The news is by your side.

شفیقه خپلواک، نوښتګره او زړوره لیکواله

شمس الحق حیران

0

کابو څو کاله کېږي چې د پښتو د وتلې شاعرې، لیکوالې او کارپنځوونکې آغلې شفیقې خپلواک شعرونه او لیکنې لولم؛ لیدلوری یې تعقیبوم او د جګړه ځپلي افغانستان د یوې لوستې پېغلې په توګه د بېلاېېلو ټولنیزو، کلتوري، سیاسي او زېربنايي چارو په تړاو د نوموړې انګیرنې او غبرګونونه څارم. د آغلې شفیقې د فکر مرغه له هغې فضا لوړ الوت کوي چې په دودیزه افغاني ټولنه کې د ښځينه قلموالو او پنځوونکو د لیکنو او فعالیت لپاره په نامريي ډول جوړه شوې او په یو ډول یې زموږ ټولو پر فکر سیوری غوړولی دی. زموږ د ټولنې نجونو ته له دغې دودیزې او په یو ډول ټولمنلې فکري فضا آخوا فکر کول او له نامريي ترسیم شوې کرښې پښه اړول، په اورورینو سرو سکروټو د تېرېدلو په شان سخت تمامېږي. یوه نیمه چې د دغې نامريي کړۍ د ماتولو او ټولنیز تفکر بدلولو هڅه کوي؛ د انعکاس ټلویزون د شهیدې شوې خبریالې ملالې میوند په څېر یې خواري په اوبو لاهو شي؛ د الزام او بې شعوره انتقام په لمبو وسوزي، د یو بې هویته دښمن نالیدلی خنجر یې په شاهرګ خښ شي او معصومې هیلې یې په دغې کړۍ کې د راګیر شوو نورو ښځو له سویو اهونو سره مل، د مظلومیت او درد د نړۍ له سپېرو دېوالونو سره ولګېږي راولګېږي او د تل لپاره د عدم د کندې مېلمنې شي. دا هیلې داسې بې څرکه او بې درکه شي، لکه هېڅ چې نه وې، لکه چا یې چې تصور هم نه وي کړی، لکه چا چې په عمر یادې کړې هم نه وي او لکه اصلا چې د یو وېښ او هڅاند انسان د فکر د ګلبڼ په وږمو معطرې شوې هم نه وي.

زموږ د دغه ناسم ټولنیز ذهنیت یوه لویه برخه دا ده چې د ښځينه و نړۍ ته یوازې د جنسیت له وړوکې دریڅې ورګورو، ژوند او بریاو ته یې یوازې په دې سترګه ګورو چې دا کار او هڅه یوې ښځې کړې، مخکې له دې چې فکر وکړو، هغه زموږ په څېر یو انسان او د خدای له اشرف المخلوقاتو څخه ده. که مو خور وي، که مو لور وي، که مو مور وي، که مېرمن او که مو د ټولنې یوه بله ښځه؛ د وړتیاو او خدای ورکړي استعداد په ستاینه یې شرمېږو، په بشپړه سپین سترګۍ یې په ټولو لاس ته راوړنو سترګې پټوو او د ستاینې او هڅونې په پار د دوو لفظونو ویل یې راته شین کفر ښکاري. دا یوازې زموږ د هېواد حال نه دی؛ له بده مرغه د نړۍ ډېری وروسته پاتې ملتونه د ښځینه او نارینه تر منځ د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې له هر اړخیزې نابرابرۍ سر ټکوي او دا موضوع په پوره شدت د بشري ناورینونو اور ته لمن وهي.

ما شکر څو میاشتې وړاندې کوژده کړې؛ خپل آیډیال ژوند لرم او له خپلې کوژدنې سره د مینې له زړه وړونکو شېبو خوند اخلم. خو؛ عجیبه ده، د دغو کرښو د لیکلو پر مهال همدا ټولنیز حاکم فکر ما هم ځوروي، زما د سترګو پر وړاندې د یو تور بې سر او پایه سمندر په څېر ولاړ دی؛ له فکر مې کلمې او له زړه مې آرام تښتوي او هره شېبه احساسوم چې د یوې خواريکښې او بې جوړې لیکوالې په اړه د خپلو تأثراتو او فکر په لیکلو سره به د دغه تور سمندر خوراک شم، خلک به مې بې غیرته، وږسترګی او شوم وبولي او د سل ډوله تورونو او الزامونو په تورو کاڼو به مې سنګسار کړي. خو نن پر دغه لار مزل کوم، مهمه نه ده چې څومره له اغزیو او کړاوونو ډکه ده. نن د جنسیتي لید زړې عینکې تر پښو لاندې ماتوم، په رڼو سترګو نړۍ ګورم او د سرو زرو تول د زرګر په تله کوم.

آغلې خپلواک له هغو څو ګوتو په شمار ځوانو افغان ښځینه قلموالو ده چې په چوپه خوله چیغو او علمي او فکري هڅو یې د زرګونه او آن لکونه خویندو لالهانده هیلو ته انعکاس ورکړی، هېوادنۍ مینه یې د وجود په رګ رګ کې په څپو ده، متفاوت فکر یې د کلیشه يي ټولنیز ذهنیت له غرونو سره ډغرې وهي او د ژوند تنکیو قاصدانو ته د کږلېچونو او خنډونو تر منځ د ژغورنې هیله بښونکې لار باسي، په فکري او شخصیتي ښکلا یې د اهل ذوقو زړونه تسکین مومي، د ژوند متفاوت سبک یې د انساني تأثراتو یوه لویه نړۍ په خوځښت راولي، د بشردوستۍ د مرغلرو نایابه ځلا یې د ټولو نظمونو تر شا سترګکونه وهي، لفظونه یې جادویي اغېز ښندي او شاعري یې هم د غزلونو او ردیفونو له کلیشه يي جوړښتونو هماغسې آزاده ده، لکه د نوموړې خپل فکر چې د خپلې ټولنې د حاکمو دودیزو افکارو د سولېدلي ځنځیر کړۍ لاوختي شلولې او د یو انسان په توګه د ښځو د برابر او اسلام او انسانیت ورکړي مقام پېژندلو لپاره زیار او زحمت کاږي.

ما چې څومره د آغلې شفیقې شعرونه او نثري لیکنې لوستلې دي، برداشت مې دا دی چې د نوموړې کلام د خدای د پراخو کایناتو د څو اړخیزې ښکلا د تفسیر رڼه هنداره ده. آغلې خپلواک انسان ستايي، ژوند وايي، سوله رابولي، رنګونه ویني، رنګین ژوند ښيي، نړۍ د ټولو کور بولي؛ هېواد د ټولو مور بولي، د شخړو او کرکو بدرنګي او ناورین زيږوونکي اړخونه راسپړي، د جګړې ګردجنې او وژونکې صحنې غندي، زلميان له جګړو او نښتو راګرځوي، د کارتوسو د مرګونې ګردنۍ پر ځای د ژوند امېلونه ورپه غاړه کوي، د خپلو کورنیو او خویندو میندو د نامعلوم او احتمالي تیاره راتلونکي تصویر یې مخې ته ږدي، د هېوادپالنې، زده کړو او د پوهنې په ډګر کې د ویاړ ګټلو درسونه ورکوي، انساني وقار او کرامت ته د درناوي په پار خلک هڅوي او ټول انسانان یو بل سره مینې، یو بل پاللو او نازولو ته رابولي. تر دې نور څه ښه کېدای شي؟

د آغلې خپلواک شخصیت له نورو قلموالو ښځو ځکه بېل دی چې یوازې د تخیل د نړۍ په ښکلاګانو کې ورکه نه ده او یوازې د ښځينه و د ژوند د ستونزو او کړاوونو په بیان له ځان د فصاحت او لفاظۍ ازموینه نه اخلي؛ بلکې د خیال له رنګینیو ورآخوا یې په واقعي نړۍ کې هم د ښځو او ماشومانو د ژوند د بدلون لپاره مټې رانغاړلې دي؛ لوړې زده کړې یې کړې دي، پراخه مطالعه او څېړنه لري، عملا کار کوي، تیوري ګانې مطرح کوي، طرحې ازمویي، د سیاست په څورنګه میدان له ورګډېدو دا غوره بولي چې د خپلې ټولنې د جګړه ځپلي کلتور سمون ته کار وکړي، د نښتو او بې کورۍ ترخو څپېړو وهلي تاند ماشومان د سالم او رغند فکر په ګاڼه سمبال کړي، د ښځو تر منځ د خپل منظوم او منثور کلام او اغیزناکې وینا له لارې د پر ځان باور او عزت النفس باورونه ورغوي او هغوی ته دې لویې انساني ټولنې د یوې اغیزناکې کتلې په توګه د خپل وجود احساس ورزده کړي.

آغلې شفیقه خپلواک دا مهال د خپلو نورو هڅو سربېره، د (مصور بنسټ) په نوم د ماشوم ادبیاتو د یو لوی او فعال بنسټ چارې سمبالوي. یاد بنسټ تر نن پورې لسګونه ټوکه د ماشوم ادبیاتو کتابونه او روزنیزې رسالې چاپ او خپرې کړې دي. له یوې خوا یې د هڅاندو لیکوالو قلمي پنځونې د چاپ په ګاڼه ښکلې کړي دي او له بلې خوا یې د هغو ماشومانو لپاره د لوړې منځپانګې لرونکي روزنیز کتابونه وړاندې کړي چې له کور نیولې، بیا تر کوڅې، ټلویزون او لوبو پورې ټولو ورځنیو بوختیاو کې یوازې د تاوتریخوالي او خشونت صحنې ګوري او تمثیلوي یې.

پخوا مې یوازې د آغلې خپلواک کتابونه، شعرونه او لیکنې لوستې او په خواله رسنیو مې یې انګېزه بښونکي افکار څارل؛ خو له نېکه مرغه نن مې د دې ویاړ درلود چې د کلي عامه کتابتون خوځښت له څو تنو نورو غړو سره یو ځای، په مصور بنسټ کې له نیږدې ورسره وګورم او د افغان انسان د روزنې، په ګران هېواد کې د تعلیمي او ښوونیزو پروګرامونو د پلي کولو، د یتیمانو او بې وزله کورنیو د پالنې، د ماشومانو د خلاقیت پنځولو، د ماشوم ادبیاتو د ترویج او غنا او په ټوله کې د افغاني ټولنې د کلتوري اصلاح په اړه مفصلې خبرې او علمي بحث ورسره ولرو.

 شفیقه لکه څومره چې له لرې متفاوته برېښې، هماغسې یې شخصیت، چلند او د خبرو او ناستې ولاړې طرز هم متفاوت دی. یو خاص پښتني غرور او ملي لباس یې شخصیت ته دروندوالی باښه، موسکا یې ښکلا څو برابره کړې وه، مرتبې ژورې او علمي خبرې یې د مرغلرو د امېل په څېر شمېرلې او له ځانګړي انداز او رېتم ډکې وي، له مور وطن افغانستان او په ځانګړې توګه د خوږو ماشومانو له سالمې روزنې سره مینه یې په هره خبره کې احساسېده. کله چې زموږ (د کلي عامه کتابتون خوځښت) او (کلي خیریه بنسټ) مشر ښاغلي مجیب الرحمن محمودي زموږ د خوځښت او بنسټ د لاس ته راوړنو او فعالیتونو په هکله معلومات ورکول، د هرې لاسته راوړنې په اورېدو یې له خوښۍ من من غوښې اخیستې او له زړه خوشحالېده. وروسته چې کله د نوموړې د تبصرې وار راورسېد، د یوې باهمته پښتنې پېغلې په توګه یې زموږ کړنې وستایلې او ویې ویل چې د بااحساسه ځوانانو په توګه رضاکارانه هڅې زموږ او تاسو مسئوولیت دی. د نوموړې په تبصره کې دوو خبرو ډېر ژور سوچ ته اړ کړم. لومړۍ یې دا وه چې هغې ویل:

 “موږ د سیاست ډګر کې دومره کار او هڅو ته اړتیا نه لرو، لکه د کلتوري سمون په ډګر کې یې چې لرو؛ ځکه سیاست د کلتور انعکاس او زېږنده دی. د هرې ټولنې کلتور چې څنګه وي، سیاست یې هم هماغسې وي. نو ځکه ستاسو د کلي عامه کتابتون خوځښت فعالیت په اصل کې زموږ د کلتور اساسات جوړوي او د ټولنې په تر ټولو محروم پاړکي کې د پوهنې او مطالعې بنسټ ږدي.”

د هغې تر دې خبرې د نامتو مؤرخ (ویلي دورانت) دا وینا رایاده شوه چې وايي:” ګوسفندي ملت (بې هوښه او بې تحلیله ملت) سره همدا مناسبه ده چې د لېوانو له خوا اداره شي”.

په رښتیا هم، که موږ له خپلو سیاسیونو یا روان سیاسي ناورین سر ټکوو، لومړی باید خپل سر ګرېوان ته ښکته کړو او له ځانه وپوښتو چې:

 موږ د خپل هېواد د اساسي او کلتوري بنسټونو جوړولو لپاره څه کړي دي؟

آیا باعزته او پر ځان بسیا ژوند مو د خپل کلتور او فرهنګ یوه برخه ګرځولې ده؟

 آیا د نالوستۍ او پردیو د نوکرۍ ناسالم فرهنګ ختمولو لپاره مو کار کړی دی؟

 آیا د خپلو ملي ارزښتونو او ملي ګټو د پاللو کلتور مو خپله زده کړی او خپلو کشرانو او بچیانو ته مو ورښودلی دی؟ او همداسې لسګونه نورې پوښتنې چې د یو خلاق او بااحساسه انسان په زړه کې راګرځي.

د آغلې خپلواک دویمه ډېره ارزښتناکه خبره د ماشوم ادبیاتو ته د ځانګړې پاملرنې لپاره د هغې دلیل و. نوموړې وویل:”له بده مرغه دا چې موږ په خپله ټولنه کې د ماشوم په ژبه او د ماشوم له علمي سویې سره برابره منځپانګه خپلو ماشومانو ته نه وړاندې کوو، یا یې لږ وړاندې کوو؛ په لوی لاس له ماشومانو څخه د لویانو تمه کوو. په دې توګه، په یو ډول د هغوی د ماشومتوب رنګینه نړۍ ورړنګوو او د لویانو فکر پرې ورتپو. په داسې حال کې چې د هغوی ذهن دې ته جوړ نه دی چې سخت شیان یا د لویانو لپاره لیکل شوي شیان دې ولولي او برداشت دې ترې وکړي. په دې سره موږ په ماشومتوب کې له هغوی څخه د خلاقیت ځواک اخلو، نه د یو ماشوم په توګه له خپلې نړۍ او خیالاتو خوند اخیستلای شي او نه په ماشومتوب کې د لویانو په څېر فکر کولای او یا د لویانو رول آدا کولای شي. همدلته ده چې زموږ ماشومان په راتلونکي ژوند کې ډېر کم په یو مسئوول انسان بدلېږي. له همدې کبله مصور بنسټ د ماشومانو لپاره لیکل شوې په زړه پورې کیسې او شعرونه خپروي او ټوله هڅه مو دا ده چې په افغاني ټولنه کې د رغند او خلاق فکر لرونکي ماشومان وروزو.”

نوموړې همداراز، په انجیوګانو هم سخته نېوکه وکړه او ویل یې له انجیوګانو یې ځکه بده راځي چې په وینا یې، “زموږ ټولنه کې یې د رضاکارۍ او حشر روحیه ووژله، خلک یې د ټولنیزو او خیرښېګڼې کارونو په بدل کې په پیسو آموخته کړل او اوس خلک ډېر کوچنی؛ خو خورا اړین ټولنیز کار هم وړیا او په رضاکارانه توګه نه کوي”. همداراز، نوموړې د جګړه ځپلي افغانستان د هغو یتیمانو په هکله هم معلومات راکړل چې آغلې خپلواک یې د مصور بنسټ له لارې د تعلیم او زده کړو ډګر کې لاسنیوی کړی او د روښانه او پر ځان بسیا سبا لپاره یې کار کوي.

زموږ کابو دوه ساعته ناسته کې د نورو ټولنیزو او علمي مسایلو تر څنګ، افغاني ټولنه کې د نجونو د زده کړو او د مصور بنسټ له خوا تازه په تازه د لس عنوانه نوو چاپ شوو کتابونو په هکله هم مفصلې خبرې وشوې. په دغو کتابونو کې یو یې (وری او ستوری) و چې د کلي عامه کتابتون او کلي خیریه بنسټ د غړي او نامتو لیکوال ښاغلي حبیب وقار د لور ملالۍ وقار له خوا لیکل شوی و. ملالۍ وقار تر اوسه ایله د شپږم ټولګې زده کوونکې ده او په دومره تاند عمر کې یې د ماشوم ادبیاتو یو ښکلی او هڅوونکی کتاب لیکلی دی. آغلې شفیقې له وقار صاحب ډېره مننه وکړه چې ملالۍ او نورې لوڼې یې هڅوي او د همدې هڅونې له برکته یې د هغوی د خلاقیت او استعدادونو تاندې څانګې خړوبېږي.

آغلې خپلواک ته مې د خپلو خویندو د لیکنو او استعداد په اړه هم معلومات ورکړل، د خپل همېشني مثبت فکر له مخې یې ډېره خوښي وښوده او ویې هڅولم چې د خویندو هر اړخیز لاسنیوي او هڅونې ته دوام ورکړم، زموږ نورو ملګرو په فیسبوک کې د نوموړې په یوې مخکنۍ لیکنې زما یوه هڅوونکې تبصره وریاده کړه، د هغې له کبله یې هم یو ځل بیا ډېره مننه وکړه او ویل یې چې د هغې تبصرې سکرین شاټ یې ساتلی او همېشه یې په لوستلو نوې روحیه او انګېزه اخلي.

ماښام مو ناسته پای ته ورسېده، له مصور بنسټ راووتو، آغلې شفیقې خپلواک په یو ځانګړي پښتني دود تر دروازې بدرګه کړو، هلته مو هغې خدای پامانۍ ورسره وکړه. وروسته مو تر ډېره د نوموړې د درانه شخصیت، استعداد او ادب ډګر کې د هغې د لاس ته راوړنو په هکله تبصرې کولې. ملګرو ته مې وویل، که زموږ د ګران هېواد له مرۍ د جګړې د خپسې منګولې لرې شوې او خدای د یوې دایمې سولې څښتن کړو؛ هره پېغله به مو د شفیقې خپلواک په څېر لوستې، هوښیاره او ځيرکه وي او د نوموړې په څېر به د خپل لوی فکر، زده کړو او زیار پر مټ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د جهل تورې بلاوې شړي. آغلې شفیقه خپلواک یوه نوښتګره او زړوره لیکواله ده او زما لپاره یوه په پښتني کاله کې لویه شوې د زیار، استعداد، شخصیت، بدلون او خواریکښۍ الګو ده. له متعال رب څخه نوموړې ته اوږد او باعزته ژوند غواړم، بریاوې دې یې ګام پر ګام ملې وي.

۱۴۰۰ لمریز کال، د وري ۵مه

کابل – افغانستان

Leave A Reply

Your email address will not be published.