The news is by your side.

موسيقي

رحمت شاه فراز

0

الله تعالی د انسان په شخصیت او طبیعت کې تنوع او ګڼوالی ایښی دی. انسان که له یوې خوا یو مهربانه او نرم خویه مخلوق دی، نو بل خوا یې طبیعت له غوسې او قهر څخه هم بې برخې نه دی. یو لور ته که انسان ته د خندا په څېر غوره ډالۍ ورکول شوې، نو په ورته وخت کې کله نا کله انسان ژاړي او اوښکې هم تویوي.

الله تعالی انسان په تر ټولو غوره فطرت سره پنځولی دی او کوم دین او مذهب يې چې انسان ته وربښلی دی، هغه هم د انسان له فطرت سره سم او برابر دین دی. د دې دین هېڅ حکم او امر به له انساني فطرت سره ټکر ونه لري، او که هر کله د کوم حکم او انساني فطرت ترمنځ ټکر ترسترګو شو، نو باید پوه شو چې د دې حکم سرچینه هغه دین نه ده او یا د دې حکم په مقابل کې ولاړ شخص عادي انسان نه دی. بشري فطرت (په لومړنۍ بڼه) او اسلام (په خالص ډول) هم معنا او مترادف تعبیرونه دي.

په همدې اساس، د نورو ګڼو تقاضاوو او غوښتنو ترڅنګ ساز، سرود، نغمې او موسیقي ته تمایل او غوښتنه هم د انساني فطرت یوه لازمي او لویه برخه جوړوي. انسان فطرتا داسې پنځول شوی چې د کلماتو ترمنځ ځانګړی تناسب او وزن ، د بېلا بېلو مرغانو آهنګ لرونکي اوازونه، د بېلا بېلو آلاتو له همغږۍ او جوړجاړي نه ټوکېدلی موسیقیت او له ښایسته او مترنم غږ څخه برخمن حنجرو څخه راوتلي سرودونه او نغمې یې باطن ته لار کوي او د خوند او کیف یو حالت پکې پیدا کوي.

موسیقي او ساز د انسان د فطرت لپاره یو پردی او نا اشنا شی نه دی؛ بلکې د موسیقي هر ډول حالت او آهنګ په انسان کې هماغه حالت او احساس رامنځته کوي. په دې معنا چې ارامه موسیقي انسان ته د ارامتیا احساس ورکوي، غمجن ساز انسان د خوشالۍ له حالت څخه د غم او خفګان حالت ته رسوي، مسته او تېزه موسیقي په انسان کې د چابکتیا او ګړندي خوځښت لامل ګرځي؛ که چېرته موسیقي د انساني فطرت لپاره یو نا اشنا شی وی، نو دا دومره تغیرات او بدلونونه او د انسان په احساس او عاطفه کې د بدلون راوستلو دا دومره لوی ځواک په موسیقي کې له کومه شو؟ ولې پر انسان ګډوډ او بې نظمه اوازونه بد لګېږي او کرکه ترې کوي، خو له تناسب، آهنګ او موسیقیت سره مل اواز خوند ورکوي او د اورېدو تلوسه یې ورسره وي؟

د دې تر ټولو څرګند علت و سبب دا دی چې د نړۍ پر مخ ټول هنرونه د انسان په فطرت کې اخښل شوي دي او اسلام هم هغو ته ځانګړې او په ډېر اغېزمن ډول پاملرنه کړې. الله تعالی په قرآن کریم کې د هنرونو لپاره د ((زینت)) تعبیر په کار وړی. تزیین په عربي کې د ښایسته کولو، سینګارولو، پسوللو، د یو شي له اصلي حالت څخه ویستلو او یو ښکلی او په زړه کېناستونکی حالت او ډول وربښلو او ډیزان کولو په معنا کارېږي. تزیین او زینت د حسن او جمال له کلمو سره فرق لري. حسن او جمال په اصل کې د فطرت څرګندونه او اظهار وي، خو تزیین د یوه بې ډوله، نامنظم، بې خونده او ګډوډ شي، منظم او مرتب کولو ته ویل کېږي. کله چې عربان وايي چې پلانکی شی مو مزین یا تزیین کړ، نو په دې معنا ده چې له اولني حالت څخه يې غوره او بهتره کړ.

دلته یوه پوښتنه کېدای شي چې د زینت او هنر ترمنځ څه اړیکه ده؟ د دې لپاره څه دلیل دی چې الله تعالی د زینت کلمه د هنرونو لپاره استعمال کړي؟

نن ورځ چې موږ کوم څه د هنر په نوم پېژنو، هغه په حقیقت کې د ځینو شته څیزونو او وړتیاوو له غوره، منظم او ښایسته کولو څخه منځته راغلي دي. دا نظم او ښایست ځینې وختونه په انسان کې طبیعي وي، خو ځینې وختونه بیا انسان پخپله هڅه او زیار هغه شته هنر صیقل، منظم او مزین کړی وي. د بېلګې په ډول، د هر عادي انسان له حنجرې څخه اوازونه راوځي، خو د ځینو انسانانو اواز او غږ له نورو څخه توپیر لري، د هغوی غږ خوږ، مترنم، په زړه کېناستونکی او له ځانګړي آهنګ او موسیقیت سره مل وي. د هغه په اورېدو د انسان ذهن او روح ارامتیا او ډاډ ترلاسه کوي. ځینې په طبیعي او فطرتي توګه دا ډول ساحرانه غږ لري، خو ځینو د یو څه ریاضت او زیار وروسته دې حد ته رسولی وي. الله تعالی د بې شمېره اوازونو ترمنځ د همدې ځانګړې ډلې غږ ته د زینت تعبیر راوړي. په همدې ډول، د وینا لپاره هر عادي انسان د تورو او کلماتو یوه مجموعه او ټولګه په کار اچوي، خو ځینو انسانانو ته خدای داسې استعداد ورکړی وي چې کله په یو خاص حالت کې وي، نو له خولې څخه هر راوتونکی لفظ او جمله يې له یوه ځانګړي تناسب، آهنګ او ترنم سره مخ وي. له همدې څخه شعر او شاعري رامنځته کېږي. د وینا په برخه کې، د ټولو انسانانو ترمنځ د دې ځانګړې ډلې د وړتیا لپاره د زینت اصطلاح کارول شوې. دغه راز، ځینو انسانانو ته الله تعالی یو بل ځانګړی استعداد او وړتیا ور په برخه کړې وي، هغه دا چې کله هغوی دوه غږ لرونکي اجسام له یو بل سره ټکوي او وهي، نو هغه یوازې د غوږونو د پردو څیروونکي اوازونه نه وي، بلکې له یوه ځانګړي انسجام، خوند، لذت او معنا سره مل وي. د انسان له دې استعداد څخه د موسیقۍ هنر پنځېږي. موسیقي له دې پرته بل هېڅ هم نه ده چې انسان د وینا لپاره کوم کلمات او الفاظ کاروي، هماغه الفاظ او کلمات د ځینو الاتو او وسایلو په مرسته تر اورېدونکي رسوي؛ خو دا رسونه له الفاظو څخه زیاته لطیفه، له ډېرې عاطفې ډکه، له ژور احساس سره مل او د انساني اروا ته د لار کولو له یوه پیاوړي ځواک څخه برخمنه وي. او دا هماغه څه دي چې الله تعالی يې په خپل عظیم کتاب کې په زینت سره تعبیروي.

الله تعالی په ډېر ټینګار او سخته لهجه د زینتونو (هنرونو) په هکله خپل پیغمبر ته فرمايي چې اې زما پیغمبره، دې خلکو ته چې له دین څخه یې یوازې د حلال او حرام یوه لوبه جوړه کړې او په الله تعالی پورې دروغ تړي، ووایه (قُلْ)؛ هغه زینتونه (ښکلي شوي هنرونه او فنون) چا حرام کړي چې الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره راویستلي (مَن حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِيَ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ)؛ او دا یهودان او نصارا چې د ځینو خوراکونو په اړه د حراموالي فتوا ورکوي، نو دوی ته ووایه چې هغه خو ستاسې د خپلو اعمالو له کبله پر تاسې حرام شوي وو؛ که نه ما (الله) خو د زینتونو ترڅنګ پاک او سپېڅلي خواړه هم نه دي حرام کړي (وَالْطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ).

له دې وروسته الله تعالی، د مؤمنو بندګانو نفسیاتو ته په کتو یو ځل بیا په ټینګار وايي: اې زما پیغمبره، ښايي له مؤمنانو سره دا شک او اندېښنه پیدا شي چې دا زینتونه به الله تعالی د پخوانیو خلکو لپاره حلال کړي وي، زموږ لپاره به حرام وي، ځکه موږ خو مسلمانان او مؤمنان یو؛ نو ته ورته ووایه (قُلْ) چې دا نعتمونه خو په دې دنیا کې دي د همدې مسلمانانو او مؤمنانو لپاره (هِي لِلَّذِينَ آمَنُواْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) او په آخرت کې هسې هم دا ټول نعمتونه او زینتونه د دوی لپاره ځانګړي او خالص شوي دي (خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ)؛ له دې وروسته، الله تعالی فرمايي چې موږ خو خپل آیتونه په دې ډول څرګند بیانوو، نو له دې څرګندو خبرو څخه هم چې یو څوک مفهوم او معنا نه شي اخیستلای، نو هغه دې خپل علم زیات کړي، ځکه په دې څرګندو آیتونو او نښانو یوازې د علم خاوندان پوهېږي (كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ).

د دې آیت په تفسیر کې ابو الکلام آزاد پخپل مشهور تفسیر ((ترجمان القرآن)) کې لیکي:

((د مذاهبو د پیروانو بې لارۍ دا وه چې هغو ګمان کاوه چې اروايي نېکمرغي هماغه وخت ترلاسه کېدای شي چې نړۍ ته شا واړول شي او د خدای لمانځنې غوښتنه دا ده چې له زینتونو او اسانتیاوو څخه ځان ګوښه کړای شي. قرآن وايي چې حقیقت د دې برعکس دی. تاسو فکر کوئ چې د ژوند زینتونه د دې لپاره دي چې پرېښودل شي. حال دا چې دا د همدې لپاره دي چې په کار واچول شي. دنیا او په دنیا کې ټول شته نعمتونه په سمه توګه کارول له الهي رضا سره سر خوري.))

ورپسې زیاتوي چې:

((دلته له زینت څخه مراد ټول هغه څه دي چې د ژوند له طبعي اړتیاوو څخه زیات وي. مثلا ښې جامې، ښه خواړه، د روزګار ټول بې زیانه اسانتیاوې او خوندونه.))

په دې پسې الله تعالی د ادیانو لرونکو خلکو په عامه توګه او د مسلمانانو ترمنځ په خاصه توګه هغې سترې لانجې او پوښتنې ته ځواب وايي چې اخر حرام څه دي؟ نو الله تعالی پخپله ورته فرمايي چې ما یوازې او یوازې دا لاندې شیان پر تاسو حرام کړي؛ په دې ځای کې بیا په خپل ګران پیغمبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ کوي چې ورته ووایه چې ستا رب یوازې او یوازې دا شیان حرام کړي (قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ):

۱- الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ؛ ما فحشا، بې حیايي او د بې شرمۍ ټول افعال، اعمال، عقاید او افکار حرام ګرځولي. دا فحشا که په پټه وي، او که په ښکاره وي؛ ما حرام ګرځولې.

۲- وَالإِثْمَ: او ګناهونه.

۳- وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ: او ناحقه تېری.

۴- وَأَن تُشْرِكُواْ بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا؛ او ما دا حرام کړي چې یو داسې څوک له ما سره شریک کړای شي چې هېڅ  سند، دلیل او حجت ورباندې نه وي نازل شوی. او که په لنډو کې ووایو نو الله تعالی شرک حرام ګرځولی.

۵- وَأَن تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ؛ د آیت په پای کې الله تعالی فرمايي چې ما دا هم حرام کړي چې یو څوک له خپل ځان څخه یو څه حلال کړي او د خپلې خوښې، طبیعت او هوا له مخې یو څه حرام وګرځوي.  ما دا حرام ګرځولي چې یو ملا، امام، فقیه او مجتهد را پاڅېږي او زما په اړه هغه څه ووايي چې هغه زما خبره نه وي او پخپله هم علم پرې ونه لري.

په پورتنيو ایتونو کې د حلال او حرام ترمنځ داسې پرېکنده کرښه وایستل شوه چې تر قیامت پورې څرګنده او روښانه ده؛ او هغه مسئله چې د یوه مذهب ټول بنسټ ور باندې ودان وي، هغه پخپله الله تعالی هواره او حل کړه. له دې وروسته به یو څه هماغه وخت حرام ګرځي، چې کله یو له دې پورتنیو ذکر شوو مواردو څخه پکې پیدا شي؛ له هغه پرته نور هر څه مباح دي، لکه د الله تعالی له دې آیت څخه چې څرګندېږي:

هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً؛ ژباړه: هماغه ذات چې هر هغه څه يې ستاسو لپاره خلق کړي چې په ځمکه کې دي.

په دې ځای کې یو بل اړخ هم خوندور او په زړه پورې دی. هغه دا چې الله تعالی یوازې د زینتونو، هنرونو او فنونو په اړه د حلالوالي فتوا نه ده ورکړې؛ بلکې په قرآن کریم کې يې ځای – ځای د دې هنرونو بېلګې او مثالونه هم وړاندې کړي، مثلاً

د کورنیو څارویو (په ځانګړې توګه غواوو) په هکله د الله تعالی ارشاد په دې ډول دی:

وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ (النحل: ۶)؛ ژباړه: او (دا هم) تاسو ته يو ډول ښكلا ده پكې چې سهار يې وباسئ او ماښام يې بېرته راولئ.

په دې آیت کې الله تعالی د کورونو د سینګار او ښایسته کولو هنر ته اشاره کوي چې نن ورځ د ښکلا پوهنې په برخه کې یوه علمي او اکاډمیکه موضوع ګرځېدلې.

په همدې ډول، الله تعالی په یو بل ځای کې د اسمان ښکلا او د جوړښت، ودانۍ او ساختمانسازۍ هنر ته د انسان پام اړول غواړي:

أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى السَّمَاء فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ (ق: ۶)؛ ژباړه: اّيا د دوى دپاسه اسمان ته يې نه دي كتلي چې موږ څنګه جوړ كړى، ښكلى كړى مو دى او هيڅ چاود پكې نشته.

دا لاندې درې آیتونه هم در وګورئ-:

وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ…[الآیة] (الملک: ۵)؛ ژباړه:او بې شكه موږ (تاسې ته) نژدې اسمان په چراغونو سينګار كړى.

وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ (الحجر: ۱۶)؛ ژباړه: او بې شكه په اسمان كې مو برجونه پيدا كړي او هغه مو د نندار چيانو دپاره ښكلى كړى دى.

إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ (الصافات: ۶)؛ ژباړه: يقيناً موږ د دنيا اسمان ښكلى كړى د ستورو په ښايست.

په دې لاندې آیت کې الله تعالی خپلو بندګانو ته په امریه صیغه ارشاد کوي چې اې د آدم اولادې، کله چې زما د عبادت لپاره جوماتونه ته راځئ، نو ځان سینګار کړئ. او دا حدیث چې ((ان الله جمیل، یحب الجمال)) د همدې آیت اساس و بنسټ راته بیانوي:

يَا بَنِي آدَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ …[الآیة] (الأعراف: ۳۱)؛ ژباړه: اې د ادم اولادې! د هر عبادت په وخت كې مو خپل د ښكلا لباس واخلئ.

الله تعالی د زینت ګڼ موارد یادوي او انسان ته دا بار بار ور یادوي چې اې زما بندګانو ما هېڅکله پر تاسو زینتونه، ښکلاوې، د ساعتېرۍ او تفریح څیزونه، د زړه او اروا د ارمتیا لپاره موسیقي او ساز نه دي حرام کړي، بلکې دا ټول په خپلو ټاکلو حدودو کې روا او ډېری مهال ستایل شوي څیزونه دي:

وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (النحل: ۸)؛ ژباړه: اسونه، كچر او خره يې هم ددې دپاره پيدا كړل چې هم پرې سپاره شئ او هم ښكلاوې او نور داسې شيان هم پيدا كوي چې تاسو ورباندې نه پوهېږئ.

په دې آیت کې الله تعالی خپلو بندګانو ته فرمايي چې که څه هم دا زینتونه ستاسو لپاره حلال او روا ګرځول شوي، خو ګورئ خپل ټول وخت مو همدې ته ځانګړی نه کړئ، بلکې دا ټول زینتونه چې ستاسو لپاره حلال کړای شوي، یوازې او یوازې د دې لپاره دي چې په تاسو کې څوک غوره اعمال ترسره کوي:

إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً (الکهف: ۷)؛ ژباړه: څه چې پردې ځمكه دي هغه مو د هغې دپاره ښكلا ګرځولي، تر څو هغوى وازميو چې كوم يو يې په عمل كې ډېر غوره دى.

که له دې را تېر شو او د نبي کریم ص د احادیثو مجموعې ته سر ور ښکاره کړو، نو هلته وینو چې پیغمبر ع د ښکلا، هنرونو او زینت په اړه خپل عمومي نظر له دې ځای څخه پیلوي چې:

ان الله جمیل یحب الجمال؛ ژباړه: الله ښکلی دی او له ښکلا سره مینه لري.

د خوږ او ښایسته غږ په هکله خپل نظر په دې ډول څرګندوي: زَيِّنُوا الْقُرْآنَ بِأَصْوَاتِكُمْ، یعنې قرآن کریم مو په خپلو غږونو سره ښکلی کړئ. په دې معنا چې په ښکلي، ښایسته او مترنم اواز یې تلاوت کړئ.  د حدیثو لوی محقق امام الباني رحمه الله د دې حدیث په هکله د صحیح حکم ورکړی.

د مصر ستر عالم، ډاکټر یوسف القرضاوي په خپل کتاب ((په اسلام کې ښکلي هنرونه)) کې یو حدیث راوړي چې نبي کریم ص فرمايي: هغه څوک له موږ څخه نه دی چې په ښه غږ سره قرآن کریم نه تلاوت کوي. په همدې کتاب کې د اسلامي نړۍ دا ستر اسلامپوه زیاتوي چې:

((نبي کریم به شعر او شاعرۍ ته غوږ ایښوده او ستاینه به یې کوله. د بېلګې په ډول نبي کریم ص به د کعب ابن زوهیر اشعارو ته غوږ نیوه… دغه راز، نبي کریم ص به شعر او شاعري د دین د تبلیغ لپاره هم کاروله.))

له هغو روایتونو څخه د اسلامي تاریخ هر ادنا لوستونکی خبر دی چې نبي کریم ص به د دعوت او غزاګانو پر مهال، حسان بن ثابت شعر ویلو ته هڅاوه.

د شعر په اړه نبي کریم ص فرمايي: ان من الشعر حکمة؛ ژباړه: بې شکه چې ځینې اشعار له حکمت څخه ډک وي.

له پورتني ټول بحث څخه یوه خبره د لمر په څېر روښانه کېږي چې اسلام هېڅکله د ښکلو هنرونو او پاکو فنونو لکه موسیقي، انځورګري، رسامي، نقاشي، مجسمه سازي، شاعري او د fine arts نورو څانګو سره مخالفت نه دی ښودلای. او د الله تعالی د همدې پورتنیو آیتونو په استناد په پوره ډاډ ویلای شو چې د هنر هره څانګه مباح، حلاله او په ځینو حالاتو کې لا ستایل شوې او غوره ده؛ او یوازې هغه وخت به حرام ګڼل کېږي چې کله له هغو پنځو شیانو څخه یو پکې داخل شي.

په دې ځای کې، خپل بحث یوازې د موسیقۍ هنر ته ځانګړی کوو او د اسلامي متونو (قرآن او صحیح احادیثو) په رڼا کې دا څېړو چې اسلام د موسیقۍ په اړه څه نظر لري. هغه علما چې موسیقي يې حرامه ګڼلې، د هغوی استدلال څه دی؟ دغه راز، ولې ځینو علماوو د موسیقۍ په حق کې خپله فتوا ورکړې؟ د هغوی استدلال څه دی؟ د بحث د لنډ او واضح کولو په موخه لیکوال ښه وګڼله چې د موسیقۍ د حرمت په اړه د علماوو هر دلیل د نکاتو په شکل را ټول شي او همالته یو ځای ورسره د نورو علماوو نظر او د علماوو پر نظرونو خپل تنقید هم څرګند کړي:

۱) هغه علما چې موسیقي حرامه ګڼي، له قرآن کریم څخه د هغوی تر ټولو لوی دلیل په لاندې آیت کې د (لهوا الحدیث)) عبارت دی. وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ (لقمان: ۶)؛ ژباړه: او له خلكو نه ځينې (كسان) هغه دي چې چټي خبرې پيري، تر څو په ناپوهۍ سره (خلك) د الله له لارې واړوي او هغه ټوكې وګڼي، د داسې خلكو دپاره سپكوونكى عذاب دى.

په دې آیت کې د لهو الحدیث په اړه د ابن مسعود رض او ابن عباس رض نظر دا دی چې دلته له لهو الحدیث څخه مراد غنا او موسیقي ده. که څه هم، د دې عبارت په هکله د مفسرینو ترمنځ اختلاف دی، خو بیا هم هغه علما چې موسیقي حرامه ګڼي، هغوی پر همدې ټینګار کوي چې د قرآن دوه لویو مفسرینو په همدې ټینګار کړی چې دلته ترې مراد موسیقي او غناء ده. د دې عبارت په اړه نور تفسیرونه په لاندې ډول دي؛ دلته باید یوه خبره په پام کې وي چې د مفسرینو لویه ډله په همدې یوه خوله ده چې له دې څخه مراد غنا او موسیقي ده.

۱- ضحاک: لهو الحدیث نه مراد شرک دی.

۲- له لهو الحدیث څخه مراد هر هغه څه دي چې یو انسان د الله تعالی له اطاعت څخه وباسي.

۳- د دې آیت په تفسیر کې د هند ستر عالم اشرف علي تهانوي رحمه الله تعالی په خپل تفسیر ((بیان القرآن)) کې د دې آیت شان نزون په دې ډول بیانوي:

((د دې آیتونو شان نزول دا دی چې نظر بن الحارث یو شتمن کافر وو، هغه به د تجارت لپاره فارس ته سفر کاوه، نو هلته به یې د عجمي پاچاهانو کیسې او تاریخونه وپېرل او قریشو ته به یې ویل چې محمد ص تاسو ته د عاد او ثمود کیسې کوي زه درته د رستم او اسفندیار او د فارس د پاچاهانو کیسې کوم؛ خلکو به دا کیسې په مینه اورېدې او له قرآن کریم څخه به یې مخ اړاوه. دغه راز هغه یوه سندرغاړې وینځه پېرلې وه، نو کله به يې چې کوم څوک د اسلام لور ته مایله ولیدل نو هغه به يې خپلې وینځې ته ور وست او هغې ته به یې وویل چې دې ته خواړه ورکړه او سندرې ورته واوروه او هغه کس ته به یې ویل چې دا تر هغه څه غوره دي چې محمد ص مو ور بولي چې لمونځ وکړئ او روژه ونیسئ او خپل ځان قرباني کړئ؛ نو شان نزول که څه هم خاص دی، خو د الفاظو د عمومیت له کبله یې حکم عام دی.))

خو باید په پام کې مو وي چې پورتنی آیت هېڅکله د موسیقۍ د حرمت لپاره صحیح دلیل و حجت نه دی،  ځکه دلته وروستنیو علماوو څو ټکي له پامه غورځولي:

په دې ځای کې چې ابن عباس او نورو صحابوو لهو الحدیث په موسیقۍ او غناء معنا کړی، نو هغوی د قرآن کریم په اصل مدعا او هدف ډېر ښه ځان پوه کړی. لهو الحدیث په هر عصر کې بېل بېل کېدلای شي، ځکه لهو الحدیث بې هوده، بې ګټې، بې معنا او د وخت ضایع کوونکو کارونو او خبرو ته ویل کېږي؛ هغه وخت عربو د خپل دود له مخې د موسیقۍ او غنا محفلونه او مجلسونه جوړول، چې هلته به تر سهاره په ناروا، حرامو او پلیتو کارونو کې اخته وو. نو ابن عباس رض د خپلې ټولنې له جاج اخیستو وروسته دا موقف غوره کړ چې له دې څخه د الله تعالی مراد بل څه نه، بلکې د موسیقۍ او ساز و سرود همدا محفلونه دي. خو دلته باید له یاده ونه باسو چې د یوه روایت له مخې ابن عباس رض پخپله هم د موسیقۍ په حق کې خپل نظر ورکړی. په دې اساس، که نن ورځ د کرکټ لوبه، د فېسبوک بې وخته او له اندازې زیات کارول، او دغه راز هر بل مباح کار چې د دې لامل وګرځي چې یو مسلمان د الله تعالی له اطاعت او عبادت څخه را وګرځوي، نو هغه ټول د لهو الحدیث په کټګورۍ کې راځي.

یوسف قرضاوي لیکي چې:

((د دوی په اند، موسیقي بې معنا او پوچې خبرې دي، له همدې کبله یو څوک باید ځان ترې وساتي. خو د دې لپاره چې د دوی دا ادعا باطله ثابته کړم، لومړی باید د لهو الحدیث معنا واضحه کړم. لهو الحدیث په دې آیت کې بې ځایه وینا او پوچو خبرو ته اشاره کوي. که چېرته موږ آیت تر پایه را ولولو، ډېر ژر به پوه شو چې له لهو الحدیث څخه همدا مراد ده.)) ورپسې قرضاوي حفظه الله د قرآن کریم همدا آیت راوړی. بیا زیاتوي:

((که بیا هم چېرته داسې ومنو چې په آیت کې له لهو الحدیث څخه مراد موسیقي ده، نو بیا هم هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې د موسیقۍ په مستقیم ممانعت دلالت وکړي.))

علامه قرضاوي د بحث په دوام کې د ابن حزم حواله ورکوي:

((ابن حزم په دې اند وو چې د لهو الحدیث په اړه د دوی دا ادعا په درې دلایلو بې بنسټه او بې بنیاده ده:

یو، هېڅ داسې ثبوت نشته چې پیغمبر ع د سندرو له ویلو یا اورېدلو منع کړې وي. دوه، د دوی قضاوت د نورو صحابوو او وروستنیو مفسرینو په خلاف تللی دی. درې، د آیت سیاق او سباق چې دوی د خپل دلیل بنسټ ایښی، د دوی له فتوا او نظر سره مستقیم تضاد لري، ځکه دا آیت هغه خلک یادوي چې د ټولو په اجماع سره کافر وي، ځکه هغه د الله تعالی پر لاره پسخند او ملنډې وهي. په همدې ډول ابن حزم دوام ورکوي چې که چېرې یو انسان په دې نیت قرآن کریم وپېري چې خلک د الله تعالی له لارې څخه پرې واړوي او د قرآن کریم پر آیتونو ملنډې او رشخند ووهي، نو هغه کافر ګڼل کېږي. او په دې بنیاد، د الله تعالی په وړاندې د هغو مجرمینو انحرافات لوی جرایم دي، الله تعالی هېڅکله هغه څوک نه دي غندلي چې لهو الحدیث د تفریح او له هنرونو څخه د خوند اخیستو په بدل کې پېري. نو په دې اساس، دا خبره چې الله تعالی موسیقي حرامه کړې، بې بنیاده ده. دغه راز، هر هغه څوک چې قصدا، د قرآن کریم یا احادیثو د تلاوت او لوست او یا د دې لپاره چې له یو چا سره خبرې اترې وکړي او یا موسیقي واوري یا وپنځوي تر څو خلکو ور باندې بې لارې کړي، بې له شکه چې یو ګناهګار او نافرمانه انسان دی. د دې برعکس، یو څوک چې هېڅ شي ته هم اجازه نه ورکوي چې له مذهبي وجیبو څخه یې غافله کړي، نېک او صالح انسان شمېرل کېږي.))

ډاکټر قرضاوي د علماوو د همدې نظر د ناسموالي د اثبات لپاره د امام غزالي احیاء العلوم ته هم سر ور ایسته کوي:

((امام غزالي وايي: که چېرې الله تعالی د یوه غیرقصدي قسم لپاره یو انسان مکلف نه بولي او حساب نه ورسره کوي، نو په همدې ډول به هغه ذات، یو انسان د موسیقۍ او سندرو اورېدو لپاره هم محاسبه نه کړي؛ په دې چې دواړه کارونه بې ګټې دي.))

۲) د موسیقۍ د حرمت په اړه له علماوو سره دوهم لوی او تر ټولو ستره سرچینه د پیغمبر ص احاديث دي. که څه هم د موسیقۍ په هکله تقریباً ټول راغلي احادیث او روایتونه د سند او متن له مخې تر پراخ تنقید لاندې دي او که بیا یو نیم حدیث په دې هکله صحیح او کره هم وي، نو له هغه څخه هم په هېڅ ډول د موسیقي حرمت نه ثابتېږي؛ حال دا چې ډېری داسې صحیح او پر سند ولاړ حدیثونه شته چې پخپله د موسیقۍ پر حلالوالي دلالت کوي. کوم حدیثونه چې د موسیقۍ د حرمت په اړه وړاندې کېږي، د هغو په هکله ډاکټر قرضاوي حفظه الله د ابن حزم نظر په دې ډول راوړي:

((ابن حزم وايي چې دوی د خپلې ادعا د اثبات لپاره هېڅ صحیح حدیث نه لري. نوموړی زیاتوي چې ټول هغه احادیث چې د موسیقۍ د حرمت په هکله روایت کېږي له ځانه جوړ شوي (یعنې موضوع) احادیث دي. په دې معنا چې د هغو متن د پیغمبر ص د ویناوو لپاره د منل شوو نورمونو په خلاف تللی او یا روایت کوونکو پکې دروغ ور زیات کړي. ابن حزم په الله قسم خوري چې که چېرته له هغو څخه یو حدیث هم د باوري حافظه لرونکو راویانو مسلسل سند لرلای، او له هر ډول زیاتونو او تحریفاتو څخه پاک وی او په ټوله معنا د پیغمبر ص قول او وینا وی، نو زه به د هغو د صحت او ثقه توب په بیانولو کې هېڅکله نه وای ټکنی شوی.))

خو پر دې سربېره هم، په دې ځای کې هغه حدیثونه چې په دې برخه کې پرې ډېر زیات ټینګار کېږي، را اخلو او یوه عمومي کتنه ورته کوو:

الف) لومړنی حدیث چې تر ډېره صحیح او مؤثق ګڼل کېږي، هغه حدیث دی چې پیغمبر ع فرمايي چې یو وخت به داسې راشي زما امت به شرمځایونه، ورېښم، شراب او معازف حلال کړي. ((لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ…الاخ))

 پر دې حدیث شوی تنقید لاندې څپړل شوی:

ابن حزم رحمه الله د دې حدیث په هکله وايي چې:

((دا حدیث منقطع دی او منقطع حدیث هېڅکله حجت او دلیل نه شي کېدای.)) ورپسې زیاتوي چې: ((په دې اړه هېڅ صحیح حدیث وجود نه لري، او ټول احادیث موضوع دي.)) نوموړی عالم په دې حدیث چې ((دعهن فان لکل قوم عیدا وهذا عیدنا)) استدلال کوي او وايي چې د موسیقۍ او سندرو اورېدل روا او جایز ده. بیا زیاتوي چې ((لم یأت حدیث فیه النهي عن سماعه صحیحا؛ ژباړه: هېڅ داسې صحیح حدیث نشته دی چې په هغه کې د موسیقۍ د اورېدو ممانعت راغلی وي.))

پر دې حدیث د دې کتاب د لیکوال تنقید دا دی چې له دې څخه په هېڅ دلیل د موسیقۍ حرمت نه شي ثابتېدلای؛ ځکه چې دلته یاد شوي چې یو وخت به دا امت شرمځایونه حلال وګڼي او ورېښم به حلال وګڼي؛ نو په دې ځای کې یوه پوښتنه را پیدا کېږي چې آیا هغه مهال اسلام هر ډول شرمځایونه حرام ګڼل چې وروسته به یې حلال ګڼي؟ د شرمځایونو د حلالوالي او حراموالي په هکله اسلام خپل احکام لري، نه ټول شرمځایونه حرام دي او نه ټول شرمځایونه حلال دي. له همدې کبله دلته باید هر شی تشریح او تفسیر شي او خپل چوکاټ او حدود ورته وټاکل شي. دغه راز، ورېښم هم در واخلئ. آیا ورېښم مطلق حرام دي او که په ځینو حالتونو کې د ورېښمو کارول حلال هم دي؟ په همدې ترڅ کې علما مجبور دي چې د موسیقۍ په هکله هم عمومي قضاوت ونه کړي، او د موسیقۍ په هر حالت او ډول خبرې وکړي او بیا یې حلال، حلال وګڼي او حرامو ته يې حرام ووايي.

ب) په دې تړاو بل حدیث چې روایت کېږي دا دی: الغناء ينبت النفاق في القلب كما ينبت المَاءُ الْبَقْلَ؛ ژباړه: موسیقي په زړه کې نفاق زرغونوي لکه اوبه چې سبزي و ترکاري را زرغونوي. خو د دې حدیث په هکله امام الالباني وايي چې دا یو ضعیف حدیث دی.

د دې حدیث په اړه ابن حجر د بخاري په شرحه ((فتح الباري)) کې اوږد شالید او علت بیان کړی. نوموړی د یوه حدیث چې وروسته را روان دی په تشریح کې لیکي چې کله د فارس او روم واکمنۍ فتح شوې نو صحابه کرامو د فارس او روم د موسیقۍ او سندرو محفلونه ولیدل؛ په هغو محفلونو کې به هغوی شرابونه څښل او محفل به د ښایسته نجونو په انځورونو سینګار وو او په سندرو کې به یې د حرامو شیانو ستاینه کوله او داسې اشعار به يې پکې ویل چې طبیعتونه به یې بدلول، د ګناهونو په لور به يې بلنه کوله، له همدې کبله ابن مسعود به ویل چې: الغناء ینبت النفاق في القلب، کما ینبت الماء البقل. او ابن حجر رحمه الله هم دا حدیث مرفوع بللی.

ابن حجر له دې وروسته زیاتوي چې د عربو غناء او موسیقي له دې ناوړتیاوو او پلیتیو پاکه وه، له همدې امله پیغمبر ع دا ډول موسیقي ناروا نه ده ګڼلې.

ج) په دې هکله درېیم حدیث چې د حدیثونو په معتبرو کتابونو کې ډېر روایت شوی دا دی چې ګړنجونی د شیطان مزمار (د موسیقۍ آله، نی ته ورته) ده؛ ((الجرس مزمار الشيطان)).

پر دې حدیث څو تنقیدي ټکي د پام وړي دي:

لومړی، دا حدیث د مطلقې موسیقۍ د حرمت لپاره اصلا حجت او دلیل نه شي کېدای، ځکه دلته یوازې د موسیقۍ یوه آله چې د یوه خاص علت له کبله د شیطان مزمار بلل شوی، حرامه ګڼل شوې ده.

دوهم، که چېرته د مزمار له کلمې څخه دا استنباط کېږي چې هر ډول ساز او سرنی د شیطان کار دی، نو دا باید له یاده ونه باسو چې د مزمار همدا کلمه نبي کریم ص په نورو ځایونو کې هم کارولې؛ لکه:

((يَا أَبَا مُوسَى لَقَدْ أُوتِيتَ مِزْمَارًا مِنْ مَزَامِيرِ آلِ دَاوُدَ))؛ په دې حدیث کې نبي کریم ص د ابو موسی اشعري له خولې د قرآن کریم د تلاوت له اورېدو وروسته ورته وویل: اې ابو موسی، بې شکه تاته د داود ع د کورنۍ له مزمارونو څخه یو مزمار درکول شوی دی.))

دغه راز، په یوه بل حدیث کې چې کله حضرت ابو بکر صدیق رض او نبي کریم ص د عائشې کور ته راغلل، او په کور کې دوو نجونو موسیقي غږوله، نو حضرت ابو بکر صدیق ورته غوسه شو او ویې ویل: ((أَمَزَامِيرُ الشَّيْطَانِ فِي بَيْتِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ))؛ژباړه:  آیا د رسول الله ص په کور کې د شیطان مزامیر؟ نو نبي کریم ص ورته وویل: ((يَا أَبَا بَكْرٍ، إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا وَهَذَا عِيدُنَا))؛ ژباړه: اې ابو بکره، د هر قوم لپاره اختر وي او دا زموږ اختر دی.

نو که چېرته موسیقي په عمومي ډول د شیطان مزامیر وای، او یا موسیقي په مطلق ډول حرامه وی، نو ولې د الله رسول په خپل کور کې شیطاني آلاتو ته اجازه ورکوي؟

درې، لکه څنګه چې پورته وویل شوو چې جرس د یوه خاص علت له کبله د شیطان مزمار ګڼل شوی، ځکه که هر جرس مزمار وای، نو پیغمبر ع به هېڅکله د وحي نزول له ((صلصلة الجرس)) سره نه وو تشبیه کړي. که چېرته دا کلمه هر ډول جرس ته وکاروو، نو په حقیقت کې به مو د پیغمبر ع پر سپېڅلې او معصومه لمنه تور داغ لګولی وي چې یو ځای جرس له وحي سره تشبیه کوي او بل ځای بیا جرس د شیطان مزمار بولي.

د) د موسیقۍ د حرمت په اړه څلورم حدیث هغه دی چې یوه ورځ حضرت ابن عمر رض په خپل اوښ سپور وو او له کومې خوا نه د موسیقۍ غږ راغی. ابن عمر رض په خپلو غوږونو کې ګوتې کېښودې، او له لږ ځنډ وروسته یې له خپل غلام څخه وپوښتل چې آیا اوس غږ راځي. هغه ورته سر وښوراوه. لږ ځنډ وروسته يې بیا ورته وویل چې آیا اوس هم راځي؟ هغه ورته وویل چې نه. نو بیا يې خپلې ګوتې له خپلو غوږونو څخه وایستې او ويې ویل چې یوه ورځ نبي کریم ص هم همداسې کړي وو.

پر دې حدیث هم ګڼې نیوکې کېدای شي:

لومړۍ، علامه قرضاوي په دې اړه لیکي چې که چېرته موسیقي په مطلق ډول حرامه وي، نو د ابن عمر رض په څېر ستر صحابي ولې یوازې خپل ځان له ګناه څخه ځان وژغوره او خپل غلام يې پرېښود چې په ګناه کې اخته اوسي؟

دوهمه، که موسیقي په مطلق ډول حرامه وای لکه څنګه يې چې نن ورځ علماء وايي، نو بیا ولې پیغمبر ع پخپله په غوږونو کې ګوتې کېښودې او د موسیقۍ د مطلق حرمت په اړه ولې غلی پاتې شو؟

درېیمه، دا ټولو ته څرګنده ده چې ابن عمر رض هغه صحابي وو چې په ډېر کلک او جدي ډول يې د پیغمبر ص سنتونه پر ځای کول. تر دې چې کوم ځای به پیغمبر ع د ونې له ښاخ څخه د ځان ساتلو په موخه ټیټ شوی وو، نو ابن عمر رض به له اړتیا پرته هم ځان ټیټ کړ. دا د ابن عمر رض له پیغمبر ص سره ځانګړې مینه او محبت وو چې د هغه مبارک ص د هر حالت او سنت پیروي یې کوله. خو د هغه دا اعمال په دین کې حجت نه شي ګرځېدای.

څلورمه، په دې ځای کې دا هم بعیده نه ده چې په ځینو طبیعتونو ډېری شیان ښه نه لګي او دا د پیغمبر ص او ابن عمر رض خپل طبیعت وو چې د موسیقۍ غږ ور باندې ښه نه لګېده؛ له همدې يې په غوږونو کې ګوتې کېښودې. د دې یو لوی لامل دا دی چې له پیغمبر ص او پخپله ابن عمر رض څخه د موسیقۍ د روا والي او جواز په اړه ګڼ صحیح او معتبر روایات نقل شوي. ډاکټر قرضاوي حفظه الله په خپل کتاب ((په اسلام کې ښکلي هنرونه)) کې د ابن عمر په اړه همداسې یو روایت راوړی:

((ابن حزم له ابن سیرین څخه روایت کوي چې یو ځل مدینې ته یو سړی د وینځو د پلورلو لپاره راغی. هغه ابن جعفر ته راغی او هغه وینځې یې نوموړي ته وړاندې کړې او یوې وینځې ته یې امر وکړ چې سندره ورته ووايي. کله چې وینځې سندره ویله، نو ابن عمر هم غوږ ورته نیولی وو. کله چې د نرخ له ټاکلو وروسته، ابن جعفر هغه وپېرله. نو هغه سړی ابن عمر ته راغی او ورته ویې ویل: اې عبدالرحمانه، دا یوه ناسمه معامله ده، هغه باید ماته اوه سوه درهمه زیات راکړي وای. ابن عمر رض، عبدالله ابن جعفر را وغوښت او ورته ویې ویل: دا سړی فکر کوي چې دا معامله په انصاف نه ده شوې ځکه د وینځې په بدل کې دې اوه سوه درهمه کم ورکړي. ته باید یا هغه ته اضافي درهم ورکړې او یا بېرته وینځه ور وسپارې. هغه ورته وویل: زه به يې اضافي درهم ورکړم.

د دې روایت په تشریح کې، ابن حزم وايي چې له دې نه په ډاګه کېږي چې ابن عمر رض د هغې وینځې سندرو ته غوږ نیولی وو او هېڅ نیوکه یې ور باندې ونه کړه. تر دې چې د هغې نجلۍ په پلور کې يې مرسته وکړه. دا حدیث غیرمنقطع سند لري او یقیناً چې له ځانه جوړ شوی، یعنې موضوع نه دی.))

هغه احادیث چې په هغو کې نبي کریم ص موسیقي روا ګڼلې:

۱- أعلنوا النكاح واضربوا عليهِ بالغربال.

۲- يا أبا بكر، إن لكل قوم عيداً وهذا عيدنا.

۳- قال النبي – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: ليس منا من لم يتغن بالقرآن.

۴- دعهن فان لکل قوم عیدا وهذا عیدنا.

د موسیقۍ په اړه د لا زیات بحث، روایاتو او حدیثونو لپاره به ښه وي چې د علامه قرضاوي ((په اسلام کې ښکلي هنرونه)) وکتل شي؛ ځکه په دې ځای کې مو موخه یوازې هغه احادیث وو چې د موسیقۍ د حرمت په اړه تر ټولو زیات د علماوو په خولو کې دي.

له دې وروسته به د صحابوو، تابعینو او علماوو له ډلې هغه اشخاص یاد کړو چې موسیقي يې روا او مباح ګڼله.

عمر رض موسیقي روا ګڼله، او دی ابن عبدالبر یاد کړی؛

عثمان رضي موسیقي روا ګڼله، او دی الماوردي یاد کړی؛

عبدالرحمن بن عوف موسیقي روا ګڼله، او دی ابن أبي شیبه یاد کړی؛

سعد بن أبي وقاص او ابن عمر موسیقي روا ګڼله، او دوی ابن قتیبة یاد کړي؛

أبو مسعود البدري، أسامة بن زید، بلال او خوات بن جبیر موسیقي روا ګڼله، او دوی البیهي یاد کړي؛

عبدالله بن الأرقم موسیقي مباح ګڼله، او دی ابو عمر یاد کړی؛

جعفر بن أبي طالب موسیقي روا ګڼله، او دی السهرودي په خپل اثر ((عوارفه)) کې یاد کړی؛

البراء بن مالک موسیقي روا ګڼله، او دی ابو نعیم یاد کړی؛

ابن الزبیر موسیقي روا ګڼله، او دی د ((القوت)) صاحب یاد کړی؛

أبو الفرج په خپل کتاب ((تاریخة)) کې دا اشخاص یاد کړي چې موسیقي او سندرې يې روا ګڼلې: ابن جعفر، معاویه، عمر بن العاص، النعمان بن بشیر، حسان بن ثابت، خارجة بن زید او عبدالرحمن بن حسان؛

قرظة بن کعب موسیقي روا ګڼله، او دی الهروي یاد کړی؛

رباح بن المغترف او په تابعینو کې لوی شمېر اشخاصو موسیقي روا ګنله، او دوی ابن طاهر، ابن قتیبة او أبو الفرج یاد کړي.

امام طبري رحمه الله فرمايي: دا ډول موسیقي (هغه چې د نبي کریم ص په کور کې غږېدله او هغه منع نه ده ترې کړې او هغه موسیقي چې سلفو صالحینو روا ګنلې او اورېدله یې) د بشپړې اجماع له مخې په مطلق ډول مباح ده.

او له تابعینو وروسته تر نن ورځې پورې دا د اسلامي نړۍ هغه ستر علماء، فقهاء او مفسرین دي چې موسیقي يې روا ګڼلې-: امام غزالي، ابن حزم، امام طبري، امام بیهقي، ډاکټر یوسف قرضاوي، اشرف علي تهانوي، مولینا جلال الدین بلخي، ابو الکلام آزاد او داسې نور…

د بحث په پای کې یوې خبرې ته اشاره خورا اړینه ده چې هر ډول سندرې او محفلونه هېڅکله په اسلام کې روا او حلال نه دي، بلکې خپل حدود او شرطونه لري چې په دې اړه یو ځل بیا هم د اسلامي نړۍ پر ستر مفکر و عالم ډاکټر قرضاوي تکیه کوو، او په دې اړه د هغه یاد کړي حدود او شروط (د لیکوال له زیاتونو، نظرونو او څرګندونو سره) په اختصار او لنډیز سره بیانوو:

۱) هره هغه سندره ناروا او غیرمشروع ده چې په هغه کې په شرک، کفر، ارتدار، بې دینې او بې لارۍ پورې تړلي عقاید، افکار، خبرې او څرګندونې شوې وي. هغه سندره چې په هغو کې د دین یو حکم، شعار یا امر ته سپکاوی شوی وي، یا ور باندې ملنډې او رشخند وهل شوی وي او یا داسې موضوعات ولري چې له اخلاقي اړخه د خلکو د بې لارې کولو وېره ورسره مل وي، د هغو اورېدل ناروا او نامناسب کار دی. په همدې تناظر کې د هغو سندرو اورېدل هم ناوړه عمل دی چې ملي، ژبني، نسلي او ذاتي تعصب او تبعیض ته پکې بلنه شوې وي، او یا د یوه ناروا او شریعت سره خلاف کار لپاره د خلکو د جذبو او ولولو پاروونکې خبرې پکې راغلې وي؛ ځکه دا ټول کارونه د قرآن او سنت د صحیح او کره دلایلو پر بنسټ ناروا او نامشروع اعمال و اقوال دي.

۲) د هغو سندرو اورېدل حرام دي چې د یوې ښځې د عورت او شرمځایونو ستاینه پکې شوې وي. او یا د ښځو د بربنډوالي په اړه انګېرنې او تصورات پکې راغلي وي. په همدې ډول، هغه سندرې هم له اسلام سره په ټکر کې دي چې په هغو کې شهوت پاروونکي کلمات استعمال شوي وي.

۳) د داسې ښځې له خولې سندرې اورېدل ممنوع دي چې د بدن هغه ځایونه چې اسلام يې د پټولو امر کړی، لوڅ وي او یا سندره په داسې حرکاتو او خوځښتونو سره زمزمه کړي چې شهوت پاروونکي وي. له یوې ښځینه سندرغاړې څخه یوازې هغه مهال د سندرې اورېدل روا ده چې بدن يې په اسلامي حجاب پټ او د زمزمې پر مهال داسې حرکات ونه لري چې د ناستو ځوانانو شهوت را وپاروي او جنسي بې لارۍ ته لاره هواره کړي.

۴) د موسیقۍ هر هغه مجلس او ناسته چې مسلمانان د الله تعالی له اطاعت او عبادت څخه وباسي، هغه د لهو الحدیث تر عمومي عنوان لاندې راځي؛ دا ډول غونډو او مجلسونو ته ورتګ ناروا او خپل وخت ور باندې ضایع کول له یوه مسلمان سره وړ نه برېښي. موسیقي د خوند او تفریح لپاره وي او په ټوله کې یو داسې فعالیت دی چې باید په اضافي وخت کې وشي؛ د دیني او مذهبي فرایضو د ترسره کولو په وخت کې موسیقي اورېدل، له اړتیا زیات سندرو ته غوږ نیول او خپل ډېر وخت د موسیقۍ په اورېدو تېرول، خورا ناستایل شوې او د غندلو وړ کړنې دي.

۵) دغه راز، د سندرو د ویلو پر مهال سندرغاړې/سندرغاړی باید شراب یا نور نشه یي توکي ونه کاروي، ځکه دا دواړه په اسلام کې ناروا او شیطاني چټل کارونه بلل شوي او له دې څخه ځان ساتل پکار دي؛ ځکه په دې ځای کې د دې وېره شته چې اورېدونکی هم د سندرغاړي د اغېز له امله په شرابو یا نشو روږدی شي. ورته مسئله د هغو کلپونو په اړه هم ده چې د قمار او جوارۍ لپاره جوړ شوي، داسې کلپونو ته ورتګ پخپله مذموم او د اسلام خلاف کړنه ده، بیا د سندرو اورېدو او د ډمانو موسیقۍ ته کېناستل خو په لومړي سر کې ناروا او غیرمشروع دی.

(Visited 8 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.