The news is by your side.

منل شوي ټولنیز دودونه

دولت وزیري

0

له انساني ژوند سره تل ښې او بدې پېښې ملګرې وي. دا ډول پېښې که ښې وي او يا که بدې، د انسانانو له کړو وړو څخه منځ ته راځي او د ډېر تکرار له امله د ټولنو په منځ کې په دود او دستور بدلېږي. ډېرې پېښې به د انسانانو په زړه نه وي، خو بيا هم د انسانانو له خوا د تر سره کولو له امله وروسته په ټولنو کې په دود بدلېږي.

دروغ ویل، غلا کول، په وعده وفا نه کول، د یو چا غولول او داسې نور داسې څه دي، چې په انساني ژوند کې ټول ورته بد وايي او د هېچا نه خوښېږي چې په دې نومونو ونومول شي.  په بېلابېلو ټولنو کې له دغو ارزښتونو پښه اړول له ځانګړو مجازارتوونکو اقداماتو سره مخامخ کېږي. خو سره له دې ځینې خلک او ځينې ټبرونه په دې نومونو تورن شوي دي. د دې تر څنګ داسې څه هم شته چې خلک او ټولنې يې په ویاړ سره خپل دود بولي او وياړ ورباندې کوي. مېړنتوب، مېلمه پالنه، سخاوت، د ملي او مذهبي ورځو لمانځل او نور داسې ډېر څه شته چې ټولنو ته د ویاړ وړ دي.

زموږ افغاني ټولنه د ښو او منل شویو دودونو او دستورونو له پلوه د نړۍ د غني ټولنو له ډلې څخه شمېرل کېږي. سمه ده چې وروستیو جګړو به د ټولنې اخلاقي اړخ ځپلی وي، خو دغه دودونه بیا هم ژوندي دي.

 زموږ په ټولنه کې زړورتيا، مېلمه پالنه، ملګرتيا، دوستي، ځان تېرېدنه، نارينتوب، مېرمنو ته درناوی او قدر ورکول، له هېواد سره مینه، پر وعده وفا، قول، تيږه کېښودل، جرګې، مرکې، له بېوزلو سره مرسته، د امانت نه خيانتول، د ملي او مذهبي ورځو لمانځل، اشر او داسې نور په لسګونه منل شوي دودونه دي چې زموږ د ټولنې ویاړ ګڼل کېږي. د اسلام د سپېڅلي باور له مخې هم د دا ډول دودونو رواجونو د اجرا لارښوونه شوې ده.

پر ځای او منل شوي دودونه خلکو ته د ژوند د ربړونو د زغملو حوصله ورکوي. د دې تر څنګ لوړ ارزښتونه او دودونه ټولنه تر کنټرول لاندې نیسي، د ټولنې د چلندونو، آدابو، لرلید او روزنې په جوړېدو او په همدې توګه په سیاسي، اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو په را منځ ته کېدو کې برخه اخلي. منل شوي دودونه خلک انساني ژوند ته هڅوي، ناوړه دودونه یې د پخوانیو زمانو په تیارو کونجونو کې ساتي.

همدغه سياسي، اقتصادي او ټولنيز ارزښتونه او پرمختګونه دي چې د تاريخ په اوږدو کې د ټولنې دودونو نه بدلون او تکامل ورکوي او نوي دودونه هم منځ ته راوړي.

کېدای شي نوي دودونه ښه وي او یا ټولنې ته د منلو وړ نه وي، خو ورباندې تحميل شوي وو.

لکه زموږ په هېواد کې به په جګړو کی دواړه خواوو ښځو ته درناوی کاوه، خو اوس ښځې ته څه چې کوچنيان هم په بمونو الوزوي. په جګړو کې اسیرانو سره ښه چلند کېده، له بده مرغه اوس يې له تېغه تېروي. بیا یې نړۍ ته هم نندارې ته ږدي. د ټپيانو به درملنه کېدله خو اوس ورباندې سترګې پخوي. پناه وړونکي به يې د سر په بیه ساتل، څو اوس يې په خپله وژني. دا او دې ته نور داسې څه د دې منحوسې جګړې زېږنده ده، چې نه زموږ په ملي دود او نه په مذهبي باور او عقيده کې ورته ځای شته.

 که جګړه نوره هم اوږدېږي، زموږ ملي دودونو ته زیان څه چې، په نړۍ کې به د متمدنو ټولنو د خندا وړ وګرځو. که جګړه نه شو درولی، د خپلو پخوانیو ارزښتونو د پیکه کېدلو مخه خو ونیسئ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.