The news is by your side.

زندانیان نه خوشې کیږي، هر څه مشروط دي

عبدالمنان توحیدیار

0

طالبانو خپلو زندانیانو ته ګلان اخیستي چې ګنې له امریکا سره د هوکړې وروسته به یې سمدستي د ۵زره زندانیان خوشې شي او بیا به د سولې خبرې پيل شي، خو دا صلاحیت له افغان حکومت سره دی او زندانیان به هغه وخت خوشې کیږي چې بین افغاني خبرې پيل او دواړه لوري بحثونو کې مخکې لاړ شي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ خبري کنفرانس کې هر څه په ډاګه وویل چې حسن نیت به هغه مهال ښکاره کیږي چې طالبان هم د خبرو حسن نیت وښيي، دا هر زنداني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو په بدل کې نیول شوی دی، داسې پرته له کوم قید او شرط څنګه خوشې شي.

د ولسمشر غني دا دريځ نهايت معقول او سم دی چې د زندانيانو په شمول ټولې خبرې به په بين الافغاني مذاکراتو کې بحث کوو، حسن نيت نور نشته، خبرې به سپينې او واضحه وي.

مونږ د دې خاورې د دفاع لپاره درېږو، زمونږ د خوېندو مېندو مخونه بيا پنجابی نشي ليدلی، بيا يې په تورخم پښې ابلې منډې نشو ليدلی، که جګړه د بهرنيانو خلاف وه، نو بايد عاجل ودرېږي، که جګړه زمونږ په خلاف وه او وي، له ځانه زمونږ دفاع تر ټولو برحقه جهاد دی.

د پردیو جګړو له کبله د افغانانو عمر په مهاجرت او پردیسۍ کې تیر شو او په خپله خاوره کې یې په ټول ژوند تراوسه د سولې او امن څکه نه ده کړې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون ساحه محدوده وه او د افغانانو ترمنځ دا ساحه پراخه سخت او جنجالي بهیر وي، ډیرې ستونزې به لري، ډیر به پکې ناراضه وي، ډیرې موافقې به د ډیرو په طبعیت او اند برابرې نه وي.

دلته باید دا خبره په یاد ولرو چې د سولې هیڅ تړون کامل نه دی، هیڅ جوړ جاړی مطلق د ټولو په خوښه برابر نه شي کیدی. خو یوه خبره چې ثابته ده، او هغه دا چې د سولې غیر کامل تړون کاملیدی شي او دا کار د ملت په توګه مونږ ته را په غاړه دی.

سوله د ټولو خواو/خلکو د خوښې پایله لاسته راوړل نه دي، بلکې سوله د ټولو دپاره ژوند شونې کول دي.

نور نو هغه خبره چې مونږ يې غلامان بللو او له پاکستاني عينکو يې د افغانستان نظام ته کتل، حل ده.

له امريکا سره طالبانو سوله وکړه، سره روغ شول، مېلمستياوې وخوړل شوې، خنداوې او صميمانه راشه درشې پېل شوې.

پرون هم دا جګړه زمونږ په خلاف ناروا وه، خو ځينې خره نه پوهېدل، اوس چې بيخي په څلورو هم روان وي، بايد وپوهېږي، چې دا پنجابۍ پروژه ده چې دين يې دام کړی او تاسې يې پکې نيولي وئ.

نور راشئ او باعزته ژوند پېل کړئ، جنتونه زمونږ د ماشومانو په وژلو کې مه لټوئ،د خدای په زمکه فساد ته لمن مه وهئ.

سوله د ټول ملت ارمان دی او دې ارمان ته د رسیدو لپاره پلمې مه لټوئ، زندانیان به خوشې شي، تاسو به له کورنیو سره او افغانان به له خپلو کورنیو سره ژوند ته عادي ادامه ورکړي، افغانستان په ورغیږي، سوله به راشي، ژوند به جوړ شي او هر څوک به خپل کار او ایمان سره کار لري.

(Visited 140 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.