The news is by your side.

ستاینه او نقد

زبیر افغان

0 145

په انساني ټولنه کې که له ستاینې او نقد څخه هر یو کم شي، ټولنه زیان ويني؛ بشري ټولنه په هر حال کې دواړو ته اړتیا لري، که ستاینه ونه شي، پر یو کار تشویق به نه وي، هڅونه به نه وي، کارونو او ابتکاراتو ته به خلک زړه ښه نه کړي، بل لور ته که نقد نه وي، ټولنه به اصلاح نه شي. نقد د یوه شخص او ټولنې دواړو لپاره د اصلاح ښه لار ده، یو کس د خپلو کارونو مکمل جاج نه شي اخیستلای، هغه خپلو کارونو ته له یوې زاويې ګوري او نور کسان له بلې، له دې امله يې نقد د کار/موضوع نوور ابعادو ته پام کوي، په همدې بڼه ټولنه هم ده، په یوه ټولنه کې ناسم رواجونه او کارونه کېږي، که د ټولنې هوښیار خلک د هغې ټولنې دا کارونه او رواجونه نقد نه کړي، په هغه ټولنه کې به اصلاح را نه شي.

البته د بل پر کار ستاینه، یا هغه کار چې بیخي شوی نه وي اما خلکو ته دورغ وویل شي چې هغه کار ما کړی دی، او له خلکو د ستاینې هیله لري، دا شرعن او اخلاقن ناسم عمل دی، قران کریم وايي:

{وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِنَ الْعَذَابِ} [آل عمران: 188]

ژباړه: او دوی خوښوي چې پر هغو کارونو يې ستاینه وشي چې دوی نه دي کړي، نو له عذابه د دوی د ځان خلاصونې په اړه ته بې فکره اوسه.

انساني وجدان دا نه مني چې د بل په خولو شوی کار دې زه ځان ته منسوب کړم، یا دې خلکو ته دوکه ور کړم ناشوی کار ورته ښودل شوی وښيم، په یوه کې د بل انسان حق تلفي وشوه او په بل کې دورغ وویل شول، چې دواړه د انساني وجدان له مخې ناسم کارونه دي.

په دواړو کې تر حد زیاتوب د بشري ټولنې او شخص په زیان دی، نه به په ستاینه کې مبالغه کېږي او نه به نقد تر اندازې زیات وي؛ تر اندازې زیاتوب يې په دې معنا چې که نقد کېږي هم باید د کړي کار د ناسموالي په تناسب وشي او که ستاینه وي، بیا هم عمل په نظر کې نیول کېږي، دومره شاباش یو چا ته په کار دی چې څومره يې عمل کړی وي، کله یو څوک یوازې د خولې په کلمو کفایت وکړي، کله یوازې کلمې او جملې کفایت نه کوي، باید ډالۍ ور کړل شي، ځینې وختونه يې ستاینې ته غونډه ونیول شي، دا هر کار د هغه کس د کړو خدمتونو په تناسب باید وشي، نه تر زیات وي او نه تر کم.

د کلمو په برخه کې به تر خپله وسه هڅه کېږي چې مبالغه امیزه الفاظ کار نه شي، لکه: بې مثاله شخص، د ده په شان نه بل شته نه پيدا کېږي، دا ملت به بل داسې کس پيدا نه کړي، بې شمېره کتابونه يې لیکلي دي، بې حسابه خدمتونه يې دې قوم ته کړي دي او داسې نور. د صفاتو په برخه کې به يې یوازې هغه صفات یادېږي چې په هغه شخص/ټولنه کې وي.

زموږ په ټولنه کې له بده مرغه له ډېره وخته د ستاینې ډېر افراطي شکل رواج شوی دی، تاسو به د یوه دیني عالم په اړه زیات ځایونه اورېدلي او واورئ چې کله يې د وینا لپاره انانسر ور غواړي، شیخ الحدیث والتفسیر، جامع المعقول والمنقول، فرید العصر، وحید الزمان، ترجمان المذهب، مجاهد، مرشد، استاذ العلماء والمجاهدین حضرت مولانا پلانی صاحب.

ښه دې پيپړو ته څه اړتیا ده؟ که یوازې اول دوه صفات يې را واخلو، چې هم محدث دی او هم مفسر، نو زموږ د وخت او سیمې پر علماؤ خو بیخي درانه دي؛ بلکې تر موږ وړاندې او د نورو سیمو پر عالمانو هم دواړه درانه دي. په قران کریم کې د تاریخ بحثونه شته، ټولنیز موضوعات دي، دیني او شرعي احکام دي، له کاروبار سره تړلي مسایل يې بیان کړي، د کائیناتو د پيدايښت په اړه ږغېدلی، میتافزیک مسایل يې را خیستي، د عبادت او عقایدو موضوعات پکې شته، د قران د فصاحت او بلاغت چیلنج پکې راغلی او ګڼ نور بحثونه، یو څوک که مفسر کېږي، که په دې هره برخه کې متحصص نه وي، نو داسې خو به هم نه کوي چې د هرې موضوع په اړه یوازې د بل پر شوې خبره د ده اتکا وي او دغه کس ته بیا موږ مفسر هم وایو؟!

تر دې که تېر شو، د حدیثو برخه را واخلو، نو لومړی خو د حدیثو کتابونه خورا ډېر دي، د حدیثو شمېر لکونو ته رسېږي، موضوعات يې ډېر دي، نژدې د ژوند د هرې برخې په اړه روایات پکې شته، د اصولو بحث يې یوه لور ته ګران دی او د حدیثو ترمنځ تطبیق، پر صحت او سقامت يې اختلاف، د زرګونو راویانو شتون، په دې برخه کې د باورونو بحث بېل دی چې د چا روایت ومنل شي او د چا دا رد شي؟ نور ډېر بیخي ډېر بحثونه، موضوعات او ابعاد شته چې دلته يې یادول اړین نه دي؛ که د انسان ژوند را واخلو او بیا زموږ ستونزو ته نظر وکړو، نو زما په اند هغه څوک چې هم مفسر وي او محدث، د دې دواړو برخو به يې یو هم په سر نه وي رسولی.

له دې ور هاخوا، نو جامع المعقول والمنقول، بیا ته سره لګوه! دا نور القاب يې پر همدې قیاس کړئ.

له دې قشره هاخوا که د ټولنې د نورو اقشارو ته پام وکړو، دلته هم په ستاینه کې افراط کېږي، مثلن: د یوه لیکوال په اړه که وویل شي چې ډېر زیات کتابونه يې ترجمه کړي او لیکلي دي، له دې امله نو د نړۍ د تکړه لیکوالانو او ژباړونکو لقبونه و نومونه ورته کارېږي؛ اما که د کار کیفیت او ټولنې ته پر ګټه یې فکر وشي، نو د ستاینې پر ځای باید یو څه ټکول شوی وای. نوم اخیستل به يې مناسب کار نه وي!

یوه خپرندویه اداره چې ډېر کتابونه نشروي، که له دې امله د ستاینې وړ وي چې زیات کتابونه يې چاپ کړي وي، بیا خو سمه ده، اما که د ټولنې ګټې، د کار کیفیت، په کتابونو کې شته پيغام او نورو ابعادو ته يې فکر وشي، نو بیا د ډېرو پر ځای به يې بیخي کم په ستایلو ارزي. د کتاب د ژر چاپ لپاره، یو کتاب په څو کسانو ژباړي، بیا په ډېر لنډ وخت کې هغه کتاب چاپ ته چمتو او بله ورځ په بازار کې وي، یعنې که یو کتاب په امریکا کې چاپ شي، یوه اونۍ وروسته همدلته زموږ په هیواد کې د هغه پښتو بڼه زموږ په لاس کې وي، د دې د کیفیت به څه حال وي؟ داسې یو کتاب چې پر سیاسي، اقتصادي، کلتوري، پوځي او نورو مسلو يې بحثونه کړي وي، د لیکوال ټولنه يې له موږ لرې هم وي، زموږ په ټولنه کې داسې تکړه ژباړونکي چې هم پر دې یادو موضوعاتو د ژباړن په توګه برلاسی وي او هم دې د لیکوال له کلتور او ژبې سره اشنا وي، ډېر کم دي، نو په یوه وخت کې دومره ژباړونکي، چې پر دې معیار پوره وي، له کومه شوو چې یو کتاب ترجمه کړي؟ بیا يې داسې تکړه ایډیټر پيدا کړی وي چې هم د دې ژباړونکو سبک یو ډول کړي او هم ترجمه له اصل کتاب سره وګوري، دا کارونه په دومره لنډه موده کې وکړي چې یوه اونۍ کې د کتاب ترجمه، ایډيټ، ډیزاین او چاپ چارې ټولې پای ته ورسېږې؛ دا که ماشینان نه وي، فکر نه کوم چې د انسانانو په وس دې پوره وي، اما زموږ د فکر خلک، لیکوالان او ژباړونکي دغه بې معیاره کتابونه هم ستايي، خپرندویه اداره/ادارې خو بیخي د ستاینې وړ دي.

که د شاعرانو په اړه فکر وکړو، پر ټولنیزو رسنیو یو شاعر خپل شعر خپور کړي، بس زموږ زیاتره کسان که په شعر له فني اړخه پوهېږي که نه، ورته لیکي: ډېر ښه، بیخي اعلا، جالب دی، افرین دې وي، خوند دې په کړی. په داسې حال کې چې نه به دا ستایونکي په شعر پوهېږي، نه به د هغه شعر له فني اړخه ډېر جالب وي او ټولنې ته د پيغام کیسې به يې نه نو کوو. ښه څه اړتیا ده چې ناحقه د یو شي/شخص ستاینه کوو؟ که له هر یوه پوښتنه وشي، چې ولې جالب دی؟ حیران به شي چې څنګه ځواب در کړي.

که د کور چاپيریال ته راشو، په کور کې مشران کشران څنګه ستايي؟ زه یوه روځ د خپلوانو کره ورغلی وم، یوه مولوي صاحب د خپلو دوو زامنو ستاینه راته کوله، د مشر زوی په نسبت يې کشر ډېر وستایه، ان داسې خبرې يې وکړې چې مشر به حتمن زموږ د ټولو په مخکې د کمترۍ احساس کړی وي. زموږ ستاینې داسې وي چې دوه کسان په مقابله کې سره راولو، یو د بل ضد ته يې دروو، زما په ستاینه د هغه بل کس له دې ستایل شوي کس سره کینه پيدا کېږي.

دا د ستاینې ناسمه طریقه ده، د ستاینې ډول ډېر مهم دی، د کلمو پر ځای کارول اړین دي، زیاتوب به پکې نه وي، که یو څوک تر خپل حد زیات وستایل شي، دا ښه کار نه دی، خو که د کار په تناسب کم وستایل شي، زما په اند به پروا نه کوي. ناحقه او بې ډوله ستاینې هم د ټولنې د خرابېدو سبب کېږي او هم د اشخاصو. زموږ ملت ته د غیور، مجاهد، ښه مسلمان، د زبرځواکونو ماتونکي القاب ور کول کېږي، خو هغه کارونه چې په همدې ملت کې ترسره کېږي، په شریعت کې حرام وي، اخلاقن ښه نه وي، په قانون کې ممنوع وي، هغوی ته بیا څوک ګوته نه نیسي؛ دا بې انډوله ستاینه ده، پایلې به يې هم داسې سرچپه وي لکه زموږ د ټولنې.

نقد مو هم عینن د ستاینې په شان دی، که یو څوک زما ملګری وي، ستاینه يې تر حد زیاته کوم، که زما د کورنۍ وي، هر څه يې بولم، البته که د داسې کورنۍ وي چې زما ورسره جوړه نه وي، یا زما ملګری نه وي، بیا يې افراطي غندنه کوو. موږ ټولو ته د مسلمانانو په صفت د قران کریم دا هدایت دی:

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ} [النساء: 135].

ژباړه: اې مومنانو! د الله لپاره په شاهدۍ کې له پوره انصاف څخه کار واخلئ، حتا که ستاسو پر خپلو ځانو، مور و پلار او خپلوانو وي.

زموږ د ټولنې یو کس چې خلکو د بوتل لقب ور کړی وي، بله ورځ اتل وي، یو څه وخت وروسته بیا د اتل له درجې را کښته شي، غندې او افراطي نقدونه پر کېږي، ان هغه کسان يې هم کوي چې د هغه د کار په نوعیت به نه پوهېږي، پر یوه داسې کړنه به يې نقدوي چې دی به يې په اړه هيڅ نه پوهېږي. ما په کلیوالو سیمو کې یو داسې بزګر لیدلی چې نه زدکړې لري، نه تجربه، نه يې نور هیوادونه لیدلي، البته د سیاست په اړه به يې خبرې کولې، ولسمشران به يې پړه بلل، یوازې د خپل هیواد ولسمشر هم نه؛ بلکې د نورو هیوادونو مشران به يې هم ملامت کړل.

په نقد کې مبالغه زموږ په دیني قشر کې هم ډېره ده، هغوی نقد تر ډېره حده نه کوي، سمدستي يې د اسلام له لیکې باسي، دا ډېره افراطي ډول دی. یو څوک باید د هغه د کړنې په اندازه نقد شي، نقد معقول، دلیل او توجیه به لري، که د زړه کینې دې ته مجبور کړی وي، هم باید په داسې ډول وي چې د هغه کینه پکې معلومه نه شي، نقد باید د دې سبب نه شي چې چپه پير وکړي، تر حد زیاتوب يې زیاتره وخت د چپه پير کولو سبب کېږي.

ماشوم که یو ناسم کار وکړي، موږ ورته وایو ټمبله، د یوې خوا نه يې، ښه يې سپک کړو. که مشر د اوبو ګیلاس چپه کړي، د کور بل مشر غړی ورته وايي، پروا نه کوي، باران به وشي، که ماشوم دا خطا وکړه، ټول يې سپکوي، ملامتوي یې، ناسم نومونه ورته یادوي، حتا وهي يې هم. داسې یو بام دوې هواوې دي!

اصلن په ستاینه او نقد کې د اعتدال لپاره معتدلو خلکو/ ټولنې ته اړتیا ده، موږ ډېرو جنګونو، فقر، بې کاره رواجونو، بې علمۍ او ګڼو نورو عواملو زموږ د ټولنې لویه برخه له نارمل حالت څخه ایستلې ده. پر ټولنیزو رسنیو د یوې جنجالي موضوع د شاربلو مهال زموږ د ټولنې دغه حالت انسان ته ښه معلومېږي. له خپل دريځه هاخوا د مخالف فکر خبرې نه شو زغملای، حتا ځانونه له پوهنتو فارغ بولي، مګر د مخالفت مهال به دومره را ټیټ شي چې انسان ورته حیرانېږي.

په نقد او ستاینه کې افراط کول، بدې پایلې لري، زموږ ټولنه له دې رنځه کړېږي، په دې اړه ډېر کار ته اړتیا ده، که ووایم چې پيل دې له کورنۍ تربیې او د تعلیمي ادارو له چاپيریال، نصاب او د تدریس له میتوده وشي؛ نو زما په اند پر ځای خبره به وي.

۲۰۲۲/۱/۲۹

Leave A Reply

Your email address will not be published.