The news is by your side.

مشاعره

ګل آغا احمدي وردګ

0

مشاعره له داسې یو مجلس څخه عبارت دی چې په هغه کې شاعران، لیکوالان او د ادب مینه وال را غونډېږي، د خپلو خیالاتو اظهار کوي او هڅه دا وي چې په هنري، فصیحه او تاثیر لرونکې ژبه منظومې خبرې وکړي. د مشاعرې ویناوال خپل منظوم کلام، نثري او ادبي توکي په موزون چوکاټ کې مخاطب لوري ته وړاندې کوي. موږ غواړو چې په دې لیکنه کې د مشاعرې د تعریف، موخو او په ټولنه کې د هغه په ارزښت لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کړو. مشاعره هغه شعري محفل، جشن ، مجلس، غونډې یا ناستې ته ویل کېږي چې په هغه کې شاعران را غونډېږي څو له خپل ځان سره شته شعرونه او کلتوري توکي و لولي او د محفل په ترځ کې یې نورو ته وړاندې کړي. د مشاعرې مجلس د محتوی له نظره آزاد مجلس ګڼل کېږي او هر شاعر په آزادانه توګه خپل مطالب د نورو په وړاندې لولي خو کله کله مشاعره د یوې ځانګړې موضوع او مناسبت په هکله هم را غوښتل کېږي. د مشاعرې کلمه په پښتو، دري، کردي، اردو او عربي ژبو کې په ورته معنی سره معمول ده او په یادو ژبو کې هغه محفل ته ویل کېږي چې شاعران خپل شعرونه پکې وایي خو د مشاعرې جوړېدل په بېلابېلو ټولنو کې له یو بل سره توپير کوي. د دې خبرې یادونه ضروری ده چې مشاعره په افغانستان د هند د نیمې وچې په هېوادونو، عربي نړۍ، کرد مېشتو سیمو، ایران او د دنیا په ځینو نورو هېوادونو کې له پخوا څخه دود وه، لرغونی تاریخ لري او په مختلفو مناسبتونو شعري مجلسونه جوړېدل.

د مشاعرې لغوي معنی

مشاعره په لغت کې شعر جنګي یا د شعر په وسیله جګړې کولو ته ویل کېږي. دغه تعریف (منتهی الارب، انندراج، ناظم الاطباء، او اقرب الموارد) آثارو کې شوی دی.  تاج المصادر بیهقي کتاب مشاعره داسې تعریف کړې ده: «له یو شخص سره د شعر په وسیله جګړه کول یا شعر جنګي» مشاعره د لغت له نظر په دهخدا فرهنګ کې داسې تعریف شوې ده: «له یو بل سره د شعر لوستل څو یو بل په خپل کلام په زیاته پيمانه پوه کړي.» همدارنګه مشاعره په لغت کې: «د شعار په جامه کې له بل چا سره ویده کېدل یا په یوه جامه کې له یو چا سره یو ځای کېدلو ته مشاعره ویل کېږي.» معین فارسي فرهنګ، منتهی الارب فرهنګ، تاج المصادر فرهنګ او ناظم الاطبا فرهنګ هم مشاعره د لغت له مخې په دې ډول تعرف کړې ده.

د مشاعرې تعریف

مُشاعَرَه چې جمع یې مشاعرات دی، اصلا عربي کلمه ده چې د شاعر د کلمې مصدر ګڼل کېږي او شاعر هغه شخص ته ویل کېږي چې نورو ته د شعر په موزونه ژبه شعري کلام وړاندې کوي. مشاعره همدارنګه د (ع) په (زوَر یا فتحه) سره د احساس، زده کړې، شعر لوستلو، شعار ورکولو، رسېدلو او په یو څیز د پوهېدلو په مانا دی او په اصطلاح کې د یو یا څو کسانو تر منځ د شعر ویلو سیالۍ د موزون کلام د وړاندې کولو مجلس یا شعر جنګي ته مُشاعَرَه ویل کېږي. دا سیالي کېدای شي چې د شاعر د خپل شعر د بیتونو په اساس وي یا دا چې د مشاعرې ګډونوال د نورو شاعرانو بیتونه خوښ او د هغه د قافیې په مراعات سره په خپل منځ کې د شعر سیالي وکړي. مشاعره کله کله  په داسې ډول هم صورت مومي چې یو شخص دوه بیتونه وایي او مقابل لوری یې د وروستي بیت وروستۍ حرف اساس وګرځوي او خپل بیتونه باید په همغه حرف پيل کړي. د مشاعرې په هکله پورتنۍ تعریف په مشهورو عربي قاموسونو لکه (المجم الوسیط، معجم المعاني الجامع، لسان العرب، المعجم الراید، اللغه العربیه المعاصر) او داسې نورو کې ذکر شوی دی. باید وویل شي چې مشاعرې ته په انګرېزي ژبه کې Poetical Meeting ویل کېږي. همدارنګه مشاعرې ته ځینې نور نومونه هم کارول کېږي لکه په عربي ژبه کې ورته (الندوه الشعریه)، (مهراجان الشعر)، (المجلس الادبي) او (المجلس الشعری) او داسې نور ویل کېږي. په اردو ژبه کې ورته (مشاعره)، (بزم)، (عرس) او داسې نور کلیمات هم کارول کېږي خو په پښتو او دري ژبو کې (مشاعره) ورته ویل کېږي.

د مشاعرې موخه

هره مشاعره په ټولنه کې د یوې مشخصې موخې لپاره جوړېږي چې د وګړو تر منځ د افکارو تبادل منځته راوړي، کلتوري وده پراخېږي، د لیکوالانو او شاعرانو تر منځ پېژندګلوي زیاتوي او په مشاعره کې د منظوم کلام اورېدل صورت مومي. هره مشاعره د یوې داسې ځانګړې موخې لپاره جوړېږي چې تعلیمي، هنري، حماسي، اصلاحي، انتقادي، عشقي، موسمي، توصیفي او داسې نورې بڼې لري.

د مشاعرې ارزښت

مشاعره په هره انساني ټولنه کې د ګڼو ارزښتونو پر بنسټ تدویر مومي او انسانان هڅه کوي چې د مشاعرو او شعري کلام د لوستلو له لارې خپل کلتور پياوړی او مخاطبینو ته نه یوازې د شعر هنر بلکي ډول ډول خواږه او ترخه پيغامونه په ادبي ژبه انتقال کړي. له بلې خوا د مشاعرې له لارې د ټولنې د وګړو حماسې پياوړې کېږي او د ټولنیز ادب د ځواکمنتیا په لاره کې ترې ګټه اخیستل کېږي. مشاعره د ګڼو ارزښتونو له مخې په ټولنه کې جوړېږي چې ځینو ارزښتونو ته په لاندې ډول اشاره کېږي:

کلتوري ارزښت

په دې کې شک نشته چې د یوې ټولنې فرهنګي غونډې، مشاعرې، غزلیز محفلونه او نمانځغونډې ځانګړی کلتوري ارزښت لري اوکلتوري ارزښتونه ورسره پياوړي کېږي. همدارنګه د دې ډول غونډو له لارې د یوې ټولنې کلتور په ښه توګه معرفي کېږي او کلتوري کړۍ د دې چانس مومي چې د منظوم او منثور کلام په وسیله د خپلې ټولنې له وګړو او بهر نړۍ سره داسې اړیکې و پالي چې کلتوري ارزښتونو ته وده ورکړي او د فرهنګي چارو پراختیا ته په ملي او نړیواله کچه لار پرانیزي.

تعلیمي ارزښت

د مشاعرې له تعلیمي ارزښت څخه هېڅوک انکار نه شي کولای ځکه چې د شعري مجلسونو له لارې لومړی هغه کسان زده کړه کوي چې په دغه راز مجلسونو کې برخه اخلي. د ټولنې هغه پرګنې هم د شعر له اورېدلو څخه په خوند اخیستلو سربېره زده کړه کوي چې شعر په مخامخ توګه یا د رسنیو له لارې اوري  او د ټولنې له افرادو سره د تعلیمي انګېزې په اېجادولو کې مرسته کوي. خوشحال خان خټک خو د شعر تعلیمي ارزښت په خپله دوه بیتي کې داسې څرګند کړی دی:

له خوشحال سره که کښېني یو څو کاله

دا د غره خټک به واړه شاعران شي

هنري ارزښت

شعر په خپل ذات کې یو هنر او شاعر د دې لطیف هنر معمار دی نو طبیعي خبره ده چې په مشاعره کې د یوې ټولنې هنر وده مومي  ځکه چې په مشاعره کې د شاعرانو تر منځ یوازې هنري توکي تبادله کېږي او شاعران هڅه کوي چې د هنر په موثره، فصیحه، خوږه او نرمه ژبه خبرې و کړي. څومره چې شعر یا موزون کلام په ټولنه کې وده مومي په همغه اندازه وګړي د خپلې ټولنې د وګړو په ذهني روښانتیا کې ور څخه ګټه اخلي او د ټولنې هنر ورسره پياوړی کېږي. هغه اثر چې شعر یې د ټولنې په افرادو اغېزه کوي او احساسات یې نرموي بل هېڅ ډول کلام یې نه لري. د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) شعر ته له حکمت څخه ډک کلام ویلی دی لکه په یو حدیث شریف کې چې بخاري شریف روایت کړی داسې راغلي دي: «ان من الشعر لحکمه» ژباړه: په تحقیق سره شعر حکمت لري.

تفریحي ارزښت

شعري مجلسونه او مشاعرې پر دې سربېره چې د انسانانو تر منځ د علمي توکو انتقال ته لاره پرانېزي او په ټولنه کې هنري ارزښتونه پياوړي کوي، کله کله د انسانانو تر منځ تفرېح او ساعت تېرۍ زمینه هم برابروي. د دې ډول مجلسونو ګډونوال د څو شېبو لپاره د شعر له ښکلاوو سره د اوسېدلو زمینه لاسته راوړي او د هغو شاعرانو کلام اوري چې د طنز، نیوکې او انتقاد په ژبه د چارواکو نیمګړتیاوې په ګوته کوي او د ځینو مشکلاتو حل لارې ته په خپلو بیتونو کې اشاره کوي. د شعر او منظوم کلام تر څنګ مینه وال د دې چانس مومي چې د مشاعرې د هنري برخې، موسیقۍ، اتڼ او رنګارنګ پروګرامونو څخه ګټه واخلي او خوشحاله شي.

حماسي ارزښت

شعر په خپل ذات کې د انسانانو لپاره ګڼ شمېر حماسه لرونکي پيغامونه لري او د نازکخیاله شعرونو په اورېدلو سره د اورېدونکو احساسات نرم کېږي او له خوند سره یو ځای هغې موضوع او مضمون ته په خپل ذهن کې ځای ورکوي چې شاعر یې په موزونه او اغیز لرونکې ژبه بیانوي. له بلې خوا د ملي او انقلابي شعرونو په اورېدلو سره د اورېدونکو ملي احساسات پیاوړي کېږي، حماسې یې په اذهانو کې ځای نیسي، له خپل هېواد، نظام او خپلو امنیتي ځواکونو سره یې مینه زیاتېږي او د خپل هېواد د ملي ویاړونو ساتلو ته یې هوډ پياوړی کېږي. همدارنګه د ملي شعرونو په اورېدلو سره اورېدونکي چمتو کېږي څو له خپل هېواد او ملي ارزښتونو څخه د دفاع لپاره په لا زیات قوت او ژمنتیا سره مټې را و نغاړي او د هر ډول یرغلګر غلیم په مقابل کې د پولادي دېوال په څېر و درېږي. لکه څنګه چې حماسه زېږونکی او ملي شعر په انسانانو رغونکې اغیزې لري، همدارنګه تخریبي شعر کولای شي چې د یوې ټولنې په تخریبکارو کړيو ناولې اغیزې و شیندي او د تخریبي شعرونو په اورېدلو سره خپلو تخریبي اعمالو ته په لا زیات قوت دوام ورکوي لکه په معاصره زمانه کې چې له ۱۳۵۷ کال څخه را وروسته د افغانستان ځینې ورانکاري عناصر په تخریبي شعرونو او اشعارو غولېدلي او خپل هېواد یې په خپلو لاسونو او د پردیو په لمسون په کنډواله بدل کړی دی.

ادبي ارزښت

د شعري مجلسونو د تدویر په پایله کې د یوې ټولنې ادبي فعالیتونه پياوړي کېږي او د ټولنې د وګړو په ادبي هڅو کې زیاتوالی راځي. همدارنګه ځینې انسانان چې کله په شعري محافلو کې ګډون کوي او د موزون کلام له اغیزو څخه متاثر کېږي نو لیکنو  ته مخه کوي او په ادبي هڅو کې ونډې اخیستلو ته ځان چمتو کوي چې دا کار په خپل ذات کې د ټولنې ادبي ارزښتونه پياوړي کوي. له بلې خوا د شاعرانو او لیکوالانو له خوا په دغه راز مجلسونو کې داسې رنګین افکار تبادله کېږي چې په ټولنه کې د ادبي هڅو سمون، همغږي کولو، زیاتوالي او پياوړتیا ته لاره پرانیزي. همدارنګه د هر ادبي مجلس څخه وروسته شاعران او لیکوالان هڅه کوي چې باید لاس په کار شي او خپلو لیکنو ته د شعر یا نثر په قالب کې د لا زیاتې ژمنتیا سره یو ځای دوام ورکړي. همدارنګه د دې ډول مجلسونو په پایله کې د شاعرانو او لیکوالانو تر منځ په طبیعي توګه د مثبتو سیالیو لړۍ پيل کېږي چې دغه لړۍ په ټولیزه توګه د ټولنې ادبي هڅې پياوړې کوي او د ادبي تخلیق او تحقیق لپاره زمینه برابروي.

سیاسي ارزښت

کله کله شعر د ټولنې له روان سیاسي بهیر سره مرسته کوي چې په مسلکي بڼه ځان عیار کړي او په ټولنه کې داسې سمونونو ته لاره پرانیزي چې یو ځواکمن سیاسي بهیر یې په نصیب کړي. شعر او سیاست په زیاتو مواردو کې له یو بل سره ورته والی لري ځکه چې شعر د موزون کلام په ژبه او په معنوي توګه په ټولنه خپل حاکمیت چلوي او افراد یې تر اغیزې لاندې راولي. خو سیاسي بهیر بیا هڅه کوي چې په عملي توګه د ټولنې افراد په داسې لاره برابر کړي چې یو ښه سیاسي نظام یې د ژوند برخلیک په لاس کې واخلي، ټولنیز اصلاحات رامنځه او د ټولنې وګړي له خپلو روا حقوقو څخه برخمن شي.

اصلاحي ارزښت

د یوې ټولنې وګړي که هر څومره پرمختللي یا وروسته پاتې وي خو د ژوند په هر پړاو او حتی هر ګام کې ګڼو اصلاحاتو ته اړتیا لري او ښه شعر د دې ډول اصلاحاتو لپاره د یو درمل شکل لري. شاعر ته زیاتره وخت د ټولنې د ترجمان لقب ورکول کېږي او شعر تر دېره حده د ټولنې د وګړو د اعمالو او افکارو ترجماني کوي. له همدې کبله شعر د انسانانو تر منځ د اصلاحاتو د راوستلو یوه اغیزمنه وسیله ده او کېدای شي یو ښه شعر د یو قوم حالت ته مثبت بدلون ورکړي، هڅاند وګړي ترې په لویه پيمانه اغیزمن شي، د کار مټې یې ځواکمنې شي او د خپلو لوړو هیلو په تحقق کې شعر لویه مرسته ورسره وکړي. همدارنګه په مشاعرو او ادبي محفلونو کې د نورو ګڼو خبرو تر څنګ د ټولنې ناوړه دودونه تر انتقاد او نیوکې لاندې نیول کېږي، د چارواکو ښې چارې ستایل کېږي او نیمګړتیاوو ته یې د نیوکې په شکل کتل کېږي. کله چې چارواکي انتقادي او اصلاحي شعرونه اوري نو متوجه کېږي چې دوی د ټولنې له سترګو څخه پټ نه دي نو باید د خپلو چارو په هکله له سره کتنه وکړي، متوجه شي، نیمګړتیاوې سمې او د اصلاح په لور وړ ګامونه واخلي.

(Visited 13 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.