The news is by your side.

ملي ګټو ته ژمن نظامونه د هیواد په ګټه دي

جنرال دولت وزیري

0

په عمومي ډول خلک فکر کوي چې سلطنتي واکمني په ټوله کې د یوه هیواد په ګټه نه ده، ځکه واک له پلار څخه زوی یا لور ته په پرله پسې توګه د میراث په ډول لېږدول کېږي او خلک په کې رول نه لري. دوی فکر کوي چې یوازې جمهوري واکمني د هېواد په ګټه ده ځکه هر څه د دموکراسۍ په بڼه تر سره کیږي.

په نړۍ کې ډیر داسې هیوادونه وجود لري چې نظامونه يې په نامه جمهوري خو د مطلقه پاچاهي يې هم قوانین د دموکراسۍ سره په تقابل کې واقع دي. بیا په ډیرو اروپايی هیوادونو کې داسې هیوادونه ګورو چې نظامونه يې شاهي خو د دموکراسۍ پرمختللي سيستمونه په کی تجربه کیږي. دلته خبره په اصل کې په نامه پورې اړه نه لري خبره د قوانينو د عملي کولو ده، که چیرې قوانین د دموکراسۍ په اصولو برابر او په عمل کې تطبیق شي دا په دې مانا ده چې وايي: «زموږ مڼې په کار دي که له هره باغه وي.»

په زور په خلکو د يو څه منل که په شاهي کې وي او يا په جمهوري کې دوام نه کوي، په هکله يې حتمې ستونزې را ولاړیږي. کله چی خلک په خپله خوښه او په مينه د يوه څه منلو ته وهڅيږي او د هغوي له خوا ومنل شي، داسې کړنې تلپاتې او دوامداره وي. د دې له پاره د خلکو باور تر لاسه کول په کار دي، کله چې خلک بی باوره شي بيا په ډیر مشکل د خلکو باور تر لاسه کيداي شي.

واک ته رسیدل کیدای شي چې د بخت، تصادف او یا د زور له لارې وي،خو د واک ساتل یوازي د خلکو د باور او د زړونو د لاسه راوړلو له لارې کیږي. د واک په ساتلو کې په زور، بخت او یا تصادف تکیه کول د سیند غاړې ته نږدې د ګلونو د کرلو په مانا وي.

ځکه وايي:

دوبار به نه کرم د سیند غاړې ګلونه

چې لو می ګډ شي را نه يوسي سیلابونه

نظامونه که سلطنتي وي او یا جمهوري، خبره ټوله په قوانینو کې ده، که چیرې قوانین د ملي ګټو پر بنا جوړ شوي وي او د خلکو راي او نطر ته په کې درناوی شوی وي دغه ډول نظامونو ته ملي او د خلکو په ګټه نظامونه وايي.

په ملي نظامونو يا حکومتونو کې د دولت د درې ګونو قواوو دندې او واکونه د قانون په اساس ټاکل کیږي او هره قوا د خپل واک او صلاحیت په چوکاټ کې حرکت کوي.

د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او هر ډول ډلو ټپلو د فعاليت له پاره قوانين جوړیږي او دوی هم د قوانینو په چوکاټ کې د ازاد فعاليت او حرکت حق لري.

په ملي نظامونو کې حکومت د ملت په خدمت کې وي او هغه کارونه تر سره کوي چې د ملت هوساینه په کې تامینیږي. پارلمان يا ملي شورا د هیواد د ملي ګټو په رڼا کې قوانين جوړوي او د حکومت کړنې څاري. قضائيه قوا په خپلو ټولو اجراتو کې د قانون په چوکاټ کې ازاده وي، بې پرې وي او ټولې پريکړې يې د قانون سره سمې او په ټکر کې نه وي.

که چیری په یوه نظام کې د دولت درې ګونی قواوې د هيواد او ملت په فکر کی وي، ملي ګټو ته ژمن وي، موخې يې د هیواد پرمختګ او د خلکو هوساينه وي، په داسې حالاتو کې که نظام سلطنتي وي او یا جمهوري وي، فکر کوم تفاوت به يې ډیر نه وي، ځکه په داسی حالاتو کی هر څه د ملت په خوښه او د خلکو په رايه تر سره کیږي، هيڅ داسی څه وجود نه لري او یا اجازه نه ورکول کیږي چې د ملت په غياب کې تر سره شي.

افغانستان هم د تاریخ په اوږدو کې مختلف نظامونه تجربه کړي دي. کله مطلقه شاهي، کله مشروطه شاهي، کله جمهوري، کله دموکراتيک، کله هم تپل شوي حکومتونه او خبره تر امارت پوری هم رسيدلي ده. که ښه ورته ځیر شو يو يې هم د خلکو د رضايت له مخې منځ ته نه دي راغلي. ټول وخت د واکمنو له خوا خپلې موخې پر خلکو تحميل شوي دي. هر چا د دې دعوا کړي ده چی زما د شړومبو خوند ښه دي. ټولو د دی دعوا کړي ده چی چی ملت د دوي سره دی، خو تل يې ملت د خپلو موخو له پاره د تيرې توری څوکی ته برابر کړی دی.

ډير وخت داسې هم شوي دي، چی د خلکو د تیر ایستلو له پاره قوانين ښه جوړ شوي وي، خو عمل پرې نه دي شوي او ټول کارونه د قوانينو په خلاف تر سره شوي دي. دی ډول نظانونو ته بیا شیطان صفته او منافق حکومتونه وايي، ځکه په خوله يې یوه وي او په زړه يې بله وي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.