The news is by your side.

عبدالرازق ګورنا؛ د استعمار ځپلو انسانانو رسا غږ

ګل رحمن رحماني

0

   د ۲۰۲۱م.کال د نوبل ادبي جایزه ۷۳ کلن افریقايي لیکوال عبدالرزاق ګورنا ته ورکړل شوه. عبدالرازق ګورنا په ۱۹۴۸م کال د افریقا ختیځو سواحلو په زنګبار (تنزانیا) کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. له دې سره به نوموړی دویم تورپوستی افریقایی وي چې د نوبل ادبیاتو جایزه ګټي، تر ده وړاندې په ۱۹۸۶م کال یوه بل تور پوستي وول سویینکا هم دغه جایزه ګټلې وه.

    د نوبل کمېټې یوه غړي ادم سمېټ د نوموړي د بري له اعلان څو شېبې وړاندې له نوموړي سره ټیلفوني اړیکه ونیوله او ورته وویل چې د نوبل جایزې له وېبپاڼې یې اړیکه نیولې، خو  دا مهال ګورنا خپله په همدې پاڼه کې د ګټونکي په نامه پسې ګرځېده او باور یې نه راته چې دی دې ګټونکی شوی وي. ګورنا ورته ووايي چې څو دقیقې وړاندې ورسره د نوبل کمېټې دایمي مشر متس مالم ـ چې نوم یې هم ترې هېر وي او وروسته یې سمېټ ور یادوي ـ اړیکه نیولې وه او دی اوس انتظار دی چې دا شوخي رښتیا کېږي که نه؟

  سمېت ورته وايي دا رښتیا ده، همدا اوس به د خبریالانو ډلې ستا په لور در ماته شي، تا سره به د خبرو او مرکو غوښتنې کوي، ژوند به دې بیخي بدلون ومومي، ددې وړاندوینې په اړه دې نظر څه دی؟ خو ګورنا وايي چې هېڅ امکان نه لري، دا ډېره لویه جایزه ده، ډېره لویه. زه یوازې ددې ته انتظار یم چې ددې جایزې ګټونکی کوم شخص دی.

   د دوی د همدې مکالمې په ترڅ کې د نوبل جایزې پر وېبپاڼه د ګټونکي په توګه د ګورنا عکس او نوم راځي، دا مهال یې باور راشي او له ډېرې خوښۍ د دوی په ټیلیفوني اړیکه کې ځنډ راځي.

  نوموړی لیکوال چې په برېتانیا کې مېشت دی، خپلې ګڼې لیکنې او ادبي کارونه  یې په انګریزي ژبه کړې دي. نوبل اکاډمي وویل چې ګورنا ته یې دا جایزه «د فرهنګونو او لویو وچو تر منځ د کډوالو د برخلیک او پر دې ټولو د نیواک یا استعمار د ژورو اغېز د غوره درک په سبب ورکړې ده.»

   خپله ګورنا ددې موضوعاتو په اړه وویل: دا داسې یو څه دي چې موږ هره ورځ ورسره مخامخ یوو، خلک مري، خلک د نړۍ په هره برخه کې زیان ویني، خو موږ باید له دې مسایلو سره په خورا مهربانۍ چلند وکړو. ګورنا همدا راز وویل ددې جایزې د راکړې مانا داده چې له دې وروسته به پر اړوندو مسایلو لکه د کډوالۍ ناورین چې ده تجربه کړی، ډېر کار وکړي.

ګورنا د ځان په اړه ددې خبر په اورېدو د ژورې مننې تر څنګ وویل:«دا خورا عالي ده، دا ستره جایزه ده چې د فوق العاده لیکوالو ستر فهرست لري.»

 ده همدا راز زیاته کړې: دا راته بیخي حیرانوونکې وه او د اعلان لپاره یې سخت منتظر پاتې شوم چې رښتیا ده که نه؟

     ګورنا په ۱۹۶۸ زېږدیز کال برېتانیا ته د تحصیل لپاره لاړ او وروسته په کنټ پوهنتون کې د ادبیاتو د استاد په توګه وګومارل شو، هلته یې له استعمار وروسته ټولنو پر وضعیت په ځانګړي ډول افریقا کې د استعمار پر پایلو څېړنې وړاندې کړې دي او اوس تقاعد شوی دی.

    په خپل پلرني هېواد کې د استعمار له ناخوالو او بدبختیو څخه برېتانیا ته له تېښتې وروسته هغه په کرېسټ چرچ کالج کې لوړې زده کړې وکړې او په ۱۹۸۲زېږدیز کال یې له کنټ پوهنتون څخه دوکتورا هم تر لاسه کړه. د انګریزې ژبې په برخه کې یې تدریس پیل کړ، د نایجیریا په بایرو پوهنتون کې د انګریزي او له استعمار وروسته ادبیاتو د متخصص په صفت شهرت ته ورسېد او په کینټ پوهنتون کې د انګریزي ژبې او ادب څانګې مشر هم پاتی شوی دی.

    نوموړي ویلي: « نړۍ له ۱۹۶۰لسیزې زیاته له تاوتریخوالي سره مخ ده، په دې اساس پر امنو هېوادونو فشار زیات شوی، ځکه چې مجبور دي ګڼ شمېر خلک د ګډوالو په توګه ومني.»

د نوموړي درې لومړي ناولونه په اوسنۍ برېتانیا کې د کډوالو له تجربو روایت کوي. د نوموړي څلورم او تر ټولو مهم نامول جنت (۱۹۹۴م) د لومړۍ نړیوال جګړې په اوږدو کې په افریقا کې د استعمار دوران انځوروي او د بوکر جایزې نهايي لړلیک کې هم راغلی دی.

      ګورنا د خپلو لنډو کیسو تر څنګ خپل لومړني اثار د وتلو یادونه (۱۹۸۷م)، د زیارت کوونکو لاره (۱۹۸۸م) اوDottie (۱۹۹۰م) خپاره کړه چې په موضوع لحاظ سره ورته وو او په لویه برېتاینا کې د کډوالو د تجربو مختلف څرکونه انځوروي، خو تر ټولو پېژندل شوی ناول یې د جنت په نوم په ۱۹۹۴م کې خپور کړ چې نورو ژبو ته هم وژباړل شو او په ۲۰۰۱ م کال یې د انګلستان بوکر ادبي جایزه هم وګټله.

    دلته به یې بیا هم د اثارو یوه لنډه یادونه وکړو چې عبارت دي له:  د وتلو یادونه (۱۹۸۷م)، د زیارت کوونکو لاره (۱۹۸۸م)، جنت (۱۹۹۷م)، د چوپتیا ستاینه (۱۹۹۶م)، عجیبه چوپتیا (۱۹۹۸م)، د سمندر په واسطه (۱۹۹۶م)، په څنډه کې (۲۰۰۳م)، پرېښودل (۲۰۰۵م)، وروستۍ ډالۍ (۲۰۱۱م)، د ډبرو زړه (۲۰۱۷م) او وروسته ژوند (۲۰۲۰م). په لنډو کیسو او مقالو کې یې بیا هم د افریقا ولسي ادب، رواجونه، محرومیتونه او طبیعي مناظر او جوړښتونه انځور شوي دي، مقالې یې هلته له طبقاتي جوړښت، معاصر ادب او کډوالیو له لاملونو او پرمختګونو څخه بحث کوي.

  نوموړي د افریقايي لیکوالو په اړه د دوو ټولګو (تذکرو) د تدوین زیار هم وېستلی او تر څنګ یې له استعمار څخه د ازادو شوو ټولنو د لیکوالو په اړه ګڼې مقالې هم لیکلې دي چې له دې ډلې د اس نایپل، سلمان رشدي او زویي وایکومب په اړه د نوموړي مقالې یادولی شو.

     ګورنا په ۲۰۱۶م کال له خپله یوه مرکه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی ځان د نړۍ ادبیاتو لیکوال بولي که له استعمار وروسته ټولنو د لیکوال؟ وویل چې زه له دې دواړو څخه یوه کلمه هم ځان ته نه کارول، زه له دې لیکوالو څخه یو هم نه یم. فکر نه کوم چې له خپل نوم پرته دې کوم بل نوم او لقب پر ځان کېږدم.

   هېره دې نه وي چې دا جایزه سږ کال د کورنا ویروس یا ناروغۍ د خپرېدو په سبب د وېش ځانګړي مراسم نه لري، بلکې مخامخ به ګټونکي ورکړل شي، مادي ارزښت یې هم دا ځل یو میلیون او څلور لکه ډالر یاد شوی دی، بله دا چې هېره دې نه وي چې سږ کال له ګورنا سره ځینې نور نامتو ادیبان لکه جاویر ماریاس، سکولسټیک موکاسنګا، میاکوټو، مارګریټ اتوډ، ایني ارنوکس، Haruki murakami او Ngugi we thiongo هم نوماندان وو چې تر منځ یې د نوموړي کامیابي رښتیا هم حیرانوونکې ده.

     له کرونا وړاندې کلونو کې به د جایزې د ورکړې لپاره د سویډن پلازمېنه ستاکهلم کې ځانګړي مراسم جوړېدل او ګټونکي به په کې خپله ځانګړې او تاریخي وینا هم وړاندې کوله.

   ګورنا په پیل کې د افریقا له ساحلونو څخه د لوږې او جګړې له امله اروپا ته کډوال شو او په دې کډوالۍ کې یې له ځان سره د خپلو ناولونو او کیسو لپاره ډېرې سوژې هم یوړې چې ټولې یې د خپلې مورنۍ ژبې (ساحلي ژبې) پر ځای په انګریزي ولیکلې او په برکت یې له ۲۰۰۶ کال راهیسې د انګلستان د شاهي ادبي ټولنې غړیتوب هم خپل کړی و.

Leave A Reply

Your email address will not be published.