The news is by your side.

شارټ لیست څه ته وایي او څنګه یوه….؟

امین ستانکزی

0

شارټ لیست څه ته وایي او څنګه یوه رقابتي بست ته شارټ لیست شو؟ 

شارټ لیست د ګمارنې او انتخاب لپاره یو مهم قدم دی چې د ادارو لپاره د کارمندانو د ګمارنې په پروسه کې د پام او اهمیت وړ مرحله تشکیلوي.

د شارټ لیست اصطلاح یوازې د ګمارنې او استخدام لپاره په کار نه وړل کیږي بلکې دا اصطلاح د یوې جایزې، سیاسي چوکۍ او مسابقې لپاره هم کارول کیږي.

  دا چې خپله شارټ څه ته وایي، د یو ښه شارټ لیست لپاره کوم کارونه پکار دي. ددې پوښتنو او نورو معلوماتو لپاره به لاندې خپل ځوابونه ولولئ.

زموږ د ټولو شکایت دادی چې ولې هر ځل یوه بست ته اپلای کوو خو شارټ لیست کیږو نه؟ دا مسله یوازې په هغه ځای او خلکو پورې نه ده تړلې چې موږ ورته کاندیدیږو بلکې تر ټولو ډیر مسؤلیت موږ ته راجع کیږي تر څو داسې موارد اړونده بست ته چمتو کړو چې لږ تر لږه د شارټ لیست په توګه خو د منلو وړ وي.

د نه شارټ لیست کېدو ځېنې مسلې داسې دي چې هغه موږ پورې مربوط کیږي چې کولی یې شو په اسانۍ یې حل کړو او ځان د شارټ لیست  تر مرحلې ورسوو چې وروسته په همدې لېکنه کې ځېنې مهمې لارښوونې ذکر شي.

بله برخه هغه مسایل دي چې زموږ په لاس کې نه دي او نه هم موږ پورې اړیکه لري لکه د هېواد سیاسي ثبات، امنیت ، اداري فساد، تبعیض ، د ګمارنې په پروسه کې قانوني خنډونه (په ځانګړې ډول د نوو  فارغانو لپاره د کاري تجربې د نه لرلو له امله) او د ګمارنې جذب کموالی یې یادولی شو.

د شارټ لیست لپاره تر ټولو لومړی قدم چې باید یې په خورا دقت واخلو هغه د یوې غوره او منل شوې خلص سوانح یا cv  وړاندې کول دي په دې لېکنه کې به هم زیات دې برخې ته تم شو.

زموږ ځوانان تر اوسه لا هم په نوې او عصري بڼه د cv د چمتو کولو په اړه  پوهاوې نه لري او نه هم له هغه معاصرو لارو چارو استفاده کوي چې د یو کاندید د شارټ لیست کېدو امکانات ډیر وي او حتمي خبره ده چې یو بست ته زموږ د نه شارټ لیست کېدو ډیره ملامتیا زموږ په غاړه ده او موږ یې مسؤل یو.

تل باید هغه ټکي چې د شارټ لیست کېدو لامل ګرځي په پام کې ونیسو تاسې به هم ډیر خلک لېدلي وي چې کله د یوه بست لپاره خپله cv راوړي نو له زیاتو تخنیکي او مسلکي نیمګړتیاوو سره مل وي ډیری وخت له داسې حالت سره مخامخ کیږو چې په چاپ شوې cv کې په قلم باندې لېکل شوي وي او یا هم د قلم په وسیله یو څه ترې وران شوي وي یانې په دې توګه باید ووایو چې زموږ ځوانان دومره هم زحمت نه وباسي چې همدا تیروتنه په کمپیوتر کې اصلاح او بیا یې اصلاح شوې بڼه اړونده ادارې ته وسپاري او بیا شکایت هم کوو چې موږ حتا شارټ لیست کیږو هم نه.

 تاسې په دې باور ولرئ چې cv ته د ګمارنې بورډ او غړي څومره په اهمیت قایل دي او ستاسې د ټولو اسنادو او کاري تجربې په اړه فقط ستاسې د cv تر ځغلنده نظرلیدلو وروسته ستاسې په اړه قضاوت کولی شي چې دا پروسه شاید تر یوې دقیقې زیاته نه شي.

Cv ده چې موږ ته د شارټ لیست کېدو زمینه برابروي یانې که ووایو چې زموږ خلص سوانح زموږ د شارټ لیست کېدو لپاره د یوې کیلي حیثیت لري نو مبالغه به مو نه وي کړې.

که چیرته مو په cv کې هغه توانايي او استعداد چې تاسې یې لرئ نه وي لیکلي او دا چاره مو بابیزه ګڼلي وي نو حتما او حتما به نه شارټ لیست کیږئ ځکه چې ادارې ستاسې د cv له مخې قضاوت کوي پدې مانا چې cv زموږ نماینده ګي کوي ځکه چې موږ خو هلته فزیکي شتون نه لرو نو همدا cv زموږ په اړه نورو ته خبرې کوي نو معلومه شوه چې د cv سم جوړښت څومره موثر او ګټور دی؟

تعریف: شارټ لیست د کاندیدانو له هغه نهایي شوي او له ستر لیست څخه را کم شوي کوچني لیست ته ویل کیږي چې د ادارې د یو بست، یوې جایزې، یو سیاسي چوکۍ او بالااخره یوه مسؤلیت لپاره لیکلې پریکړه او سند ارایه کړي.

یاهم د ګمارنې نورې برخو ته د کاندیدانو معرفي کولو نهایي شوي لیست څخه عبارت دی.

څنګه یوه رقابتي بست ته شارټ لیست شو؟ 

مهمه خبره داده چې، څنګه یوه رقابتي بست ته شارټ لیست شو لاندې ځینې لارښوونې راسره مرسته کوي تر څو لږ تر لږه شارټ او د ګمارنې نورو پروسو ته لاره پیدا کړو.

۱ : د cv  فارمټ، اکاډیمیکه ژبه، ګرامري برخه، ډیزاین او کم سایز ستاسې د شارټ لیست کېدو سبب ګرځي لومړی له همدې برخې ځان مطمین او بیا یې نور موارد پکې ځای پر ځای کړئ د cv زیات حجم د ګمارونکو لپاره خسته کن تمامیږي له دې باید ځان وساتل شي.

۲ : خپله cv مو همیشه اپډیټ  وساتئ د دندې لایحې او غوښتنو مطابق مو خپله cv نوې او بیا یې ولیږې په یاد ولرئ چې په خپله cv کې له دروغو او بې ځایه خبرو له راوړلو ځان وساتئ چې دا چاره نه یوازې ستاسې د نه شارټ لیست کېدو سبب ګرځي بلکې ستاسې شخصیت ته هم صدمه رسوي او بدنامیږئ.

۳ : کاري تجربه: لومړی او تر ټولو بیخي لازمي ټکی چې باید په cv کې ځای پر ځای شي هغه د کاري تجربې یادونه ده.

د بشري سرچینو ځیرک مدیران لکه د یوه ښکاري په څېر همدې ته متوجه وي او تل د کاري تجربې سرلیک ته خپلې سترګې ځېر کوي او همدا برخه په خورا دقت ګوري او بیا پریکړه کوي ددې سره باید د همدې دندې د پېل او پای نیټه ذکر کول هم له یاده مه وباسئ ځکه شارټ لیست کوونکي ستاسې د کاري تجربې موده حسابوي او بیا مو په اړه پریکړه کوي.

۴ : مخکې له دې چې یوه بست ته اپلای وکړئ نو لازمه ده چې د همدې بست په اړه پوره معلومات ترلاسه کړئ  او بیا ورته د همدې دندې مطابق خپله cv جوړه کړئ ډیر کله د سمو معلوماتو د نه لرلو له امله تیروتنه کیږي د بېلګې په ډول که ادارې غوښتلې وي چې دې بست ته یوازې ښځینه اپلای کولی شي نو نارینه دې بیا ځان نه په عذابوي ځکه که هر څومره هم دا په خپلې خلص سوانح خواري وکړي نو هلته ورته یو لمیټ یا حد ټاکل شوی دی او دا نه شي شارټ لیست کیدای.

بل ډیر کله د دندې ځای هم موږ نه ګورو بس ورته اپلای کوو چې دا چاره هم زموږ کارونو کې خنډونه راپیدا کوي.

خپله cv داسې ډیزاین کړئ چې څه د ګمارونکو غوښتنه وي د بېلګې په ډول په یوه اداره کې top level (لومړي درجه بستونه) لپاره یو کارمند ګماري ددې لپاره خپله کاري ساحه مشخص کړي وي او دایې ذکر کړي وي چې باید داسې یو کس وي چې ژر او په سمه توګه تصمیم نیونه وکړای شي نو که چیرته همدي ټکي سره په مطابقت تاسې د خپلو ځانګړنو په لیست کې خپل ځان یو ښه فیصله کن (good decision maker) ولیکئ نو تاسې به شارټ لیست کوونکو ته ځان وریاد کړی وي او معلومه ده چې هغوی به ددې ټکي په نظر کې نیولو سره تاسې شارټ لیست کوي.

یا هم که چیرته د دندې لایحه کې غوښتنه شوې وي چې کاندید باید داسې یو څوک وي چې د خپل مسلک سره تر څنګ یا هم تر خپل ټاکلي وخت مخکې یا وروسته هم د کار کولو حوصله او وړ تیا ولري نو همدا ټکی ورته ولیکئ چې د خپل مسلک تر څنګ یا هم د خپل ټاکل شوي وخت څخه  مخکې او وروسته هم د کار کولو حوصله لرم نو دا خبره به  شارټ لیست کوونکو ته یوه خوږه مړۍ وي او تاسې به حتمي شارټ لیست کوي په دې مانا چې د اړونده بست ټول مشخصات او د دندې لایحې تر کتلو وروسته مو خپل مهارتونه او لاسته راوړنې cv کې یې ځای پر ځای کړئ ځکه ستاسې د مهارتونو له مخې تاسې سره برخورد کیږي.

ددې ټولو تر څنګ په خپله cv کې د خپلو لاسته راوړنو لکه د مډالونو، جوایزو، ستاینلیکونو، علمي مقالو او کتابونو چې تاسې چاپ کړیدي ذکر وکړئ خو د خپلې cv سره ددې اسنادو ضیم کول نه دي پکار البته که یې غوښتنه شوي وي بیا دې ورسره ضیم کړل شي.

۵ : وروستۍ مرحله د خپلې cv د لېږلو مرحله ده چې باید لېږلو په ډول یې ځان پوه کړو چې ایا cv د ایمیل له لارې لیږل کیږي؟ د خلص سوانح د لیږو فارمټ کوم ډول غوښتل شوی (PDF  یا  Word) کوم مشخص ایمیل ادرس لري کنه لاس په لاس اړونده ادارې ته ور وړل کیږي او سپارل کیږي؟ چې دا وروستۍ لاره د cv خپل ځای ته د رسېدلو مطمینه او ګټوره لاره خو د لرې ځایونو خلکو لپاره دا ستونزمنه او سخته ده چې یوازې د یوې cv د سپارلو لپاره دې سفر وکړي او زحمت دې وباسي البته د انټرنیټ له لارې د cv لیږلو له پروسې باید ځان مطمین کړو چې ایا زموږ لیږل شوې cv تر لاسه شوې ده یا نه ؟

پایله  

خو یو څوک بیاهم پوښتي چې دا پورتنۍ سپارښتنې مې عملي کړې وې، د دندې لایحې مطابق مې خپله cv هم برابره کړې وه خو بیا هم ولې شارټ لیست نه شوم؟ لکه پورته مو چې ذکر کړې ول چې د نه شارټ لیست کېدو زیات لاملونه دي چې خپله له کاندیده نیولې د هېواد د سیاسې اوضاع او اقتصادي او تجارتي مواردو پورې د دې سبب ګرځي چې شارټ لیست نه شو یانې د ادارو د جذب ظرفیت کموالی او د کاندیدانو زیاتوالی، یوه بست ته د زیاتو کسانو اپلای ، په اداره کې د مسلکي کسانو نه شتون، د ژبني، قومي او سمتي مسایلو شتون ددې سبب ګرځي چې وړ کسان هم شارټ لیست نه شي او همداسې بې سرنوشته پاتې شي.

خو مهمه خبره داده چې موږ د خپل ځان د نه شارټ لیست کېدو لاملونه پیدا کړو چې ولې دې دندې ته شارټ لیست نه شو تر څو په راتلونکي کې مو هغه ټکې اصلاح کړي وي او بیا د یوې بلې دندې لپاره د cv تر لیږلو مخکې اصلاح شوې بڼه یې له ځان سره ولرو.

یو بل ټکی چې ډیر د پام وړ دی هغه دا دی چې ځینې ادارې د خلص سوانحو سره د درخواستۍ فورم (CBRForm) هم غواړي او د کاندیدانو لپاره یې وړاندې کوي چې کاندیدان یې باید په خورا دقت خانه پری کړي که چیرته cv هم درسته وي خو غوښتل شوې فورمه سمه نه وي ډکه شوې، مسلکي او تخینکي ستونزې ولري نو بیا مو هم د شارټ لیست کېدو امکان کم دی.

پورته مو د cv ذکر زیات وکړ یانې له cv سره مل خپل تعلیمي ، تحصیلي ، کاري تجربې، لاسته راوړنې، مالیه فورم (TIN form) او ستاینلیکونه هم هومره د اهمیت وړ دي څومره چې cv ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.