The news is by your side.

مخ او “مخامخ؛ يو که دوه جلا مفاهيمه

څېړنوال محمد اصف احمدزی  

0

“مخ” او “مخامخ” دوه هغه لفظونه دي چې هم په ورځنۍ محاوره او هم په ليکنو کې ډېر کارول کېږي. پوهان د دې دواړو لغتونو لپاره دوه بېل نظرونه لري. يو دا چې “مخامخ” چې په دري ژبه کې يې معادل (روبرو – رو در رو) دى، پر ځاى يې “مخ” وويل او وليکل شي؛ خو بل نظر بيا دا دى چې نه، هماغه “مخامخ” سم دى.

د لومړۍ نظريې خاوندان د “مخ” له کلمې سره ځکه توافق ښيي چې اختصار په کې دى، يوه کلمه چې هر څومره لنډېږي، په هماغه کچه ژبه ويونکو او لوستونکو ته اسانېږي. دوى وايي:

–  زه ورسره مخ شوم.

– په ځنګله کې له خطر سره مخ شوم.

د دويمې نظريې خاوندان بيا وايي چې د “مخ” پر ځاى بايد “مخامخ” وکښل او وويل شي، لکه:

– زه ورسره مخامخ شوم.

– په ځنګله کې له خطر سره مخامخ شوم.

د دوى په اند، “مخ” چې په دري ژبه کې “روى” او په انګلیسي ژبه کې ورته “Face” وايي، نو په همدغه پورته ډول جملو کې په يواځې استعمال به يې معنا بې خونده او دا به داسې شي، لکه چې څوک ووايي: (ورسره مخ شوم)، مطلب دا چې (همراه اش روى شدم).

په «پښتو – پښتو تشريحي قاموس» کې د «مخامخ» معناګانې داسې راغلې دي: مخ په مخ، نېغ په نېغه(۱).

په «پښتو قاموس» کې د مخامخ معنا داسې ښودل شوې ده: روبرو، مقابل، مواجه.(۲)

دغه راز د دې لفظ نورې معناګانې «مقابل»، «مقابل لوری» او «مستقیم» هم دی.

البته د “مخ” کلمه خو جوته ده چې په دري کې ورته «روی» ويل کېږي.

زما په نظر، “مخ” د استعمال خپل موارد او مناسبتونه لري او “مخامخ” خپل. لاندې مثالونو ته ځير شئ:

  1. په مخ يې ښکل کړ.
  2. د هغه په مخ کې يې شاهدي وويله.
  3. زه تاته مخ نه لرم.
  4. مخ يې ترې واړاوه.
  5. د ځمکې پر مخ تر ټولو غوره مخلوق انسان دى.
  6. مخ کعبې شريفې ته کړه او لمونځ وکړه.
  7. خپل درسونه پر مخ وړي، يا پر مخ بيايي.
  8. د سالنګ لويه لاره د موټرو پر مخ وتړل شوه.

يا دا چې:

  1. د دواړو په مخامخ ناسته کې يې ستونزه هواره شوه.
  2. کمپيوټر ته مخامخ کښېناستم.
  3. حکومت او مخالفينو د سولې مخامخ خبرې پیل کړې.

بله دا چې:

  1. له احمد سره مخ/ مخامخ شوم.
  2. خلک له ستونزو سره مخ/ مخامخ دي.

په لومړيو اتو مثالونو کې له لرې معلومېږي چې هلته بايد د “مخ” کلمه استعمال شي او په همدې سره ویلی شو چې هم جملې منطقي دي او هم بشپړې افادې لري؛ په ورپسې درېيو مثالونو کې بيا “مخامخ” ځکه استعمال شوى چې هلته يواځې د “مخ” کلمې په راوړلو سره جمله سمه معنا نه پيدا کوي؛ خو په وروستيو دوو مثالونو کې “مخ” او “مخامخ” دواړه استعمال شوي دي. د دې لپاره چې دلته له “مخ” (د دري ژبې روى) سره التباس نه وي رامنځ ته شوی، نو غوره دا ده، کله چې د (روبرو/ رو در رو) مورد کاروو، نو هلته د “مخامخ” کلمه راوړل به منطقي وي او که دا مناسبت نه وي، نو يواځې د “مخ” کلمې استعمال بد نه دي.

پورتنۍ موضوع زموږ په ليکلو ادبياتو، شعر او نثر کې تر ډېره حده حل ده، هلته “مخ” په خپل ځاى او “مخامخ” په خپل ځاى کارول شوى دى.

رحمان بابا وايي:

مخامخ كه راته وګورې دلبره

په كاته کې دې ثواب دی وبال نشته

***

چې سبا شي ستا تر مخ پورې شرمېږي

ځكه زيست په توره شپه كاندي مهتاب(۳)

خوشحال خان خټک وايي:

مخامخ دې په ثنا په صفت سر شي

سلا بلا درباندې وايي پسې شا (۴)

***

کښېنه په انګړ کې مخامخ چې درته ګورم

تور لونګين دواړه چندڼ هار په سينه ټال کړه

***

پس له بنده دی دا عزم

د خوشحال د خاطر جزم

یا نیولی مخ مکې ته

یا مغولو سره رزم (۵)

حميد بابا وايي:

مه اړوه مخ دلبره اوړي زما ورځ

مخ کړه چې مې شپه د درد و غم شي رڼا ورځ

مخ به ځنې کوږ که اوس دا ستا غوندې دلبر

خدای چې کږوي له بدبختۍ د چا ورځ(۶)

د حميد بابا معاصر قلندر وايي:

ما وې ته به زما مخ سپين کړې دلبره

ولې تا تر مهرويانو مې مخ تور کړ(۷)

فاضل (د دې شاعر معرفي په «پښتانه شعراء» او «کليد افغاني» آثارو کې راغلې ده) وايي:

مخامخ را لره راغلل په کوڅو کې

په ژړا يې سترګې سرې وې له خماره(۸)

اخوند مصری وايي:

که مخامخ شوم له خپل ياره سره

دا دنيا به اواره کړم له روزګاره سره(۹)

محمد صديق پسرلی وايي:

نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي

ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ

پيرمحمد کاروان وايي:

بيا د کوم شهيد په څېر ديدار ته مخامخ يمه
زه د مرګ په غېږ کې د ژوند ښار ته مخامخ يمه

څه وايي چې زه مو د ماښام ځنګل ته يووړلم؟
ختمې مې تيارې کړې نور سهار ته مخامخ يمه

شاه سعود وايي:

مخامخ راته د سر قاتل ولاړ دى

خو انسان دى پرې ګوزار کولاى نه شم

يا دا لنډۍ:

مخامخ مه راته درېږه

زړه مې نری دی اوس به لاس در واچومه

***

مخامخ کېنه چې دې ګورم

چا دې صفت راته کاوه راغلې يمه

***

تر مخامخ ناستې دې ځار شم

دا تور کالي دې څنګه خوند کوي مينه

***

مخامخ مه راخېژه لمره
مخ مې د یار په خولو لوند دی وچ به شینه

***

مخ دې د خدای له نوره ډک دی

زه د ثواب لپاره خولې پرې لګومه

د مختارالمناسک له اثره چې د مولوي ګل محمد مسلم تأليف دى، يو نثر را نقلوو:

“کله چې منصور حج وکړ، نو مدينې منورې ته راغى، د پيغمبر زيارت ته ودرېده، نو پوښتنه يې وکړه له امام مالک څخه چې مخ روضې ته کړم او که کعبې ته، يعني قبر ته مخامخ دعا وکړم او که مخ قبلې ته، شا قبر ته کړم، نو امام مالک ورته وويل چې اې منصوره! مخ څنګه ګرځوې له محمد رسول الله څخه چې هغه ستا وسيله ده او ستا د نيکه ادم وسيله و الله تعالى ته، مخ مه ګرځوه د قبر شريف څخه.”(۱۰)

په پورتنيو شعري او نثري مثالونو کې دواړه ياد شوي الفاظ په خپل خپل ځاى ډېر دقيق راغلي او هېڅکله يو د بل پر ځای نه دي استعمال شوي.

په (سپېڅلی قرآن) نومې د قرآن کريم پښتو ترجمه کې «مخ» او «مخامخ» سم کارول شوي دي، هلته لاندې مبارک آيتونه داسې ژباړل شوي دي:

رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا(الاحزاب، ۶۸ ايت): ای زموږ ربه دوی ته دوه چنده عذاب ورکړه او دوی له یو ستر لعنت سره مخامخ کړه.

وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ(البقرة، ۷۶ ايت): او کله چې دوی له مؤمنانو سره مخامخ شي.

إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً(الانفال، ۴۵ ايت): کله چې له يوې ډلې سره (د جګړې لپاره) مخامخ شوئ.

فَلَمَّا تَرَاءتِ الْفِئَتَانِ(الانفال، ۴۸ آيت): کله چې هغه دوه ډلې سره مخامخ شولې.

سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا (المدثر، ۱۷ايت): ژر به هغه له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ کړم.

قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاء فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَام(البقرة: ۱۴۴ آيت): په تحقيق سره اسمان ته ستا د مخ اړول را اړول موږ وينو، نو بې شکه موږ ستا مخ د هغې قبلې خوا ته اړوو چې ته په هغې باندې خوشحالېږې، نو مخ دې مسجد الحرام خواته واړوه(۱۱).

د دې مبارکو آيتونو په ژباړه کې دغه دواړه کلمې په مناسب ډول کارول شوې دي.

خو ځينو ليکوالو بيا د «مخامخ» پر ځای «مخ» کلمه هم استعمال کړې ده، لکه د «روښانيان او پښتو ادب» اثر ليکوال چې ليکي: «د بايزيد نثر په ادبي لحاظ دومره غوره نثر نه دی…. او ځکه لوستونکي د دوی نه د مفهوم اخيستو په وخت د مشکلاتو سره مخ کېږي(۱۲)».

که د مخامخ استعمال په نورو ژبو کې وګورو، هلته يې په عوض کې «مخ» نه ليدل کېږي. په دري ژبه کې وايي: «ولسوالان میتوانند وضعیت ولسوالی های شانرا رو در رو به والی تشریح نمایند». که همدغه ډول جمله په پښتو کې ليکو، نو دلته د «مخامخ» کلمه راوړل به مناسبه وي. په عربي کې وايي: انا واجهت معه (زه ورسره مخامخ شوم)، نو دلته هم «واجهت»(مخامخ) راغلی، نه «وجه» چې «مخ» ته ويل کېږي.

د دې ليکنې په ترڅ کې مې يوه ورځ د همدغې موضوع په تړاو د څېړنپوه دکتور خليل الله اورمړ نظر وپوښت. هغه يې په ځواب کې راته وويل:

که مقابل لوری ذي روح وي، نو هلته د «مخامخ» کلمه راوړل مناسبه ده او که ذي روح نه وي، هلته د «مخ» د کلمې استعمال باک نه لري.

دی دا جملې سمې بولي: له مشکل سره مخ يم يا: له موټر سره مخ شوم؛ ځکه دلته مقابل جانب يو غير ذي روح شی دی، نو که دلته «مخ» وکارول شي، کومه ستونزه به ونه لري. «له احمد سره مخامخ شوم»، دلته بيا «مخامخ» ويل په کار دي؛ خو له دې سره سره که همدلته «مخ» هم استعمال شي، مخالفت ورسره په کار نه دی. اصلاً په جملو کې بايد ګرامري جوړښت په پام کې ونيول شي.

هغه زياتوي، پښتو يوه جامع ژبه ده. په دې اړه کوم دليل نشته چې ووايو «مخ» ليکل غلط دی. دلته د «مخ» استعمال داسې دی، لکه «پوزه پرې کول» اصطلاح چې لرو، دلته له «پوزه» څخه جنساً پوزه مراد نه ده، بلکې هدف يې مجازي معنا ده او هغه شرمول دي. بله دا چې پښتو ژبه بېلا بېلې لهجې لري، په يو شمېر لهجو کې شايد «مخامخ» وي او په ځينو کې «مخ» چې دا په خپله د ژبې غنامندي ښيي(۱۳).

يوه ورځ مې همدغه موضوع له استاد حبیب الله رفيع سره هم شريکه کړه. هغه (له احمد سره مخ شوم) جمله کې د «مخ» له استعمالولو سره مخالفت وښود او ويې ويل: مخامخ تقابل ته وايي، نو په دې جمله کې بايد «مخامخ» وکارول شي. یو شی چې په ژبه کې وي، ولې هغه ووېستل شي، په دغسې جملو کې د «مخ» کارول، جواز نه لري او دا يو نوی خو ناوړه عمل دی چې د ځينو له خوا ويل او ليکل کېږي.

دی زياتوي: که خبره د اختصار وي، نو لنډون او اختصار هغه وخت سم دی چې فساد را نه شي، کله چې کلمه فاسدېږي، نو دا بيا لنډون نه شو. ژبه خلکو جوړه کړې ده او هغوی يې همداسې «مخامخ» وايي (۱۴).

څېړنپوه نصرالله ناصر هم ورته نظر لري. ده تل په علمي ناستو کې د «مخامخ» پر ځای د «مخ» کلمې له کارولو سره مخالفت ښودلی دی. وايي: «پښتو ژبه ډېرې لهجې لري، که هر پښتون په خپله لهجه ليکنه وکړي او د خپلې لهجې کلمې غوره وګڼي، نو د معياري لهجې د رامنځ ته کېدو خوبونه بیا عبث دي. موږ بايد د ژبې ګرامري جوړښت او د ډېرو له خوا د کلمو کارېدل او لرغونتوب په پام کې ونيسو چې دا کار به د پښتو ژبې د معياري لهجې د لا پياوړتيا لامل شي(۱۵)».

په هره ژبه کې د الفاظو او عبارتونو جوړول ازاد دي، د يوې ژبې الفاظ او عبارات له يوې يا څو ژبو سره ښايي يو شان وي. پښتو چې يوه هر اړخيزه او پراخ بنسټه ژبه ده، د کلمو او عبارتونو په کارولو کې يې بايد دقت وشي.

خو د تأمل وړ خبره دا ده چې پورتنۍ ژبنۍ ستونزه په دې وروستيو کې تر ډېره د رسنيو او خبريالانو له خوا ايجاد شوې ده. د يوې ژبې په ښه کولو او بدرنګه کولو دواړو کې مطبوعات او ژورناليستان مهم رول لري. هغوى دي چې يو شمېر لغتونه د خلکو خولو ته ور اچوي، همدغه بيا کرار کرار د ولس پر ذهنونو اغېز کوي او هماغه سم يا غلط لفظ بيا هغوى کاروي او ليکي. سره له دې چې داسې ډېرو خوږو او کره کلمو اوسمهال د رسنيو له لارې د هر وګړي او ان د ماشوم ذهن ته لار پيدا کړې ده، ښکاره مثال يې د کرکټ لوبې شپږيزه او يا د سريالونو ځينې لغتونه دي چې خلک يې بيا په محاوره کې هم استعمالوي.

ځينې معياري رسنۍ د يادو شوو دواړو کلمو سم استعمال مراعتوي، خو د همدې ستونزې يواځينى حل رسنۍ دي چې مسئولين او خبريالان په شعوري ډول په دې موضوع پوه شي او کرار کرار هره کلمه په خپل خپل ځاى کې وکاروي.

نو د دې څېړنې په نتيجه کې ویلی شو: «مخ» او «مخامخ» دوه بېل ټکي او دوه جلا مفاهيم دي چې هر يو بايد په خپل ځای کې استعمال شي. د دې او دې ته ورته کلمو دقیقه کاروَنه به د معياري لهجې د لا پياوړتيا او غښتلتيا سبب شوې وي.

د دې لپاره چې په خبرو او ليکلو کې مو تنوع راغلی وي، نو دا هم کېدای شي چې موږ د «مخامخ» د لفظ نور مترادفات، لکه لاس و ګرېوان او يا د نورو ژبو له الفاظو، لکه مواجه څخه استفاده وشي.

دا چې د پښتو ژبې په ګرامرونو کې د «مخامخ» کلمې ځای تش پاتې دی، هيله ده د همدې او دې ته ورته کلمو د سمې کارونې بحثونو ته په کې ځای ورکړل شي.

له بلې خوا، ما د همدې څېړنې په ترڅ کې وموندله چې په پښتو ژبه کې د «مخ» کلمه له نورو کلمو سره يوځای ډېر نور عبارتونه او اصطلاحات جوړوي، لکه: چاته مخ نيول، د مخ ځای نه پرېښول، چاته مخ اړول، د چا مخ ته کتل، مخ پټول، مخ څټ کول، مخ اخيستل، مخ ځنې اړول، مخ تورېدل، مخ تک زېړ کېدل، مخ ور اړول، مخ ورګرځول، مخ تاوول….

نو وړانديز کوم، که همدغه عبارتونه او اصطلاحات راټول شي او په هر يوه يې څېړنه وشي، د پښتو او پښتنو اروايي او اجتماعي حالات ترې ښه معلومېدای شي.

مأخذونه

۱- پښتو- پښتو تشريحي قاموس، څلورم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمي:ميديوتيک، ۱۳۸۳هـ. ش کال، ۲۸۵۹ مخ.

۲- پښتو قاموس (پښتو- دري)، دويم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمي: خيري کتابخانه، ۱۳۸۶هـ. ش کال، کابل، ۱۶۹۶ مخ.

۳- عبدالرحمن بابا، د رحمان بابا ديوان، مصحح، مدون او مقابله کوونکی: عبدالرؤف بينوا، ۱۳۲۶هـ. ش کال، پي ډيف فايل، file:///F:/%D9%85%D9%88%D9%84%D9%88%D9%8A%20%D8%B5%D8%A7%D8%AD%D8%A8%20%D8%A7%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D8%B1%D8%B3%D9%88%D9%84%D9%8A/Aburehma%20baba%20Dewan.pdf

۴- تشريحي قاموس، ۴۷۷ مخ.

۵– خوشحال خان خټک، کليات. اوډنه، پرتلنه، سمون او وييپانګه: عبدالقيوم زاهد مشواڼی: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴هـ ش کال، ۵مخ.

۶- حبیب الله رفيع، ادبي ستوري (لومړی ټوک)، پښتو ټولنه، ۱۳۵۳ کال، ۲۰۵ مخ.

۷- پورتنی مأخذ، ۲۵۵ مخ.

۸- مخکینی مأخذ، ۲۳۲ مخ.

۹- اخوند مصری، ادبي ستوري (لومړی ټوک)، حبیب الله رفيع، پښتو ټولنه: دولتي مطبعه ۱۳۵۳هـ. ش کال، ۱۲ مخ.

۱۰–  http://www.benawa.com/pashto/library/86_mokhtar_ul_manasic/19.php

۱۱– سپېڅلی قرآن، ژباړن: مولوي وکيل احمد متوکل، مکتبه حبيبيه،:کندهار، ۱۳۸۸هـ. ش کال. بېلا بېل مخونه.

۱۲– يارمحمد مغموم خټک، روښانيان او پښتو ادب (تحقیق او ترجمه)، پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي: پېښور، ۲۰۱۱م کال، ۳۰۴ مخ.

۱۳– څېړنپوه ډاکټر خليل الله اورمړ، مرکه، نېټه: ۷/ قوس/ ۱۳۹۸هـ. ش.

۱۴– استاد حبيب الله رفيع، مرکه، نېټه: ۱۰/قوس/۱۳۹۸هـ. ش.

۱۵- څېړنپوه نصرالله ناصر، قلمي يادښت.

————-

يادونه: دا مقاله د علومو اکاډمي د کابل مجلې د ۱۳۹۹ کال په ۱-۲مه ګڼه کې خپره شوې ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.