي چې په اوس وخت کې يې درې کتابونه د ژباړو په ډول په نړۍ کې وجود لري. د هغو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه قرآن کریم اورولې. د قرآن کریم په راتلو هغه ټول پخواني کتابونه منسوخ شوو؛ خو په دې کې هېڅ شک نشته چې تر اوسه هم هغه کتابونه اسماني کتابونه او د الله له خوا نازل شوي صحایف دي. کومه رڼا، حکمت، لارښوونه او هدایت چې په قرآن کریم کې شتون لري، په هغو کتابونو کې هم شته. د انجیل، زبور، تورات نسخې له ټولو تحریفاتو او لاسوهنو سربېره، د الله تعالی له علم او حکمت ډکې سرچینې دي. نو د قرآن او حدیث ترڅنګ په نصاب کې د دې کتابونو ځایول او تدریسول هم یو ډېر ګټور او باارزښته کار دی. له دې لارې زده کوونکی د اسلام له ټول تاریخ – له ادم (ع) څخه تر محمد (ص) پورې – څخه خبرېدلای شي او په دې پوهېدلای شي چې قرآن کریم یوازې د دې کتابونو په ځینو برخو کې د تحریف او لاسوهنې د ترسره کېدو خبر را کړی، دا خبره یې هېڅکله نه ده کړې چې له نن څخه وروسته الله له دې کتابونو څخه خپل حکمت او هدایت بېرته واخیستل او نور دا هغه الهي کتابونه نه دي. د دې یوه بله ګټه دا هم ده چې په دې ډول د زده کوونکي په فکر او نظر کې وسعت پیدا کېږي او د نورو ادیانو په اړه یې منفي تصور او لیدلوری ختمېږي.

۵- بل مهم عنصر عصري علوم – لکه فزیکس، ریاضي، کیمیا، بیالوژي، … –  باید د نصاب یوه برخه وګرځول شي. همدا علوم د اوسنۍ نړۍ د پرمختګ لامل شوي دي. د همدې علومو په مټ یوه ټولنه کولای شي چې د ټولنو ترمنځ د سیالۍ ډګر ته ور ښکته شي. د دې ترڅنګ هره ټولنه یو لړ علوم لري چې ټولنیز علوم يې بولو، په نصاب کې تر یو ټاکلي بریده د دې علومو شتون هم اړین او ضروري دی. د خپلې ټولنې د تېر مهال، د ټولنې د ځمکنیو سرچینو، په اوسني نظام… او داسې نورو ډېری موضوعاتو باندې د پوهېدلو لپاره د تاریخ، جغرافیې، مدني زده کړې او داسې نورو ټولنیزو علومو له ارزښت څخه انکار نه شي کېدای. په یوه غوره او بنسټ جوړوونکي نصاب کې د دې ټولو شتون لازمي دی.

۶- د نصاب یوه برخه باید ځینو هنرونو ته ځانګړې شي. پکار ده چې زده کوونکو ته د کتاب په بڼه نه، بلکې په عملي بڼه ځینې هنرونه ور وښودل شي. شاعري، لیکوالي، رسامي، نقاشي او موسیقي هغه هنرونه دي چې د انسان د باطن څرګندونه پرې کېږي. او بېرته د یوه انسان د باطن او اروا د ارامتیا لپاره او په انساني شخصیت کې د توازن په رامنځته کولو کې اغېزمن رول لوبوي. د هنرونو یو بل ښه والی دا وي چې د نورو ګټو ترڅنګ د انسان لپاره یوه تفریح هم وي. په ښوونځي کې زده کوونکو ته په غوره او مسلکي ډول د موسیقۍ ور زده کول، د رسامي او نقاشي ور زده کول یو ډېر ستر کار دی.

لیکوال په دې پوهېږي چې د دې وروستي ټکي پر وړاندې به د خلکو غبرګون څه وي، خو لیکوال هېڅکله هم نه شي کولای چې د خلکو د غبرګون له امله پر یو علمي او ساینسي حقیقت سترګې پټې کړي. دا یو منل شوی حقیقت دی چې هنرونه د انسان په ذهني او رواني وده کې لوی رول و کردار ترسره کوي، او په تېره بیا د موسیقۍ هنر. موسیقي ته د تصوف سترو څېرو او مخکښانو لکه مولانای روم او داسې نورو ځانګړی ارزښت ورکړی. د هنرونو له ارزښت څخه هېڅکله انکار نه شي کېدای. دا چې یوه ټولنه د ځینو لاملونو په اساس یو هنر بد او ناروا ګڼي، هغه بېله خبره ده.

دا ((بدلون پر لور)) کتاب څخه د ((زموږ ښوونیز نظام)) یوه برخه ده.

(Visited 46 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.