The news is by your side.

واکمن

رحمت پټان

0

مشرې یا واک چلول په روغو خلکو سخت دی، په ساده او لیونیو ډېره اسانه ده. همدا شان بې عقل په بې عقلو او په هوښیارو به هوښیار واکمن وي.
د یوه هېواد واکمنان (مشران) تر ډېره پورې د هغه هېواد د خلکو په لیاقت، دود، دستور او پوهې پورې اړه لري، ځکه مشران هم د خپلې ټولنې مستقیم انعکاس او روح وي.

کلونه مخکې مې یو حکایت لوستی و، همدې ته ورته و: یو پاچا خپل هیواد ډېر ښه جوړ کړی و، نو د بل هیواد واکمن دغه نشوی زغملی، نو داسې چل یې وکړ، چې د کومې چینې څخه دغه پاچا اوبه څښلې، هغه چینه کې یې داسې مواد ورته واچول، چې پاچا لیونی کړي.

دا هغه چینه وه، چې د هیواد ټولو خلکو او پاچا به اوبه ترې څښلې. کله یې چې مواد ور واچول، نو په دغه ورځ پاچا اوبه ونه څښلې، چیرته بل هیواد ته تللی و، خو د هیواد ټولو وکړو اوبه ترې وڅښلې، پاچا چې خپل ملک ته راغلو، ګوري چې ټولو خلک لپلغړ/ بربڼ ګرځي او پاچا پسې ټول خلک خاندې. د پاچا په ضد خلکو پاڅونونه وکړل، چې پاچا لیونی دی.
پاچا فکر وکړ، نو داسې خو واکمني نه کېږي، باید یو څه چل ورسره وکړم، تر څو دغه حالت کنټرول کړم.

نو پاچا د هوښیارو خلکو سره مشوره وکړه، دوی داسې مشوره ورکړه :ــ

داسې وکړه، چې ته هم د دغې چینې څخه اوبه وڅښه، تر څو د دغو خلکو غوندې شې یا ته هم د دغو خلکو غوندې لوڅلغړ ګرځه.
پاچا همداسې وکړل، چې خلکو ولېد، پاچا لوڅلغړ ګرځي، خلک خوشحاله شول، چې پاچا هوښیار شوی دی.

څومره چې خلک هوښیار وي، هغومره واک چلول په سخت کار دی، ځکه روغ او هوښیار خلک له تا څخه روغ او ښه کار غواړي، که چېرته یو واکمن ښه کار ونشوای کړای، عقلمن خلک یې مخه نیسي، په ځای یې، یو روغ او د کار واکمن ځایناستی کوي.

کمعقل خلک هغه واکمن خوښوي، چې د دوی غوندې هر څه ته یو سطحي فکر وکړي، که چېرته د دوی د فکر څخه لوړ فکر او مفکوره یې تدبق کړي، بیا یې مخنوی کوي، ځکه دوی داسې انګېري، چې دا خو بد کار دی او د بد کار خو باید مخنوی وشي.

کله چې غازي امان الله خان خپل هیواد افغانستان ته ازادي واخیسته، دا هغه واکمن و، چې د بهادرۍ، زړورتیا، نوی اند، عالي مفکوره، د ازادۍ مبارز او پرمختګ ته ډېر لیواله وو او د هیواد بقاء لپاره یې کار کاو. خو د افغاني ټولنې فکر او مفکوره ډېره زړه، بې کاره یعنې افغاني ټولنه کې عقلي او هوښیار خلک هغه وخت کم وو. کله چې امان الله خان نوي مفکوره او پرمختګ ته کار شروع کړ، خلکو بې دینه، ملحد او بې عقل خطاب ورته وکړ او په ضد یې خلک راوپارېدل، واکمن له واک څخه لاړ.

که وروسته موږ تاریخ ته نظر وکړو، یو خاین واکمن راغی، خو هغه هم ژر له منځ څخه لاړ، همداشان بیا بل، خو کله چې ظاهر شاه واکمن شو، د خلکو څنګه چې فکر او مفکوره وه، هغه شان ورسره ووسېد، نو هغه و، چې کلونه واکمني یې په وکړه.

متل دی، څنګه غر هغه شان یې کرپوړی.
چې څنګه د یو ملت خلک وي، هغه شان به یې واکمن وي، خو په مطلق ډول څوک قضاوت نشي کولای، چې پلانکی واکمن ښه یا بد دی، هر یو نیمګړتیاوې او وړتیاوې لري، خو د کمزور یا ټیټې طبقې خلکو واکمن هم کمې وړتیاوې لري او د لوړې طبقې واکمنان لوړې يا ډېرې وړتیاوې لري.
د یو ښه او بریالي واکمن تر ټولو ښه ځانګړتیا دا ده، چې پوه ووسېږي، هر رنګه ناوړه، بد او ښه حالتونه کنټرول کړي. خپل مسولیتونه په سمه توګه سمبال کړي.

(Visited 40 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.