علاقه دار صيب چې له کله په نوې پسته څوکۍ ناست دۍ دڅوکۍ خوند يې ټول وجود ته لاره کوي په خوله کي يې هم دا خوند مالوميږي . په سترگو خو يې پرده را ځي .پرده هم دخوند هغه پرده ده . چې سترگې ړندوي . هغه تر مخه فکر نه کاوه چې دا څوکۍ به دومره خوند ولري . خو دقدرت داستمناء په حالت کي واقع دي . دا قدرت نو دهغه حلواگانو لکه دسجي حلوا ، گاجر کا حلوا ،فيريني او ماغوت نه هم زيات خوندور و. خوندونه خو په خوله کې مالوم او احساسيږي خو دا خوند نن د علاقه دار صيب دوجود له کښتني منزل څخه پورته راځي اوخوريږي . او احساس يې په ټولو ندامونو کې لکه سيروم لاره کوي .. نو ځکه خوند دبدن په بيلابيلو غړو کې په بيلابيلو شکلونو احساس کيږي .
خو نن چې دکلي خلک دعلاقدار صيب مخ ته ولاړ دي ښځي خو هدو اجازه نه لري چې مخ ښکاره کا او څه ووايي . که هغوي مخ ښکاره کړي اوڅه ښکالو يې له خولي ووځي نو علاقه دار صيب سم دواره سترگې پټي کړي اوپه توبو سر شي . علاقدار صيب په فکر کي ښځه دهغه موجود په توگه نه مجسم کيږي چې هغه يې تې رودلي وو اوپه غيږ کي يې په للو للو ويلو ويده شوي وو ، بلکي اوس دعلاقدار صيب په ذهن کې ښځه يعني د بدن يوه محرمه برخه ، نور څه نه !
راغلي خلک وږي دي ،له لوږي ضعف کيږي . په ځمکه رغړي . بلي خواته څاروي هم ولاړ دي څه يې شخوند وهي اوځيني يې پښي ټکوي ، لکۍ ښوروي . خو يو نيم څاروي رمباړي هم وهي .
خلک دکار اوډوډۍ پوښتنه کوي . خو علاقدار صيب وايي :
-تاسې يې بايد له دې څارويو زده کړۍ ، دوۍ ته گوره رمباړي وهي ، تاسو هم بغاري ووهئ . زه ستاسو علاقدار يم نه ستاسو دگيډو او کار مسوول . اوهيڅ مسوليت نه لرم . ورشئ او له خدايه يې وغواړئ !
يو را مخ ته کيږي وايي :
صيب نو کومي دروازې ته ودريږو ؟
علاقه دار وايي : خداې دې ستاسو بغاري واوري .
يو کليوال : ولې تاسو يې نه اورئ ؟ پوښتنه کوي ؟
علاقدار : دالرگي وينئ ؟ دا مو پر سر اوملاگانو ماتوم ، که نوري خبري وکړئ . تاسو ډيرې خبرې کوي ؟ شکر باسۍ چې ژوندي پاتي ياست ؟ موږ حق لرو چې بنديان مو کړو ،شکنجه مو کړو . په زندانونو کې مو واچوو، اوداسې نور چې ستاسو وازې خولې پټي شي اووگنډل شي .
يو کليوال : صيب تاسو خدايان ياست ؛ که بندگان ؟
-گوره کنه ! لکه چې په خبره نه پوهيږۍ ، موږ چې څه تاسو فکر کوي هغه يو ! موږ د دونيا لوي طاقت امريکه په گوندو کړه ، نو اوس ته ووايه بندگان دا کار کولي شي ؟
پاۍ