The news is by your side.

هوښیار ملت، کوم ملت ته وايي؟

جنرال دولت وزیري

0

واحد ملت هغه دی چې که یو ټبر یې درد وویني، نورې پرګنې او قومونه یې هم په خپل هډ او بدن کې حس کړي. یو قوم که د بل قوم د ملاتړ لپاره اوچت شو، هغه وخت ویلی شو چې ویښ ملت یو او اتحاد لرو.

نن سبا زموږ لوستې طبقه هم د تېرو وختونو د ناکامیو او ناوړه کړنو ملامتي پر یوه ځانګړې قومي ډله تاوانوي، چې دا ښه فکري لیدلوری نه دی. په هره پرګنه کې ښه او بد شته او حتی بد وګړي هم کولی شي چې یو واحد او هوښیار ملت تشکیل کړي، په دې شرط چې خپلې ملي ګټې تعریف کړي او ویې پېژني.

په هغه وخت کې د ځمکې پر مخ يوې سيمې ته د هېواد لقب یا نوم ورکولای شو، چې هلته د انسانانو یوه ټولنه وي، څلور خوا ته يې حدود معلوم او ټاکل شوي وي او له دې سره هلته یوه واکمني موجوده وي.

دا درې واړه د یوه هېواد لپاره اساسي فکتورونه دي، بې له دې په هېڅ صورت يوې سيمې ته هېواد نه شو ويلای.

د دغو درېیو اساسي فکتورونو تر څنګ ډېره اړینه ده چې د دغې سیمې واکمني سیاسي خپلواکي ولري، دا په دې مانا ده چې دغه واکمني له نورو هېوادونو سره د راشه درشې په برخه کې خپلواک وي او د بل د امر او نهي تابع نه وي.

د دې تر څنګ وګړي يې د هغه قانون تابع وي چې د واکمنۍ له خوا وضع شوي وي او دغه قانون د واکمنۍ په ټول قلمرو کې تر ډېره د تطبیق وړ وي. پر دې سربېره د هېواد د ساتنې او د قانون د تطبیق لپاره دفاعي او امنیتي ځواکونه ولري.

لکه څنګ چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، تر ټولو مهم او لومړی فکتور د یوه هېواد د منځ ته راتللو لپاره وګړي دي. نو په دې خاطر ډېره اړینه ده چې د دې سیمې وګړي د ذهنيت یا فکري جوړښت له پلوه وڅېړل شي. که چېرې د یوې ټولنې وګړي د لوړ سیاسي ذهن او فکري جوړښت خاوندان وي، د هغه ټولنې په نسبت چې د کمزوري شعور او فکري جوړښت خاوندان وي، د ټولو مسالو په هکله ښه او پر ځای فکر او پرېکړې کولای شي.

داسې ټولنو ته د لوړ فکري بلوغ لرونکو ټولنو نوم ورکولای شو، ځکه داسې ټولنې یا ملتونه کولای شي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او د هغو پېښو چې د هېواد په زیان وي په اسانۍ سره يې مخه ونیسي او په هېڅ صورت د نورو د دسیسو ښکار او د لاس اله نه ګرځي.

د یوه داسې لوړ فکري جوړښت پر لرونکي ملت باندې د نړۍ نور ملتونه هم باور کوي او تر څنګ يې پرېکړو او تړونونو ته د لوړ درناوي په سترګه ګوري.

کمزوری او پاشل شوی ملت لومړی په خپل منځ کې له سترو ستونزو سره مخ وي او تر څنګ يې نړیوال هم ورباندی بېباوره او د یوه منلي او واحد ملت په سترګه ور ته نه ګوري.

د یوه واحد هېواد او واحد ملت د رامنځته کولو لپاره په یوه هېواد کې د سیاسیونو رول ډېر برجسته دی، که چېرې سیاسيون له خپلو شخصي ګټو څخه د یوه واحد ملت د جوړولو لپاره تېر شي، په هغه صورت کې د ملت د وګړو تر منځ بېباورۍ او شخړې په اسانۍ سره له منځه ځي او د يوه واحد ملت د جوړېدو لپاره ډېر ژر شرایط چمتو کېږي.

که چېرې د يوې ټولنې سیاسیون چې ځانونو ته هوښيار او د ټولنې مشران وايي، خپلو شخصي ګټو ته د ملي ګټو پر ځای لومړیتوب ورکړي، د دوی دغه کړنې سره له دې  دې چې د یوه واحد ملت د جوړېدو مخه نیسي ورسره د نورو شریرو او هېواددښمنه ډلګیو او کړیو لپاره هم د لاسوهنو زمینه برابروي.

که ښه ځیر شو د تېمور شاه دراني تر واکمنۍ را وروسته تر ننه پورې د ډېرو ناوړو پېښو سبب موږ په خپله او زموږ مشران ګرځېدلي دي.

د زمان شاه، شاه محمود، شاه شجاع، دوست محمد خان، وروڼه او زامن يې، تر هغې راوروسته د ټولو ناوړه پېښو لوی عامل د بهرنيو لاسوهنو تر څنګ موږ په خپله او زموږ مشران وو.

دا هم سمه ده چې زموږ د پاشلې ټولنې ټول وګړي د غيرت او زړورتیا لوړې بېلګې دي او د دوی همدغه غیرت او زړورتیا ده چې تل يې بهرنیو یرغلګرو ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي دي. بېلګې يې هم ډېرې دي.

مقدوني سکندر هم دلته په څلورکلنه جګړه کې ډېر ستړی او ټپي شو، د ایرانیانو په نس کې هم د دوی له لاسه اوبه تودې نه شوې، په هند کې هم پېړۍ- پېړۍ د دوی واکمني وه، انګرېزانو او روسانو هم د دوی د لاسه ښه ورځ ونه لیده.

د دې ټولو سرښندنو تر څنګ که مو مشرانو او د ټولنې وګړو لوړ فکري جوړښت درلودای، یوازې به يې پر جګړو او د یرغلګرو پر ماتولو بسنه نه کوله، تر څنګ به يې د یوه واحد ملت، د هېواد لوړو ارزښتونو او د هېواد جوړولو ته هم پاملرنه کوله. یوازې جګړې کول غیرت او زړورتیا ته نه وايي، له نورو څخه د هېواد بې نیازه کول او پر خپلو پښو درېدل اصلا هوښیارتیا، غیرت او زړورتیا ته وايي.

 تر څو چې یو ملت په خپلو پښو نه وي درېدلی او تر یوه حده يې اقتصادي خپلواکي نه وي تر لاسه کړې، هغې خپلواکۍ ته خپلواکي ویل د ځان غولول دي. موږ تل جګړې کړې او ګټلې مو دي، خو له جګړو وروسته بیا همغه دېګ او شلغمو ته ورستانه شوي یو، د یوه او بل پر سر مو وهلي دي. پایله يې هم بې له بدمرغۍ بل څه په لاس نه دي راغلي.

که نن ورځ هم له روان وضعيت څخه په ښه شکل ګټه پورته نه کړو او يوازې په دې خوښ او بسنه وکړو چې دلته امريکا ماته شوې، انګرېز مات شوی او روس مات شوی دی، په حقیقت کې به مو د نورو پرمختګ مخه نیولې وه، سمه ده چې پردي دلته مات شوي دي، خو بدمرغه هغوی نه بلکې موږ پاتې شوي یو.

 لندن، مسکو او واشنګټن د نړۍ ډېر پرمختللې او ښکلي ښارونه دي، خو زموږ کابل تر اوسه کانالیزاسیون نه لري او پر هغو معيارونو برابره پلازمېنه نه ده چې د نورو هېوادونو پلازمېنې دي.

که غواړو چې له نړۍ سره سيال شو، طالبان او دولت دې مذاکرات د سولې لپاره وکړي، یوازې د ځان د واکمنۍ لپاره دې نه کوي، په دې شرط که غواړئ چې د اوسنیو شرایطو څخه د هېواد په ګټه استفاده وکړي.

 سمه ده مذاکرات به بریالي شي خو د ژنیو د مذاکراتو په څېر چې افغانستان يې يوې دېرش کلنې جګړې ته ورټېل واهه، بیا  به د يوې ناپايه جګړې ښکار شي.

وايي، که یو ځل مې غولوې ملامت ته يې، که چېرې دویم او بیا سلم ځل مې غولوې، مانا دا چې ته ګناه نه لرې زما سر له بوسو ډک دی او بیا زه يم چې نه د ملت او نه د هېواد د جوړېدو وړتیا لرم.

 یوازې جګړه خو هم د ځنګله یاران له موږ ښه کولای شي، خو موږ ورته د انسانانو نوم نه ورکوو، ځکه چې شعور نه لري او د ښو او بدو فرق نه شي کولای.

د یو واحد ملت په هیله.

(Visited 50 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.