The news is by your side.

نه یووالی

عصمت الله ځلاند

0

د يوه ملت د وګړو ترمنځ د يووالي نشتون يا عدم وحدت  په دوه ډوله تعبيرېداى شي چې يو يې ګټور او بل هغه يې مضر او خطرناکه دى.

لومړى د دودونو، ژبې،رنګ… اختلاف:-

هغه ټولنه چې له بېلابيلو توکمونو څخه جوړه وي د اتباعو تر منځ يې د دودونو، رنګونو، ژبو او نورو ځانګړتياوو توپير د اړوندې ټولنې د فرهنګ او کلتور د غني کېدا لامل ګرځي، خو په دې شرط چې د ټولنې د وګړو شعور او فهم تر دې کچې لوړ وي چې يو بل وﺯغمي او يوه طبقه ځان تر بلې طبقې غوره ونه ګڼي.

الله پاک په قران کريم کې په دې ارتباط فرمايلي دي چې بني ادم مې ځکه په قبايلو او قومونو وېشلي دي ترڅو وپېژندل شي او پخپلو کې يې د پېژندګلوۍ چاره اسانه شي، ګنې د برترۍ او غوره والي اصل د خداى په وړاندې تقوا اوپرهيزګاري ده نه قوم، ژبه، رنګ او سمت پرستي.

نو د وګړو ترمنځ قومي او ژبنى توپير د الهي ارشاداتو په رڼا کې هم يو طبيعي امر دى.

ارواښاد ګل پاچا الفت صيب خپل يوه شعر کې د ټولنې لمړى ډول توپيرونه په ډېره استادانه توګه په ګوته او انځور کړى دى:-
په يو باغ کې وې ولاړې ډېرې ونې
هره پاڼه يې لايقه د ستاينې
ځينې جګې ځينې ټيټې کوﺯ او پاس وې
لکه ګوتې د يوه وجود د لاس وې
چا مېوه لرله چا ښايسته ګلونه
د چا سيورى وه ډېر ښه د چا قدونه
د مڼې او ناک توپير له ورا معلوم وه
چنار لوړ وه شفتالو لکه ماشوم وه
له يوه سره لويي وه نور څه نه وه
بل سره رنګونه ښه خوندونه ښه وه
د مرغانو وې نغمې پکې څو راﺯه
هر مرغه مو پېژانده له خپل آواﺯه
رنګارنګ ګلونه وه يوه چمن کې
لکه وي چې ولسونه په وطن کې
دوه سکه ورونه لري بېل، بېل نومونه
بېل رنګونه بېل غږونه بېل خويونه
مګر دواړه اوسېدونکي د يو کور وي
د يوې سترګې په کور کې سپين او تور وي.

همدا رنګه علامه اقبال لاهوري وايي چې:-
نه افغانيم و نه ترک و نه تتاريم
چمن ﺯاديم و اﺯ يک شاخساريم
تميز رنگ و بو بر ما حرام است
که ما پرورده اى يک نو بهاريم.

افغاني ټولنه هم چې له ګڼو اقوامو څخه جوړه ټولنه ده که د تعصب او قوم پرستي ماده پکې نه وي نو د هر قوم د ځانګړو عنعناتو او دودونو په برکت د فرهنګ او کلتور له پلوه هغه غني او شتمنه ټولنه ده چې ښايي په نړۍ کې يې سارى نه وي.

د يووالي د نشتون يا عدم وحدت دوهم ډول د لمړني ډول معکوس حالت دى چې ډېرې ناوړې پايلې لري.
هغه مهال چې د يوې ځانګړې جغرافيې اوسېدونکې په خپلو کې د ملي او نړېوالو مسايلو په ارتباط وېشلي وي او په دې هکله فکري يووالي ونلري، ځانونه يو تر بله ښه وبلي، ددوى ترمنځه د واک او قدرت پر سر شخړې او کشمکشونه روان وي، د يو بل د ﺯغملو شعور پکې مړ وي، صلاحيتونه پکې د وړتياوو پر ځاى د تعصب او قومپالنې ښکار شي نو دغه ډول اختلافات ټولنه د هلاکت او نابودۍ کندې ته راکاږي.

د دغو اختلافاتو په پايله کې ټولنه له خپل منځه تخربيږي او له دې امله چې وګړي يې په خپلمنځي جګړو او جنګونو بوخت وي نو د بهرنيو دښمنانو په وړاندې د مقابلې او مقاومت توان له لاسه ورکوي.
دروېش درانى صيب په دې هکله وايي:-

دښمن ته مونږ دواړه کمزوري شو چې وېش مو وکړ
غشى مې ورور واخيست او ماته تش کمان پاتې شو
يا دا چې:-

غشى له بله غلا کوو توره په پور اخلو مونږ
له هرې خوا چې وي وسله په ضد د ورور اخلو مونږ

د هغې ورځې په تمه چې په ګران هيواد کې د تعصب، تبعيض او خپلمنځي اختلافاتو ټغر ټول شي او ټول افغانان د يوه پرمختللي افغانستان په لور ګډ ګام واخلي‌.

يوه شاعر څه ښه ويلي دي:-
که تا ويل چې ﺯه يم او ما ويل چې ﺯه يم
نه به ته يې، نه به ﺯه يم
که تا ويل چې ته يې او ما ويل چې ته يې
هم به ﺯه يم هم به ته يې.

(Visited 9 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.