The news is by your side.

لنډ اداري چکر؛ قانون ماتونې ته مجبورول

نعمان دوست

0

د ۱۳۹۶ کال عقرب میاشت وه. له خپلو درې څلورو ملګرو سره تورخم ته د کرولا موټر اخیستلو لپاره لاړم. دلته عموما (یو کیلي) موټر پلورل کیږي. دا اصطلاح هغو موټرو ته کارول کیږي چې یوازې یوه کیلي لري؛ یعنې نور اسناد، نمبر پلیټ او کاغذونه نه لري. هغه مهال یې د افغانستان لاس موټرو ته له ګمرک او بایومټریک کولو وروسته اسناد ورکول.ما هم په همدې نیت ۱۹۹۷ ماډل کرولا واخیسته. ملګري سره مې په موټر کې د خپل یوه بل موټر نمبر پلیټونه و. سپارښتنه یې دا وه چې همدا ورپسې وتړو. ما ویل دا غیر قانوني کار دی. راته وې ویل: ګوره بیا به دې په لاره کې تکلیف کړي. و مې نه منله. دلیل مې دا و چې ما کوم ناقانونه کار نه دی کړی او د لارې په اوږدو کې قانون نافذونکي ولاړ دي. هغوی په دې پوهیږي چې تورخم کې هیڅ موټر اسناد نه لري، د اسنادو قانوني پړاوونه جلال اباد کې وهل کیږي او تر هغه ځایه خو یې الوتکه او یا ټیلر کې نشم وړلی.

مازیګر په اخر و چې د تورخم له بازاره راووتلو او لږ وړاندې د سړک تر غاړې پولیس لکه ماهر ښکاریان ولاړ وو. همدا زموږ بې نمبر پلیټه موټر یې ودراوه. د اسنادو پوښتنه یې وکړه، ما ویل نوی مې اخیستی. اسناد به جلال اباد کې اخلم. ځوان جدي شو. موږ هم جدي شوو. هیڅ د یونیفرم عزت یې ونه ساته. د پیسو غوښتلو حس ور باندې غلبه کړې وه. ملګری مې راډیو کې ژورنالیست و. له مایک او ریکارډر سره راښکته شو. پولیس ته مې ویل: اوس وایه څومره پیسې غواړې؟ ځوان پښیمانه شو. ویل یې شیریني! ما ویل نه اختر دی او نه ته ماشوم یې. د خدای خاطر وکړئ؛ د خپل یونیفرم احترام وساتئ او نور ترې روان شوو.

هوا تیاره شوې وه. چې له سمرخیلو تیر شوو. له لږ مزله وروسته یې بیا ودرولو. دلته نسبتا عمر خوړلی سړی مخابره په لاس ولاړ و. دوه درې عسکر هم ورسره و. هغوی هم لکه چې بې خرڅه شوي وو. ممکن معاشونه یې ځنډیدلي وو. چې څنګه یې د پیسو غوښتنه کوله؛ مخابره په لاس سړي زموږ د ملګري موټر کې د راډیو لوګو ته پام شو او بیا یې په پرده کې رخصت کړو.

***

بادار امرین

د امنیه قوماندانۍ یوې خونه کې نری ځوان پر څوکۍ ناست و او خپله رتبه او نښانونه یې پر اوږو ټومبلي وو. د ده کمال دا و چې کاغذونه یې امضاء کول. خو دې کمالدار ته ټول مراجعین خپل عسکر ښکاریدل؛ هره خبره یې امرانه وه. که څه هم مراجعین له ده مشران و. زما نوم یې واخیست. ما ویل که نوم په انګریزي لیکئ نو دا یې سپیل دی. دا خبره ورته کسر شان ښکاره شوه. په غوسناک انداز یې وویل: امریکا کې یې! ما ویل نه؛ خو یو ځل یې راته همدې افغانستان کې نوم غلط لیکلی و، بیا جنجال شو. سړی نور هم غوسه شو او ویل یې: زه کولای شم، کارونه دې وځنډوم. ما ویل بلکل.

اخره کې یې خدای خبر څه په زړه ور وګرځیدل؛ ویل یې خپه نشې زه ټوکې کوم! حیران شوم، ما ویل بیا غوسه نشي کنه ورته ویل مې: ته پولیس افسر یې که جوکر؟

***

د فضایلو بیان

کارونه ګمرک ته راجع شول، همدلته مو پیسې تحویلولې. د مامورینو او مراجعینو تر منځ د لګیدلي چوکاټ پر یوه برخه، کاغذ سریښ و. خوشحاله شوم، ما ویل حتما د رشوت او خیانت مربوط شرعي احکام دي؛ ځکه همدغه یې ځای دی. خو هلته د کوم عبادت فضایل بیان شوي و.

کارونه مو خلاص شول او قانوني پیسې مو تحویل کړې. یو ځوان، چې بیرون یې کاغذونه راکول، د ۵۰۰۰ افغانیو تقاضا وکړه. ما ویل ولې؟ دومره ډیرې، اخر څه دي کړي؟ هغه په جرئت وویل: دا خو ټولې زه نه اخلم! ما ویل نو تاسو معاش نه لرئ؟ سړي دلایلو اوریدو ته وخت نه درلود. له ډیر جنجال وروسته یې ۳۵۰۰ افغانۍ واخیستې او د عبادت د فضایلو پر شوقیانو یې تقسیم کړې.

***

مضحک لټون

د همدې ګمرک په یوه څنډه کې له مهربان ګاونډي هیواد څخه راغلي، کتار بار ټیلر ولاړ وو. یو څو کسان به ور پورته شول، منځ کې به یې پر یوه کرښه بوجۍ لرې کړې او بیا به ډاډه شول او ټيلر به ښار ته د داخلیدو اجازه ترلاسه کړه. لکه ګاونډي چې ورته ویلي وي: جي سر، چې کوم دی ، که موږ کله غلط فهمۍ کې باروت او بمونه درلیږو، نو همدې منځ کرښه کې به وي، نورو ځایونو ته هډو لاس نکړئ!

****

پولیس ـ ټرافیک

موقت پلیټ ورکوونکی تکړه ځوان و. بیرون راغی، خپل دنده یې په اخلاص تر سره کړه، د ټولو موټرو ځانګړی نمبر یې په دقت واخیست او یاداشت یې کړ او د پیسو هیڅ تقاضا یې ونکړه.

خبره وروسته خرابه شوه. زما موټر ته یې داسې نمبر پلیټ ورکاوه چې (۳۹) په کې راتلل. که څه هم زه د عددونو ترمنځ په توپیر قایل نه یم؛ دا توپیر راته محض خرافات ښکاري؛ خو دا شمیره د رواج شوي جهالت له مخې بده ګڼل کیږي. ملګري راته ویل؛ که دا شمیره واخلې او بیا دې موټر پلورلو ته اړتیا شي نو څوک یې نه اخلي. دا یوه جدي مسئله وه. ځکه دلته ژوند په یوه حال نه دی. د ټرافیکو مشر سره مې خبره شریکه کړه. هغه په خپلو لومړیو خبرو خجالت کړم خو وروسته یې زړه بدی. دې ښاغلي ویل: تا چې تحصیل کړی، ته هم په دې خرافاتو باور لرې؟ ګوره چې ته یې وانخلې له نورو څه ګیله؟ بل دا چې نور نمبر پلیټونه خلاص دي، ممکن څلور پنځه میاشتې وروسته راشي.

ما هم قناعت وکړ، خو ملګري مې په دې نمبر پلیټ راضي نه و. کمیشن کار یې پیدا کړ. هغه ۶۰۰۰ افغانۍ واخیستې، ځان یې هم دوزخي کړ، زه هم او امر صیب هم. دوه درې ورځو کې یې پلیټ راکړ او چې کله امر صیب بیا کاغذونه لاسلیک کول، زړه مې و ورته ووایم چې تا خو ویل نور نمبر پلیټونه نشته! بیا مې ځان غلی کړ، ما ویل کیدای شي له ده بیچاره کمیشنکارانو پټ ساتلي وي.

***

پهلوان سپین ږیری

د ټرافیکو امریت کې د یوې کوچنۍ خونې مخې ته په لیکه ولاړ وو. دې خونې یوه بله دروازه هم درلوده. یو ځل سهوا له هماغې لارې داخلیدم چې د یوه راپام شو، غوسه شو او دا دخول یې د قانون خلاف وګڼه.

موږ له اوږده ځنډ راهیسې په لیکه کې ولاړ و چې له هماغې غیر قانوني دروازې یو سپین ږیری راننوت. یوه قوده کاغذونه ورسره و. مامورین ور پورته شول، کاغذونه یې ترې واخیستل او نا خوانده یې امضاء کړل. دا د هندي رکشو د نمبر پلیټونو کاغذات و. د کړکۍ خواته ناست مسوول ته مې ویل: موږ دې له انتظاره ستړي کړو او له ناقانونه لارې داخل شوي ته مو یوه شیبه کې دومره ډیر امضاء کړل. ورو یې وویل: هغه د یوه وکیل پلار دی.

ما ویل دا د وکیلانو لاسونه لا څومره اوږده دي.

او:

” د فساد فکر مې نشته خدای حاضر دی… “

د چنګاښ ۱۵مه، ۱۳۹۹

نعمان دوست

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.