The news is by your side.

نقشبندیه طریقه

سراج احمد حبیبي

0

نقشبندیه طریقه حضرت بهاوالدین نقشبند(رح) ته منسوبه طریقه ده، دا طریقه په لومړیو کې د حضرت ابوبکر صدیق(رض) په نامه (صدیقیه) یادېده، خو یو څه وخت وروسته یې د حضرت بایزید بسطامي(رح) نامه ته د نسبت په خاطر نوم (طیفوریه) شو. له هغه وروسته یې بیا نوم تغییر وخوړ او د حضرت خواجه عبدالخالق غجدواني(رح) نامه ته منسوبه او د دې نسبت په پایله کې د خواجه ګانو د طریقې په نامه اوڅاره شوه.

اوس چې د چا د نامه په وجه د نقشبندیې په نامه یادېږي، هغه حضرت بهاوالدین نقشبند(رح) دی؛ چې په شاه نقشبند(رح) هم مشهور دی. حضرت بهاوالدین نقشبند(رح) د سید جلال الدین(رح) زوی، د سید برهان الدین(رح)لمسی او د سید عبدالله(رح) کړوسی دی. دی په (۸۱۷) هجري قمري کال کې د بخارا په کوشک هندوان کلي کې زېږېدلی دی.

نقشبندیه طریقه پنځه لطایف لري او په دې ډول دي: د زړه لطیفه، د روح لطیفه، د سر لطیفه، خفي لطیفه، اخفی لطیفه. دغه راز تر لطایفو پورته یو ذکر سلطان، پنځه  د نفې او اثبات لطیفې او  اووه مراقبې هم لري.

دا هره لطیفه یې د یوه نبي (ص) تر قدم لاندې وي او هغه وخت چې سالک په ذکر پیل وکړي، د هغوی نورانیت هم ورسره راڅرګندېږي. همدارنګه هره لطیفه یو ځانګړی رنګ هم لري، چې هغه رنګ یې د پیر یا مرشد له خوا نه پېژندل کېږي. مثلاً: د زړه د لطیفې چې د نقشبندیې طریقې لومړنۍ لطیفه ده، رنګ ژېړ دی او دغه لطیفه په پیغمبرانو کې د ادم(ع) تر قدم لاندې ده، هغه وخت چې سالک دا لطیفه بشپړه کړي، نور یې د مرید پر مخ پاتې کېږي او دا نور یې مرشد حس کوي او مرید ته د بلې لطیفې ارشاد کوي، په دې ډول سره یوه پر بلې پسې دا پنځه واړه لطیفې او نور اذکار بشپړېږي.( ۳: ۸۰)

د دې لطیفو او اذکارو د بشپړولو تر څنګ نقشبنديه طریقه ځینې نور ځانګړي قواعد او اصول هم لري، چې هغوی عبارت دي له: هوش در دم، نظر بر قدم، خلوت در انجمن، سفر در وطن، یادداشت، یاد کرد، وقوف زماني، وقوف عددي او وقوف قلبي څخه؛ چې په دې ډول سره دا هر یو اصل په لنډه توګه معرفي کوو:

۱ـ هوش در دم: د دې معنا دا ده، چې کله صوفي ساه باسي، نو د خپلې ساه سره باید د خدای تعالی ذکر ته هم پاملرنه وکړي، تر څو په دې توګه یوه لحظه هم د خدای تعالی له یاد څخه غافل نه شي او ژوند یې د دې آیت شریف له ارشاد سره بشپړ سمون وخوري:

﴿ٱلَّذِينَ يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمۡ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ رَبَّنَا مَا خَلَقۡتَ هَٰذَا بَٰطِلٗا سُبۡحَٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ) ( د ال عمران سورت: ۱۹۱ آیت)

یعنې:(هغه کسان چې په ناسته، ولاړه او ملاستو کې الله (ج) یادوي او د ځمکې او آسمانونو په پیدا کېدو کې فکر کوي، نو وایي چې اې زموږ پرودګاره! تا دا ټول بېځایه نه دي پیدا کړي، تا په پاکۍ سره یادوو، موږ د دوزخ له عذابه څخه وساته!) (۴:  ۲۳۳)

نظر بر قدم: د دې په باب باندې ځینې په دې نظر دي چې صوفي د تګ پر وخت خپلو پښو ته وګوري، تر څو چې نظر یې پر نورو ناروا څېزونو باندې ونه لګېږي او دغه راز تر پښو لاندې یې ځینې بې آزاره کوچیني حشرات لکه مېږیان، تارکښ، غڼې او نور هم نه شي. خو ځینې بیا وایي چې د دې هدف دا دی چې صوفي خپلو مقاماتو ته متوجه و اوسي او هغه وخت چې دی له خپل اوسني مقام څخه بل مقام ته پرمختګ کوي، باید د هغه بل مقام په اړه یې مخکې له مخکې معلومات حاصل کړي وي.

خلوت در انجمن: یعنې صوفي که په ظاهره له خلکو سره وي، باطن یې باید له الله سبحانه وتعالی سره تړلی وي، هسې نه لکه د نورو ادیانو صوفیان چې د تصوف په نامه یې رهبانیت غوره کړی او کاملاً یې دنیا ته شا کړې وي، له خلکو سره ناسته پاسته نه کوي او ټول ژوند یې په چهله خانو کې تېرېږي.

سفر در وطن: د دې معنا دا ده چې صوفي له عالم خلق څخه عالم ارواح ته سفر کوي او د دې سفر لپاره باید دی لومړی له دنیا او هغه څه چې په دنیا کې دي لرې و اوسي او یا دې ته هم ویل کېږي چې صوفي په خپل بدن کې د عالم امر او عالم خلق په تصفیې او تزکیې کې کوښښ وکړي او له ذمیمه اخلاقو څخه حمیده اخلاقو ته انتقال وکړي.( ۲:  ۹۷)

یاد کرد: یاد کرد دې ته ویل کېږي چې کله حضور وي او کله بې حضوري او یا دوامداره ذکر ته هم ویل کېږي، یعنې صوفي هغه وخت چې د ژوند په نورو چارو لګیا وي، د خدای تعالی ذکر هم کولای شي، ځکه د نقشبندیې په طریقه کې ذکر خفي ذکر دی او ژبې ته اړتیا نه لري، صوفي هر وخت کولای شي چې د خدای تعالی ذکر او د هغه په باب باندې فکر وکړي.

یادداشت: دې ته ویل کېږي چې حضور دایمي وي، یعنې په یاد کرد کې حضور په تکلف سره پیدا کېږي او په یادداشت کې حضور د ذاکر صفت راسخه وګرځي.

وقوف زماني: وقوف زماني دې ته ویل کېږي چې صوفي همېشه له خپلو احوالو څخه خبر وي، چې ایا د ده دا حال موجب د شکر دی او که موجب د معذرت دی، حضرت خواجه یعقوب چرخي(رح) فرمایي: چې ما ته به حضرت شاه نقشبند(رح) د بسط په وخت کې د شکر ایستلو حکم کاوه او د قبض په حالت کې به یې د استغفار کولو حکم کاوه.( ۲:  ۹۸)

وقوف عددي: دې ته ویل کېږي چې ذاکر د نفې او اثبات په وخت کې د شمېر مراعات وکړي او ساه په طاق عدد وباسي. یعنې په درې، پنځه تر یو ویشتو پورې.

وقوف قلبي: دې ته وایي چې ذاکر خپل زړه ته متوجه وي او همېشه یې د خدای تعالی په ذکر بوخت وساتي.

اخځلیکونه

۱ـ قرانکریم

۲ـ دادمحمد. (۲۰۱۱). مقدمه التصوف. کابل: جامعه ضیاء المدارس، د علم او عرفان خپرندویې ټولنې تخنیکي څانګه.

۳ـ مونس، محمد متین. ( ۱۳۹۰). تصوف و عرفان در سروده های عرفای معاصر. کابل: د علومو اکاډیمۍ ریاست.

۴ـ نقشبندي، ذوالفقار احمد.(۱۳۹۲). تصوف او سلوک. د سعدالله غزنوي ژباړه. کندهار: صدیقي خپرندویه ټولنه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.