The news is by your side.

ولې لویه جرګه؟ /ګل آغا احمدي وردګ

0

دا پوښتنه به هرو مرو د ګڼ شمېر هېوادوالو او نړیوالو په ذهنونو کې را تاوېږي چې د تاریخ په دې حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې ولې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس ښاغلي محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویه جرګه را غوښتې او ولې یې یو ځل بیا د سولې په دې مهمه، ضروري او حیاتي موضوع کې د ولس رایې او مشورې ته مراجعه کړې ده؟

موږ پخپله دغه لیکنه کې غواړو چې همدې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه وکړو او دا خبره په ډاګه کړو چې لویې جرګې تل د افغانستان د لویو لویو ملي مسایلو په تحلیل او روانو ستونزو ته په حل موندلو کې روښانه دریځ درلودلی، د هېواد لومړی درجه مشرانو، حاکم نظام، دولت او ملت ته یې داسې حل لاره ترسیم کړې چې په ستونزو یې بری موندلی او افغان ولس یې له سترو سترو ناورینونو څخه ژغورلی دی. موږ غواړو چې دغې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه په څو لاندې ټکو کې خلاصه کړو.

لومړی: افغانانو تل د جرګو له لارې د خوشحاله ژوند کلۍ موندلې، لوی ملي تصمیمونه یې نیولي، د روانو ستونزو په هکله یې خپل نظریات، مشورې او تصمیمونه سره شریک کړي، د سولې ستر نعمت یې په برخه شوی، د ملت د مختلفو پرګنو د یووالي تمثیل ته یې لاره هواره کړې، له ستونزو څخه په بري سره وتلي او د بریالیتوب او پرمختګ په لاره یې ګام اېښي دی.

دویم: دا حقیقت باید په ډاګه شي چې د مسلمانانو تر منځ په چارو کې شورا د الله (ج) امر دی او مسلمان امت ته د ژوند په هره برخه کې د کره تصمیم نیونې په مقصد د شورا په طرف لارښونه کوي. لکه چې الله عز وجل د شوری د سورت په ۳۸ آیت کې فرمایلي دي: « … وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ»  «ترجمه: او د دوی (مسلمانانو) کارونه د دوی تر منځ په مشوره دي.» له همدې کبله د افغانستان د مسلمان ولس وګړي په زیاتو مواردو کې د خپلو مشورتي بنسټونو لپاره د شورا نوم کاروي او جرګه یا لویه جرګه په افغانستان کې د شورا مترادف نوم دی چې زموږ په هېواد کې لرغونی تاریخ لري او سترې ملي ستونزې یې حل کړې دي.

دریم: د افغانستان د اساسي قانون د پنځه شپېتمې مادې پر بنسټ جمهور رییس دنده لري چې په لویو ملي مسایلو کې د ولس رایو ته مراجه وکړي، په همدې ماده کې داسې راغلي دي: «جمهور رییس کولای شي چې په مهمو ملي، سیاسي، اجتماعي یا اقتصادي موضوعاتو کې د افغانستان د وګړو عمومي رایو ته مراجعه وکړي.» (۱)

څلورم: هره لویه او ملي ستونزه چې مختلف ابعاد او اړخونه و لري، یوازې د خبرو اترو له لارې تر بحث لاندې نیول کېږي، مشورې پرې کېږي، تصمیم نیول کېږي او حل لاره ورته موندل کېږي. له همدې کبله په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدلو او د سولې ستر نعمت ته د رسېدلو په موخه جګړه ځپلي افغانان د خپلو استازو په وسیله په دغه ستر ملي بحث کې د برخې اخیستلو فرصت لاسته راوړي، خپل رغنده نظریات څرګندوي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر او نظام ته داسې مشوره ورکوي چې زموږ وګړي د سولې ستر نعمت ته په  رسېدلو کې بریالي شي.

پنځم: د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرتابه په تېرو ۱۷ کلونو کې په مسلسله توګه هڅه کړې ده چې د دولت له افغان مخالفینو سره د سولې مذاکرات پيل او د افغانستان روانې ستونزې ته د خبرو اترو له لارې حل لاره و مومي. د ملي یووالي حکومت هم د خپل حاکمیت په تېرو څلورنیمو کلونو کې په لسګونو ځله هڅه کړې ده چې له هغو وسله والو مخالفینو سره د سولې د مذاکراتو دروازه پرانېزي چې افغانان دي او د مختلفو دلایلو له مخې د افغانستان له سیاسي نظام څخه مرور شوي او په وسله وال مخالفت یې لاس پورې کړې دی.

شپږم: روانه جګړه هېڅکله د افغانستان اسلامي جمهوریت نه ده پيل کړې بلکي د افغانستان په حاکم نظام، جنګ ځپلو افغانانو او زموږ په هېواد تپل شوې ده. له همدې کبله د افغانستان نظام او ولس غواړي چې دا جګړه نوره د تل لپاره په هېواد کې پای ته و رسېږي او په هېواد کې د سولې تامین د روان ناورین د پای ته رسېدلو لپاره لومړی او اساسي ګام دی.

اووم: اوس مهال له بل هر وخت څخه مناسب دی چې په افغانستان کې د سولې د تامین هڅې ګړندۍ شي ځکه چې نه یوازې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مشرتابه بلکي د طالبانو تحریک، د امریکا متحده ایالات، د ناټو سازمان غړي هېوادونه، ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه، د افغانستان ګاونډي هېوادونه، سیاسي اپوزسیون، په داخل او بهر کې پېژندل شوې افغان شخصیتونه او په ټوله کې افغان ولس د سولې غږ پورته کړی، په هېواد کې د سولې تامین ته سخت تږي دي او ځینې بهیرونه د افغانستان په کشاله کې د ټولو ښکېلو اړخونو په شمول د بین الافغاني سولې هر اړخیزو مذاکراتو ته د لارې هوارولو هڅه کوي.

اتم: د افغانستان اسلامي جمهوریت هڅه کوي چې د افغان سولې په مذاکراتو کې ټولو ښکېلو لوریو ته د شمولیت زمینه برابره کړي څو له یو بل سره په دې اړوند خپل نظریات تبادله کړي او داسې هر اړخیزې سولې ته لاره هواره کړي چې هېڅ لوری ترې محروم پاتې نه شي. که چېرې د سولې د مذاکراتو څخه یو لوری هم محروم پاتې کېږي نو هغه به د تېر په څېر یوه ناکامه تجربه وي، روان ناورین به خدای مه کړه دوام مومي او افغانان به بیا هم د یوې سراسري سولې له تامین څخه په خپل هېواد کې محروم پاتې کېږي.

نهم: په جګړه کې افغانان هره ورځ او هره شېبه له لویو بدبختیو، ورانیو، بشري، مادي او معنوي زیانونو سره مخ کېږي او د روانې جګړې له امله هره ورځ افغانان قرباني ورکوي. ضروري چې تر هر څه د مخه د دې لویې تباهۍ مخه و نیول شي چې د یوې نا اعلان شوې جګړې له امله د افغانستان وګړي د دې هېواد په لوېشت لوېشت کې ور سره مخ دي. د افغانستان اسلامي جمهوریت غواړي چې دغه لوی ناورین د سولې د تامین په وسیله د خوشحالۍ، آبادۍ، روښانه ژوند او پرمختګ په بهیر بدل کړي.

لسم: د افغانستان د اسلامي جمهوریت نظام او ولس غواړي  چې د سولې د مشورتي لویې جرګې له لارې په هېواد کې د سولې د تامین لپاره داسې یو ستر بین الافغاني ملي بحث پيل کړي چې افغان ولس ژر تر ژره یوې عزتمنې، دایمي او سراسري سولې ته و رسوي. همدارنګه د سولې مشورتي لویې جرګې له لارې به افغانان د دې فرصت و مومي چې د خپلو رغنده مشورو په لړ کې د طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو حدود، چوکاټ او میکانیزم و ټاکي او دغه مذاکرات په داسې ډول پيل شي چې نور د تل لپاره په جګړه ځپلي افغانستان کې د ټوپکو شپېلۍ خاموشې شي، افغان وژنه پای ته و رسېږي، د تباهۍ ځای آبادي و نیسي، او سوله، خوښي، بریالیتوب، تعلیم او پرمختګ د افغانستان د وګړو په ژوند د تل لپاره مېلمانه شي. موږ غواړو چې خپله لیکنه په دې څو ټکو سره پای ته و رسو:

سوله الهي فریضه، د پیغمبرانو رسالت، محمدي سنت، د اسلام د سپېڅلي دین اساس، د انساني طبیعیت غوښتنه، د نړۍ د ښایست زېور، د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ بنسټ او هغه کلیمه ده چې الله (ج) په خپل کتاب قرآن کریم کې خیر او ښېګڼه ورته ویلې ده. له همدې کبله ضروري ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مشرتابه، د طالبانو تحریک، نړیواله ټولنه او د افغان ولس فرد فرد په ټول اخلاص او صداقت سره سولې ته مخه کړي او خپل بریالیتوب یوازې د سولې په تامین کې و لټوي او افغانان د تاریخ په دې حساس پړاو کې د جګړې له ستر ناورین څخه د تل لپاره و ژغوري. ضروري ده چې په ګران افغانستان کې د سراسري سولې د تامین، ملي اجماع او د سولې په اړوند د بین الافغاني ملي بحث د پرانیستلو لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه او دغه لویه جرګه د سراسري سولې د تامین په لاره کې یو ښه پیل شي.

اځلیک:

(۱)د افغانستان اساسي قانون، رسمي جریده، د عدلیې وزارت، د چاپ کال ۱۳۸۲ هـ ل

(Visited 57 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.