The news is by your side.

ولې ملي اردو؟ د سرتېرې د ورځې په مناسبت

مجید قرار

0

نننۍ نړۍ له ملتونو جوړه ده. د ملتونو ترمنځ د اړیکو سیسټم په ۱۶۴۸ کې د ویسټ فیلیا د قرارداد پر اساس رامنځته شو. ملتونه داسې څنګ په څنګ پراته دي لکه په یوه کلي کې ګاونډیان او تربرونه.

البته د نړۍ د نړيوالو اړیکو د غښتلیو متخصصینو په نزد د ملتونو ترمنځ اړیکې بیا لکه د کلیوالو ترمنځ د اړیکو، صمیمانه او په اخلاص او دوستۍ نه دي ولاړي. په حقیقت کې د ملتونو ترمنځ نه دایمي دوستي شته، او نه دایمي دښمني. هغه څه چې دایمي دي، هغه ګټه او تاوان ده. نو کله چې د ملتونو سیالي په ګټه ده، نو د ملتونو ترمنځ یوه دامداره سیالي روانه ده. مانا ده چې دوه ډېر نیږدې ملتونه هم په حقیقت کې یوه او بل ته غله وي او چې وار یې برابر شي، پر یو بل بلوسي.

د نړیوالو اړیکو دې تعریف ته ریالیست تعریف وایي او د دې تعریف پر اساس، زور او طاقت د سیاست اساس او بنسټ دی. په بله معنی، حقیقي سیاست د زور سیاست دی. ملتونه ټول هڅه کوي له خپلو سیالانو سره د زور موازنه برابره کړي او خپل زور پر هغوی زیات او تېر کړي چې همدا کار تسلیحاتي سیالي، د پوځونو غټولو سیالي او د ځواک زیاتولو سیالي رامنځته کوي.

د نړیوالو اړیکو د متخصصینو له نظره ملتونه که دوستان هم وي، ‎ځانونه غیر مصؤون احساسوي او یو بل ته ځانونه پړسوي او که غښتلي هم شي له خپل کمزوري ګاونډي څخه ځانونه په وېره کې احساسوي. په حقیقت کې په نړۍ کې ګڼ داسې ملتونه شته چې په دوستۍ کې یې یو بل ته زهر ورکړي او یو پر بل بلوسېدلي دي.

کله چې کوم ملتونه له اساسه یو له بله ستونزي ولري نو طبیعي ده چې دا سیالي یې ترمنځ نوره هم غښتلې وي او هر لوری هڅه کوي بل له پښو وغورځوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزه د پاکستان تر وجود پخوانۍ ده. دا ستونزه په حقیقت کې د افغانستان د خلکو او د برېتانیایي استعمار د ځمکې له ناندرې سرچینه اخلي. په بل اعتبار، دا ستونزه د ملایانو په اصطلاح د کفر او اسلام، یعنې افغانستان او انګلیس ترمنځ له دریو مخامخ جګړو څخه را زېږېدلې ده چې تر لومړۍ جګړې مخکې انګرېزي استعمار له افغانانو څخه د هند د نیمې وچې د مسلمانانو او نامسلمانانو د وجود نیمه تنه جلا او په خپله مستعمره پورې وتړله.

د افغانانو او انګرېزانو ترمنځ دغه کینه یواځې د ځمکې په غصب نه خلاصه کېده. د ځمکې تر غصب وروسته انګرېزانو، چې ټکنالوجيکي برتري او بې شمېره پوځ او وسلې یې درلودې پر افغانستان دوه ځله حملې وکړې چې دا حملې یې په سختې ماتې تمامې شوې.
په دغو جګړو کې انګرېزانو هر ځل زرګونه عسکر وبایلل او له افغانستان څخه یې رسوا او شرمنده کډه وکړه.

تر دې وروسته انګرېزانو پر افغانستان یرغل ونکړ خو له افغانانو سره یې په نورو طریقو دښمنۍ او عداوت ته دوام ورکړ. انګرېزانو لومړی د اسلام په نامه د افغانستان په منځ کې د ملایانو، پیرانو او حضرتانو افراز پيل کړ او د بلواګانو په نتیجه کې یې پرلپسې نظامونه را وپرځول، بیا یې د اسلام په نامه خپله استعماري لومه، یعنې پاکستان د افغانستان پر غصب شوې ځکه واکمن کړ چې له یوې خوا د افغانستان د وجود په بشپړېدلو په سیمه کې د افغانستان د نوي او قدرتمند ظهور مخه ونیسي او له بل پلوه خپلې ګټې په دې سیمه کې په پایدار شکل تأمین کړای شي. انګرېزانو یوه پخوانۍ حربه درلوده او د دې حربې پر اساس، دوی هغه ملتونه چې ماتي يې ورڅخه خوړله وحشي او له تمدنه لري معرفي کول. په همدې خاطر، برېتانیایي څېړونکيو او د دوی په تقلید نورو غربي څېړونکيو هم له تاریخي آثارو او څېړنو څخه د افغانستان تمدني حوزه چې د سیمې تر ټولو بډایه کلتوري او فرهنګي حوزه وه، په لوی لاس غصب او د ایران او هند ترمنځ تقسیم کړه. که څه هم د افغانستان ځینو غښتلیو پوهانو، لکه علامه حبیبي، علي احمد کهزاد او نورو په سختو کړاوونو ګاللو او پراخو څېړنو د افغانستان د کلتوري حوزې هویت بیرته را ژوندی او په علمي لحاظ تثبیت کړ خو د هغوی منابع هیڅکله د ایران، پاکستان، هندوستان او برېتانیاوي مغرضو څېړونکو په اندازه نه ول او نه یې په هغه حد نړیوالو علمي حلقو، موزیمونو، پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزو او نورو ته لاسرسی درلود.

د دې خبرې معنا دا ده چې دا شخړه که څه هم په ظاهره د دوو مسلمانو هېوادونو شخړه برېښي خو په حقیقت کې د اسلام او کفر زړه او څو سوه کلنه شخړه ده چې هر ځل بڼه بدلوي.

دا چې تر انګرېز وروسته د انګرېز د ګټو د بقاء لپاره انګرېزانو د اسرائیلو په څېر د پاکستان جعلي پروژوي هېواد رامنځته کړ، او د دې دلال او جعلي هېواد اساس د افغانستان د وجود په غصب ولاړ و، واضحه خبره ده چې افغانستان له دغه دلال ګاونډي سره له لومړۍ ورځې سمې اړیکې نه درلودې.

لکه مخکې مو چې یاده کړه، د نړۍ د هېوادونو اړیکې هسې هم په سیالي او رقابت ولاړې دي، کله چې د دغه رقابت لپاره د ظالم او مظلوم، غاصب او محکوم اساس هم موجود وي نو دغه سیالي نوره هم جدي کېږي.

پر افغانستان د شوروي اتحاد تر تېري مخکې که څه هم افغانستان د استعماري ځواکونو لخوا قصداً په انزوا کې ساتل شوی و، اقتصادي مرستې نه ورسره کېدې او سرمایه ګذاري نه پرې کېده خو له یوې خوا د افغانستان بالقوه بډایه خاوره او له بل پلوه له بشري استعدادونو سرشاره ملت ټولو، په تېره مغرضو ګاونډیانو ته ښه معلوم و او هغوی پوهېدل چې که دا ملت له پښو ونه غورځول شي، یوه نه یوه ورځ به خامخا له استعمار او د استعمار له ځریو څخه د خپل حق او تېرو او راتلونکيو جفاګانو پوښتنه کوي.

همدا وه چې د سړې جګړې پر مهال د انګلیسي استعمار ځري ته د اسلام او جهاد رسمي ټېکه په لاس ورغله او له هغې ورځې یې د افغانستان په قبر ویستلو پیل وکړ.

په کال ۱۹۹۲ کې پاکستان په دې وتوانېد چې د خپل روزلي دلال برهان الدین رباني په وسیله د افغانستان څو سوه کلنه اردو متلاشي کړي.
تر دې وروسته پاکستان د افغانستان د تاریخي آثارو په محوه کولو او چور را ولګېد او د لسګونه زره مدرسو په زور یې د افغانستان د ځوان نسل د ذهني وینځنې کرغېړنه پروژه پیل کړه چې د طالبانو په ناولي حرکت تمامه شوه.

په نویمو کلونو کې پاکستان د افغانستان لپاره په خپله داخلي بودیجه کې بودیجه مقرره او افغانستان یې خپله نارسمي پنځمه صوبه وګڼله. افغانستان ته یې د پاکستان په کوډ د ټلیفون لیکې را وغځولې، په ملکی او د ملایانو په جامو کې یې پوځیان را ولېږل او د خپلو ګڼو غلامانو له منځه یې د تر ټولو غوره غلام په وسیله د نورو غلامانو د حذفولو هڅه پیل کړه.

دا نو داسې وخت و چې پاکستان له افغانستان څخه خپل ټول دښمنان شړلي و، ملت پال افغانان یې ښه پرېمانه وژلي او یا له افغانستان څخه فرار کړي و. اوس نو یواځې د ناصالحه او بې کفایته غلامانو د تصفیې کار ورته پاتې و.

کټ مټ لکه له ساینسپوهانو چې په لابراتوارونو کې د ساینسي تجربو پر مهال تېروتنه کېږي او له تجربې څخه یې زیان را ټوکېږي، د استعمار پنجابۍ پروژې هم د پروژې د مالکانو، یعنې انګلیس او لوېدیځو قدرتونو لپاره ځینې منفي پایلې را وټوکولې او د سپتمبر د یوولسمې پېښه رامنځته شوه.

دا هغه وخت و چې غربیان، یا د پاکستان د استعماري پروژې مالکان خپلې ستونزې ته متوجه شول او د خپلې استعماري تجربې د جبران او مهارولو لپاره یې په سیمه کې مداخله وکړه او د ټالیبانو رژیم یې را نسکور کړ.

دا چې غربي استعمارچیان په دې پوهېدل چې هره تجربه ناکامیانې او خامیانې لرلای شي نو له پاکستان سره یې، چې د سپتمبر د نهمې د پېښې مستقیم مسؤول و، نه یواځې دا چې هیڅ ډول غرض ونکړ، بلکې د هغې تجربې د جبران لپاره یې په ملیاردونه ډالره مالي او ګڼې مادي او نظامي مرستې وکړې.

لویدیځ مجبور شو د خپلې استعماري تجربې د بدو پایلو د مهارولو لپاره په افغانستان کې د افغانستان د ځینو ژوندي پاتې ملتپالو کدرونو تر رهبرۍ لاندې د یوه نظام د تهداب ګذارۍ مرسته وکړي.

البته لوېدیځوالو دا کار په احتیاط وکړ چې له یوې خوا د ترهګرۍ په جګړه کې خپل نازولی اولاد، پاکستان ورڅخه خوږ نشي او له بل پلوه د لوېدیځ، په تېره د امریکا دایمي تګلاره دا وه چې په خپل هر ایتلافي هېواد کې نشلنلست او ملتپال عناصر په ډیموکراسۍ کې مغلوب او واک ګلوبلیستو، لبرالو او سرمایه دارو وګړیو ته وسپاري. په همدې خاطر امریکا پرلپسې هڅه وکړه چې له یوه پلوه په افغانستان کې د ګوتو په شمېر پانګوال جوړ کړي چې بیا هغوی لوړو څوکیو، پارلمانونو او مهمو عهدو ته ورسوي او له بل پلوه یې پر افغانستان د له د باندې راغلي داسې کریمي قشر واکمن کړ چې نشنلیسټي میلان یې غښتلی وي.

دلته څو خبرې د یادونې دي. لومړی دا چې د افغانستان اوسنی نظام پر افغانستان د لوېدیځ لورېینه نه، بلکې د لوېدیځ یو مجبوریت و چې سیمې ته د لوېدیځ د دوامدارې ستراتیژۍ خلاف یوه استثناء بلل کېدای شوای. دا کار د لویدیځو قوتونو د ساړه جنګ د ځینو خطرناکو تجربو د نتایجو د تصحیح په منظور وشو.

خبره دا ده چې لویدیځوالو په هر نیت د افغانستان د نظام ملاتړ وکړ خو دغه ملاتړ د افغانستان د خلکو لپاره په یوه تاریخي او ژور فرصت بدل شو.

لومړی خو دا چې افغانان بیا د یوه نظام، اردو او واک څښتنان شول؛

دوهمه دا چې افغانستان د پنجاب له قلمرو جوړېدلو څخه وژغورل شو؛

درېیمه دا چې د پراختیا سلګونه او زرګونه فرصتونه رامنځته شول، زرګونه کلومټره سړک پوخ شو، په لسګونو واړه او غټ بندونه جوړ شول، په ملیونونه جریبه زراعتي ځمکه احیاء شوه، په لسګونو زره ښوونځي جوړل شو، په سلګونو پوهنتونونه، په سلګونو غږیزې او انځوریزې رسنۍ رامنځته شوې، په ټوله نړۍ کې د افغانستان سفارتونه خلاص شول، د افغانستان الوتکو د نړۍ ګوټ ګوټ ته پروازونه پيل کړل، د افغانستان د تکړښت او لوبو غښتلي ټیمونه رامنځته شول، په سلګونه زره افغانان له هېواده د باندې لوېدیځو هېوادونو ته لاړل چې له هغه ځایه به ټکنالوژي، علم، تخصص، سرمایه او خیریه امکانات راوړي.

څلورم دا چې افغانستان د یوه عصري نظامي ځواک څښتن شو؛

پنځم دا چې له نړۍ سره د افغانستان مستقیمې اړیکې تأمین شوې؛

شپږم دا چې د ملت جوړونې پروسه نوره هم عصري او پرمختللې شوه او د افغانستان لپاره یو داسې ډیموکراټیک اساس کښېښودل شو چې ښایي افغانستان په نږدې راتلونکي کې په داسې یوه هېواد بدل کړي چې د تابعیت د معیار پر اساس عادلانه نظام ولري؛

لنډه دا چې په شلو کالو کې ځینې داسې کارونه وشول چې هیڅکله نه و شوي او ځینې نور بیا داسې کارونه وشول چې که په خپلو طبیعي امکاناتو کېدای، ښایي لسګونه کال یې نور هم نیولي وای.

اوس حالت څه دی؟ اوس حالت دا دی چې لویدیځ خپله غلطي تصحیح کړه، دوی القاعده او اسلامکاري د نورو خلاف جنګول، اسلامکاري پر دوی ور واوښتل، اوس یې دا دی پر هغوی بیرته خط بیني کش کړه او ټالیب غوندې ظاهراً افراطي ډله یې هم دې ته اړ کړه چې خپلو ملګرو ته ترهګر ووایي او له خپلو صفونو یې د شړلو امر وکړي.

په امریکا کې د سړې جګړې د مهال د ستراتیژیستانو په ملاتړ دا فکر غښتلی شوی چې د اسلامکارۍ د ودې پروژه یې بیا تر کنترول لاندې راغلې او د دې امکانات برابر شوي چې خپل سیمه ییز رقیبان، روس، چین او ایران د سني اسلامکارو په وسیله د چریکي او نیابتي جګړو په تالاب کې را ایسارولای شي.

دې حالاتو پاکستان ته یو ځل بیا دا هیله ور پیدا کړه چې کېدای شي یو ځل بیا د افغانستان پوځ، نظام او بنسټونه تا لا ترغه او خپل هېواد ته د کباړ، وسپنې، تاریخي آثارو، او لوټ یو بل ستر کاروان ور مات کړي.

لکه څنګه مو چې په اول کې وویل، د هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو اساسي توکی زور دی او د یوه هېواد زور د هغه د پوځ او سرتېرو په توان پورې اړه لري.

پاکستان بیا بیا شکایت کړی چې د افغانستان ۳۵۰ زره وسلوال ځواک د افغانستان د نفوسو په تناسب زیات او د پاکستان د اندېښنې وړ دی.
پاکستان په طبیعي او ارثي رقابت او وېرې سربېره د ستراتیژيک عمق تګلاره هم لري. ستراتیژیک عمق یوه نظامي امنیتي اصطلاح ده، هدف یې دا ده چې که یو هېواد پر بل هېواد برید وکړي، تر حمله لاندې راتلونکی پوځ باید د عقب نشېنۍ او بیا حملې لپاره سنګر ولري. که افغانستان غښتلی پوځ او نظام ولري نو طبیعي ده چې پاکستان ته به هیڅکله د دې اجازه ورنکړي چې د بل هېواد خلاف د افغانستان خاوره وکاروي، خو که افغانستان غښتلی پوځ او نظام ونه لري او د ټالیب په څېر یوه کمزوري ډله دلته حاکمه وي نو پاکستان به کله د نورو الوتکي را تښتوي، کله به د نورو افراد را اختطاف کوي او کله به له دې ځایه پر نورو بریدونه کوي.

د افغانستان خلک په یوه خطرناک دوه لاري ولاړ دي. دوی به یا د امریکا او غرب تکیې ته دوام ورکوي او کله هم چې غربي ځواکونه د القاعده او نورو له ګواښه بې غمه کېږي، د افغانستان نظام به هم سقوط ورسره کوي او افغانستان به د پاکستان لاسو ته لوېږي.

یا بیا دا چې خلک به متحد کېږي، په ټینګه به د خپلې اردو او خپل امنیتي ځواک او نظام ملاتړ کوي، امریکا، لویدیځو قوتونو، او نورو ته هم به وایي کرښه را کاږي، مننه به ځینې کوي او خدای په اماني به ورڅخه اخلي او پاکستان ته به هم خاورې په خوله ور منډي.

د افغانستان خلک باید د نړۍ له سیاسته، له خپلې تجربې، د علم له کتابونو، له عقله، له تاریخ او د ملتونو له برخلیکه دا زده کړي چې د نجات یواځېنۍ لاره یې یواځې او یواځې غښتلې ملي اردو ده او بس. دا د نننۍ نړۍ د حاکم او زورور ریالست لیدلوري محوري ټکی او اساسي غوښتنه ده. خوشال بابا مو پېړۍ مخکې لا دې حقیقت ته رسېدلی و چې ویل یې:
یا تکیه د لوی الله ده یا د تورې *** په جرګو مرکو نشو کار تمام

Leave A Reply

Your email address will not be published.