The news is by your side.

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه! – څلورمه برخه

0

_عبدالله وردک

 انګلستان – اپرېل – ۲۰۱۹

د ثور د کودتا څخه وروسته محمود سوما، د عالي تحصیلاتو د وزیر په حیث تعین شو. کله چې محمود سوما د کابل د پوهنتون په انګړ کې د وزیر په حیث معرفي کېده، نو د پوهنتون ټول استادان یې ورغوښتي و. هغه استاد چې د علی احمد خرم د مرګ په قضیه کې بندي شوی و، هغه د ثور د کودتا څخه ډېر پخواه را خلاص شوی و. هغه ډېر تکړه مسلمان استاد و، او هغه د ثور د کودتا نه لږ مخکې، د فولبرایت په امتحان کې کامیاب شوی و، او د ماسترۍ د پاره امریکې ته روان و. ټول کارونه یې نیږدې خلاص شوي و، چې دغه د ثور د کودتا آسماني ټکه، په ټول ملت راولوېده، او ټول شیان یې ګډوډ کړل. په آخر کې دغه استاد هجرت ته اړ، او د امریکا تګ یې ونشو.

د محمود سوما د معرفي کېدو، په وخت کې د انجینرۍ یوه بل استاد، چې ورور یې، د داوود خان په حکومت کې، د یوه وزارت سیاسی معین و، په بړه بړه د داوود خان ډېر بد ویل شروع کړل. هغې ویل چې په ارګ کې په تشنابونو بې اندازې زیات مصرف شوی دی، او ارګ یې کوټه په کوټه، ډېر ښه تشریح کاوه. زه د دوی په منځ کې ځوان استاد وم، او زما حوصله یې ډېره خړه پړه کړه، او ما ورته وویل چې قدرمنه استاده! مونږه خو چا د ارګ په سل مترۍ کې نه یو پرې ښودلي، او ته نام خدا، په ارګ کې، ‌کوټه په کوټه بلد یې، او اوس یې تر ټولو څخه ته زیات بد وایې. هغه استاد ماته ډېر په قهر شو، او ویې ویل، چې ما د هغه بې احترامي وکړه. ما ورته وویل، چې بې احترامي خو ستا د استاد سپېڅلي مقام ته وکړه، او هغه دا چې استاد، او دومره چاپلوسي او بې وفایي!؟

 د اورېدلو له مخې، هغه استاد اوس په نیویارک کې، په کوم جومات کې امامت کوي!

غواړم د یوه بل استاد کیسه هم درته وکړم:

مونږه، د پوهنتون د کانکور د ازموینې دپاره جلال آباد ته تللي و. مونږه ته یې د درونټې سره نیږدې د پوهنتون په لیلیه کې ځای راکړی و. استادان ټول په یوه لوی صالون کې سره ناست و، او یو له بله سره یې خبرې او مجلس کاوه. ما یوه استاد ته وویل، چې راځه چې کوم جومات ته د لمانځه دپاره ولاړ شو. ما دغه خبره هغې ته ددې په خاطر وکړه، چې هغه یو لمونځ ګذاره سړی و. نو چې کله، له صالون څخه بیرون ووتلو، نو هغه استاد، ماته ډېر شین او سور کېده، او ماته وایي، چې ته انسان یې؟! ما ورته وویل چې څه خبره ده؟! هغې په ځواب کې راته وویل، چې ولې ما ده ته د نورو استادانو په مخ کې وویل، چې راځه چې لمونځ وکړو! ما په ځواب کې ورته وویل چې زه څه خبر وم، چې ته د امریکې د بورس په خاطر، له لمانځه څخه تېر شوی یې؟! ما هم د ځوانۍ قهر وکړ، او هغه مې په نیمه لار کې پرېښود. دغه استاد هم د فولبرایت امتحان ورکړی و، او امریکې ته روان و، چې بیا هغه امریکې ته ولاړ، او تر اوسه پورې په امریکه کې ژوند کوي.

د دغه دواړو کیسو، د وړاندې کولو څخه زما هدف دا دئ، چې یو استاد باید، په هېڅ وخت کې چاپلوس، متعصب، بې انصافه، او بې وفا نه وي.

همدارنګه، کله چې غزني ولایت ته د کانکور دپاره لاړو، نو بیا د غزني والي، چې عبدالاحد ولسي نومېده، او د خلق د ګونډ، د مرکزي کمېټې غړی هم و، د ولایت په مېلمستون کې یې ټول استادان د لیدلو دپاره ومنل. د غزنی د ولایت ډېر ښایسته دفتر و، او ډېرې ګلالۍ سرې قالینې پکې غوړېدلې وې. په هغه ورځ، د شىٔون اسلامي رىٔیس، هم د والي مېلمه و. والي، ټولو استادانو ته خبرې کولې، او د خبرو په یوه برخه کې یې مخ د شىٔون اسلامي رىٔیس ته ور وګرځاوه، او هغو ته یې وویل: چې ”زه هغه بله ورځ د اهل تشیع وروڼو تکیه خانې ته دعوت شوی وم، او د هغو دیني عالمانو، چې کوم اسلام تشریح کاوه، نو هغه د خلق د ګوند د تګلارې سره هېڅ فرق نه درلود، او تاسې سني دیني عالمان ولې دغسې کار نشی کولای؟!“

د دغې رىٔیس ځواب ډېر په زړه پورې و، او زه د هغه جرأت ته حیران شوم. هغې په ځواب کې ورته وویل چې ” والي صاحب! ته دومره مه ساده کېږه! هغې عاجز چې ته ورته ناست وې، نو کله یې ددې جرأت کولای شو، چې حقیقت ووایي! حقیقت خو به بیا هغه دیني عالم، هغه وخت ویلای وي، چې ته ترې راوتلای وې“.

یوه بله کیسه هم دغه د شىٔون اسلامي رىٔیس وکړه، چې ډېره جالبه وه. هغه وویل: ”چې یوه ورځ، حفیظ الله امین یو مکتوب زمونږه دفتر ته رالېږلی و، چې تر څو د مونږه فتواء د یوه زیارت د اېستلو په برخه کې واخلي! نو چې کله زما سکرتر، د مکتوب متن راته ولوسته، نو ما سمدلاسه، خپل سکرتر ته امر وکړ چې ورته ولیکه، چې ژر تر ژره یې وباسئ! او سکرتر ته مې وویل، چې دوی ټول ژوندي پیران او حضرتان تر پښاور تېر کړل، او دی یې، د مړو په برخه کې زمونږ نه فتواء غواړي؟!“ له دغې خبرې سره ټولو استادانو ښه په لوړ آواز وخندل. کېدای شي، چې دغه والي او رىٔیس به سره ډېر نیږدې ملګري و.

د یادونې وړ ده، چې دغه د خلقیانو او پرچمیانو د حکومت لومړنی شریک کال و، او هېچا په ښکاره توګه، د خلق د ګوند په خلاف، خبرې نه شوای کولای.

د پام وړ ټکي:

ښه ملګري او دوستان هغه دي، چې په سختۍ کې په درد درته وخوري، او کنه، د ښې ورځې یاران خو باالکل ډېر وي. دغه خبره، د سیاسی ګوندونو په هکله هم سمه ده. د یوه ګوند تکړه متعهدین، هغه دي، چي د سختۍ په وخت کې د خپل ګوند له اصولو نه د اسلام په رڼا کې، دفاع وکړي. نه دا چې، یوازې د امتیازاتو په وخت کې ځان متعهد بولي، او د قربانۍ په وخت کې، بیا خپل ځانونه، په یوه بهانه، او بله بهانه، خفه نیسي.

یو ګوند هم باید په همغو غړو ډېر حساب وکړي، چې د اسلام په رڼا کې، هغه په هر وخت او هر حالت کې ځان، خپل ګوند ته منسوب ګڼي. همدارنګه، د ګوند مسىٔولین او مشران، هم باید خپلو تکړه متعهدینو ته د قدر په سترګه وګوري.

زه له ټولو قدرمنو لوستونکو څخه، په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې د دغه لیکنې په هکله، زما سهوې راته راپه ګوته کړي، او دا ځکه، چې ځوان نسل ته، باید حقایق، د حقایقو په بڼه، په سمه توګه وړاندې شي، او بس.

په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج)، ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو، او امریکایانو، د مذاکراتو په نتیجه کې، هغه فیصله وکړي، چې هغه د اسلام، وطن، او ټولو افغانانو، د دنیا، او آخرت، په ګټه وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

Leave A Reply

Your email address will not be published.