The news is by your side.

علم او زموږ ټولنه

رحمت شاه فراز

0

ملګري مې ګیله کوله چې د خپل نوي کتاب لپاره یې له ګڼو خپرندویه ټولنو سره خبرې وکړې، خو یوه هم ونه منله. د ملګري له خولې چې هر یوه به دا لامل را مخې ته کاوه چې ګنې دوی د دې څانګې کتابونه نه چاپوي. که څه هم، دا ډول ګیله د هر هغه چا زړه ته درېدلای شي چې له میاشتو، میاشتو راهیسې يې شپه او ورځ زیار او زحمت ګاللی وي او اوس چې کله د چاپ وار يې رسېږي نو هېڅوک ورته ټټر نه وهي؛ خو دلته باید دا ټکی له پامه ونه غورځوو چې عموماً دا ډول ګیلې هغه خلک کوي چې په ټولیزه توګه د خپلې ټولنې له عمومي فطرت، په هغې کې له غځېدلي جمعي شعور او واکمن حالت سره نابلده وي. د خپلې ټولنې ناسم شعور او کم پوهاوی هغه لوی مصدر دی چې دا او دې ورته ګڼې ګیلې او ماڼې ترې را پورته کېږي. ګیلې تل د ناخبرۍ زېږنده وي. که یو څوک له خپل ملګري ګیله لري چې د ده بلنه یې نه ده منلې، نو په حقیقت کې دی د خپل ملګري له حالت څخه ناخبره دی او یا يې ځان ناخبره نیولی او د خپل ملګري ستونزې يې له پامه غورځولې. د کتاب د نه چاپېدو په هکله زما د ملګري ګیله هم په همدې ډول ده.

په اوسني وخت کې کتاب د علم تر ټولو لویه سرچینه ده، نو کله چې د کتاب له چاپولو انکار کېږي، آیا دا په دې معنا ده چې له علم څخه مخ اړول شوی او په دې ټولنه کې علم چندان ارزښت نه لري؟ هره ټولنه خپل بېل علمي تاریخ لري او که غواړو چې د یوې ټولنې د اوسني علمي وضعیت په اړه پوه شو او علمي لوړتیا او یا ځوړتیا يې را معلومه کړو، نو اړ یو چې د هغې ټولنې علمي تاریخ را مطالعه کړو. ټولنې له علمي اړخه په دوه ډوله وي:

یو، هغه ټولنې وي چې علم پکې پخپله د ټولنې دننه پنځېدلی وي، یانې پخپله ټولنه د علم مور وي. بل، هغه ټولنې وي چې علم ورته راغلی وي او په علمي برخه کې د نورو ټولنو پوروړې وي. داسې هم نه ده چې لومړۍ ډله ټولنې له علمي اړخه په بشپړ ډول پر ځان بسیا وي او ټول علم يې پخپله پنځولی وي، بلکې هغو هم له نورو ټولنو څخه په مستقیم یا نامستقیم ډول علمي استفاده کړې وي. خو دوهمه ډله ټولنې چې علم له نورو ټولنو څخه ورته راغلی وي، هلته بیا له دې راغلي علم سره هم دوه ډوله چلند کېږي او ټولنې په دوو کټګوریو وېشل کېږي:

یو هغه ټولنې وي چې خپل را پور کړي علم ته کار هم کوي او علم دومره لوړو مقامونو او هسکو ته ورسوي چې د وخت په تېرېدو پخپله د هغې ټولنې په ګډون نور اقوام او ملتونه هم دا هېر کړي او یا دومره ارزښت نه ورکوي، چې نن ورځ چې د دې ټولنې علمي مینار دومره هسک او روښانه دی، د هغه بنسټ په اصل کې په را پور شویو تیږو ولاړ دی. د دې ډول ټولنو یوه ښه بېلګه لویدیځ دی. که څه هم د لویدیځ د علم د هسکې ودانۍ په بنسټ کې د اسلامي نړۍ د څېړنو، یوناني فلسفې، مصري علومو او هندي حکمت پرېمانه خښتې ځای پر ځای دي، خو دوی بېرته دې راپور کړي علم ته په لویه او پراخه کچه کار او زیار هم ویستلی او همدا لامل ده چې نن ورځ لویدیځ ته په علمي نړۍ کې د سمبول په سترګه کتل کېږي.

دوهمه ګټګوري د هغو ټولنو وي چې راغلي او پور کړي علم ته کار نه کوي او تر پایه خپله ټوله تکیه د نورو ټولنو په لاسته راوړنو او کشفیاتو کوي؛ د لومړۍ کټګورۍ پر خلاف چې له یو څه مودې وروسته را پور کړی علم په دومره کچه تحلیل او تجزیه کړي چې د همدې علم په مټ د خپل علم په پنځولو پیل وکړي، دوهمه کټګورۍ د تل لپاره په لومړي پړاو کې ژوند تېروي او تر ټولو لویه توره يې دا وي چې له نورو څخه د را پورولو تسلسل مات نه کړي. په لومړۍ هغه کې علم وده او پرمختګ کوي، خو په دوهمه کې بیا علم نقل او ژباړل کېږي. د دې یوه ښه بېلګه عربي نړۍ ده چې د عباسیانو د واکمنۍ پر مهال يې په لویه کچه یوناني، لاتیني او هندي اثار او کتابونه خپلې ژبې ته را وژباړل، او تر یو څه بریده يې د خپل علم په پنځولو هم لاس پورې کړ؛ خو له یو څه وخت تېرېدو وروسته یې نه یوازې دا چې نور علم ونه پنځاوه، بلکې هغه را ژباړلی او نقل کړی علم هم ترې ورک او پناه شو.

د دې ډول ټولنو یو غوره مثال موږ هم یو او له دې وروسته بحث یوازې خپلې ټولنې ته ځانګړی کوو. موږ د دوهمې کټګورۍ له ټولنو څخه یو او د دې ټولنو لویه بدمرغي دا وي چې دلته له علم سره د یوه سوداګریز او تجارتي توکي په څېر چلند کېږي. په همدې سبب دلته علم ته په هغه سویه کار هم نه کېږي، لکه نن ورځ چې لویدیځ کړی. د دې ترشا هم یو لامل وي؛ دا ډول ټولنې چې د بېلا بېلو علتونو په اساس له علم څخه لرې پاتې شوې وي، یو لوی سبب يې اقتصادي بې ثباتي هم وي. نو کله چې دلته علم راځي او یا راوړل کېږي، نو په ټولنه کې د تجارت د سامان په سترګه ورته کتل کېږي، ځکه د تجارت سامان هم له نورو ټولنو څخه راځي او تجارتي سامان یوازې د تجارتي موخو لپاره تبادله او لېږدول کېږي. کله چې علم یو سوداګریز توکی وګرځي او څنګه چې سوداګریز توکی یوازې او یوازې د مادي ګټې لپاره کارول کېږي، نو له علم څخه هم یوازې د مادي ګټو تمه کېږي. په دې ډول ټولنو کې که کتاب چاپېږي، نو د ګټې لپاره؛ که علمي مرکزونه لکه ښوونځي، پوهنتونونه او نور درسځایونه جوړېږي، نو هغه هم یوازې مادي اړخ ته په پام جوړېږي. په دغه ډول ټولنو کې له علم سره اکاډمیک او ساینټیفیک چلند نه کېږي، بلکې د ګټې-وټې یو توکی ترې جوړ وي.

دا بېله خبره ده چې څنګه چې د تجارت سامان د ټولنې عادي وګړو ته هم (چې د تجارت په معامله کې دخیل نه وي) ګټه رسوي، خو ښکاره ده چې د تجارت اصلي موخه دا نه وي؛ په همدې ډول له علم څخه هم خلکو او ټولنو ته یو څه ګته هرومرو رسېږي، خو په ټوله کې داسې نه وي چې علم ته د علم په سترګه وکتل شي او د علم د پنځولو لپاره کار وشي او که کار کېږي هم، نو یوازې هغه مهال چې تر شا یې مادي ګټې پرتې وي.

د دې دوو کټګوریو د ټولنو ترمنځ یو بل توپیر دا هم وي چې د لومړۍ کټګورۍ ټولنې چې علم ته د علم په سترګه ګوري، نو هلته د علم لپاره کار هم په همدې ډول ترسره کېږي. هلته د علم د پنځولو لپاره رقابت او سیالي نه وي، بلکې علمي مرکزونه او د ټولنې پوه وګړي یو بل ته لاس ورکوي او په ګډه د علم بېړۍ مخته بوځي.

خو د دې برعکس، زموږ په ټولنه کې چې علم د یوه سوداګریز توکي حیثیت لري، نو دلته له یو بل سره د همکارۍ او همغږۍ کوچنی څرک هم نه ترسترګو کېږي او هر څوک هڅه کوي چې خپل راوړي خارجي پروډکټ ته زیات، زیات مشتریان او پېرونکي ور جلب کړي. په مادي ګټو پسې ړانده د علمي مرکزونو مشران او پوهان، د خپلو ګټو د زیاتولو لپاره خپل علمي مواد، کتابونه او اثار له نورو سره نه شریکوي او خپله لاسته راوړنه یوازې د یوه نمایش په ډول تر خلکو رسوي او د هغې لاسته راوړنې تر شا پرته پوهه، فکر، نوښت او طرحه د بل علمي مرکز له غړو څخه پټ ساتي.

د لومړۍ کټګورۍ ټولنو بل مثبت ټکی دا وي چې د ډله ییز کار (teamwork) په ارزښت او معنا يې ځان پوه کړی وي او په همدې اساس د هغوی د هرې لاسته راوړنې او ابتکار تر شا د یوې منظمې او کار پوه ډلې لاس وي. د دې برعکس، د دوهمې کټګورۍ ټولنې چېرته چې مادي ګټه په بل هر څه لومړیتوب لري، هلته ډله ییز کار ته هم د یوه دښمن په سترګه کتل کېږي، ځکه د ډله ییز کار لازمي پایله دا وي چې هغه لاسته راوړنه بیا یوازې یوه تن ته نه شي منسوب کېدای.

په لومړۍ کټګورۍ ټولنو کې چې علم یوه ارزښتناکه پدیده وي او په درنه سترګه ورته کتل کېږي، د هرې برخې کتابونه چاپېږي. خو په اوسنیو وختونو کې زموږ په ټولنه کې د دوو څانګو – ادبیات او ارواپوهنې – کتابونه په لوی شمېر چاپېږي، د نورو څانګو کتابونه یا هغه وي چې د درسي اړتیا د پوره کولو لپاره چاپېږي او یا یې لیکوال او ژباړونکی په خپل شخصي لګښت چاپوي. که په لنډ ډول ووایو نو نن ورځ زموږ په ټولنه کې د کتابونو – د چاپ او لوست – عمومي میلان او رحجان د ادبیاتو او ارواپوهنې په لور دی. دا دواړه څانګې په خپل ځای لوی ارزښت لري، خو په دومره لوی شمېر د دې کتابونو د چاپېدو تر شا یو ستر لامل د دې کتابونو تود بازار هم دی. د کتاب چاپوونکي ګټه په دې کې ده چې هغه کتاب چاپ کړي چې بازار يې ډېر وي، دې ته له پام پرته چې ټولنه کوم څه ته ډېره اړتیا لري.

ادبیات او ارواپوهنه نن ورځ د علم دوه لویې څانګې دي او یوې ټولنې ته يې له ګټو څخه انکار نه شو کولای، خو دا دواړه په ټولنه کې یوه ټولنیز بدلانه او علمي رنسانس ته لاره نه شي جوړولای. د دې علت دا دی چې د ادبیاتو یو ډېر غوره اثر هم د ټولنې د یوه وګړي لپاره په عملي ډګر کې د لارې ډیوه نه شي کېدای، په همدې ډول د ارواپوهنې یو ډېر غوره اثر هم انسان ته په مجازي او د خوب په نړۍ کې د یوه بریالي ژوند، غوره شخصیت، نوښتګر فکر، ستر هدف، لویو هیلو او اغېزمن انسان له تصور ورکولو پرته بل هېڅ هم نه شي ورکولای. د ادبیاتو او ارواپوهنې په برخه کې د کتابونو د شمېر زیاتوالي، د دې برخو لوستونکي هم زیات کړي او نن ورځ زموږ د ټولنې ډېری ځوانان په همدې مجازي نړۍ او خوب کې ژوند تېروي. زموږ یو ځوان د بریالي ژوند او د ابتکار پر ارزښت خورا اغېزمن لېکچر ورکولای شي، خو عملي ژوند يې بیا له ویناوو او لېکچر سره له یوې مخې برعکس وي. په دې ځای کې دا استنتاج کول به له موضوع څخه د لوستونکي پر ناسم درک دلالت وکړي چې د دې کرښو لیکوال ارواپوهنه او د ارواپوهنې دا برخه یو بې ګټې شی بولي؛ بلکې خبره د دې اپوټه ده.

نن ورځ د ارواپوهنې په برخه کې چې کوم کتابونه زموږ په ټولنه کې چاپېږي، هغه له دې زیات ارزښت نه لري چې په ځینو برخو کې انسان ته اروايي ارامتیا ور په برخه کړي، کله نا کله د مایوسۍ پر ځای هیله او امید ور وبښي او یا د بریالي ژوند خوب ور وویني، ځکه دا ټول انسان عملي ژوند ته نه شي چمتو کولای. په یوه ټولنه کې هغه علوم علمي بدلون راوستلای او یو انسان عملي ژوند ته چمتو کولای شي چې نېغ په نېغه له پرېکټیکل ژوند سره اړیکه ولري. په اقتصادي ډګر کې هغه انسان بریالی کېدای شي چې د اوسني عصر له اقتصادي اصولو او نظامونو سره بلد وي؛ د یوې ادارې ښه مدیر هماغه څوک کېدای شي چې په منظم ډول یې د مدیریت او مېنجمېنټ برخه ور مطالعه کړې وي؛ د ایجاد او ساینسي کشف تمه دې هغه څوک وکړي چې د ساینس، ټکنالوژي او انجینرۍ په برخه کې يې زدکړې کړې وي؛ یو ښه لیکوال هغه څوک کېدای شي چې ډېره مطالعه او ژور فکر ولري؛ خو که چېرته همدا تجار، مدیر او ساینسپوه یوازې د ارواپوهنې څو غوره او په نړۍ کې ډېر لوستل شوي کتابونه ور ولولي، نو هغه به یو څومره ښه تجار، مدیر او یا ليکوال شي؟ او یا دا کرښې لوستل چې ایډیسن ۹۹۹۹ ځله تجرې وکړې، خو ناکامه شو او په ۱۰۰۰۰-وم ځل بریالی شو، به له یوه ساینسپوه سره د نوې اختراع په برخه کې څه مرسته وکولای شي؟

د یوې ټولنې علمي رجحان (چې نېغ په نېغه په دې ټولنه کې د کتابونو د چاپ او لوست په شمېر پورې اړه لري) دا څرګندوي چې هغه ټولنه په کوم لور روانه ده. په اوسني عصر کې زموږ لپاره ادبیات او ارواپوهنه (د هغو له علمي او تیوریکي اړخونو پرته) هغه افیون او نشه ده چې په علمي برخه کې يې زموږ د پرمختګ مخه نیولې او دغه راز په عملي ژوند کې يې هم زموږ لاسونه و پښې بېکاره او یون ټکنی کړی دی.

په ملي ټلویزون کې د ځانګړې مناظرې پر مهال له هغې نجلۍ څخه د ولسمشر اشرف غني هغه انتقادي پوښتنه د هر ځوان لپاره د ویښتیا یو زنګ دی چې له تاسو څخه څومره په پوهنتون کې چې کوم څه لولئ، هغه د افغانستان په درد خوري؟ د ولسمشر غني دې پوښتنې ته زموږ ځواب په ډېر اسانه دا په ډاګه کولای شي چې زموږ ټولنه په کوم مقام کې قرار لري او کوم لوري ته يې مخ دی.

(Visited 43 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.