The news is by your side.

سیاست، سیاستوال او اخلاق

جنرال دولت وزیري

0

کله چې بحث پر سیاست او سیاستوال وي، د سیاسي اخلاقو موضوع هم لومړیتوب خپلوي، ځکه هر یو په خپل ځای کې ځانګړی اهمیت لري.

اخلاق له ژوند سره تړلي دي او د انسان د کړنو له څرنګوالي سره سر و کار لري. ډیرې داسې کړنې شته، چې انسانان يې په کولو مجبور او ډیرې داسې کړنې موجودې دي چې انسانان يې په کولو شرمېږي.

انسانان په خپله په خپل ټولنیز ژوند کې خپلې کړنې په ښو او بدو سره وېشي او جلا کوي يې. کوښښ کوي چې ښې کړنې چې دوی ورته ښه اخلاق وايي ترسره او له بدو چې دوی ورته د بدو اخلاقو نوم ورکړی دی ځان وساتي.

د ژوند په ټولو برخو کې د ښو کړنو کول اړين دي او د ژوند هره برخه او هره خوا دی ته اړتيا لري چې کړنې ښې او په سمه توګه چې د ښو او سالمو کسانو غوښتنه وي تر سره شي.

سیاست او سیاستوال هم له دې ډګره جلا نه دي، ځکه په سیاست او هم د سیاستوالو له خوا هم ډېرې کرنی تر سره کیږي.

اړينه ده چې همدا کړنې د ښو اخلاقو په چوکاټ کې تر سره شي. داسې اخلاق چې نورو ته سرمشق وي.

 د سياست او اخلاقو تر منځ اړیکې داسی دي لکه د قانون او اخلاقو تر منځ اړيکې. که ورته ښه ځیر شو قانون او اخلاق دواړه په لومړيو وختونو کې د انسانانو له ادابو او عاداتو څخه عبارت وو. د وخت په تيريدو همدا عادات وو چی ځينې يې پر قانون او ځينې يې پر فردي اخلاقو وويشل شول. د فردي اخلاقو رعايت په ټولنه کې په خپله په فرد پورې ترلی دی، ځکه د هغو فردي ښو اخلاقو په تر سره کولو سره انسانان په ټولنه کې د لوړ مقام او ښه نوم څښتن کیږي او د بدو فردي اخلاقو په ترسره کولو سره د ټولنې د بېباوره او لومپنو په نامه پیژندل کیږي. بیا په دودیزو ټولنو کې خو هسې هم زیات کسان پر اخلاقي معیارونو ټینګار کوي.

 د فردي اخلاقو د تطبيق او یا منع کولو لپاره کوم خاص ځواک نه شته. په خپله انسانان دي چې د ښو او بدو تر منځ فرق کوي، په ښو او بدو يې وېشي، ښه ترسره کوي او له بدو ځان ژغوري، د دې تر څنګ د سیاستوالو دنده هم جوړوي چې د انسانانو د فردي اخلاقو د تطبیق لپاره زمينه او ښه شرایط را منځ ته کړي. د بېلګې په توګه د باطله کاغذونو ليرې غورځول د عمومي اخلاقو یا قانون له مخې ممانعت نه لري، خو د فردي اخلاقو له پلوه په بد فرهنګ او په بدو اخلاقو کې راځي.

د خلکو په ډله کې دننه سګرېټ نه څکول د خلکو د فردي اخلاقو بېلګه ده، چې نن سبا یې په پرمختللو ټولنو کې زیات کسان رعایت کوي.

 که د سیاستوالو له پلوه چې د واک پر ګډۍ ناست وي، د دې زمينه برابره شي چې یو څوک د باطله کاغذونو د ایسته غورځولو لپاره هر چیرې باطله دانۍ وګوري، دوی به هيڅکله باطله کاغذونه بې له باطله دانۍ بل ځای ونه غورځوي.

همدغه د باطله دانیو رامنځته کول د واکمنانو له خوا د فردي اخلاقو د تطبيق له پاره د زمينې برابرول دي. خو اساسي شرط دا دی چی خپله سیاستوال چې واکمن وي د ښو اخلاقو په کولو باور ولري.

دویم ډول اخلاق چې د قانون په بنه په ټولنه کې يې په کولو بندیز وي، څارل يې کاملا د قانون په چوکاټ کې د هغو سیاستوالو دنده ده چې د واک واګي يې په لاس کی وي.

د بېلګې په توګه په ځينو ټولنو کې په عامه ځايونو، روغتونونو، ښوونځیو، د ټوليدو په ځايونو او د ننه په الوتکو کې د سګرټو پر څکولو بنديز لګول شوي وي. د همدغه بندیز څارل او تطبيقول د واکمنو سياستوالو دنده ده.

له سیاستوالو سره واک او ځواک وي، دوی کولای شي چې د واک او ځواک په زور او مرسته په ټولنه کې ښه اخلاق رامنځته کړي، پر بدو اخلاقو په فردي ډول او یا د قانون په چوکاټ کې بندیز ولګوي. دا ځکه چې اخلاق او واک سره تړلي دي.

سیاستوال او واکمنان په ټولنه کې خپل اغیز شيندي، که د سیاسیونو کړه وړه د ښو اخلاقو پر معیارونو برابر وي، ټولنه هم همغه لاره تعقیبوي او که چیرې سیاستوال له ښو اخلاقو څخه د انحراف پر لاره روان وي، ټولنه هم بېلارې کوي او یا په روغو ټولنو کې ډیر ژر واک له لاسه ورکوي.

د اسلام په سپيڅلي دين کې هم اخلاق د سیاستوالو يا واکدارانو لپاره ډير اړين بلل شوي دي.

اسلامپوهان ټول وخت پر دې ټينګار کوي چې د خپلو هغو واکدارانو اطاعت وکړئ چې پرهیزګاره او د ټولنې په چوپړ کې وي.

په نړي کې داسې کسان هم وو چې اخلاق يې د سیاستوالو او سياست لپاره اړين نه بلل.

نیکولو ماکياولي (زېږېدنه د ۱۴۶۹م کال د مې درېیمه- مړینه د ۱۵۲۷م کال د جون ۲۱مه)  به ویل:

«د سیاست اصلي موخه د واک تر لاسه کول او ساتل دي.»

 دی وايي:

«د واک د تر لاسه کولو او ساتلو لپاره اخلاقو ته هيڅ اړتيا نه شته.»

ماکیاولي دا هم ورسره زياتوي:

«د واک لاس ته راوړل او ساتل يې زور ته اړتیا لري نه اخلاقو ته.»

دی ليکي:

«هيڅ سياسي واکمن ته د دې اړتیا نشته چی اخلاقي وړتيا ولري، بلکې اخلاقي قواعدو ته درناوي د ده لپاره اړين دي، خو په دې شرط که چیرې د ټولنې غوښتنه همداسې وي.»

د نن ورځې او د پرون ورځې سیاست سره ډیر توپیر لري، ځکه نن ورځ خلک په سیاست کې ډیر دخیل دي، سیاسي بحثونه تعقیبوي، د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې ځان باخبره ساتي او د پخوا په څېر د بېخبرۍ په کوهي کې بند نه دي.

 که چېرې د خلکو فردی اخلاقو او غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، ډير ژر کېدی شي چې پر واکمنو د واک ګډۍ  چپه شي. د دې تر څنګ په اسلامي ټولنو کې د فردي ښو اخلاقو پر تطبیق ډير تاکيد شوي دي، که چیرې واکمنان او سیاستوال د اخلاقو له پلوه کمزوري وي، دوی ډېر ژر خپل باور له لاسه ورکوي او واک ته ادامه نه شي ورکولای. موږ ولیدل چې د «عرب پسرلي» پر مهال هغه سیاستوال چې ټول تمرکز یې پر دیکتاتورۍ واکمنۍ وه، بېواکه او بې ځواکه شول.

زموږ افغاني ټولنه هم یوه سنتي ټولنه ده دلته که چیرې د ټولنې هغه عادات، آداب او دودونه چې کلونه کلونه يې د خلکو تر منځ رواج درلود، مراعات او ورته درناوی ونه شي، هیڅ سیاستوال او واکمن نه شي کولای چې خپل واک ته په اسانه او دوامداره توګه دوام ورکړي.

هیله دا ده چې سیاستوال، سیاست او واک له اخلاقو سره تړلی وګڼي او په خپله او په ټولنه کې يې په رعايت او رواجولو کې هیڅ ډول دریغ ونه کړي. په ځانګړې توګه لومړۍ پاملرنه بايد ځوانانو ته وشي.

(Visited 67 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.