The news is by your side.

شق الامارت

عبدالله خيبر

0 66

مجاهدینو چې د ډاکټر نجيب حکومت نسکور کړ، غوښتل يې چې يو اسلامي نظام جوړ کړي، خو دوی ځکه په داسې حکومت بريالي نشول چې په خپل منځ کې پر څو ډلو ويشل شوي ول. هرې ډلې يې يو رهبر درلود، د هرې ډلې رهبر په سر کې بېل فکر درلود. دا فکر يې سر ته د پرديو استخباراتو له لورې رانازليده.  دوی د حکومت د جوړېدو پر سر په خپلو کې سره وران او په څو ټوټو وويشل شول، نتيجه دا شوه چې يوه بدمرغه کورنۍ جګړه ونښته او په وطن کې د اسلامي نظام پر ځای د وينو سور سيلاب روان شو. کله چې د دوی ټغر هغه طالبانو ورټول کړ چې تازه د پاکستان له مدارسو راغلي ول، په لومړيو کې خلک ورته خوشبينه وو، چې ګواکې دا يوه ډله ده چې ټوله د امارت په چوکاټ کې سره راټوله ده، يو يې مذهب، يوه لار او يو رهبر لري او د مجاهدينو په شان په خپلو کې سره چاړه غوښه نه دي.

که څه هم دا ډله په خپل منځ کې سره جوړه و، مګر د بې سوادۍ له کبله يې له خپل يووالې نه ګټه وانخيستلی شوه او د يو ښه حکومت پر جوړيدو بريالي نشول، اخېر د امريکا له خوا راوپرځول شول.

له دوی ورسته چې کوم حکومت رامنځته شو، زياته برخه بيا همغه پخواني مجاهدين ول، خو دا ځل يې د اسلامي نظام پر ځای د ډيموکراسۍ سندره بلله، مګر په خپلو کې يې د مات امارت په شان يووالی او وحدت نه درلود. کرزي يو خوا ګزوله، ټلوالې بلې خوا، ټلوالې په خپل شنه زور د امريکا د ډالرو سيلاب د ځان پر خوا رامات کړ، چې په نتيجه کې يې ټلواله له ورځې نه بلې ته غوړيده او د حکومت پايه لکه څنګه چې پکار وه، هسې نه کلکيده.

غني په دې هڅه کې و چې قوي ټلواله کمزوري کړي او پر ځای يې حکومت او نظام قوي کړي، مګر د ده په زړه کار و نه شو، د ده له ډېرو هڅو سره سره هم حکومت پر منځ دوه ټوټې شو، دوه سری شو په غ او ع وويشل شو او خبره دومره بې شرمۍ ته ورسيده چې دواړو(غني او عبدالله) په يوه ورځ لوړه وکړه.

د دې اختلافاتو نتيجه دا شوه چې جمهوريت ونړېد او امارت يو ځل بيا بريالی شو. د امارت په واکمنيدو له خلکو سره د ډېرو انديښنو تر څنګ يوه وړه هيله هم راپيدا شوه، هغه دا چې امارت يې يوه منطمه ډله بلله او غړي يې لکه د زنځير کړۍ، خلکو فکر کاوه چې که دا زنځير له هيواد څخه راتاو شي، زورواکۍ ته به د پای ټکی کېږدي او يو قوي حکومت ته به زمينه برابره شي. خو لکه څنګه چې فکر کيده، د دې زنځير کړۍ هسې نه وې سره تړل شوې، شل کلنې جګړې د دوی فکر جګړييز کړی و او يووالې يې ورزيانمن کړی، د حکومت واګې د مستعدو او پوهو کسانو پر ځای هغه کسانو په لاس کې واخيستې، چې په جکړه يې ډېر رول درلود، هغه کسان ټول حاشيې ته کړای شول چې اهليت او قابليت يې درلود، نظام د داسې کسانو لاس ته ورغی چې له جکړې پرته يې په بل کار سر نه خلاصېږي. نو د چوکيو حرص او جکړییز فکر د امارت زنځير په منځ سره بېل کړی دی او ځينې خو وايي چې څو ټوټې شوی دی. خو د دوه ټوټه کيدو راز يې اوس له هيچا هم نه دی پټ.

د امارت په منځ کې پرديو استخباراتو داسې کار کړی دی، چې د امارت سينه يې په منځ  دوه ځایه کړې ده، په دې سينه کې زړونه يو بل ته له تورو وينو ډک دي، هر يو په دې هڅه کې دی، چې واک په خپل لاس کې واخلي. دښمنان يې د دوستانو په لباس کې ببوزی په لاس لګيا دي، چې د دوی د زړونو سپرغۍ بلې او تازه وساتي.

نړيوال او يا زموږ ګاونډي هيڅکله په افغانستان کې يو قوي حکومت نه غواړي، داسې حکومت غواړي چې دوی يې په خوښه په اسانۍ بدل کړای شي او که ترې سرغړونه وشي، دستي يې خپل منځي اختلافات راوبڼوي او په خپلو کې يې سره اخته کړي.

که چيري يو غيبي يدالله راپيدا شو او د امارت له څيري شوې سينې څخه زړه راوويست او د شيطان توره برخه يې ترې ايسته کوزار کړه، خو ښه، ګني شق الامارت به يو ځل بيا ټول هيواد له مشکل سره مخ کړي، ځکه کوم حکومتونه چې په منځ کې شق او يا اختلافات لري، که په خت يې علاج ونه شي، د تېرو حکومتونو په شان ډېر په اسانه ړنګېدای شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.