The news is by your side.

نړیوالې ورځې

ژباړه او ترتیب : امین ستانکزی

0

سرچینې: د ملګرو ملتونو او یونیسکو رسمي ویب سایټ او نورې معلوماتي پاڼې

افغانان لکه د نورو برخو په څیر په دې هم سر نه خوږوي چې په دې نړۍ کې نړيوالې ورځې کومې دي خو چې چا هم په فیسبوک کې ولیکل چې نن د پلانکي څیز نړیواله ورځ ده بس ټول یې نور ولیکي چې نن د دې نړیواله ورځ ده.

 دا چاره په افغانستان کې هېڅ ادارې نه ده تنظیم کړې چې موږ ته معلومات راکړل شي چې زموږ د خاورین جهان نړیوالې ورځې کومې دي او زموږ ملي ورځې کومې دي دا ځکه چې ډیر خلک لا هم د ملي او نړیوالو ورځو توپیر نه شي کولای چې یو ښه مثال یې د خبریالانو نړیواله او ملي ورځ ده چې دواړه په ډیر کم تفاوت په لنډه موده کې راځي چې زموږ اګاه قشر هم ترې خبر نه وي دا چاره څه موده د مخه هم ترسره شوه چې ټول فیسبوک د پلار نړیوالې ورځې په مناسبت له عکسونو، دعاګانو، پيغامون او ماشاءالله ګانو څخه ډک و.

په دې برخه کې د ملګرو ملتونو اداره د نورو هېوادونو او نړیوالو منل شوو ادارو  په وړانديز شويو ورځو بحث کوي چې تر منلو وروسته یې د نړیوالې ورځې په توګه تصویبوي چې  یونسکو او یونسیف پدې اړه کار کوي.

  دلته به نړالې ورځې د میلادي کال د میاشتو سره سم درته ذکر کړم:

نړیواله ورځ   / تفصیلنیټهد میاشتې نومګڼه
د بریل نړواله ورځ:

فرانسوي مخترع لویس بریل ته منسوب ده، برېل د نابينايانو ځانګړي خط ته ويل کېږي.

4جنوري۱
د زده کړو نړیواله ورځ24جنوري۲
د هولوکاسټ قربانیانو په یاد کې نړیواله ورځ27جنوري۳
د ښځینه جنسي الې  په وړاندې د زغم نړیواله ورځ6فبروري۴
د نبض نړیواله ورځ10فبروري۵
د ښځينه ساينس پوهانو نړيواله ورځ11فبروري۶
د راډیو نړیواله ورځ13فبروري۷
د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ20فبروري۸
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ21فبروري۹
د تبعیض پر وړاندې مبارزې نړیواله ورځ1مارچ۱۰
د ځنګلي ژويو د ساتنې نړیواله ورځ3مارچ۱۱
د ښځو نړیواله ورځ8مارچ۱۲
د خوشحالۍ نړیواله ورځ20مارچ۱۳
د فرانسوي ژبې نړیواله ورځ20مارچ۱۴
د نژادي تبعیض د لمنځه وړلو نړیواله ورځ21مارچ۱۵
د شعر  نړیواله ورځ21مارچ۱۶
د نوروز نړیواله ورځ21مارچ۱۷
د ځمکې ښکتني سنډروم نړیواله ورځ21مارچ۱۸
د ځنګلونو د ساتنې نړیواله ورځ21مارچ۱۹
د اوبو نړیواله ورځ22مارچ۲۰
د هوا  پېژندنې نړیواله ورځ23مارچ۲۱
د توبرکلوز نړیواله ورځ24مارچ۲۲
د بشري حقونو د قربانیانو د حقونو نړیواله ورځ24مارچ۲۳
د غلامانو د خرڅلاو نړیواله ورځ25مارچ۲۴
د توقیف شويو او ورک شويو کارګرانو  سره د پیوستون نړیواله ورځ25مارچ۲۵
د اټوزیم د پوهاوي  نړیواله ورځ ( دا یو ډول ناروغي ده )2اپریل۲۶
دماین پاکۍ په اړه د خبرتیا او همکارۍ نړیواله ورځ4اپریل۲۷
د وجدان نړیواله ورځ5اپریل۲۸
د پرمختګ او سولې لپاره د سپورټ نړیواله ورځ6اپریل۲۹
په روانډا کې د نسل وژنې پر وړاندې د اعتراض نړیواله ورځ7اپریل۳۰
د روغتیا نړیواله ورځ7اپریل۳۱
فضاء ته د انسان د ورتګ نړیواله ورځ12اپریل۳۲
د چګاس ناروغۍ نړیواله ورځ14اپریل۳۳
د چينايي ژبې نړیواله ورځ20اپریل۳۴
د نوښت او ایجاد نړیواله ورځ21اپریل۳۵
د مور نړیواله ورځ22اپریل۳۶
د کتاب او چاپ حق نړیواله ورځ23اپریل۳۷
د انګلیسي ژبې نړیواله ورځ23اپریل۳۸
د هسپانوي ژبې نړیواله ورځ23اپریل۳۹
په اړیکو او اطلاعاتو کې د انجونو ورځ ( اړيکو او اطلاعاتو ته د انجونو د لاسرسي نړيواله ورځ)23اپریل۴۰
د سولې لپاره دیپلوماسۍ نړیواله ورځ24اپریل۴۱
د استازي یا پلاوي نړیواله ورځ25اپریل۴۲
ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ25اپریل۴۳
د چرنوبل ناورین یاد نړیواله ورځ26اپریل۴۴
د فکري مالیکیت نړیواله ورځ26اپریل۴۵
په کار کې د خوندیتوب او روغتیا نړیواله ورځ28اپریل۴۶
د جاز موسیقي نړیواله ورځ30اپریل۴۷
ټونا  ساتنې نړیواله ورځ ( د ماهیانو یو نسل دی )2مۍ۴۸
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ3مۍ۴۹
د ویساک څوارلسمې سپوږمۍ نړیواله ورځ7مۍ۵۰
د دویمې نړیوالې جګړې د قربانیانو یاد نړیواله ورځ9  ـــ   8مۍ۵۱
د مهاجرو مرغیو نړیواله ورځ9مۍ۵۲
د کورنۍ نړیواله ورځ15مۍ۵۳
په سوله کې د ژوند کولو نړیواله ورځ16مۍ۵۴
د نور ( رڼا ) نړیواله ورځ16مۍ۵۵
مخابراتو او معلوماتو نړیواله ورځ17مۍ۵۶
د شاتو مچیو نړیواله ورځ20مۍ۵۷
د چای نړیواله ورځ21مۍ۵۸
د خبرو اترو د پوهېدو لپاره فرهنګي نوښت نړیواله ورځ21مۍ۵۹
د بیولوژيکي نوښت نړیواله ورځ22مۍ۶۰
د عصبي فسټولا د پای ته رسولو نړیواله ورځ23مۍ۶۱
د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو نړیواله ورځ29مۍ۶۲
له تنباکو څخه د پاکې نړۍ نړیواله ورځ31مۍ۶۳
د والدینو نړیواله ورځ1جون۶۴
د بایسکل نړیواله ورځ3جون۶۵
د بې ګناه قرباني  شوو ماشومانو  نړیواله ورځ4جون۶۶
د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ5جون۶۷
د غیري قانوني کب نیونې په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ5جون۶۸
د روسي ژبې نړیواله ورځ6جون۶۹
د خوړو خوندیتوب نړیواله ورځ7جون۷۰
د سمندرونو نړیواله ورځ8جون۷۱
د کارګرو ماشومانو نړیواله ورځ12جون۷۲
د البونیزم د پوهاوي نړیواله ورځ ( یو ډول ناروغي ده )13جون۷۳
د وینې ورکوونکو نړیواله ورځ14جون۷۴
د لوړ عمر کسانو څخه د ناوړه ګټې نه اخیستنې پوهاوي نړیواله ورځ15جون۷۵
د کورنۍ د تادیاتو نړیواله ورځ16جون۷۶
د وچکالۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ17جون۷۷
د ښو خوړو  د فن نړیواله ورځ18جون۷۸
په شخړو کې د جنسي تیریو د لمنځه وړلو نړیواله ورځ19جون۷۹
د مجبوره شويو کډوالو   نړیواله ورځ20جون۸۰
د یوګا نړیواله ورځ21جون۸۱
د سالسټیس لمانځلو نړیواله ورځ ( هغه وخت چې لمر له استوا کرښې څخه زیاته فاصله لري  )21جون۸۲
د ملګرو ملتونو د عامه خدماتو نړیواله ورځ23جون۸۳
د کونډو نړیواله ورځ23جون۸۴
ماڼو او  سمندري ګرځندویانو نړیواله ورځ25جون۸۵
د مخدره توکو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ26جون۸۶
په شکنجه کې د قرباني شويو په ملاتړ د ملګرو ملتونو نړیواله ورځ26جون۸۷
د وړو او غټو کاروبارونو نړیواله ورځ27جون۸۸
د تودو سیمو نړیواله ورځ29جون۸۹
د اسماني تیږې نړیواله ورځ30جون۹۰
د پارلمانیزم نړیواله ورځ30جون۹۱
د همکاریو نړیواله ورځ4جولایي۹۲
د نړۍ د نفوسو نړیواله ورځ11جولایي۹۳
د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ15جولایي۹۴
د نیلسن منډیلا نړیواله ورځ18جولایي۹۵
د شطرنج نړیواله ورځ20جولایي۹۶
د هیپاټیټس (تور زیړي)  نړیواله ورځ28جولایي۹۷
د ملګرتیا نړیواله ورځ30جولایي۹۸
د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ30جولایي۹۹
د نړۍ د اتلو کسانو نړیواله ورځ9اګسټ۱۰۰
د ځوانانو نړیواله ورځ12اګسټ۱۰۱
د بشرپالنې نړیواله ورځ19اګسټ۱۰۲
د تروریزم قربانیانو د درناوي یاد نړیواله ورځ21اګسټ۱۰۳
د مذهب پربنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د ياد نړیواله ورځ22اګسټ۱۰۴
د غلامانو د خرڅلاو د نابودۍ نړیواله ورځ23اګسټ۱۰۵
د اټومي ازموینو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ29اګسټ۱۰۶
د ورکو شويو قربانیانو د یاد نړیواله ورځ30اګسټ۱۰۷
د خیریه چارو نړیواله ورځ5سپټمبر۱۰۸
د شین اسمان لپاره د پاکې هوا نړیواله ورځ7سپټمبر۱۰۹
د سواد نړیواله ورځ8سپټمبر۱۱۰
له جګړو څخه د پوهنې د خوندي کولو نړیواله ورځ9سپټمبر۱۱۱
د جنوبي هېوادونو همکاریو نړیواله ورځ12سپټمبر۱۱۲
د دیموکراسۍ نړیواله ورځ15سپټمبر۱۱۳
د اوزون طبقې ساتنې نړیواله ورځ16سپټمبر۱۱۴
د ناروغ د خوندیتوب نړیواله ورځ17سپټمبر۱۱۵
د مساوي تادیې نړیواله ورځ18سپټمبر۱۱۶
د سولې نړیواله ورځ21سپټمبر۱۱۷
د ګوګيانو لپاره د اشاروي ژبې نړیواله ورځ23سپټمبر۱۱۸
د سمندري تجارت یا دریانوردۍ نړیواله ورځ24سپټمبر۱۱۹
د اتومي وسلو د لمنځه وړلو نړیواله ورځ26سپټمبر۱۲۰
د ګرځندوی نړیواله ورځ27سپټمبر۱۲۱
معلوماتو ته  د لاسرسي نړیواله ورځ28سپټمبر۱۲۲
د خوړو د بې ځایه استعمال او ضایع کیدو پوهاوی نړیواله ورځ29سپټمبر۱۲۳
د ژباړې نړیواله ورځ30سپټمبر۱۲۴
د زړو کسانو نړیواله ورځ1اکتوبر۱۲۵
د عدم تشدد نړیواله ورځ2اکتوبر۱۲۶
د ښوونکو نړیواله ورځ5اکتوبر۱۲۷
د زرغونتیا نړیواله ورځ5اکتوبر۱۲۸
د پوست او پوسته خانې نړیواله ورځ9اکتوبر۱۲۹
د رواني روغتیا نړیواله ورځ10اکتوبر۱۳۰
د کمکیو انجونو نړیواله ورځ11اکتوبر۱۳۱
د ناورین د خطر کمولو نړیواله ورځ13اکتوبر۱۳۲
د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ15اکتوبر۱۳۳
د خوړو نړیواله ورځ16اکتوبر۱۳۴
د فقر د لمنځه وړلو نړیواله ورځ17اکتوبر۱۳۵
د احصایې نړیواله ورځ20اکتوبر۱۳۶
د ملګرو ملیتونو نړیواله ورځ24اکتوبر۱۳۷
د پراختیا او معلوماتو نړیواله ورځ24اکتوبر۱۳۸
د ریکارډ شويو او ثبت شويو اوازونو د خطراتو ساتنې نړیواله ورځ27اکتوبر۱۳۹
د ښارونو نړیواله ورځ31اکتوبر۱۴۰
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت نړیواله ورځ2نومبر۱۴۱
د سونامي د پوهاوي نړیواله ورځ5نومبر۱۴۲
په جګړه کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ6نومبر۱۴۳
د سولې او پرمختګ لپاره د ساینس نړیواله ورځ10نومبر۱۴۴
د شکرې نړیواله ورځ14نومبر۱۴۵
په سرک باندې د ترافیکي پیښې د قرباني شويو نړیواله ورځ15نومبر۱۴۶
د زغم نړیواله ورځ16نومبر۱۴۷
د تشناب نړیواله ورځ19نومبر۱۴۸
د فلسفې نړیواله ورځ19نومبر۱۴۹
د افریقا د صنعتي کیدو نړیواله ورځ20نومبر۱۵۰
د ماشومانو نړیواله ورځ20نومبر۱۵۱
د تلویزیون نړیواله ورځ21نومبر۱۵۲
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو نړیواله ورځ25نومبر۱۵۳
د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ29نومبر۱۵۴
په  کیمیاوي وسلو د قرباني شويو کسانو د یاد نړیواله ورځ30نومبر۱۵۵
د ایډز نړیواله ورځ1ډسمبر۱۵۶
د مریې توب ختمولو نړیواله ورځ2ډسمبر۱۵۷
د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ3ډسمبر۱۵۸
د بانکونو نړیواله ورځ4ډسمبر۱۵۹
د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د رضاکارانو نړیواله ورځ5ډسمبر۱۶۰
د خاورې نړیواله ورځ5ډسمبر۱۶۱
د ملکي هوایي چلند نړیواله ورځ7ډسمبر۱۶۲
د نسل وژنې څخه د مخنیوي او د دې قرباني شويو یاد نړیواله ورځ9ډسمبر۱۶۳
فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ9ډسمبر۱۶۴
د بشر د حقونو نړیواله ورځ10ډسمبر۱۶۵
د غرونو نړیواله ورځ11ډسمبر۱۶۶
د بې پرې توب او مساوات  نړیواله ورځ12ډسمبر۱۶۷
د نړیوال پوښښ نړیواله ورځ12ډسمبر۱۶۸
په خپله خوښه کډوال شويو نړیواله ورځ18ډسمبر۱۶۹
د عربي ژبې نړیواله ورځ18ډسمبر۱۷۰
د بشري پیوستون نړیواله ورځ20ډسمبر۱۷۱

Leave A Reply

Your email address will not be published.