The news is by your side.

طالبان او موسيقي

عبدالله خيبر

0

دا منم چې کابل يو نا امنه ښار و، غلاوې او شوکې پکې ډېرې وې، هره ورځ پکې په لسګونو جنازې کيدې، د ځوانو افغان ځواکونو جنازې. په کوڅه کې به د ښځو کوکې او ژړاوې اوريدل کيدې، په ښار کې د جنازې د موټرونو او امبولانسونو هارنونو زړونه درزول، خو په موټر کې به چې کيناستې، موټروان به راډيو نيولې وه، سندرې او د وياندويانو ټوکې ټکالې او له مينې ډکې خبرې به ترې خپريدې. د خبرونو وخت به چې شو، خبرونه به پيل شول، خو ډېر به يې د مرګ ژوبلې خبرونه وو، د خبرونو نه وروسته به بيرته سندرې پيل شوې… د شپې به کابل په رڼاګانو کې ډوب و، له ډېرو ځايونو نه به د سندرغاړو د غږونو اواز له خوږې موسيقۍ سره اوريدل کيده. عجيبه ښار دی، په يوکوڅه کې يې ښادي او په بله کې غم او آن په يو کور کې  د ښادۍ سندرې او موزيک او په بله کې د غم ويرونه. انسان داسې فکرکوي چې په دې ښار کې لکه د ډېرو قومونو غم او ښادي او يا موسيقي او ساندې هم يو ځای سره اوسېږي، غم او ښادي لکه خور و ورو.

په تېرو شلو کلونو کې افغان موسيقۍ ښه پرمختګ وکړ، ‌ډېر ښه سندرغاړې پيدا شول چې په ولس کې يې پوره محبوبيت پيدا کړ، دې سندرغاړو نه يوازې چې د افغانانو زخمي او غمزده زړونه د موسيقۍ پر پټۍ ټکورول، بلکې دوی خپل اولس ته په دې موسيقۍ کې داسې اشعار رانغاړل چې اولس او خلکو ته یې اوچت پيغام هم درلود. د کابل د جومات ملا دا جرئت نشو کولی چې پر ممبر د وطن او ملي ځواکونو ننګه وکړي، خو سندرغاړو په پوره جرئت سره دا کار وکړ، افغانانو ته يې هيوادپالنه ورتزريق کوله او ملت پالنې ته يې رابلل، په دې لاره کې نه له انفجاره ويريدل او نه هم له انتحاره. حکومت هم ځينې سندرغاړې ونازول او د دوی هنر ته يې د قدر په سترګه وکتل، همدا علت و چې د موسيقۍ هنر له ورځې نه بلې ته پو غوړيدو و.

کابل طالبانو ونېو، د طالبانو موټرسايکلونو او له حکومت نه پاتې موټر په ښار کې ګرځي، ځينې يې په لوړ غږ امارتي ترانې غږوي، چې د طالبانو د فتحو يادونه او د دوی د شهيدانو ستاينه پکې کېږي، خو دا ترانې يا شعارونه يوازې طالبانو او د هغوی پلويانو ته غرور او وياړ وربښي، عام خلک يو ډول ويره ترې لري، د دوی د زړه زخمونه ورسره تازه کېږي، هغه زخمونه چې همدې طالبانو يې پر زړه جوړ کړي دي. د طالبانو د ترانو پيغام يوازې جنګ او جهاد ته هڅول او پر خلکو د خپل امارت منل دي، د دوی په ترانو کې نه وطنپالنه شته او نه هم د مينې او يوالې ښکاره پيغامونه.

طالبانو د تېر په څېر په کابل کې پر موسيقۍ څرګنده پابندي نه ده لګولې او نه يې چا ته په دې اړه څه ويلي دي، په موټرونو کې هم موسيقي نه پلټي، مګر خلک بيا هم ويره لري، د موسيقۍ غږ نه اوريدل کېږي، راپورنه دي چې طالبانو په ځينو ولايتونو کې په محلي راډيوګانو او تلويزيونونو کې د موسيقۍ تر څنګ د ښځينه ويانديانو پر غږ هم بنديز لګولی دی او ويل کېږي چې په بغلان کې يې يو محلي سندرغاړی فواد اندرابي هم پر ډزو وژلی دی. کابل ته د دوی په راننوتو سره د کابل په تلويزيونونو کې هم بدلون راغی، سريالونه ټول اسلامي او حجابي شول، سندرې، هندي او امريکايي فلمونه پکې نه ښکاري.

اوس په کابل کې د شپې خاموشه خاموشي وي، د موسيقۍ غږ بيخي نه اوريدل کېږي، يو نيم ځای د پټاقيو اواز او رڼا په اسمان کې ښکاره شي. په وادونو کې يوازې د ښځو دريا وي، په هوټلونو کې هم موسيقي بنده شوې ده، په کابل کې د موسيقۍ او سندرغاړو دفترونه او دوکانونه بند دي، سندرغاړې په دې هڅه کې دي چې له هيواده ووځي او له بهره خپلې موسيقۍ او هنر ته کار وکړي.

موسيقي د يو قوم او وطن د فرهنګ برخه ده، له موسيقۍ پرته که يو ملت هر څومره بډايه فرهنګ ولري، بيا به هم نيمګړی وي، بې ژبې او بې غږه به وي.

له طالبانو څخه تر اوسه چا دا پوښتنه نه کړې چې دوی موسيقۍ ته کومه برنامه لري او که نه؛ خو له قراينو ښکاري چې موسيقي به لکه ښکلې سمندربوله مرغۍ د ګل په يوه ښاخ کې زندۍ کړل شي او طالباني ترانې به لکه د کارغانو کاغ کاغ له هر لورې اوريدل کېږي.

(Visited 8 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.