The news is by your side.

پر انساني عاطفه د ادبیاتو تاثیر

لیکوال: محمد رسول کامران

0
یوه پوښتنه چې زموږ د ادبیاتو په اړه مطرح کېدای شي دا ده چې ولې زموږ ادبیات نه دي توانېدلي په هغه کچه د ټولنې روان متاثر کړي چې باید کړی یې وای؟
د روانو ستونزو او د ولسونو د عامه پوهاوي د کچې د ټیټوالي یو ستر لامل دا دی، چې موږ ادبیات او هنر لکه څنګه چې لازم دی په هغه شان نه پالل کېږي، له دې سره جوخته یوه بله پوښتنه مطرح کولای شو، چې ایا ادبیات نه دي پالل شوي، که زموږ ادبیات کمزوري دي؟ ایا تر اوسه زموږ کوم اثر نړیوال شهرت ته رسېدلی دی؟
له بده مرغه هنر ته په سپکه سترګه کتل کېږي، ځکه چې موږ ته مفاهیم غلط تعریف شوي دي، تر دې پورې چې هنرمند ته ډېر ناوړه او د انسانیت له چوکاټ څخه بهر نومونه اخیستل کېږي او هنر ته په ټوله کې هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي او همدا لامل دی، چې دلته ړوند قضاوت، وچ افکار، خشونت، عقده یي چلند او ورته نورې ناخوالې ورځ تر بلې چاغېږي او انساني کرامت د پوچ افکارو ښکار او تر پښو لاندې کېږي.

 

د روان وضعیت او شته ستونزو مسوولیت تر ډېره بریده لیکوالانو یا هم په ټوله کې ادیبانو ته ډېر متوجې دی، د یو ادیب وظیغه پر هغو پېښو بحث نه دی چې په ټولنه کې رامنځته شوې او تېرې شوې دي، بلکې پر هغو پېښو بحث او شننه یې ده چې په راتلونکي کې رامنځته کېږي، نو همدې ستر مسوولست ته په کتو چې ادیبان یې په ټولنه کې لري ورته پاملرنه وشي.

ادبیات په ټوله کې د لیکوالانو د نظریاتو او افکارو د اظهار او خپرولو ښه او غوره لار ده، چې پر همدې بنسټ د ټولنې درد، فکر او نظریات له زړونو څخه را بهر کېږي او پر زړونو اغېزه کوي.

همدا ادبیات دي، چې له یو خشن، پوچ مغزي، افراطي انسان څخه یو نرم، عاطفي او د لوړ فکر خاوند انسان جوړوي او بیا یې د فکر شغلې پر ټولنه خپرېږي او رڼا خپروي.

تېرو څو لسیزو جنګ او جګړو افغانان د اقتصادي او ورته نورو ستونزو تر څنګ له عاطفي او اروایي لحاظه هم ډېر سخت ځپلي دي، چې پر بنسټ یې د مینې، عاطفې او یو بل منلو ډېوې مړې شوې دي او همدا ادیبان او د نظر خاوندان به د منظوم او منثور ادب پر بنسټ ولسونه د نفرت پر ځای مینې، د جګړې پر ځای سولې ته رابولي.

د یوې ټولنې پر بېلابېلو ناخوالو کېدای شي، چې په ټوله کې ټولنپوهان، سیاستپوهان، تاریخپوهان او ورته نور شنونکي خپل نظریات وړاندې کړي، خو د همدې ستونزو او ناخوالو تر ټوله ښه انځور ټولنې ته ادیبان وړاندې کولای شي.

ادبیات د ټولنې د افرادو وروسته پاتې والي، ولږې، بېوزلي، پر دوی ظلم او استبداد تر خلکو پورې ښه رسولای او انځور کولای شي.

لیکوال محب الله زغم د لیکوالۍ عملي لارښود تر سرلیک لاندې یو کتاب کې لیکي:

موږ ډېر پښتانه کادرونه لرو چې په مختلفو مسلکونو کې یې تر ماسټرۍ او ان تر پي ایچ ډي پورې زده کړې کړې دي، خو له یو څو تنو پرته، نور یې په خپل مسلک کې، په خپله ژبه مقاله نشي لیکلی. همدارنګه د پښتو ادبیاتو پوهنځي خورا لږ فارغان د لیکوالۍ جوګه وي.
همدارنګه ځینې کسان ښې ښکلې مفکورې لري، خو لیکلای یې نشي او که یې ولیکي، د خبرو هغه خوند او رنګ يې په لیکنه کې نه وي.

 

د ښاغلي زغم له دې لیکل شویو خبرو موږ داسې الهام اخلو، چې موږ په ټوله کې ادبیات سم نه دي پاللي او بې ارزښته مو بللي دي. همدارنګه هنر ته مو په سپک نظر کتلي او شاته مو غورځولي دي تر څو، چې ادبیات سم ونه پالل شي او هنر ته په درنه سترګه ونه کتل شي، دا ناخوالې او پوچ افکار به ورځ تر بلې پسې پړسېږي او د انساني کرامت پر وړاندې به همدا پوچ او غیرې منطقي افکار خنډ جوړېږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.