The news is by your side.

طالبان په څومره بې رحمۍ اسیران وژني

عبدالمنان توحیدي

0

 سي این این تلویزیون پرون د طالبانو له لوري د هغو کومانډو ځواکونو د وژل کېدو ویډیو خپره کړه چې په فاریاب ولایت کې طالبانو ته تسلیم شوي وو.

په ویدیو کې ویل کېږي چې د سیمې سپین ږیرو او مشرانو طالبانو ته وايي، چې تاسو افغانان او پښتانه یاست، باید هغه څوک ونه وژنئ چې تسلیم شوي وي یا اسیز شوي وي.

خو طالبان په خورا بې رحمۍ په ټولو اسیرانو ډزې کوي او وژنې یې.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د افغانستان په محبسونو کې په زرګونه طالب بندیان پراته دي، مفته دولتي ډوډۍ خوريړ او حتي د کورونا واکسین هم ورکول کېږي.

ځینې افغانان وايي، طالبان د دې لپاره ډېر زړور شوي چې پوهیږي که په جګړه کې ونیول شي یا په پیسو خوشي کېږي، یا په محبسونو کې ژوندي پاتې کېږي.

د دوی په باور لازمه ده چې د هر وژل شوي کومانډو یا هر بل تسلیم شوي پوځي په بدل کې لس طالبان له محبسه راوایستل شي او په چوکونو کې په دار وځړول شی څو په آینده کې طالبان جنګي قوانینو ته پام وکړي.

کله چې طالب هیڅ ډول بشري حقونه نه مني، باید له دوی سره ورته برخورد وشي. نور باید د افغانستان حکومت د نړیوالو قوانینو پروا ونه کړي. هغه ډله یې چې هیڅ ډول قوانین نه مني، له هغې سره د اسناني او بش ري حقونو پر اساس چلند هیڅ معنا نه لري.

(Visited 13 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.