The news is by your side.

سیاسي تبلیغات او پر لیدونکو یې اغېزې/ دلاور خان منګل

0

سیاسي اعلانات او یا هم تبلیغات هر هغه اعلان ته ویل کیږي چې موخه یې د رای ورکوونکو ذهن ته داسې مالومات دننه کول وي چې له امله یې یو کاندید، او یا هم یو ټیم خپل ملاتړ جلب کړي، د ځان او یا هم د هغه د ټیم په اړه مثبت انځور رامینځ‌ ته کړي او دخلکو په مینځ‌ کې احساسات خواره کړي څو د حریف په وړاندې ترې کار واخلي. د عصري سیاست په درشل کې اخلاق او سیاست سره جلا شوي‌ دي،‌کاندید ته ترټولو اړینه قدرت ته لاس رسی وي. د سیاسي تبلیغاتو له څو ډولونه څخه یې یو هم د حریف په وړاندې منفي تبلیغات دي. سیاسي تبلیغات د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د د یوه ځانګړي قانون په چوکاټ کې ترسره کیږي. د بیلګې په توګه په انډونیزیا کې یو کاندید نه شي کولی چې د بل کاندید د دفتر او یا هم د هغه په خلاف له منفي تبلیغاتو کار واخلي. په امریکا کې بیا قانون اجازه ورکوي ترڅو د حریف په وړاندې د هرډول منفي تبلیغاتو له لارې،‌ ماتې ورکړي. په لویدیځه نړۍ کې د دقیقې سرشمیرنې،‌او د هر فرد په اړه د دقیقو عقلي او فکري مالوماتو په پایله کې داسې سیاسي پیغامونه چمتو کیږي چې د لیدونکو روان او ذهن په مستقیم او یا هم غیر مستقیمه توګه په خپله ګټه راوګرځوي. او یا یې هم یوه ځانګړي لوري‌ته رهبري‌کړي.

البته د ارواپوهنې د علم په اساس هره ټولنه ارزښتونو ته خپل ځانګړی تعریف او ځانګړي عقاید لري. لویدیځه ټولنه په ځانګړی ډول امریکايي‌ ټولنې لوی ارزښت فردي ازادي ده. خلک باور لري چې فردي ازادی یې حق دی او قدرت باید د عدالت په چوکاټ کې وویشل شي فلهذا نه شي کیدلی چې د یوه امریکايي‌افکارو ته نیغ به نیغه بحث لاه لارې بدلون ورکړي. خو په شرقي ټولنو کې ترډیره هغه افرادو ته چې په قدرت کې دي ،مختلف نظر لري،‌ شرقي ټولنې فکر کوي د حاکم په وړاندې بېل فکر لري، فکر کوي‌چې هغوی ځانګړي دي او له دې امله یې قدرت حق دی. دین،مذهب او د ټولنې بېلا بیل ارزښتونه یې دا ډول عقیده جوړوي،البته د قدرت د ویش په اړه دوی هم اندیښنې لري خو د فکري غبرګون قیاس یې تر امریکايي‌ټولنې لږ دی. دې ته ورته د نورو توپیرونو په نظر کې نیولو سره سیاسي تبلیغات د مجربو او مسلکي افراد له لوري چمتو کیږي، د ټولنې د افکارو د مطالعې کولو لپاره بیلابیلو لارو مالومات راغونډیږي،چې هغه برخه یې لانورو تفصیلاتو ته اړتیا لري.

منقی تبلیغات کیدلی شي چې په بیلا بیلو بڼو وي. د کاندید د حریف د کرکټر،‌د هغه د ټیم او یا هم د هغه د کړنلارو په وړاندې داسې مواد چې حساس وي، او حتی غولونکي وي، ترې کار اخستل کیږي. دا ټول تبلیغات په مختلفو بڼو تر خلکو رسیږي. د تلویزیون،‌رادیو، چاپي او همدارانګه د خواله رسنیو له لارې تر خلکو رسیږي. معمولا د کمپاین یوه اړینه برخه یې د ؛‌عامو اړیکو؛‌په نوم یوه ټیم لري چې دا دندې پر مخ بیایي.

دلته یوازې څو برخو ته اشاره کوم چې ګران هېوادوال مو وکولی شي چې د مالومات د ترلاسه کولو په صورت کې هغو پیغامونو ته پاملرنه وکړي څو غبرګون یې د احساساتو پر اساس نه بلکې دتعقل په بنیاد وي.

د رسنیو منبع: د رسنیو عمده موخه داده چې خلکو ته په خپل وخت مالومات وړاندې کړي.‌رسنی باید ناپیلې وي، د کوم سیاسي او غیر سیاسي بهیر تر اغیز لاندې نه وي، ددې لپاره چې رسنۍ خواره مهمه دنده اجرا کوي، او کولی شي چې پر مټ یې عامه اذهان په اسانۍ سره اداره او تر تاثیر لاندې راولي. پر۲۱ مه پیړۍ کې رسنی د حکومت د څلورم ځواک په نوم یادیږي نو په دې اساس باید د هغه منبع په اړه چې موږ ترې مالومات تر لاسه کوو، پوره څیړنه وکړو څو پوه شو چې د کوم بنسټ له لوري یې ملاتړ کیږي.‌ هر بنسټ او یا هم د فکر په اساس چې نوموړې رسنۍ برامینځ ته شوې وي، د هغه فکر او بنسټ لپاره په کار کولو مکلفیت لری.

یو اړخیزه قضاوت: کله چې حیراونکي مالومات تر تاسو رسیږي، له غبرګون وړاندې پکار ده چې لومړی یې منبع وکتل شي.‌ ایا دا منبع رښتیا هم له تبعیضه او تعصب پاکه ده؟ ایا دا منبع واقعا یو اړخیزه قضاوت نه کوي؟ ایا په تیر کې یې د کوم ځانګړي فکر، بنسټ او یا هم سیاسی حرکت ملاتړ کړی دی؟ کومې نورې منبع شته چې مالومات یې باید ورسره پرتله شي؟ که چیرې تاسې غواړئ چې د مالوماتو عمق ته ورسیږئ، نو پکار ده چې د مالوماتو سرچینه مو د مخالفو او مخلتفو چینلونو سره پرتله کړئ.

د ټولټاکنو پر مهال هڅه وکړئ له اړتیا زیات اعلانات ونه ګوئ، زموږ په هېواد کې بدبختانه د خلکو له احساساتو په بېلابېلو بڼو کار اخستل کیږي.‌مثلا قومي، سمتي او ګوندي تبعیض هغه څه دي چې د ټولټاکنو پر مهال ترې ګټه اخستل کیږي.‌ اوس مهال په هېواد کې د انټرنټي چوپړتیاوو په پراخیتا سره د اجتماعي رسنیو کارول عام شوي دي، دا د ملت په عامه پوهاوي کې اړین رول لوبوي ولې زموږ په اذهانو باندې منفي تاثیرات هم لري،‌ د فکر تمرکز مو ګډوډ کیږي او حتی د یوه او بل پر وړاندې مو کینه او تشدد زیاتیږي. پکار ده چې د ګټې اخستنې پر مهال هر ډول مالومات پرته له څیړنې، قبول نه کړو.

په یاد ولرئ چې کاندید او د هغه ټیم منفي تبلیغات ددې لپاره کوي‌چې له مثبت هغه یې تاثیر زیات دی. د یوه ځانګړي کاندید منفي تبلیغات په دې مانا نه دي چې تر ټاکنو وروسته به د خپل سیال سره سیاسي ایتلاف نه کوي. موږ په افغانستان کې ددې تجربې شاهدان یو.

وروستي تحقیقات ښيي‌چې منفي سیاسي اعلانات په عاهه فکرونو باندې لکه د مخدره توکو په څیر ناوړه اغیزه کوي. لکه څرنګه چې د کمپاین د بودیجې لګښت محدود شوی، په همدا ډول حکومت باید په ځینو مواردو کې داسې قوانین ولري چې له مخې یې د اعلاناتو پر مهال مسولیت واضح شي. ملي موضوعاتو ته نه پاملرنه او هغه پیغامونه چې د خلکو اذهان ګډوډوي باید ممنوع شي. دا البته د مالوماتو دسانسور په مانا باید نه وي،‌مسولیت او اخلاق باید د قانون په چوکاټ کې واضح او معرفي شي او ټولې غاړې یې باید عملي کړي.

د یوه مترقي او خپلواکه افغانستان په هیله

(Visited 79 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.