The news is by your side.

موږ ولې تر کمال دمخه زوال ته رسېږو؟

نوراغا رحماني

0

یو اصل دا دی چې له کمال وروسته زوال حتمي وي. کمال ته رسېدل هم په تدریجي ډول شوني دي. یو څوک به هغه وخت خپل ځان او کړنې کمال ته رسوي، چې تل او پرله پسې هڅې وکړي، ستړیاوې وګالي، د لارې خنډونه لرې کړې او په ښه مورال خپل هدف ته ځان ورسوي.

موږ وویل چې له کمال وروسته زوال ممکن دی. خو که د خپل هېواد تاریخ وګورو ډېر کم به داسې پېښ شوي وي، چې له کمال وروسته دې زوال ته ورسېږو؛ بلکې ډېری وخت د کمال او موخې ته د رسېدو تر مخه زوال مومو. علت یې څه دی؟

یو؛ له تېر تاریخ ناخبره یو او یا زده کړه نه ترې کوو.

دا یو حقیقت دی چې د اوس په پرتله ډېر وخت په ماضي کې اوسېږو، پرې ویاړو، خوند ترې اخلو او نویو نسلونو ته یې په جرئت د میړانو افسانې لېږدوو. یا په مړیو ویاړو، د پخوانیو امپراتوریو سریندو ته زنګېږو او د نیکونو افسانوي تاریخ مو پر اوږو بار دی. خو نه زده کړه ترې کوو، نه یې پر بنسټ راتلونکی جوړوو او نه یې د ريښتینو ویاړونو د بیا ژوندي کولو هڅه کوو. کله چې تاریخي حقیقت مسخه شي او خلک یې د افسانو پر خیالي وزرو سپاره شي بیا یې کمال ته رسېدل ناممکن کېږي. داسې قوم به نه خپله کمال ومومي او نه به نور پرېږدي چې د تېر پر نسبت یې راتلونکی ور سم کړي.

دوه؛ موږ خپلې نیمګړتیاوې یا پېژنو نه او یا یې نیمګړتیاوې نه ګڼو.

که څوک خپله نیمګړتیا وپېژني، سمول یې بیا سخت نه دي. کیسه دلته خرابه ده چې نه خپلو نیمګړتیاوو ته پام کوو او نه د پخوانیو د نیمګړتیاوو مخنیوی. موږ د تېر تاریخ ویجاړۍ او اشتباوې بیا بیا تکراروو او حتا تکرار ته یې دلیلونه هم تراشو؛ تر څو ځان ډاډه او په باور خپل کار تر سره کړو. بیا نو هغه وخت ارمان کوو، چې هر څه تېر وي او هېڅ درد مو نه شي دوا کېدلای.

درې؛ له مادیاتو او شخصي ګټو نه ترېږو.

څوک چې د مادیاتو پر وړاندې نفس کنټرول نه کړي، له هغو بیا د غټو کارونو کولو تمه نه کېږي. زموږ د مادیاتو افراطي شوق د کمال تر مخه د زوال اصلي لامل او غټه کمزوري ګڼل کېږي.

څلور؛ له خپلې لمنې مو اور اخیستی، یا په اصطلاح په خپله خپلې پښې وهو.

هر څوک دوست او دښمن لري او هر کمال او مدینت له بېلا بېلو لورو ننګول کېږي. خو زموږ هر کمال او پرمختګ له خپله منځه زوال مومي او خپله خپل ځان په نورو خرڅوو. که تاریخ وګورو د پرمختګ او کمال ښه بابونه پکې غوړېدلي او ښه ملي شخصیتونه مو پیدا کړي؛ خو موږ د نورو په اشارو د دوی په مقابل کې ودرېدو، بدنام مو کړل، له وطنه مو فرار کړل او یا مو له خپلو کورنيو سره ووژل او بېرته موږ پاتې شوو او میراثي بدمرغي. پردي مو هم خوشاله نه کړل او خپل هر څه مو هم خاورې ایرې کړل. داسې نه ده چې موږ دې یو وار پردیو استعمال کړي وو، بلکې زموږ افراطي غوښتونو موږ تل د نورو استعمال ته اړ کړي یو او په نوې بڼه د نورو د اسارت زنځیرونه په غاړه کوو.

پینځه؛ متعصب یو.

موږ ټول وخت په قومي توپیرونو او امتیازونو چنې وهلې او یو پر بل د غوره والي ساز ته مو غوږ ایښی. دغه راز په هر څه خېټه اچوو او میم زر ما ټول زما یو. نه یووالي ته ارزښت ورکوو او نه مو د نورو لوړتیا زړه مني. حتا هر امتیاز یوازې تر خپلو متحدینو محدودوو او هر څه تر خپل مستقیم کنټرول لاندې راولو. که په تاریخ کې مو تعصب، بدبیني او کرکې نه تکرارولای، ښایي بیا داسې در په دره نه وای.

شپږ؛ لومړیتوبونه او ارزښتونه نه پېژنو.

څوک چې لومړیتوبونه ونه لري، ارزښتمن او بې ارزښته کارونه نه شي توپیرولای. که فکر وکړو موږ موسم پرست خلک یو او تل د بدلون په حال کې یو. نن مو لومړیتوب یو څه وي، سبا بیا بل څه. موږ ته هېڅ تر هغو لومړیتوب نه لري، تر څو چې پردی ګټې پکې خوندي نه وي. کله چې نور زموږ د نفسي غوښتنو د مشبوع کولو هڅه وکړي، بیا نه خپل لومړیتوب پېژنو او نه ارزښتونه او ټول مو د هماغه پردیو په خوښه تغیر کېږي.

اووه؛ څوک مو چې لمسوي او خپلې ګټې او غوښتنې راباندې تحمیلوي، له هغو یې هم نه زده کوو.

ژوندي او ویښ خلک په پردیو هېوادو کې د نفس پرستو خلکو پر مټ خپلې موخې او غوښتنې تر لاسه کوي. دوی خپل هېواد د مور په څېر ساتي او تل یې خدمت ته لاس پر نامه ولاړ وي؛ په مقابل کې یې بې ارزښته، پوچ او شخصي ګټو واله خپل هېواد او خپله مور خرڅوي او تل ملي ګټې د شخصي ګټو قرباني کوي. که موږ یوه غلطي کولای او یو وار مو د پردیو په اشاره خپل ملک ورانولای، دومره نه ذلیله کېدلو؛ زموږ غټه نیمګړتیا د غلطیو بیا بیا تکرارېدل او د نورو په خوښه د خپل کور ورانول دي. که موږ د خپل بادار له کړنو زده کړه کولای، بیا مو د نورو د غوښتنو سره سم ژوند نه کولو او له دوی نه مو ملي ګټې او هېواد پالنه زده کولای شوی.

اته؛ نه خپله کار کوو او نه د کار په خلکو پسې درېږو.

څوک چې خپله د کار نه وي د نورو ملاتړ کوي. موږ نه خپله د کار یو او نه د بل چا کار خوند راکوي. څوک چې کار راته کوي په وژلو او بدنامولو یې هم صرفه نه کوو. یو پر بل پسې درېدل، یووالی، همدردي او همغږي خو زموږ په فرهنګ کې بېخي ناسم تعبیر شوي او یوازې تر شعار پورې محدود دي.

کله چې دا او سلګونه نورې نیمګړتیاوې یو ځای شي، خامخا به مو حالت ورځ تر بلې بد او تل به د نورو تر اسارت او استعمار لاندې وو او بیا به د تېر تاریخ له ستایلو، ویاړ او د بیا راتلو د ارمان پرته بله لار نه لرو. بیا به مو ټول مړي د احترام وړ او د کار خلک وي او ژوندي به مو یو مخ بې کاره او ناوړه.

موږ به هغه وخت واقعي کمال ته رسېږو، چې خپل تېر تاریخ د ویاړ پر ځای ولولو، زده کړه ترې وکړو، نیمګړتیاوې یې سمې او پیاوړي ټکي یې د لارې مشال وګرځوو. دغه راز ارزښتونه او لومړیتوبونه وپېژنو او د پردي پالنې پر ځای خپل ځان، هېواد، ټولنې او ملي ګټو ته ارزښت ورکړو؛ د نورو د ګټو او غوښتنو پر ځای خپلې هېوادنی ګټې او ټولنیزې غوښتنې مخکې کړو او پردیو ته د لاسوهنې موقع ور نه کړو، یا خپله په لوی لاس ځان او هېواد پرې خرڅ نه کړو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.