The news is by your side.

پر افغانستان د بهرنیانو يرغل

دولت وزیري

0

له ګڼو کسانو سره تل دا پوښتنه وي، چې ولې افغانستان تل د بهرنیانو تر یرغل لاندې دی؟ حال دا چې بې له ښکلې هوا، خوږو مېوو او سړو اوبو، نور داسې څه نه لري، چې بهرنیان يې دلته را کش کړي وي.

د دوی ذهن له دې دایرې هاخوا کار نه کوي، چې ممکن د دغو یرغلونو تر شا نور رازونه او موخې هم پټې وي.

په خپله زموږ خلکو تل په فقر او بېوزلۍ کې ژوند کړی دی او د کار، یا د شوکې لپاره تل هند ته ور تېر شوي دي.

که یو څوک دا استدلال کوي، چې افغانستان د ډول- ډول کانونو له پلوه یو بډای هېواد دی. دا سمه ده خو کانونه تر خاورو لاندې پټ دي، راويستل يې ستونزمن او لويه حوصله غواړي. د دغو کانونو مواد اخراج، پروسس او چاڼ کول غواړي. خو موږ ګورو چې بیا هم بهرنیان دلته راغلي او اوږدې جګړې يې کړي دي. له دې سره يې هم ځان ته زیان اړولی دی او هم يې زموږ هېوادوال ځپلي او هيواد يې ویجاړ کړی دی.

که د تاریخونو پاڼې واړول شي، په دې به باوري شو چې یرغلګرو تل د دې لپاره چې د یوه هېواد او یا د يوې سيمې شتمني خپله کړي او تر څنګ يې هر کال دروند باج ور باندې ولګوي، له یرغل او جګړو څخه کار اخیستی دی.

یو له هغو هېوادونو څخه د هند هېواد و، چې نړیوالو به ورته طلايي هند وايه. ټولو زبرځواکونو به غوښتل چې هند ته ور تېر او بې حسابه شتمني تر لاسه کړي.

نادر افشار د اتلسمې پېړۍ په څلورمه لسيزه کې له هند څخه د کوه نور الماس او د مغلو د طلا او الماسو جوړ تخت ايران ته راوړل، همغه شتمني وه چې څو کاله يې خپل دربار پرې ژوندی وساته او د خپلو خلکو زړونه یې وګټل.

له بده یا له نېکه مرغه افغانستان هند ته پر لاره پروت هېواد دی. همدغه علت و چې تل به د بهرنيو تر یرغل لاندې و. له سکندر څخه رانیولې بیا تر نن پوری ټولو زبرځواکونو غوښتل چې پر هند یرغل وکړي او له هند څخه سره زر او نور ارزښتمن توکي چور او ځانونه پرې شتمن کړي.

په دې اړ و دوړ کې که د انسانانو له سرونو منارونه هم جوړ شوي دي، په زبرځواکونو يې چندان تفاوت نه و. د بریتانیا د ملکې په تاج کې د کوه نور الماس د هند شتمني وه، خو د چور او تالان په پايله کې د بریتانیا د ملکې د تاج ښکلا وګرځېده.

 پر هند د يرغلونو په پایله کې هر ځل افغانستان هم بشپړ ځپل شوی دی، چې تر هر یرغل وروسته یې د زیانونو جبران کلونه- کلونه وخت اخیستی دی، دا ځکه چې افغانانو په اسانه هېڅ يو زبرځواک ته بې له جګړو او د سترو زيانونو د رسولو پرته اجازه نه ورکوله.

سکندر مقدوني په شپږو کلونو کې ډېر هېوادونه د ځان تابع کړل، خو دلته يې څلور کاله جګړې وکړې، ستړی شو، ټپي شو او په پای کې په لاره کې مړ شو.

د دې تر څنګ چې افغانان زړور او جنګيالي دي، هېواد يې هم غرنی د اوږدو او تنګو درو لرونکی دی.

زړور، جنګیالي افغانان، مشکله جغرافیه، غرونه، تنګي او اوږدې درې د دې باعث وي، چې د بهرنيانو لپاره ستونزې را منځ ته کړي.

په ټوله نړۍ کې کله چې يو هېواد په جګړه کې مات شي، د هغه هېواد ټول خلک ځان مات بولي او تسليمېږي، خو په افغانستان کې خبره بل ډول ده هغه دا چې کله چې د يوې درې خلک د دښمن له خوا مات شي، د بلې درې خلک ماته نه مني، تر هغو پورې جګړه کوي، چې په خپله مات نه شي او یا يې مات نه کړي.

د دې تر څنګ افغانان د بهرنیانو له خوا د هېواد د نيولو په لومړيو وختونو کې لازم مقاومت نه کوي، بلکې تر يوې لنډې مودې وروسته ټول نه غواړي چې بهرنيان يې په هېواد کې و اوسېږي.

شاه شجاع چې له انګرېزانو سره راغلی و، په وروستيو کې يې په خپله افغانان د انګرېزانو پر ضد جګړې ته رابلل.

ببرک کارمل چې د روسانو پر ټانک سپور راغلی و، هم د واک په وروستیو ورځو کې د روسانو پر ضد شعار ورکول.

 ښاغلي حامد کرزي هم د واک د وروستيو ورځو راهیسې تر اوسه د امریکایانو پر ضد شعار ورکوي. دا د افغانو ځانګړتيا ده او په نړۍ کې هم په همدې نامه مشهور دي. دوی به ښايي دا کار د دې لپاره کوي، چې د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې شوې تېروتنې جبران کړي او نه به غواړي چې تاریخ یې په باب ناوړه قضاوت وکړي.

راځو دې ته چې اوس افغانان غواړي چې بهرنيان، په ځانګړې توګه امريکايان دې په افغانستان کې دېره وي؟

قطعا او په هېڅ صورت افغانان نه غواړي، چې بهرنيان دې دلته دېره وي.خو په لوی لاس داسې شرایط را منځ ته کېږي، چې بهرنيانو ته پلمه په لاس ور کوي تر څو دلته پاتې شي. کله- کله دغه پلمه دومره موجه وي، چې ولس یې هم په وړاندې توند عکس العمل نه ښيي.

د ۲۰۱۴ م کال په وروستيو کې ټول بهرنيان له افغانستان څخه وتل، خو په لوی لاس داسې شرایط را منځ ته شول، چې د امريکايانو د پاتې کېدو سبب وګرځېده.

په ۲۰۱۶ میلادي کال د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې يوازې به زر تنه سرتېري د خپل سفارت د ساتلو په موخه دلته پرېږدي، خو د جګړو د شدت او د نامساعدو شرایطو له امله امريکايانو د وتلو پر ځای دلته خپل حضور زیات کړ.

اوس هم چې امريکايان غواړي له افغانستان څخه ووځي، طالبان او ځينې کړۍ جګړو ته زور ورکوي او د څو ولسوالیو په نيولو سره يې د نړیوالو اندېښنې راپارولې دي.

که دا ځل هم امریکایان په افغانستان کې پاتې کېږي او خپل فزيکي حضور ساتي، مسوولیت به يې د هغه چا پر غاړه وي چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶م کلونو کې د بهرنيانو د پاتې کېدو پلمه وګرځېدل.

اوس افغانستان هند ته پر لاره پروت هېواد نه دی او نه بهرنیان د دې اړتيا لري چې د افغانستان له لارې هند ته ور تېر شي. له دې سره نه هغه طلا او شتمني په هند کې شته چې بهرنيان يې د زور له لارې لاس ته راوړي. نه د هند هغه کمزوري راجاګان شته چې د جګړې له وېرې به لاس په نامه ولاړ وو.

موږ او نړۍ وینو چې اوس مهال هند یو زبرځواک هېواد دی، په نړۍ کې په لوی اقتصادي ځواک په بدلېدو دی او خپله دفاع په خپله کولای شي. افغانان دې د هند پر ځای اوس د پاکستان له پاره ځانونه نه قربانوي. جنرال ضیاالحق به ويل:« دفاع افغانستان دفاع پاکستان است »

پاکستان هم اټومي ځواک دی، خپل غم په خپله خوړلی شي، له نړۍ سره د تفاهم ژبه لري، افغانان دې بېځايه ځان ته زحمت نه ورکوي، له ځانونو دې د نړۍ جاهل خلک نه جوړوي.

افغانان دې خپل هېواد اباد کړي، خپل هېواد دې له جګړو وساتي او خپل هیواد دې په نړۍ کې له سیالانو سره سیال کړي. له دې سره به د بهرنیو له یرغلونو هم خلاص شي او اړتیا به نه وي، چې زموږ د خوندیتوب لپاره بهرني قوتونه دلته خپل حضور تمدید کړي.

(Visited 12 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.