The news is by your side.

ولې د سولې مشورتي لویه جرګه؟

0

محمدبشیر یوسفزوی

سره له دې چې جرګه د افغانستان ملي عنعنه ده، خو له بده مرغه یو شمېر عقده منو او له واکه شړل شویو کسانو، مغرضو کړیو ، افرادو او اشخاصو د خپلو شخصي عقدو او د خپلو بهرنیو بادارانو په لمسون په دې وروستیو کې د جګړې په ضد ډېر منفي تبلیغات وکړل او کوښښ یې دا وه چې عامه اذهان ورباندې مشکوک او بې باوره کړي. مګر جرګه د خپل هغه تاریخي او ملي عظمت له برکته چې لري یې د دغسې کسانو په تبلیغاتو نه بې وزنه کېږي او نه هم بې اغېزې کېږي، خو ممکن د ځینو په ذهنونو کې لا هم دا پوښتنه ورګرځي چې ولې د سولې مشورتي لویه جرګه؟

ولسمشر غني پرون د سولې مشورتي لویې جرګې د پرانیستې پرمهال د ولس منتخبو استازو ته د وینا پرمهال دغې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: ” بخاطر اینکه با طالبان چارجوب و حدود مذاکره را تعین کنیم. بخاطر اینکه صلح تعریف شود و چگونگی دستیابی به آن مورد بحث قرار گیرد و در روشنایی نظریات مردم، جمهوری اسلامی افغانستان خط مشی صلح و مذاکره را تدوین و تکمیل نموده و سعی خواهد ورزید تمام امکانات و منابع ملی و دولتی را در راستای تطبیق آن به کار اندازد.  چون میخواهیم پروسه صلح افغانی شود، بعضی ها میخواهند این پروسه را غیر افغانی کند. بعضی ها به شنیدین چند طالب در یک هوتل در خارج، با بسیار شوق و اشتیاق از کشور می روند اما بخاطر شنیدین سه هزار نماینده تمام کشور به قلب کشور نمی ایند.“

ممکن ځینو له دې امله هم د لویې جرګې مخالفت کړی وي چې د دوی شخصي ګټې په جنګ کې نغښتي دي او دوی په هیڅ شرط نه غواړي چې خپلې شخصي ګټې د هیواد، ولس او ملي ګټو قرباني کړي. دوی په تېرو اتلسو کالو کې چې په واک کې وو، نو تل یې پام په خپلو شخصي، قومي، سمتي او حزبي ګټو وو او له همدې امله ورځ تر بلې په هیواد کې بحران زیاتېده او تر دې اندازې را ورسېده، مګر دوی بحرانونو ته هم ډېره اندېښنه نه کوي، ځکه د بحران او جنګ اصلي قرباني عام افغانان دي. عام افغانان په کې وژل کېږي. دوی په کې خپله شتمني او د ژوند اسانتیاوې له لاسه ورکوي او ورځ تر بلې بدمرغه کېږي، نو له دې امله دا ډېره حتمي او ضروري ده چې ولس په خپلو کې سره جرګه شوي او له وسله والو طالبانوسره د سولې لپاره داسې حدود او چوکاټ رامنځته کړي چې نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، د وګړو حقونه او نور ملي مسایل او ارزښتونه په کې خوندي پاتې شي.

دا لومړی ځل دی چې ولس له غلو، زوورواکانو، مافیا، جنګسالارانو او معامله ګرو څخه بېغمه دی او د ولس استازي په خپلو کې د هیواد د راتلونکي او د تلپاتې او باعزته سولې په اړه د لویې جرګې تالار کې خپلمنځني بحثونه کوي او ولس دې بحثونو ته زیات هیله من دی او که خدای کول همدغه بحثونه به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یوه پیلامه شي.

 

 

 

(Visited 126 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.