که څه هم له تېرو شاوخوا لس میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې اترې روانې دي او د راپورونو له مخې، ښايي دواړه لوري په نهم پړاو خبرو کې دوهاړخیزه هوکړه وروستۍ او له نورو پروسیجرونو وروسته یې لاسلیک کړي.
خو طالبانو د سولې له خبرو اترو سره هممهاله د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړې ته هم زور ورکړی او هره ورځ لسګونه افغانان په بېلابېلو نومونو شهیدانوي، کورونه یې د غم پر ټغر کېنوي، میندۍ بورې، خویندې یې بې وروره، مېرمنې او بچیان یې بېسرپرسته کوي.
دې ډلې د خپلو بریدونو په لړ کې پرون شپه شاوخوا یوه نیمه بجه پر کندوز ښار ډلهییز وسلهوال برید وکړ چې د چارواکیو په خبره، برید یې نه یوازې پر شا تمبول شوی، بلکې پر مهال یې ګڼ وسلهوال هم وژلي او یوشمېر نور د جګړې پر مهال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د کندوز سرپرست والي نجیب عمرخېل وايي، که څه هم وسلهوالو پر کندوز ښار پراخ ډلهییز برید کړی و او د روغتون په څېر د دغه ولایت ځینو عامه ځایونو ته ننوتلي وو، خو د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخ شول او اوس په دغه ولایت کې وضعیت په عادي حالت کې دی.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر، د ملي د فاع وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم کندوز ته تللي او وروستي راپورونه ښيي چې که څه هم طالبانو د دغه ولایت ځینې عامه ځایونه تخریب کړي، خو له درنې مرګژوبلې سره پر شا تمبول شوي دي.
ارګ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر کندوز برید، په دوحه کې د سولې په تړاو د طالبانو او امریکا ترمنځ له روانو خبرو اترو سره په ټکر کې بللی او ټینګار یې کړی چې په دا ډول بریدونو سره به خپلو موخو ته ونه رسېږي.
اوس پوښتنه دا ده، سره له دې چې طالبان له یوې خوا په هېواد کې د تاوتریخوالي کمولو، د عامه بنسټونو او ځایونو د نه تخریب، سولې او د افغانانو غوښتنو ته د هرکلي او ژمنتیا خبرې کوي؛ نو بیا ولې ورسره هممهاله د یادو بنسټونو پر ورانولو، د افغانانو د وینې پر تویولو او پر جګړې لاس پورې کوي!؟
په هېواد کې د روانې جګړې سختېدو ته په کتو، داسې ښکاري چې طالبان لا هم د افغانانو په وینو تویولو، شهیدانولو، ټپیانولو او دغه راز د عامه بنسټونو پر ورانولو نهدي ماړه شوي او تر وروستۍ وسې هڅه کوي چې خپل دغه کار ته دوام ورکړي.
طالبان د دوی د ملاتړو او همکارو هېوادونو په اشاره او لارښوونه په دا ډول بریدونو سره غواړي، د جګړې په ډګر کې خپله ډله ځواکمنه وښيي او د سولې په روانو خبرو اترو کې غوښن امتیاز ترلاسه کړي. دوی تل د افغانانو د وینې په تویولو مالي او سیاسي امتیازونه اخیستي، خو په بدل کې یې په ټولنه کې خپل ځای له لاسه ورکړی دی.
طالبانو د ټوپک له خولې خپله او د بچیانو یوه مړۍ ډوډۍ او د ژوند نورې اړتیاوې پوره کړي او همدا لامل دی چې د سولې او ارام ژوند پر ځای، پر جګړه ټینګار کوي. دوی دغه راز تل د نورو د موخو او ګټو لپاره رزمېدلي او د خپل هېواد په ویجاړۍ او خلکو پر شهیدانولو یې خپل باداران خوښ کړي او په یو ډول نه یو ډول یې په افغانستان کې د هغوی موخې او ګټې تضمین کړي؛ نو ځکه هم په خپل سر او اسانۍ سره دغه لار نهشي پرېښودی او باید د سولې په روانو خبرو اترو کې هم د افغانانو د وینې په تویولو سره د خپلو ملاتړو او بادارانو غوښتنې پهکې وساتي.
خو طالبان باید وپوهېږي چې په هېواد کې روانه جګړه به بالاخره د سولې او خبرو اترو له لارې پای ته رسوي؛ نو پهکار ده چې د جګړې پر ځای، سولې ته لومړیتوب ورکړي. خو که دا کار و نه کړي او لا هم د خپلو هېوادوالو شهیدانولو او د عامه او ملي بنسټونو ورانولو ته دوام ورکړي، سبا به بیا په کومو سترګو له همدغو خلکو سره مخامخ کېږي.
ښه دا ده چې پر خپلو تېرو کړنو پښېمانه او په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې چې قربانيان یې یوازې افغانان دي، خو ګټې یې پردیو ته رسېږي، د سختولو او تودولو پر ځای، هغه پای ته ورسوي او له خپلو هېوادوالو سره په ګډه د هېواد د راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي، کهنه بیا به په تاریخ کې د تر ټولو تورو څېرو په توګه ثبت او دا تاریخي مسوولیت به د همدوی پر غاړه وي.
سرخط ورځپاڼه