The news is by your side.

سترګې

ملالۍ وردګ

0

د خدای (ج) لوی نعمت، پټه  مرموزه او ښکلې نړۍ ده. په پټه او ګونګه ژبه ګویا او ښکاره ده. سترګې د هر انسان یوه بېله نړۍ ده ،داسې نړۍ چې د ابتدا او انتها لټون یې محال دی. وایي چې سترګې د روح کړکۍ او د عواطفو درېڅې دي. په ادب او شاعري کې د سترګو سمبول کارول یو پخوانی دود دی، شاعرانو ډېر کارولی او همدا سمبولیکه وجه یې د کلیشه کېدو د مخنیوي سبب هم ده. ښکلا پرسته او معشوق پرسته شاعران اکثر د یار او محبوب د سترګو له ظلم شکایت کوي او د خپل مظلومیت پړه د معشوق په سترګو وراچوي. کله یې له ګزار او نیغ کتلو او کله یې بيا د درمان په ډول له نشتون فریاد کوي، تکړه شاعر رحمت شاه سایل وایي:

هغه یوه لیونۍ، سرې سترګې یې دوه لیونۍ
څنګه مې خدای کړلې وژلو ته جوړه لیونۍ
هغې په اوښکو کړل ټکور زما د زړه زخمونه
ما ورته ډیر ووې، چې مه لیونۍ، مه لیونۍ!

ښکلا پرستان ادعا کوي چې ښکلا په سترګو کې ده. چاته سترګې ښایسته وي او د چا سترګې ښایسته وي. وایي چې کله قیس مجنون شو او سحرا ته ولاړ نو د وخت باچا حکم وکړ چې لیلا دربار ته راولي. کله یې چې لیلا راوسته او پاچاه ولیده، نو پاچاه په حیراني ترې وپوښتل چې ایا هغه لیلا ته یې چې قیس یې مجنون کړ؟ لیلا د هو ځواب ورکړ. پاچاه وویل چې ته نو کله دومره ښایسته یې؟ لیلا په ځواب کې ورته وویل چې که ته هم د قیس په سترګو راته وګورې نو لیونی به شې.
ځوان شاعر مصطفی باور وایي:

زما سترګو داسې سترګې انتخاب کړې
زړه مې غواړي چې له خپلو سترګو جارشم

ځیني بیا سترګې ښکلې بولې او د محبوب ښکلا یې د هغه په سترګو پورې تړلې. د اشنا د سترګو نظر ځان ته رحمت ګڼي. سعدي وایي، که ته مهرباني وکړې که یې ونکړې، زما دې سترګې خوښي دي هغه سترګې چې ماته یې یو نظر را اوښتل هم زما په نصیب کې نشته.

دوست دارم اګرم لطف کنی ور نکنی
بدو چشم تو که چشم از تو به انعامم نیست

د معشوق د سترګو ښکلا په ادب کې یو عام روایت او کلیشه یې مفهوم دی، خو شاعرانه تفسیرونه یې بېل دي. پوهان وایي چې دنیا او چارې یې ستا په لید پورې تړلې، څه ته دې چې په کوم نظر وکتل هغسې یې نیسه. دوی وایي چې په نېک نظر او لیدلوري هرڅه ستا دي. نېکي په نېک ګماني کې هم ده او بریالیتوب هم. دوی سترګو ته د زړه په حالت قایل دي، نېک نېتي او نېک خویي په سترګو کې ګوري. پښتانه وایي د پلاني په سترګو یې ورسره پالم، یا مې د پلاني سترګو ته کتل او ومې باښه. فردوسي وایي، که ښه نیت او نظر ونلرې، نو جهان نشې خپلولی. د زړونو پایمالول په ښو سترګو او ښه نظر کېږي.

خرد چشم جانست چون بنګری
تو بی چشم شادان جهان نسپری

سوفیان او د سلوک خاوندان سترګې د معرفت وسیله بولي او وایي چې د خدای بې پایه مخلوق او هستي لیدل مو حقیقت ته رسوي، که هرڅه ته یوازې د سر په سترګو ګورو او د زړه سترګې مو بندي وي نو هسې د دنیا په دام کې نېښتي یو. زموږ سترګې پخپله زموږ لارښوونه کوي؛ د صایب تبریزی خبره:

چشم چون بینا شود خضر است نقش هر قدم
رهبر بینا چو خواهی دیده بینا طلب

د ښکلو معشوقو، عاشقان د محبوب سترګې د ځان نړۍ بولي، ځان یې پکې محوه کړی وي، همدا ده چې:
د بعضو انسانانو سترګې مونږ وړې هغه بيديا ته چې یواځې خړې خاورې او ژېړ ریګ دی ،ارامه شمال په کې لګيږي او د مجنون شلیدلې ګران در په زړه کوي.

د بعضو انسانانو سترګې مونږ وړې هغه توندو او تېاره وریځو ته چې په کتو  ترینه ډاریږو خو ترې پټیدلی او تللی نشو. ځکه تیاره او تونده ورېځ ښکلی باران راوړي، داسې باران چې ګل پې غوړېږي، ځمکه پې ژوندئ کیږي او ښکلا وربښې. کله چې باران خلاص شی ، آیا انسان کولای شی د هغه باران د بوی نه چې ځمکې ته یی وربښلئ لاړ شي؟
د بعضو سترګې مونږ وړې هغه اور ته چې ښکلا یې خاتمه نه لری غواړي همغه سکروټې په لاس کې واخلې خو که یی واخلې نو وه به دې سوځوي.

د بعضو سترګې بیا د سیند په څېر دي لکه څنګه چې په ساحل کې قدم وهې او اراموي دي.
خلاصه دا چې د هر انسان سترګې بیله نړۍ ده. ښکلې، ارامه بې پایه او کله هم سخته سوځوونکې.

سترګې په خیال اړوه خدایه
سوداګر ګرځي غټې سترګې خوښوینه
او
سترګې مې تا پسې خوږېږي
د مور له ډاره په رانجو یې تورومه

ملالۍ وردګ ـ کابل

(Visited 26 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.