The news is by your side.

غريبي ملامته ده که موږ

رفيع الله ارمان

0

انسان/ بشر له خپل پيدايښت سره سم له طبعي آفتونو او تحولاتو څخه د خوندي پاتې کيدو لپاره له خپلو لومړنيو وسيلو څخه کار اخيستی؛ د تيږو توږلو، تيغ لرونکو لرګيو او په چاپيريال کې یې د هرې پديدې نه په ګټه اخسيتلو لاس پورې کړی دی.

د غره په ډډو او سوريو کې يې ځان ته له سيلابونو، توفان، باد، باران او داړونکو حيواناتو نه د خوندي پاتې کيدو په موخه غارونه او سمڅې ويستلي دي، په همدې ترتيب يې خپل نسل تر ننه پورې د ژوند د مختلفو طريقو په کارولو سره په اوسني ماډرن او ټکنالوژيک انسان باندې بدل کړی دی؛ هو دا خپله بشر/ انسان دا چاره تر سره کړې، د تيږي او لرګي له لمړنۍ وسيلې نه په ګټنې يې ننني ژوند ته د اتم، ډرون، رادار، او اينټر نيټ استر ور کړی دی.

خو اوسنی بشر/ انسان په ځانګړي ډول افغان انسان ولې د تمدني او عصري انقلاب په دې اروج کې په نس وږی او په تن لوڅ دی، ته به وايي دا اوسنی بشر له لمړني نسل نه هم بې وسيلې، بې امکاناتو او بې اسرې دی؟!

که په څو کرښو کې د دې پوښتنې ځواب وپلټو نو خامخوا به لاندې موارد وي چې ننی متمدن او عصري افغان انسان يې بيرته د مغارو او استورو ژوند ته ور ستون کړی دی.

اوسنی عصري او ماډرن افغان انسان ځکه په نس وږی او لنګ څيرلی دی چې د خپلو اجدادو د ژوند سبک او شواخون نه شي تصور کولی، يوازې د عصري نړۍ په آسمان څکو ودانيو، لوړ ماډل موټرانو، هوټلونو او د مشهورو نړيوالو ميليونرانو په ژوند يې نظر تم دی، او دا خو يا پټ په زړه کې معجزه تعبيروي يا د وطن د ملي شتمنيو خوږلني او خزانه سينه د دغو ماڼويو او ښکلا ګانو تمويلونکي ګڼي.

ممکن په افغانستان کې ډيری دنګې او مر مرينې ودانۍ د هيواد په غرونو او درو کې په پرتو ياقوتو،مرجانو، لاجوردو، طلا، زمرود، الماس او … باندې يوازې د څو محدودو وګړو د معيشت او خوښۍ لپاره ودانې شوې وي، خو له افغانستان نه ور اخوا په ښيښه یي نړۍ کې بيا څنګه؟!

زموږ فقر زموږ له مغز او دماغ نه سر چينه اخيستې، او زموږ غريبي هم زموږ له ارادې، موخې او مسوليت هيريدو څخه خړوبيږي.

دلته بزرګر، معمار، نجار، پښ او د قوي مټو خټګر ځکه د لوږې له سيلابه را ونه وتل چې د نړۍ اروج يې ټول حواس ور جذب کړي او داسې انګيري چې لمړی بايد شل او ديرش منزله ودانۍ ولرې بيا به شتمن کيږي.

خو داسې هيڅ کله نه ده؛ په پيل کې مو وويل چې لمړني انسان يواځې په ټول تن باندې يوازې د څاروي د پوست يوه زړه برخه درلوده او د پيړيو پيړيو ژوند وسايل يې تيرې تيږي، لرګي او بيا وسپنه ول.

لومړۍ او دوهمه نړيوالې جګړې چې له نامه يې څرګنده ده، داسې جګړې وې چې د دې خاورينې کرې هره خوا او هيواد يې په خپلو تندو څپيړو ووهل، او د نني افغانستان غوندې يې ټوله نړۍ، د وژنو، ورانيو، چور او تالان ډګر ته را و ايستله.

خو دا جګړه او ناورين ورپسې فقر او غريبي ولې تر اوسه په افغانستان چمبې خښې کړې دي؟!

دغه ځواب به په دې يوه متل کې و پلټو چې وايي: له ړانده نه يو ځلې امسا ورکيږي. نړۍ چې د جګړې په وحشت او بر باديو وپوهيده نو په بيړه يې د مخنيوي لپاره په ځانونو شپه او ورځ يوه کړه، په لاس او دماغ کې له خپلو شته وسايلو يې عظمي استفاده وکړه، ماشوم، ځوان، ميرمن او بوډا هر يو له خپلې انرژۍ سره د خپلو هيوادونو په ودانولو را ودانګل  او تر جګړې وروسته يې فاسد، قاتل، خائن، جنايت کار، غل، قانون ماتونکی، سر کشه او ياغي انسانان وپيژندل او په يوه نړيوال اتحاد سره يې له خپلو خپلو هيوادونو نه ورک کړل، بنديان يې کړل، مجازات يې کړل او …

او بيا يې هيڅ کله چاته اجازه ور نه کړه چې د پورته بد بختيو د بيا تکرار سناريو په ټوله نړۍ پرته له افغانستانه پلې کړي. دلته ځکه لا هم د فقر، غربت او بې وزلۍ ژرنده ښه په سرعت ګرځي چې لا هم ورباندې د نړۍ د زيږولې جګړې د وينو لښتي را سپاره دي او افغان انسان يې د خپلو وينو سره پکې لاهو کړی دی.

فقر او غربت زموږ هميشنۍ برخه نه ده، زموږ هميشنۍ برخه په موږ پردۍ شليته تپل شوې جګړه ده چې ترې عبرت نه اخلو. هره بد بختي لمړی  په ذهن کې القاع کيږي بيا حقيقي او ريښتينی ژوند ځپې؛ ريښې يې هم بايد لمړی په ذهن کې وچې شي بيا ژوند ترې په امن شي. موږ غريبان نه يو خو فکر، عمل، مسوليت او … مو غريبان دي.

کابل ۱۳۹۹/۵/ ۱ کابل

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.