The news is by your side.

مازوخیسټ ممتاز

عنایت الله دیدار

0

د مازوخیزم اصطلاح د لیوپالډ وان مازوخ (1836-1895 Leopold Von Masoch) لهٔ نومه اخیستل شوې. دی اشراف زاده و، خو دا  وړ ګډوډ و، چې د سهولت پهٔ ژوند کې یې ځان زورونه غوښته. مازوخ لیکوال و او عاشقانه رومانونه یې لیکل.

د دهٔ پهٔ یوهٔ رومان کې یوه اشراف زاده نجلۍ (وانډا) لهٔ یوهٔ محصل سره ملګرې کیږي، هلک لهٔ آره غلام فطرتی او لهٔ شکنجه کولو سره اشنا وي.

دا څو بعدي او پېچلې ملګرتیا وي. وانډا لهٔ هلکه معمول او رواج شوې مینه غواړي. هلک(سورین) پهٔ مازوخیزم اخته وي، نهٔ ورمتمایل کیږي او بلاخره اشراف زاده وانډا د مینې د نهٔ کولو لهٔ امله پر هلک ظلم شورو کوي، خو هلک یې لهٔ ظلم او وهلو لذت اخلي، دوی سره پهٔ یوه حادثه کې بیلیږي…

بیا کلونه وروسته وانډا یو لیک ور استوي پهٔ لیک کې ادعا کوي، چې د سورین پهٔ زورولو کې یې هدف دا و، چې ناروغ (سورین) روغ شي.
مازوخیسټ باید وزورول شي، طعنې ورکړل شي، پهٔ ژړا کړای شي، ورټل شي، ووهل شي، مات شي… او ها! شاید کله وار د مازوخیزم ریښه پهٔ ساډیزم کې وي.

د ممتاز پهٔ دې شعر خبره کوو:

زهٔ هره ورځ د شهید ژوند د کربلا پهٔ یاد کې
زهٔ هره ورځ پهٔ زنځیرونو وهم ځان لالیه

(زهٔ) د دې بېت کردار او پهٔ مرکز و صحنه کې ولاړ ابن ادم دی. دغه بنیادم د شعر پهٔ عمومي او مجموعي کردار کې د لوستونکي/اورېدونکي لپاره مخاطب شخص دی، پهٔ بله مانا، دی اصلي کس دی او ټوله خبره پر همدې بنیادم ده/کې ده. د دهٔ تماشبین  پهٔ خپل وجود کې د دهٔ او پهٔ دهٔ کې د ځان ننداره کوي، ایمیجینیشن کوي او پهٔ ذهن کې پهٔ دغه کردار کې دننه د خپل کردار تماشه کوي او پهٔ نهایت کې پهٔ یوهٔ انسان بدلیږي.

کهٔ دغه (زهٔ) حذف کاندو او پر ځای يې (موږ) ولیکو، ذهن ته مو یو جمیعت وګړي ودریږي،دغه وخت د یو جمیعت او ټولي وګړیو پهٔ منځ کې د ځان او شاعر/شعر جاج نهٔ شو اخیستای. هغه جذبې، چې ګڼ وګړي یې لري، یو پهٔ یو نهٔ شو محسوسولای، هغه حالتونه چې دغه یو عالم وګړي یې لري، پکې دخیلیدلای نهٔ شو او د عشق هغه جذبه چې شاعر یې لري/لېږدوي، نهٔ شو محسوسولای. پهٔ بله مانا، ځان پکې نهٔ شو لیدلای.شاعري د نفسیاتو بیان او د خپل مخاطب د نفسیاتو مخاطب عمل دی. دا کار باید خواهي نخواهي پهٔ هنر کې وشي، هر بنیادم فطرتا د یوې (انا) نوم هم دی، دا انا د بل پهٔ انا کې داخلول او هغه څوک کول، چې د شعر پهٔ صحنه کې دی، شاعري ده.ځکه خو اناټول فرانس(1844-1924)  ویلي و:

«هر سړی، ځان د عالم محور ګڼي.»

لوی شاعر هغه دی، چې بل وګړی پهٔ ځان کې ورګډ کاندي او  همغه تماشه پرې وکړي، کومه چې شاعر محسوس کړې، بدله کړې، نظر انداز کړې، نفي کړې او یا یې ګډه وډه کړې وي.

پهٔ شعري (Scene) کې مخاطب ته پهٔ صحنه (Scene)کې د دخالت فکر او احساس ورکول، پهٔ مرکزي صحنه کې تر ورګډېدو وروسته د منتظم حیثیت ورکول، پهٔ مرکز کې د مرکزي کردار ادا کول او پهٔ صحنه کې د نورو صحنو د ایجاد اصل (جوهر) همدا مخاطب جوړول او پهٔ ټوله کې محوري حیثیت ورکول د اشیاوو د ښهٔ ترا حس کولو تر ټولو بنیادي لاره ده.

پهٔ شعر کې د لوستونکي لهٔ اړخه د ځان لیدل او د شریکو نفسیاتي او عیني حالاتو موضوع را اخیستل د ابدي شعر بحث دی.

زهٔ هره ورځ د شهید ژوند د کربلا پهٔ یاد کې

(هره ورځ) د متداوم غم کیسه کوي. د (زهٔ) کردار د کربلا د غم برعکس پهٔ دوامداره توګه د ځان د اذیت او بربادۍ حکایت او عمل کوي. دی د یار پهٔ فراق او د شهید شوي ژوند پهٔ ویر کې هم خوشاله دی او سندره بولي، زمانه او د هر نفس کښل بربادول کوي، خو دی، چې پهٔ بربادۍ مست او پهٔ نشت شته دی، د ځان پهٔ خودساخته بربادۍ هم لګیا دی او دا بربادي د مازوخیسټ بنیادم د فطرت او د مازوخیزم د علاج یوه برخه ده. یو مخ وجودي فرار او ډېر بې مانا تګونه او تلل پهٔ خپله یوهٔ منزل ته تلل دي. ممتاز په عین حالت کې فراري هم دی، دغه مازوخیزم بلاخره لهٔ یوه درده د فرار نوم هم دی.
کوم انګرېز شاعر خپلې معشوقې ته پهٔ یوه لیک کې کاږي:

«د زمان ګاډۍ پهٔ ډې بیړه روانه ده، موږ یې مخه نهٔ شو نیوای، راځه، چې وخاندو او دا ګاډۍ لا پسې تېزه کړو»

ممتاز عین چاره کوي. دی، چې ځان بربادوي، ګویا هلته درد بربادوي.
ګوتاما سدهارتا(بودا پنځه نیمې پېړۍ قبل المیلاد)، چې کله د بوداګایا لهٔ ځنګلهٔ او د اروولا لهٔ سینده را بهر شو، نو د ګڼو خبرو تر منځ یې دا خبره هم وکړه:
«د انسان لپاره نهٔ په هوا کې، نهٔ د غرونو پهٔ غارونو کې او نهٔ هم د سمندر پهٔ تل کې د امان او نجات ځای شته، انسان نهٔ شي کولای، چې د رنځ، زړښت او د زمان د تېرېدو لهٔ جبره ځان خلاص کاندي، نو ښهٔ لاره دا ده، چې ځان لهٔ دغې وېرې بې نیازه کړي.»

ممتاز د غم له اه او د زغم لهٔ ټیکاوه تښتي او د زمان روانه ګاډۍ نوره هم تېزوي.

زهٔ هره ورځ د شهید ژوند د کربلا پهٔ یاد کې

(شهید) د لغت پهٔ حساب ګواهي ورکوونکي ته وايي. پهٔ دین کې هغه چاته ویل کیږي، چې پهٔ دین سر ورکړي. د دغه سر ورکولو حکمت، حقیقت او واقعیت د خدای لهٔ اړخه د هغه پېغمبر(ص) ته د ورکړل شوي دین پهٔ حقاینت باندې ګواهي (شهادت)ورکول دي.

د (شهید) لهٔ کلمې سره مو ذهن ته یو معصوم کردار هم تداعي (recollection) کیږي. موږ وینو، چې د دوو مینانو تر منځ یو کس مظلوم دی. دا د انسان فطرت دی، چې د مظلوم ذهني پېروي کوي او خواخوږي ورسره کوي. شاعر پهٔ څهٔ ظرافت لګیا دی، فریاد کوي، خلک ورملګري کوي، تلوسه ایجادوي او د شعر پهٔ مانا او صحنه کې د خلکو ور داخلول کوي!

شهید (ګواه) په دې هم ګواهي هم ورکوي، چې د جانان غم و الم یې د هرې ورځې مشغولا ده او پهٔ همدې مشغولا باندې هم خوشاله دی او هم پرې پايي.

دلته یو پاراډاکس او طباق الاضداد موجود دی، ځکه چې مرګ او ژوند سره منافات لري. یانې چې ژوند وي، شهادت نشته او چې شهادت وي، ژوند نشته. شاعر دا ګواهي هم ورکوي، چې شهید ژوندی دی. پهٔ بله مانا، د جانان لهٔ غمه پهٔ چغو او ځان خرابوونکی ممتاز پهٔ همدې مرګ باندې او په همدې اذیت باندې ژوندی دی، همدا د مازوخیسټ فطرت ترجماني کوي، یانې مازوخیسټ باید وزورول شي، ځکه پهٔ همدې غم او الم کې د دهٔ بقا ده. خو دا به ضرور یاد ساتو، چې دا غم د شیرین جانان غم دی!
شاید عبدالقادر خان خټک د رحمان بابا د دې مخمس:

اسیر کړی دې د زلفو په تناب یم
تقصیر کړی دې د سترګو پهٔ قصاب یم
د ماهي پهٔ شان مدام پهٔ اضطراب یم
لکه زهٔ چې ستا لهٔ غمه پهٔ عذاب یم
خبر مه شه هېڅ بنده لهٔ دې عذابه

پهٔ ځواب کې وايي:

زهٔ خټک د یار پهٔ غم تازه تازه شم
غوریاخېل رحمان کهٔ شو ورځنې ستړی

کومې المناکې ورځې د لاشعور لهٔ تاخانو داسې اواز را ویستی دی.

غم دې راځي زهٔ پرې خوشال یم
بې غمه خدای دی، بنده تل پهٔ غم کې وینه

راځه راځه پر ما انبار شه
د جانان غمه د عمرونو ځای دې یمه

د عشق مازوخیزم/ ځان زورول  تقدس لري. څهٔ چې د معشوق لهٔ اړخه کیږي، عاشق پرې رضا وي. حتی د خدای پهٔ عشق کې وینو، چې صوفي د خپل خالق لهٔ اړخه پهٔ هر څهٔ رضا کیږي. پهٔ تصوف کې یوه مرتبه ده، رضا او تسلیم یې بولو. د رضا او تسلیم پهٔ دې مرحله کې آن صوفي دعا نهٔ کوي او ځان (رضا بالقضا) ګڼي.

هجویري وايي:

یو کس مې ولید،سیند ته ور ولوېد، لاس مې ور اوږد کړ، ګوندې کهٔ ویې ژغورم. غږ مې وکړ:

لاس راکړه!

ځواب راغی: نه!

تپوس مې وکړ: لامبو درځي؟

ځواب راغی : نه!

تپوس کې وکړ: ډوبېدل غواړې؟

ځواب را غی: نه!

حېران شوم، دا سړی څهٔ غواړي!؟ د دهٔ پر عقل څهٔ چل شوی او کومه تیارهٔ ده پرې!؟ سړی مې ډېره موده وروسته ژوندی ولید، بیا پوه شوم، چې صوفي دی، پهٔ تصوف کې د رضا او تسلیم مرحلې ته رسېدلی دی او د جانان هر غم او الم پرې ګران دی.( همدا خبره ویل ډیورنټ هم پهٔ خپل یوهٔ یادښت کې پهٔ تقریبا عین بڼه را اخلي.)

رحمان بابا هم د جانان غم شیرین کړی و، بابا پهٔ عین فریاد کې خوښ دی او پهٔ بربادۍ باندې پايي:

زهٔ د یار پهٔ درد او غم کې غرقاب خوښ یم
پهٔ دې اور کې بې طاقت او بې تاب خوښ یم

د طوبی د ونې سیوری مې خوښ نهٔ دی
ستا د مخ پر لمبو سوی کباب خوښ یم.

زهٔ هره ورځ د شهید ژوند د کربلا پهٔ یاد کې
زهٔ هره ورځ پهٔ زنځیرونو وهم ځان لالیه

لهٔ (یادکې) نه مطلب دا دی، چې جانان نشته، یاد یې پاته دی.
کهٔ سترګې ښکلې نشته، ښکلی یاد خو یې شته
کهٔ تخت د بادشاه لرې دی، جلاد خو یې شته
غني خان
د فکر محور جانان دی، یادونه یې روزانه زورول کوي، یادونه د ماحول پر هره ذره پراته دي، او یاد و فریاد کول د هرې ورځې مشغولا ده. شاعر ته یوازې یادونه پاتې دي سکروټې مړې دي او:

تر نیمو شپو پورې را نغلې
سکروټې مړې شوې اوس ایرو ته ناسته یمه

یا:
چې ستا یاد مې زړهٔ ته راغی، اسویلي مې لهٔ خولې لاړل
بیا مې ځان ته راتازه کړل، ایره مخي انګارونه
ډاکټر خالق زیار

سید رسول رسا، چې کله په بربادۍ راضي شي نو:

سر دوباره دا هنګامه د وفا مهٔ جوړوه
زما د زړهٔ برباده شوې دنیا مهٔ جوړوه
زړهٔ چې برباد شي، برباد ښهٔ دی، چې اباد یې نهٔ کړې
تالا ښارونه، تالا ښهٔ دي، تالا مهٔ جوړوه

دا کهٔ هر وړ غم دی، خو د یوهٔ عاشق غم دی، د یوهٔ شاعر غم دی او د دې پېړۍ د یوهٔ متفاوت او ممتاز سړي غم دی.د مازوخیسټ ممتاز غم و الم د ورځو ورځو دی. دا پرهار شړېدلی دی. شاید نور شړول یې غواړي.

زخمونه د حبیب دي، د طبیب کوڅې ته نهٔ ځم
پرهاره شړوم دې، رغومه خو دې نه
جهاني

شرنګېږه او د حسن د مستۍ په ټس کې مات شه
نور څه غواړې د دوه پېسو بنګړیه لېونیه
ممتاز

زهٔ هره ورځ په زنځیرونو وهم ځان لالیه

(زه) همغه زهٔ دی، چې بره تشریح شو.(هره ورځ) د متداوم غم کیسه ده او دلته د متداومې ځان زورونې کیسه کا.
(زنځير) د لومړۍ مسرې لهٔ (کربلا) سره ربط لري. د قدیمو زمانو روایت دی، چې پهٔ زنځیر څاروي او یا یاغي او جنوني انسانان تړل کیږي. پهٔ زنځیر ځان وهل ذلالت دی، خو دا ذلالت د یوهٔ عمل (عشق او بیا جدايي) عکس العمل دی، د عشق د علت معلول او کله وار د ټول ځان او بقا علت العلل دی، چې دغه کس یې پهٔ جار جار پهٔ یاغي ناره او پهٔ نا اشنا بیان باندې خلکو ته وايي او ښهٔ پهٔ فخر یې وايي! ممتاز یاغي هم دی او جنوني هم دی، بغاوت او جنون چې سره یو ځای شي، د ځان او د دې مایوسه جهان د ویرانۍ ترانه شورو شي، موږ او منطق، ورانول بد ګڼو اما کله، چې په نهٔ ورانولو کې ورانول را منځ ته کیږي، نو ګویا ورانول بیا د رغولو حېثیت لري. کله چې خیاط کپړې څیروي، نو دا څیرول ورانول نهٔ وي، بلکې د ترتیب ورکولو او جوړولو لپاره یو ځل ورانول کوي. مازوخیست ممتاز د ځان د جوړولو لپاره د ځان ورانول کوي.

د هرې ورځې خبره او مشغولا د زنځير د کړیو  د تسلسل تصویر او تصور هم راوړاندې کوي او د روزانه مشغولا خبره راته کوي. ممتاز د زنځير پهٔ شرنګ باندې د کاېناتو خاموشي ماتوي او لهٔ ځان سره یې پهٔ دغه غم کې ورشریکوي. هغه چې کله ځان وهي، نو د همدې (ځان) پهٔ حلولي او روحانې حالت او درجه کې یو (جانان) هم شامل دی، دلته دغه سړی هم مازوخیسټ او هم ساډېسټ شوی دی.

پهٔ دغه حالت خوشاله ممتاز مطمین دی، چې فراق دې څهٔ کانې راوکړې او جدایۍ دې په کوم غم او عذاب خوشاله کړی یم.

ګویا مازوخیست په همدې غم باندې بیا فرحت او خوشالي محسوسوي، بس، چې دغه ابن ادم(مازوخیست/ځان زوروونکی) خوشاله وي، نو مانا دا، چې لهٔ نړۍ یو غمجن کم شوی دی.
د هر څهٔ ړنکوونکی او د ځان پهٔ اذیت مین او پهٔ ځان را تاو شوی ممتاز چې کله سترګې واړوي، نو هره تماشه، تماشه کاندي.

اوسکار وایلډ(Oscar Fingal O’Flahertie Wills Wilde1854-1900) ریښتیا ويلي و:

« ستر هنرمند، هر څهٔ، هغه ډول چې دي، نهٔ ویني، کهٔ یې ولیدل، هنر مند نهٔ دی.»

زما تشریح تا و نهٔ کړه، شارح ځان ته پهٔ څهٔ وایې؟
اسرار یمه، سرور یمه، دا زهٔ وایم، تهٔ څهٔ وایې؟

ممتاز یمه، یو راز یمه، هر چا ته یم، هم تا ته یم
فرار یمه، مفرور یمه، دا زهٔ وایم، تهٔ څهٔ وایې؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.