The news is by your side.

سوریان او غوریان

سیدمومن کندهاری

0

سریزه

پښتانه که څه هم د دې سيمي او نړۍ د پېژندل سوي او منل سوي قومونو څخه شمېرل کیږي، خو لا هم خپل د تاریخ پاڼي ځيني ورکي دي او د خپل منځي قبیلوي او عنعنوي اختلافاتو له وجي يې هيڅ وخت د خپل د تاریخ او افتخاراتو د درجوولو او ساتلو تکل نه دئ کړئ. که چیري کوم پښتانه دا کار کړئ هم وي پر افغانستان باندي د بې شمېرو تاړواکو له امله یا ورک سوي او یا هم د منځه تللي دي.

خو پښتانه د دې څخه ناخبره وه چي په نولسمي پېړۍ کي به د ناسیونالیزم مفکوره  دومره عامه سي چي د دوي بې توجيي د خپل تاریخ په ساتلو کي به د پښتنو موجودیت او حیثیت تر سوال لاندي راولي. د دې سیمي متعصبه ناسیونالستانو همیشه د دې تکل کړئ دئ چي د پښتنو تاریخ یا په ځانو پسي و تړي او یا هم د حقیقت څخه انکار وکړي. خو د شلمي پېړۍ پښتانه هم تر پخوا هوښیاره او هم تر پخوا پوه وه . نو د دوي د هري ادعا ځواب يې په علمي او منطقي بڼه ورکړئ دئ. که څه هم د دوی په لاس کي ډېر کم داسي مواد وه چي د هغو پښتنو څخه را پاتي وه خو بیا يې هم د هغو څخه اعظمي استفاده کړي ده او د ساحوي تحقیق په مرسته يې د متعصیبینو ډېري ادعاوي يې غلطي ثابت کړي دي.

د هغو ادعاو څخه یوه د غوریانو تاجکان یا ترکان بلل دي. دا ډېره عجیبه او غریبه ادعا ښکاري. که غوریان ترکان وای نو محمود غزنوي ولي خپل پر ترکانو داسي ظلم وکړ، محمد سوري يې بندي کړ او د وینو لښتیان يې په غور کي وبیولې. د دې باوجوده چی دوي د یوه نسل وه. او که دوی تاجیکان وای، وايي کله چي محمود غزنوي د آهنګرانو قلعه محاصره کړه، ده خپل یو وزیر د ترجمان سره و محمد سوری ته ولېږئ. په داسي حال کي چي هم د تاجیکانو ژبه دري وه او هم د غزني د دربار، ترجمان ته څه ضرورت وو که د غوریانو ژبه دري وای.

د دې پورته خبرو څخه دا ثابته ده چي غوریان سوچه پښتانه وه خو کله چي به د غور د غرونو څخه د دوي سلطنت پراخ سو نو مجبورآ باید دوي  مکتوبي ژبه یا فارسي ته اړولې وای او یا هم عربي ته تر څو د دې سیمي تول خلګ په و پوهیږي.

زما دا مقاله هم د غوریانو د احوال د معلومولو او د دوي د پښتونولئ د ثابتولو یو ادنی کوښښ دئ په دې کي مي د غور تاریخي احوال، د دې سیمي د نامه شالید، د ضحاک احوال، د محمود غزنوي او محمد سوري جګړه او اوسني غوري توکمونه را اخيستي دي.

په درنښت: سید مومن کندهاری

خاصه مننه د (استاد عبداواحد ناصري)  څخه………

سوریان او غوریان

د غور کلمه او د هغې پس منظر

 په اوستا او سنسکریت کې د (ګيري او ګير) کلمې موندلی سو چي د غره معنی ورکوي غر په پښتو کې يوه ژوندی کارېدونکی ويی دی چې بېلګې يې خورا ډيرې دي، لکه : غروال، غرڅنی، غرزی، غر پږی، غرڅن، غرڅپه، غر څوکه، غرشين، غرنی، سپين غر، باباغر، کاشغر او نور.له غره او غور سره نور تړلي وييونه چې د هېواد بېلابېلې سيمې يې نومولې دي، لکه :

ـ   غوربند ( پروان )

ـ   دهنه غوري او ډنډ غوري (بغلان)

ـ   غورماچ   (بادغيس)

ـ   غوريان   (هرات)

ـ جاغوري (غزنی)

ـ   ساغر   (غور )

غورک ( کندهار)

په دې ترڅ کې له پورتنيو نومونو سره تړلی يو پښتني ټبرنوم هم د يادولو دی چې غورياخيل دي غورياخيل ځانونه سړبني پښتانه بولي او ويل کيږي چې د سړبن د زوی خرښبون له اولادې څخه دي. څرنګه چې د دوی لوی نيکه غری يا غوريا نوميده ؛ نو له دې کبله د دوی نسل ته غورياخيل هم وايي. د حيات افغاني په تاريخ کې کښل شوي دي چې غوريا څلور زامن درلودل، دولت يار چې د هغه له اولادې څخه د مومندو او داودزيو دوه څانګې منځته راغلې. دری نور زامن يې خليل، څمکنی او زيړان وو. (طالبي:۱۳۸۵،۲۰۰)

غوریان:

 د غوریانو په اړه ډېر څه ويل کيږي څوک وايي دا ترکان دي، څوک وايي تاجکان دي او څوک يې ایراني الاصله بولي، خو اوسني اکثره تاریخ نویسان دا پورته تیوریاني بې بنسټه بللي. غور يې د پښتنو لرغونی ټاټوبئ بللئ دئ. او د غور واکمنان يې پښتانه ګڼلي دي. حتی بعضي تاریخي څېړونکو غور د پښتنو توکمونو اولنی ځای بللئ دئ او وايي چي پښتنو د دې غرني مناطقو څخه د پخواني خراسان او نني افغانستان و مختلفو سیمو ته تللي دي. دا هم د قدر وړ نظر دئ خو موږ به د څېړني ورونه پر ځان نه را تړو او د تحقیق ساحه به لا پراخوو تر څو حقیقت ته ورسیږو اوس به د غور او غوریانو په اړه لازم معلومات راوړو.

د غوريانو په اړه سيد بهادرشاه ظفر کاکاخيل ليکي : د غور نه موخه هغه غرنۍ سيمه ده چې د هندوکش د ټبرني زنځير نه جوړه ده. دا سيمه د هرات، فراه، کندهار، او اوسني هزاره جات په منځ کې پرته ده. ټوله سيمه غرنۍ او په خلکو يې اغېز څرګند دی. د پښتنو د خپلو مورخينو د ليکنو پر بنسټ، دا سيمه د پښتنو آر او اصلي ټاټوبی ګڼل کيږي. د دې سيمې وګړي تل د خپلې خپلواکۍ په ساتنه او خونديېنه کې بريالي وو، خو د سلطان محمود غزنوي د واکمنۍ پر وخت، دې سيمې او وګړو باج ومانه، دا وخت اميرمحمد سوري د غور واکمن وو.پخوا په غور کې څلور وګړنۍ ډلې وې چې د سوري، تايمني، جمشيدي او فيروزکوهي په نومونو يادېدلې. د غور شاهي واکمني له سوريانو سره وه. تر ډیره فکر کيږي چې سوري پښتانه د عربو مورخينو له لوري د ( زوري ) په نوم هم ياد شوي دي (ظفر،۲۰۰۹:۲۸۹).

د پورتنۍ وینا څخه دا اقتباس کيږي چي غوریانو پو پورتني ذکر سوو سیمو باندي راج کاوه او دوی غور و ځان ته مرکز ټاکلئ و. زما په اند په هغه زمانه کي تر غور ښه سیمه د پلازمیني په حیثیت دوی نه سوای موندلای. اول علت يې دا و چي دا د سوریانو ټاتوبی و، او دوهم غټ علت يې دا و چي غور لکه څنګه چي يې د نامه څخه ښکاره ده د غرو سیمه ده او په دې سیمي باندي یرغل کول و اجنبیانو ته ډېر ګران کار وو. خو بلآخره د محمود غزنوي په واسطه د دوی سیمه ونیول سوه او د دوی د سلطنت لمبه د یو څو عمر لپاره  مړه سوه.

سوریان د خراسان او غورد افغاناننو یو ټبر وو، چي تر اوسه هم د هرات شمال لویدیځ د بادغیس د زور آباد (زورابد) په شاوخوا کښې د (زوري)په نامه استوګن دي. ښاغلی مولانا اکبرشاه نجيب آبادي ليکي ، د هرات په ختيزو غرنيو سيمو کې غور د يوې پراخې او غرنۍ سيمې نوم دی. سلطان محمود غزنوي دغه سيمه فتحه کړې او د خپل سلطنت يو ولايت يې ګرځولی وو. د غور استوګنو د دويمې هجري پېړۍ په پيل کې اسلام منلی وو او دلته ټول پښتانه قومونه آباد وو، محمود غزنوي د غور په ولايت کې، له همدغو پښتنو نه يو تن والي ټاکلی وو، چې په کورنۍ کې يې د غور ولايت حکومت له پخوا نه موجود وو. (نجیب آبادي:۱۴۳۰ق،۳۶۳)

د پوهاند حبيبي نظر په دې اړه داسي دی:

((سوریان طایفه ئی بودند از پشتو زبانان  خراسان و غور که تا کنون هم بنام (زوری) در بادغیس هرات در حدود زور آباد (زور ابدیاقوت) شمال غرب هرات موجودند، در دوره قبل الاسلام نیز این دودمان در کوهسار تخارستان و غور و هرات و خراسان حکمرانی داشتند و بقلب غرشاه یاد می‌شدند و منسوبند به شخصیت افسانوی قدیم ضحاک فردوسی (در منابع پشتو بحواله تاریخ سوری سهاک، در طبری والبیرونی و ابن بلخی: بیور اسپ ازدهاق – در مسعودی ده اک) که بقول طبری شکل معرب آن از دهاق است (اوستا: دهاکه = اژی دها = اژدها فارسی – اژدهار پشتو) و اعلام خراسانی مانند ضحاک (حدود ۴۰۰) اسم پدر عبدالحی گردیز نویسنده زین الاخبار و ضحاک شیبای (حدود ۲۸۷ هـ) فقیه طاهری، و ضحاک شهری نزدیک بامیان و سهاکا (قبیله معروف آریائی قدیم که سکستان بنام شانست) و سهاک (صورت مفغن آن) و سهاکزی که نامهای اعلام و قبایل افغان است وانمود می‌کنند که این نام ریشه قدیمی در اعلام افغانستان قدیم دارد)). (حبیبي،۱۳۷۸:۲۴۵)

ژباړه: د سوریانو طایفې د تخارستان، غور، هرات او خراسان په غرونو کښې حکمراني کوله او د (غرشاه) په لقب یادېدل چي په دي لقب کي د (غر) کلمه پښتو ده.دا کهول لرغوني افسانوي شخصیت ضحاک ته منسوب دئ. دا نوم فردوسي «ضحاک» بللئ او په پښتو سرچینو کښې د تاریخ سوري په حواله «سهاک» دئ. طبري، البیروني او ابن بلخي يې«بیور اسپ ازدهاق» یادوي او په مسعودي کښي «ده اک» راغلئ دئ. چی د طبري په وینا معرب ډول يې «ازدهاق» دئ. په اوستا کښې «دهاک- اژی دها» یاد سوئ چي په دري کښې «اژدها» او په پښتو کښي «اژدهار» دئ.همدارنګه په خراساني نومونو کښي دا نوم ډېر کارېدئ لکه د زین الاخبار د لیکونکي عبدالحی ګردیزي د پلار نوم ضحاک « د ۴۰۰ په شاوخوا کي» او ضحاک شیباني شاوخوا«د۲۸۷ ه شاوخوا) ظاهري فقیه او بامیان ته نژدې «ضحاک» نومي ښار او د «سهاکا» مشهوره پخوانۍ آریایي قبیله چي د سکستان د دوی په نامه دئ، مفغن صورت يې «سهاک» او «سهاکزی» دا ټوله ښيي چي دا کلمه  په پښتو کي ډېر د پخوا څخه موجوده ده.(حبیبي،۱۳۷۸:۲۴۵)

دلته د ښاغلي عبدالباقي دراني وینا را اخلو، ښاغلی داکتر باقي درانی ليکي : پر غور، باميان، ګوزګان او هرات د غوريانو حکومت وو، غوريان په خټه سوريان وو، چې د غور او خراسان يو غښتلی افغان ټبر وو، تر اسلام له مخه هم د دغه ټبر مشرانو د غرشاهانو په نومونو حکومتونه کول. دوی زړو تاريخپوهانو (ضحاک او سهاک ) بللي دي (دراني،۲۰۰۸: ۱۹۸)

وايي ضحاک (سهاک، ساک ) د علوان زوی وو، هغه د علاق، هغه د غوض، هغه د آرم، هغه د سام او هغه د نوح ( ع ) زوی وو، ځينې مورخينو ويلي چې ضحاک د اروند اسپ زوی وو. ځينې داسې روايت کوي، کله چې ضحاک ماته وکړه، د هغه دوه ورونه او دوه زامن نهاوند ته لاړل. مشر ورور يې سور نوميده، هغه امير شو او کشر ورور يې چې سام نوميده سپه سالار شو.

امير سور يوه لور درلوده او سپه سالار سام يو زوی درلود چې په کوچنيوالي يې سره ورکړي وو. يو له بله سره خواږه وو، سپه سالار مړ شو، زوی يې يو زړور او پوه ځوان وو، چې حاسدان يې وموندل. حاسدانو امير سوري ته شکايتونه وکړل، د اکا خوا يې ترې بده کړله او ويې غوښتل نجلۍ يو بل پاچا ته ورکړي. نجلۍ خبره شوه، د اکا زوی ته يې خبر ورکړ، دواړه له هغه ځايه وتښتېدل او د غور غرونو ته راغلل او په منديش کې يې واړول. د خدای (ج) رضا وه، د دوی له نسله لوی او معظم پاچاهان څرګند شول. د دوی کورنۍ په شنسب مشهوره شوه . په هند و سند، اميرپولاد، اميربنجي، دويم امير سوري، درېیم محمد سوري، سلاطين، پاچاهان او امپراتوران د ترکيې او عراق له سرحدو ترجنوبي هند پورې ورسېدل. (حداد،۱۳۸۳ش:۲۲۲-۲۲۴)

د استاد حبیبي وینا راوړو:

دیگر از اعلام این دودمان بسطام، (صورت معرب گستم = و ستهم بمعنی پهلوان) است که فردوسی هم از او ذکری دارد. این شخص در شغنان و بامیان و تخارستان و غور حکمرانی کرد، و بعد از آن امیر سور و سام سپه سالار دو برادر از همین طائفه در غور دست داشتند و امرای اقوام سوری منسوب بدین نامند، که فردوسی و مورخین دیگر ماهوی سوری نژاد، و لاذری جبل زور و بت معروف آنرا که هیون تسنگ در (۶۰۳ ع) بنام (شونا) دیده بود ذکر می‌کنند، و ابن فندق در تاریخ بیهقی نیز از سوری عمید خراسان در عصر سلطان مسعود ذکری دارد و در ازمنه بعد شیر شاه سوری معروف نیز ازین قبیله افغانی در هند برخاست. (حبیبي،۱۳۷۸:۲۴۶)

ژباړه: د دغه کهاله په نورور نومونو کي يو نوم هم د بسطام نوم دئ چي معرب شکل يې( ګستهم، وستهم ) د پهلوان په معنی دئ. فردوسي يې هم په شهنامه کي یادونه کړې ده. دغه سړي په شغنان، بامیان، تخارستان او غور کي واکمني کړې ده. چي له ده وروسته د ده دوه زامن د واک پر ګېدۍ کښېناستل چي يو یې امیر وو چي«سول یا سور» نومېدئ او بل یې جنګي سپه سالار و چي سام نومېدئ. سوري پښتانه په «سور» پوري مربوطه دي. دا ټبر فردوسي په ( ماهوري سوري نژاد په نامه یاد کړي دي).  بلآذري د «جبل زور» او د هغه ځای د مشهور بت چي هیون تسنګ پر (۶۰۹م) د شونا په نامه لیدلئ یادونه کړې ده. ابن فندق هم په تاریخ بهیقي کی د سلطان مسعود د وختو د خراسان عمید سوري یادوي. او په را ورستیو وختو کي د دې ټبر څخه شېر شاه سوري را وپاڅېدئ او په هند کي يې د پښتنو سلطنت جوړ کړ. (حبیبي،۱۳۷۸:۲۴۶)

د افغانستان د ستر تاریخ لیکونکئ د غوریانو واکمني تر اسلام د مخه بولي او وايي دې ټبر د اسلام د راتګ وروسته هم ډېر مقاومت وکړ.  عمده دلیل يې د غور غرنی موقعیت و چي اسلامي لښکر ته يې خندونه جوړول. غلام محمد غبار په خپل اثر ( افغانستان در مسير تاريخ ) د ( افغانستان در زمان دولت غوري ) تر سرليک لاندې ليکي.

ژباړه: سوري کورنۍ د افغانستان يو ټبر او تر اسلام د مخه د غور واکمن وو . له دې کورنۍ څخه يو وتلی او مشهور وګړی (ماهويه سوري) دی، چې په اوومه پيړۍ کې، د اسلام د ظهور پر وخت، د مرو واکمن وو چې ساساني يزدګر يې وواژه.ماهويه سوري له اسلامي لښکرو او عربانو سره يوځای او مسلمان شو، خو د غور سوريانو وکولای شول تر څو پېړيو پورې د عربو او افغاني اسلامي واکمنيو پر وړاندې خپله خپلواکي وساتي. د غور جغرافيايي وضعيت، اوږدې لارې، د غرونو په لوړو کې ګڼې ټينګې پوځي کلاوې او سخت ژمي، د خلکو له سرښندنو سره يوځای سيمه ييزه خپلواکي ساتله. د غور له سيمه ييزو واکمنو څخه لومړنی سړی (امير پولاد شنسبي) وو، چې په اسلامي پېر، اتمه پېړۍ کې د افغانانو له ملي غورځنګ سره ګډ او د اموي دولت پر وړاندې يې  د ابومسلم خراساني ملګرتيا وکړه (غبار،۱۳۴۶ه:۱۲۹) .

تر اسلام دمخه د غور ولايت سيمه ييزه واکمني درلوده، چې (سوري )کورنۍ پکې واکمنه وه . دوی به پاچا ( غرشا ) باله. د دې کورنۍ غړيو په لومړۍ هجري پېړۍ کې د شنسب يا بهرام شاه سوري په مشرتابه د اسلام د څلورم خليفه حضرت علی (رض ) د خلافت په وخت د اسلام مقدس دين ومانه. تر هغې وروسته د دوی سيمه ييزې واکمنۍ تر څلورمې پېړۍ دوام وموند. تر اسلام دمخه د دې کورنۍ وتلي واکمن بسطام او شماخ وو. د اسلام تر منلو وروسته په لومړۍ، دويمه او درېيمه پېړۍ کې امير پولاد غوري، امير بنجي غوري او امير سوري د محمد زوی او امير کروړ سوري يې وتلي واکمن وو. (ارشاد:۱۳۸۴،۴۱-۴۲)

د غوریانو په پاچاهۍ کي د سلیمان غرونه، چي د کسي د غرونو په نامه یادیږي د پښتنو په لرغونو میشت ځایونو کي يوه ډېره مشهوره او تاریخي سیمه دهو د دې غرونه لمنې د شپږ سوه کیلومتره په شاوخوا کي اوږدوالی لري او ډېر پښتانه د پخوا زمانو څخه د دې غرونو په لمنو کي استوګنه لري، چي په تاریخ فرشته، تذکرتالاولیا د منهاج اسراج، طبقات ناصري، تاریخ فرشته او پټه خزانه کي د دې واکمنانو لرغوني او تاریخي معلومات خوندي دي، سربېره پر دې «الفنسټن»پدې هکله داسی لیکي:  (ټول روایتونه په دې موافق دي چي پښتانه په ډېري لرغوني زمانه کي د غور په سیمه کي اوسېدل او داسي ښکاري، چي دوی لا پخوا د سلیمان غرونه خپل کړي وو او سلیمان غرونه په خپل پراخ مفهوم سره د افغانستان ټول د افغانستان ټول جنوبي غرونه په غېړ کي نیسي داسي ښکاري چي دوی، د تاریخ فرشته په قول هم په نهمي پېړۍ کي د افغانستان په شمال ختیځ غرونو کي ځای نیولی دی). (لالپوروال،۲۰۱۰: ۳-۴)

د سوري يا غوري کهاله لومړی وګړي چي اسلام راوړ شنسب د خرنګ زوی وو. چي د غور پر غرونو يې راج و او مرکز د غور مندیش و او د غور پر ټولو غرو او شاوخوا یې حکمرتني کوله ( د ۱۳۰هـ – ۷۴۷م شاوخوا) د امیر پولاد یو زوی چی امیر کړوړ نومېدئ، د کندهار د خلګو د عنعنې او د احمد بن علي بستي د کتاب«تاریخ سوری» په حواله يې د پټي خزانې د متن له مخي پېژنو چي پر(۱۳۹هـ – ۷۵۶ م) کال د غور په مندیش کښي امیر و او د «جهان پهلوان» په نامه يې چي د فردوسي د پهلوانانو له القابو څخه دئ شهرت درلود. (حبیبي،۱۳۷۸:۲۴۶)

بالشتان (د کندهار د شمال والشتان) خیسار، تمران او برکوشک (د غور مشهوري کلاوي) د ده په لاس کي وې. دی داسي غښتلئ پهلوان و، چي یوازي د لسو تنو سره جنګېده او له همدغه امله يې کړوړ باله چي په پښتو کښي د کلک او سخت مانا لري. د دغه کهاله واکمني تر زمینداور، بست، او والشتان پوري رسېدئ. د اموي کهاله څخه عباسي  کهاله ته د خلافت د انقلاب په جګړو کي دی هم د ابو مسلم ملګرئ و، پټه خزانه د تاریخ سوري په حواله د ده یوه پښتو حماسه را نقلوي او د ښې وینا خاوند يې بولي. په خپلي دې پخوانۍ حماسه کښې امیر کړوړ پهلوان د خپل حکومت سیمه له مرو او هرات څخه تر جروم (ګرمسیر) غرج او تخار پوری ګڼي او وايې چي زرنج (سیستان) مې د توري به زور ونیو. (حبیبي،۱۳۷۸:۲۴۸)

د ده دا حماسي شعر د پښتو او خراسان یو لرغونئ حماسي اثر دئ. چي د ده د غښتلي روح، ملي غرور، جهانګیرۍ او جهان ګشايۍ خبري کوي. په دې حماسي شعر کي موږ داسي زاړه پښتو لغتونه وینو چي اوس مهال په پښتو کي مړه دي او استعمال يې نسته. امیر کړوړ پر«۱۵۴هـ۸۰۰م» د هرات لودیځ لور ته د پوشنګ په جګړو کي ووژل سو. او تر ده وروسته يې زوی امیر ناصر په غور، بست او زمینداور کي حکومت کاوه. (د ۱۶۰هـ – ۷۷۶ م شاوخوا» . (حبیبي،۱۳۷۸:۲۴۸)

پر غزني باندي د محمود غزنوي تاړاک او د هغې علت:

کله چي تر سبکتګين وروسته محمود غزنوي چي د پلار د خوا ترک او د مور د خوا د زابل د غلځیانو څخه و، پر تخت کښېناست. د غزني، زابل او نورو پښتنو رضایت يې تر لاسه کړئ و. خو هر کله چي به  پر هند باندي د یرغل د پاره تلئ د غور د پښتنو څخه خار خوره و. او وزیرانو به يې هم داغه ورته ویل چي د غور پښتانه ستا په نه شتون کي پر غزني باندي حمله کولای سي. د غزني سلطان هيڅ وخت نه غوښتل چي پر غور باندي یرغل وکړي خو د خپلو نږدې لوړ منسبه ترکانو په لمسون يې، پر محمد سوري چي په هغه و خت کي د غور پښتون امیر و، او د محمود غزنوي په نزد بې باوره سوئ و، حمله وکړه پس له ډېر وخت محاصرې څخه يې محمد سوري بندي کړ چي بیا يې د زهرو په خورک سره خود کشي وکړه. محمود غزنوي د ده پر ځای د ده زوی (بو علي) د غور واکمن او خپل تابع وګرځاوه. د دې پېښي په اړه  جوزجاني په (طبقات ناصری) کي داسي وايي:

 چون تخت بامير محمود سبكتگين رسيد، امارت غوريان بامير محمد سوري رسيده بود و ممالك غور را ضبط كرده، تا گاهي سلطان محمود را اطاعت نمودي، و گاه طريق عصيان سپردي، و تمرد ظاهر كردي، و آنچه از خراج اسلام مقرر بود باز داشتي، و به اعتماد قلاع متين و شوكت و عدت وافر مخالفت برزيدي ، و دل سلطان محمود مدام بدان سبب نگران ميبود و به سبب قوت رحمت و شوكت و جبال و حصانت و رفعت جبال ملتفت خاطر مي‌بود، تا با لشكر گران بجانب غور آمد، و او در قلعه آهنگران محصر شد و مدتها آن قلعه نگاه داشت و قتال بسيار كرد، و بعد از مدتها بطريق صلح از قلعه فرود آمد و بخدمت سلطان محمود پيوست(۳۹)

او د آهنګران د قلعې په اړه چي د محمود غزنوي په واسطه محاصره سوئ و, د (ابن اثیر) د «تاریخ سیستان» څخه  داسي روایت راوړو:و آهنگران از قلاع عمده غور است .(۳۱) حمدالله مستوفی در نزهة القلوب از آهنگران چنین یاد میکند که غور ولایتی است مشهور و شهرستان آنرا آهنگران  خوانند . شهر بزرگ است و گرم سیر و اب و هوایش در سازگاری و سلامت و از میوه هایش انگور و خربوزه نیکوست و موقعیت آنرا بین خطوط ۹۹ طول البلد و ۳۵ عرض البلد تعیین میکند. (۳۲)

د غوریانو خپاره توکمونه؟

داسي ویل کيږي، چي په غوري پښتنو کي څلور لويې قبیلې ګډون لري دولت یار، خلیل، زیړاني او څمکنيچي بیا دې هري څانګي ته نوري په لس ګونو پښتني قبیلې او ریښې منسوبی دي. د غور  اوسني مرکز چغچران شرق ته اوس هم د دولت یار په نامه یو کلی شته، چي د غور پښتنو د دولت یار د قبیلې له نامه سره تړاو لري. (لالپوروال،۲۰۱۰: ۳-۴)

ښاغلئ زلمی هېوادمل د نن زماني د پښتنو يوه غټه پښه چي «غوریاخېل» نوميږي د پخوانیو غوریانو څخه يې بولي او وايي چي دا هغه غوري پښتانه دي. وینا يې په لاندي ډول را اخلو.

ښاغلی استاد زلمی هېوادمل ليکي : غور د افغانستان يوه لرغونې او تاريخي سيمه ده، چې د پاچاهيو سلسلې پکې تېرې شوې دي او د دې سيمې پاچاهانو د اسلام د مقدس دين د خپرولو په چارو کې هم لويه برخه درلودې ده.د پښتنو په لرغونو استوګنځيو کې يوه هم د غور سيمه شامله ده، چې د غور له سوريانو سربيره د پښتنو د ځينو نورو قبايلو تړاو هم له دې سيمې سره ښکاره دی. د پښتنو په قبايلو کې يوه لويه قبيله، د غوري يا غوريا خيلو پښتنو ده، چې د تاريخي اثارو او نسبي څېړنې د کتابونو د رواياتو له مخې د کند بن خرښبون بن سړبن په اولاد کې د غوري په نوم د يوه تن ذکر راځي. د مخزن افغاني د روايت له مخې، د دې سړي اصلي نوم شيخ ابراهيم وو، خو څنګه چې په غور کې زوکړی وو، نو د غوري په نوم مشهور وو او اولاده يې تر اوسه د غوري او يا غورياخيلو په نوم ياديږي.

د غور د اوسني مرکز چغچران ختيځ ته اوس هم د دولت يار په نوم يو کلی شته، چې د غوري پښتنو د دولت يار د قبيلې له نوم سره اړه لري. د استاد عبدالشکور رشاد د څېړنې له مخې، دغه غوري پښتانه د چنګيزخان ( ۶۲۴ هـ ق مړ ) له بريدونو وروسته له غور څخه کوچېدلي، مخ په جنوب او ختيځ لېږدېدلي دي.له غورياخېلو پښتنو سربېره، د نورو ډيرو پښتني قبيلو د اوسېدو پخوانی ټاټوبی هم غور وو او ډېرې پښتنې قبيلې له دې سيمې څخه نورو سيمو ته تللي او خورې شوې دي. له دغو تاريخي رواياتو او اسنادو ښکاري چې د اسلامي عصر په اوايلو کې د غور زياتره استوګن پښتانه وو او د دوی ژبه پښتو وه. (هېوادمل: ۱۳۷۹،۲۷-۲۸).

دا يو ډېر پر ځای نظر ښکاري او د هغو خلکو د انتقاداتو لپاره ډېر ښه ځواب دئ چي وايي د غور اصلي اوسېدونکي پښتانه نه وه، که وای نو دا د پښتنو لویو قومو ولي دا غرنۍ مځکه پرېښودل او وکوچېدل. خو یوه خبره دوی بلکل هېره کړې ده چي افغانستان همیشه د پردیو د یرغل د سببه خپل ډېر شیان د لاسه ورکړي دي او ډېرو قومو خپل د پلرو او نیکونو استوګنځیونه د وچي کلکي بېچاره ګۍ او مجبورۍ د لاسه پرې ایښي دي. د جنګو له امله دا اوس ډيریو خلګو خپل پلرنۍ ځمکي او وطنونه پرې ايښي دي یا ښارونو ته تللي دي او یا هم د وطن دباندي مهاجر سوي دي. اکثره نو ختي ځوانان دي چي د مهاجرت په دیار کي لویان سوي دي او اوسمهال د خپل پلار او نیکه د کلي په نامه هم نه دي خبر. نو د هغه وخت پر واکمنو پښتنو هم داغه ټکه ولوېدل او د جنګ د ناورین د لاسه يې تخت واوښتئ نو د نوي نسلونو د اکثرو ځوانانو څخه يې خپله پخوانۍ دبدبه هېره سوه حتی د خپلي پخوانۍ پرتمني شهنشاهۍ تصور لا دوی ته یو ګران کار سو.

خو څو پېړۍ وروسته په هند کي  د فرید خان په نامه چي په (شیر شاه سوري) مشهور وو د همایون مغل څخه ګېدۍ په زوره ونیول او هغه يې په تېښته مجبور کړ. ښاغلئ صاحبزاده حمیدالله خپل په کتاب (شیر شاه سور) کي داسي لیکي: شیر شاه يو پیاوړئ او نامتو بښتون باچا تېر سوئ دئ چي په سنه ۱۵۳۰ ه ترسنه ۱۵۳۵ه پوري پنځه کاله حکمروايي وکړه. د شیر شاه اصلی نوم فرید خان و، د پلار نوم يې حسن خان و او د نیکه نوم يې ابراهیم په خټه سور و. «سور» د پښتنو یو ذات دئ. څوک وايي چي دوی د پېښور سره نږدې اوسېدل د سور ټول ټبر د شېر شاه په شمولیت دا ویل چي موږ پخواني غوري پښتانه یو چي د بعضي علتونو له وجي و پېښور ته را کوچېدلي یو. دوی ځانونه د غور د واکمنانو او امیرانو د اولادې څخه بلل. او خپله شېر شاه هم ځان د غور د واکمنانو د اولادې څخه ګڼئ.(صاحبزاده،؟:۸)

ځيني کورنۍ اوس هم په هندوستان او د پاکستان په کراچي کي د غوریانو د اولادې څخه دي چي خپله ژبه يې د لاسه ورکړې ده  خو نن هم ځانونه پښتانه بولي او و ځان ته پټهان وايي. د خپل استدلال د قوت او استنباط د پاره لاندي متن راوړو:

Ghouri Ghauri or Ghori Pathans are a widely spread community of people in Pakistan. They are often called Sindhi Pathan, Mahajir or Khan Their primary language is Urdu which is contrary to what they claim that their tribe lived in Afghanistan in the province of Ghorr speak Pashto. They migrated to India under the monarchy of Kalhora (ڪلهوڙا). These people were great traders, religious and educated peoples. After the independence of Pakistan, they migrated towards Pakistan in great numbers. In the 17th Century, several Khateek clans in Punjab were converted to Islam. The Muslim Khateeks of Punjab have two clans, the Rajputs and Ghori Pathan.Karachi is the city in which they are located in a great majority. Ghori Pathans in great numbers were also settled in Layyah District of Pakistan. The famous Ghoryani Wala Mohala in Layyah has the majority of Ghori Pathans settled. These peoples developed much faster than other Pakistanis a small town in Azad Kashmir. Ghori is a Pashtun tribe, from the Bettani tribal confederacy, who live in Pakistan.

 (Wikipedia)

ژباړه: غوري يا غوري  پټان په پراخه پيمانه په پاکستان کي سره خپاره دي. دوی معمولآ د سیندهي پټان، مهاجر یا خان  په نامه یادیږي. د دوي ژبه ،د دوي د ادعا بر خلافه چي دوي وايي موږ د افغانستان د غورد پښتو وینکو څخه یو،اردو ده.  دوي د (کلهورا) د سلطنت په دور کي و هند ته مهاجر سوي وه. دوی ډېر ښه تجاران، دینپاله او پوه خلک وه. د هند د آزادۍ وروسته دوی د پاکستان و خوا ته راغله . په اولسمه صدۍ کي د پنجاب دوه لوی توکمونه په اسلام مشرف سوله چي يو يې راجپوتان وه او بل يې غوري پټان. اوس د دوي ډېر تعداد په کراچي کي مېشت دي. او د پاکستان د (لهیاه) په سیمي کي هم پراته دي. مشهوره غوریاني والا مولا سبب سو چي دوي هلته سره ځای پر ځای کړي. دې خلکو تر نورو پاکستانيانو به آزاد کشمير کي ډېر ژر پر مختګ وکړ. غوريان د پښتنو يوه پښه ده چي په بېټني پوري مربوطیږي او اوس په پاکستان کي مېشت دي. (ویکیپیډيا)

پایله

د دې مقالې څخه موږ دا نتیجه اخیستلای سو چي د غوري واکمنانو پښتونولي لکه لمر روښانه او ښکاره دئ. که څوک د دوي د پښتونولۍ څخه انکار کوي هغوي د غوریان د تاریخ مطالعه لا کړکیچن کوي او توري تیارې ته يې بیایي په دې چي، که دوي پښتانه و نه ګڼي او سترګي پر پتي کړي په هیڅ بل قوم پسي یې نه سي تړای چي دا بیا د تاریخ د ګونګېدو سبب ګرځي.  پورته مو د محمود غزنوي حمله پر پښتنو ذکر کړې ده چي د تورکانو عقده د غوریانو لپاره ښيی. د غور د کلمې اصل مو ذکر کړ چي د پښتو ريښه لري او هيڅوک انکار نه سي ځیني کولای. د پخوانیو غوري واکمنانو تخلص(غر شا) چي یو پښتو تخلص دئ او انکار يې د منتقد پر ناپوهۍ دلالت کوي. د پښتنو د ستر ټولواک شېر شاه سوري ادعا چي ویل يې زه غوري الاصله پښتون یم. چي دا خبره هم د غوریانو پر پښتونولۍ دلالت کوي. د غوریانو اوسني خپاره سوي  توکمونه مو یاد کړه. او په پاکستان او هندوستان کي مو د هغو غوريانو یادونه وکړه چي ځانونه پښتانه بولي خو خپله ژبه يې هېره کړې ده. دا ټولي خبري د غوریانو د پښتونولۍ ثبوت دئ.

اخځلیکونه

۱ـ ارشاد، اورنګزيب. ( ۱۳۸۴ ش ). افغانستان پېژندنه.پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.

۲ـ حبيبي، عبدالحی. ( ۱۳۷۸ ش ). د افغانستان لنډ تاريخ. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.

۳ـ حبيبي، عبدالحی. ( ۱۳۸۴ م ). د پښتو ادبياتو تاريخ. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.

۴ـ حداد، قدرت الله . ( ۱۳۸۳ ش ). افغان ملي تاريخ، لومړی ټوک. پېښور. د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز.

۵ـ درانی، باقي. ( ۲۰۰۸ م ). پښتانه د تهذيب په څپو کې. کوټه. صحاف خپرندويه ټولنه.

۶ـ صاحبزاده، حمیدالله. (؟). شیرشاه سور. بلوچستان، کویټه. پښتو اکیډمي.

۷ـ ظفر کاکاخيل، سيد بهادر شاه. ( ۲۰۰۹ م ). پښتانه د تاريخ په رڼا کې. پېښور. يونيورسټي بُک ايجنسي.

۸ـ غبار، غلام محمد. ( ۱۳۴۶ ش ). افغانستان در مسير تاريخ. کابل. دولتي مطبعه.

۹-لالپوروال، محمد کبیر. (۱۳۸۹ل). له غوریانو تر درانیانو. کابل، دانش خپرندویه ټولنه.

۱۰ـ نجيب ابادي، اکبر شاه. ( ۱۴۳۰ ق ). د اسلام تاريخ، درېيم ټوک. پېښور. پيغام خپرندويه ټولنه.

۱۱ـ هېوادمل. زلمی. ( ۱۳۷۹ ش ). د پښتو ادبياتو تاريخ، لرغونې او منځنۍ دورې. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.

۱۲ـ ياد طالبي، عبداللطيف. ( ۱۳۸۵ ش ). پښتني قبيلې. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.

۱۳ـ Wikipedia

(Visited 120 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.