The news is by your side.

هيپناګوګیا

ژباړه: عتیق الله حمیدي

0 0

 هيپناګوګیا (Hypnagogia) یوه عصبي پېښه ده چې د خوب او ویښې حالتونه سره ګډېږي چې په نتیجه کې یې انسان یو څه نوي تجربه کوي او له عجيبو پېښو سره مخ کېږي. زیاتره کسان بیا دا پېښې د ناپوهۍ له کبله ماورالطبيعي ګڼي.

په یوې مرکې کې فلمي لوبغاړې جیسیکا البا خپله وېرونکې پېښه داسې بیانوي:

“زموږ په پخواني کور کې حتما یو څه شته. یوه شپه زه ویده وم، چا رانه څادر کش کړ او ما چې هر څو هڅه وکړه، له خپل ځای څخه نه شوم پورته کېدلای. داسې فکر مې کاوه لکه په سینه مې چې څوک ناست وي. ما د هغه وزن محسوساوه، نه مې ځان ښورولی شو او نه مې خبرې کولی شوې.”

د جیسیکا پېښه که څه یوه نادوده پېښه ده؛ خو زموږ له تجربو ډېره لیرې نه ده. ښایي له تاسو سره به هم ډېر کله دغسې شوي وي. زه له داسې پېښو سره ډېر مخ شوی یم، په ځانګړي ډول کله چې بې خوبه یم. انګېرلي به مو وي چې ځینې وخت په ژور خوب ویده یو ناڅاپه خپل نوم واورو، یا داسې یو څه خوب کې ووینو چې له خوبه مو ويښ کړي، یا د یوه داسې څه بوی مو تر پوزې شي چې نااشنا او وېرونکی وي. له دې پېښو سره له خوبه ویښ شو؛ خو نور حرکت نه شو کولی. نه لاس ښوروی شو او نه سر. داسې انګېرو لکه په کوټه کې چې یو څه شته؛ داسې یو څه چې نااشنا او وېرونکی دی. هڅه کوو چې ژوره ساه واخلو؛ خو داسې انګېرو لکه پر سینه مو چې څوک ناست وي او موږ ساه اخیستلو ته نه پرېږدي، یا مو دې ته نه پرېږدي چې چا ته نارې کړو. سل هڅه وکړو، خو له خولې مو غږ نه وځي.

      دا وېرونکې پېښه لکونو انسانانو تجربه کړې ده. ښه خبره دا ده چې د نوو پوهنو له برکته د دې رڼاوی شوی دی او اوس موږ اړ نه یو چې د دې پېښې لامل خپسه، پېری، یا نور ماورالطبيعي شیان وګڼو.

     هيپناګوګیا یوه عصبي پېښه ده او هغه وخت ورسره انسان مخ کېږي، کله چې له خوبه ويښېږي (Hypnopompic). یا تازه ویده کېږي (Hypnagonic). دا یو داسې درمیانه حالت وي چې انسان پکې نه بشپړ ویده وي او نه ويښ. په دې حالت کې انسان بېلابېل غږونه اوري او تصويرونه یې سترګو ته راځي. اصلا دا پېښې په خوب کې وي، یعنې په حقیقت کې نه څوک موږ ته غږ کوي او نه په اتاق کې داسې څه وي چې و مو وېروي.

     له هيپناګوګیا سره یوه بله تړلې مساله لږمهالی فلج دی چې زیاتره یې (Sleep paralysis) بولي. د عادي خوب پر وخت (REM یاRapid eye movement) کې ځنډ راځي او ماغزه زموږ د ملا د تیر یا سپاینل کالم کې موجود (motor neurons) دروي چې په نتیجه کې یې موږ له سترګو پرته نور حرکت نه شو کولی. دا یوازې په ژور خوب کې رامنځته کېږي. اصلا که فکر وکړو دا فلج زموږ پر ګټه دی او زموږ ساتنه کوي. هغه وېرونکی خوب چې موږ په دې وخت کې ګورو، موږ پرې عمل هم کوو او که فلج نه اوسو، شونې ده چې ځان ته زیان هم ورسوو. لیدلي به مو وي چې زیاتره کسان خوب کې ګرځي او ځان ژوبلوي. د هيپناګوګیا پر وخت چې موږ له خوبه ويښ شو، د یو څه مودې لپاره فلج یو؛ لامل یې دا دی چې اغېزمن شوي نیورونونه بشپړ خپل عادي حالت ته نه وي راغلي. دا وخت موږ نیم ویښ او نیم ویده اوسو یعنې شعوري حالت او د خوب حالت مو سره مېکس شوی وي. په دې حالت کې چون موږ نیم فلج او نیم ویده یو؛ نو هغه هېښنده او وېرونکې انځورونو مو هماغسې سترګو کې وي.

     هيپناګوګیا یا (Sleep paralysis) څومره عام دی؟

په (٢٠١١م) کال کې برین شارپلېس او جیکوېس باربر د (sleep paralysis) په اړه تر دېرشو زیاتې پېښې وڅېړلې چې له بېلابېلو فرهنګونو او ډلو سره یې تړاو درلوده. دوی دې نتیجې ته ورسېدل چې تقریبا اته سلنه خلکو (sleep paralysis) تجربه کړی دی او هغوی چې خواشیني او ژور خپګان هم لري د هغوی فیصدي تر ٢٥سلنو اوړي.

بهرنۍ او دنننۍ تجربه:

      د تنقیدي فکر لرونکو یوه ښه ځانګړنه دا ده چې په پټو سترګو د چا خبره نه مني، بلکې له ماغزو ګټه اخلي؛ خو فکر مو وي چې ځینې وخت ماغزه هم د تېروتنې یا (glitch) ښکار شي. د هيپناګوګیا پېښې هم د ماغزه د تېروتنو له کبله وي. ماغره د دوو جزیرو ترمنځ بند پاتې وي. موږ فکر کوو چې دا پېښه بېروني لاملونه لري، یعنې فکر کوو چې کوټه کې څوک دی، یا پر سینه مو څوک ناست دی؛ خو اصلي کیسه ماغزو کې پرته وي.

      زما په شمول زیاترو کسانو دا پېښه تجربه کړې ده او په بېلابېلو فرهنګونو کې دا پېښې په بېلابېلو بڼو  تعبیر شوي دي. په منځنیو پېړیو کې اروپایان په دې اند وو چې بدې ارواوې زموږ پر سینو کښېني او له جادویي ځواک څخه په ګټنې له موږ څخه جسمي قوت اخلي. په هغو وختونو کې پيریان او بلاګانې ډېرې مشهورې وې، ځکه یې دا پېښه هم په بلاګانو پسې وتړله. اصلا که فکر وکړو د انګلسي (nightmare) کلمه چې د وېرونکي خوب یا خپسې مانا لري، له همدې ګروهو سره تړاو لري. د (mare) مانا ښځینه بده اروا یا خپسه ده چې په خوب کې د خلکو ستونی خپه کوي.

     په اوسني پېر کې خلک په شيشکو او بلاګانو زیات باور نه لري. اوس زیاتره خلک د دې پېښو لامل فضایي مخلوق (alien) ګڼي. ښه بېلګه یې نامتو لیکوال (Whitley Strieber) دی. دی وایي چې زه فضایي مخلوق تښتولی وم او دا خبره یې په خپل کتاب ( A true story communion) کې هم کړې ده. کیسه داسې کوي، وایي یوه شپه چې له خوبه ويښ شوم، داسې مې و انګېرل چې په کوټه کې یو څوک شته. دې وخت کې زه د فلج غوندې حالت کې وم. ښه پوهېدم چې ویښ شوی یم؛ خو لاس و پښې مې نه شوی ښورولی. د ده دا خبرې زباتوي چې دی په هيپناګوګیا باندې اخته و. ډېرو نورو هم ورته کیسې کړي دي، خو که خبرو ته یې غوږ شو، ټولې نخښې یې د هيپناګوګیا وي.

     د هيپناګوګیا اصلی لامل عصبي دی او اړتیا نشته چې بهرني لاملو لکه بلا، شیشکه، خپسه… وغیره ورته ولټوو. که تاسو ته څوک د هيپناګوګیا تجربه بیانوي او بلا، خپسې یا شيشکې یادوي چې ما په خپلو سترګو ولیدلې… په خبرو یې باور مه کوئ. څرنګه چې ماغزه د تېروتنې یا glitch ښکار کېږي، داسې موږ هم په یوه نه یوه برخه کې د فریب او دوکې ښکار کېږو. زموږ ماغزه د احساساتو یا د بې خوبۍ له کبله تل تېروتنې کوي.
لنډه دا چې د هيپناګوګیا له پوهېدلو مو دا زده کړل چې له ماغزو څخه هم تېروتنه کېږي. اړینه نه ده څه چې موږ وینو، اورو یا انګېرو دا دې حقیقت وي او زیاتره وخت د بلاګانو کیسې محض کیسې وي.

——————

(ژباړه او لنډيز)

د کتاب نوم:

The Skeptics’ Guide to the Universe

لیکوال:
Dr. Steven Novella

Leave A Reply

Your email address will not be published.