The news is by your side.

شعر یوازې د ژبې نااشنا کول دي؟

نوراغا رحماني

0

د شعر موضوع تل ګرمه ده. ویونکي او اورېدونکي یې ډېر؛ اغیز یې چټک او په رسا پیغام رسولو کې ډېر تاثیر لري. په شعر کې ابهام لوستونکي پلټنې او تجسس ته اړ باسي. له دغه پلټنې او پایلې ته رسېدلو یو ډول خوند اخلي او حواس یې تحریکېږي. د دې تر څنګ اجمال چې شتمنه منځپانګه رانغاړي د شعر جذابیت یې ډېر کړی. د الفاظو اوډون، موسیقیت او همغږي یې خوند او کشش څو چنده زیات او د حواسو په تحریک کې یې ښه رول لوبولی دی.

پوښتنه دا ده چې شعر یوازې د ژبې نا اشنا کول دي؟ د دې پوښتنې د څېړلو تر مخه اړینه ده، چې شعر پېژندنې ته یو څه تم شو.
د شعرستان لیکوال لیکي: (که څه هم چې شعر د ژبې په کچه لرغونتوب او عمومیت لري، خو کوم ټولمنلی تعریف نه دی ورته پیدا شوی.
ډاکټر شفیعي کدکني وایي: شعر په ژبه کې رامنځته کېدونکې پېښه ده، په حقیقت کې شاعر د شعر په مرسته په ژبه کې داسې کار کوي چې لوستونکي د ده د شعر او ورځنۍ ژبې تر منځ یو توپیر احساسوي.)
دغه توپیر بیا د شعر په اړه د خلکو برداشتونه بېل کړي او هر یوه له خپل فکر سره سم تعریف ورته وړاندې کړی؛ همدا علت دی چې شعر تر اوسه ټولمنلی تعریف نه لري.
تقي وحیدیان کامیار لیکي: (ډېری پخوانیو د شعر په تعریف کې یوازې شکل ته پام کړی او شعر یې وزن او قافیه لرونکی کلام بللی. خو هره وزن او قافیه لرونکې وینا شعر نه ده. مثلاً: که څوک طب، ریاضي یا بل علم ته وزن او قافیه ورکړي، شعر نه بلکې نظم يې جوړ کړی.
منطقیانو شعر هغه وینا بللې چې خیال تحریک کړي. داسې کلام که وزن او قافیه ونه لري هم، شعري جوهر لري.
ځینو بیا د خیال تر څنګ وزن هم د شعر ضروري جز ګڼلی. یو شمېر نور بیا قافیه د شعر لپاره اړینه ګڼي.)
د شعر په تعریف او پېژندنه کې پوهان په یوه خوله نه دي او د هر چا له انده بېلا بېل توکي د شعر بنسټیز اجزا بلل شوي. خو شعر چې د ټولو تعریفونو لنډیز او د شعر ټول توکي را ونغاړي داسې تعریفولای شو:
(په توللې او اهنګینه ژبه د فکر او خیال عاطفي تړون ته شعر وایي.)
که دې تعریف ته تم شو د خپلې پوښتنې ځواب هم تر لاسه کولای شو.
دلته په شعر کې فکر، خیال په عواطفو غاړه غړی شوي او په وزن او اهنګ لرونکې ژبه وړاندې شوي. که دغه تعریف وڅېړو فکر، خیال، عواطف، اهنګ او وزن په لاس ترې راځي او شعر باید دا ټول ولري.
که شعر فکر انتقال نه کړي او د یوې مفکورې پر بنسټ نه وي جوړ شوی، شعر به وي خو نیمګړی. ځکه شعر باید لږ تر لږه یو فکر انتقال کړي او یا مخاطب ته یوه مفکوره ورکړي. اصلاً شعر د فکر پر بنسټ رامنځته کېږي.
احسان الله درمل لیکي: (فکر کولی شو هغه سکه وګڼو چې یو مخ یې د ژوند منطقي او غیرې عاطفي برخه ده او بل مخ یې عاطفي شېبې دي چې د شاعرانه خیال په زور شاعرانه بڼه پیدا کوي؛ دغه افکار له علمي، فلسفي او منطقي مسایلو څخه نیولې د ژوند تر عادي تجربو پورې ګڼلی شو؛ اړینه نه ده چې له شاعره دې د اپلاتون اخلاقي او فلسفي افکار واورو، بلکې د هغه د ژوند عادي تجربې هم د شعر لپاره فکري مواد جوړولی شي؛ یا که واویو چې په شعر کې د “شاعر څه وایي؟” د پوښتنې ځواب فکر دی، خبره به مو اسانه کړې وي.)
د شعر بل مهم جز تخیل دی. د شعرستان لیکوال تخیل داسې راپېژني: (تخیل هغه ځواک دی چې په حافظه کې د موجودو خورو ورو تصوراتو تر منځ نوي اړیکي کشفوي او یو نوی داسې ترکیبي شکل او تصویر ترې جوړوي، چې په بهرنۍ نړۍ کې یې زموږ ورځنی منطق نه مني، خو هغه یوازې په شاعرانه ذهن او ذوق لیدلی او خوند ترې اخیستلی شو.)
تخیل د حافظې له نویو اړیکو زېږنده شکل او ترکیب دی، چې شعر ته یې ښکلا او ناعادیتوب ورکړي او د شعر جوهر بلل کېږي؛ که دغه جوهر نه وي د شعر شعریت به نیمګړی وي او په تول به پوره ونه خېژي.
د شعر بله برخه عواطف دي. عواطف د باندینیو حالاتو په وړاندې د انسان عکس العمل دی. یا هغه غم، ښادي، قهر، نهیلي، خپګان او دروني عکس العمل چې شاعر ته د یوې پېښې له لیدلو وروسته ور پیدا کېږي. شاعر باید په شعر کې خپل عواطف او احساسات داسې انځور کړي، چې په مخاطب ژور اغیز وکړي؛ په غم یې وژاړي، په خوښي ورسره وخاندي او سکون یې حس کړي. که شعر د مخاطب حواس ونه پاروي او په عواطفو یې اغیز ونه کړي د ښه شعر رسالت نه شي ادا کولی او په تول پوره نه خېژي.
بله برخه د شعر وزن، اهنګ او موسیقیت دي. که شعر وزن او موسیقیت ونه لري، اغیز یې کمېږي، په زړه پورې والی یې له منځه ځي، زړونو او ذهنونو ته بیا لار نه شي کولای. که شعر وزن او اهنګ ونه لري، که جوهر یې وي هم، نیمګړی دی او ښه شعر نه شي بلل کېدای.
د شعر دا ټول اجزا چې یو ځای وي، بیا زړونه او ذهنونه تسخیرولای شي. که له پورته ذکر شویو جزونو یو هم کم شي بیا به شعر خپل شعریت ونه شي ساتلای. کله چې دا ټول اجزا غاړه غړی شي، بیا نو ژبه خپله نااشنا او ناعادي کېږي، خو دا نااشناوالی له عادي نااشناوالي سره توپیر لري. په دې ناعادیتوب کې فکر، خیال، عواطف او احساست په موزون او اهنګین لړ کې پېیل شوي او د فکر، تخیل او عواطفو پر مټ په مخاطب څرګند اغیز کوي. د دې مانا دا نه ده چې شعر واضح او څرګند بیان دی، بلکې ابهام او اجمال یې خورا اړین دي، ځکه د پلټنې او تحریک حس پیاوړی کوي او خوند یې نور هم زیاتېږي.
بله مهمه دا ده چې یوازې نااشناوالی نه مخاطب تحریکوي، نه فکر ورکوي، نه یې عواطف پاروي او نه د پلټنې احساس ورکوي. یوازې ناعادیتوب مخاطب ته مصنوعي ښکاري، هسې بې مفهومه کلام په نظر ورځي او احساسوي چې متکلم خپل وخت هم ضایع کوي او د ده هم.
لنډه دا چې شعر یوازې د ژبې نااشنا او ناعادي کول نه دي. که شاعر یوازې ژبه نااشنا کړي او د شعر نورو اجزاوو ته پام ونه کړي، موزون او اهنګین کلام به یې جوړ کړی وي، خو د شعریت جوهر به ونه لري. شاعر باید ژبه په هنري ډول د تخیل او فکر په عاطفي تړاو د وزن او اهنګ پر مټ نااشنا کړي. که نه وي یوازې نااشنا کول به یې نه پیغام ورسوي، نه به د خیال پر رنګینیو رنګین وي او نه به د عواطفو خواږه پرې ګډ وي؛ هسې به یې د شعر په نامه ناعادي او نامفهومه کلام خلق کړی وي.
ځوانو شاعرانو ته په کار ده چې د شعر جوهر او شعریت ته پام وکړي، یوازې د ژبې نااشنا کول د شعر رسالت نه شي ادا کولای.اخځلیکونه:

۱- درمل، احسان الله: شعرستان، لومړی چاپ، بینوا فرهنګي ټولنه، کندهار افغانستان، ۱۳۹۵
۲- هومن، دکتر محمود؛ با خوئی دکتر اسماعیل: شعر چیست؟، چاپ نخست، چاپخانه فاروس ایران، تهران
۳- کامیار، دکتر تقی وحیدیان: وزن و قافیۀ شعر فارسی، چاپ دوم، مرکز نشر دانشګاهی، تهران، ۱۳۶۹
۴- ممتاز، عبدالجمیل: استعاره، تخیل او تخلیق
Leave A Reply

Your email address will not be published.