The news is by your side.

پر عباداتو او عبادتځایونو د کورونا اغېز

زبیر افغان

0

په نړۍ کې د کورونا وبا له شدت سره ځینې داسې پریکړې حکومتونو وکړې چې وړاندې يې چا فکر نه کاوه او نه يې په دې ډول مخینه درلوده. د سعودي عربستان حکومت حرمین وتړل، ټول خارجي زیارت کوونکي يې خپل هیواد ته له ورتلو منعه کړل او دا احتمال هم شته چې دا کال به حج هم لغوه کړي. له دې سره جوخت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مساجدو په اړه هم فیصلې وشوې چې د وبا تر کمېدو یا ورکېدو دې بند شي یا دې هم بیخي کم کسان د لمانځه لپاره ورته حاضرېږي چې د نړۍ په مسلمانو هیوادونو کې دولتونو په چټکۍ د دې لپاره ګامونه واخیستل چې لنډ مثال يې پاکستان او سعودي عرب دي. ان پاکستان د یوه مذهبي ملا مولوي عبد العزیر خلاف کیس ثبت کړی دی چې هغه د حکومت له اوامرو سرغړونه کړې ده او د وبا په دې موجوده حال کې يې خلکو ته جومات کې خطبه ویلې او لمونځ يې ور کړی دی. په دې اړه پښتو بي بي سي د ۲۰۲۰/۴/۱۹ تاریخ په ماښامنۍ خپرونه کې راپور هم درلود.

خو زموږ په هیواد کې له نورو هیوادونو سره توپير دادی چې مذهبي کسان د مسجد بندولو یا د لمونځ کونکو راکمولو ته چمتو نه دي، له دې سره چې حکومت بازارونه او د کاروبار مارکيټونه و هټۍ تړلي دي، مدرسې، پوهنتون او مکاتب ټول رخصت دي خو د پنځه وخته لمانځه مهال جوماتونه تر پخوا دوه درې چنده ډک وي.

ایا په دې ډول شرایطو کې شریعت اجازه ور کوي چې خلک کور لمونځ وکړي، یا هم کم کسان جومات ته ولاړ شي؟

دین خدای د انسانانو د سهولت او اسانۍ لپاره رالېږلی دی، قران کریم هم وايي:

{وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ} [الحج: 78]

ژباړه: الله پر تاسو په دین کې سختي نه ده لازمي کړې.

دې ته ورته یو حدیث هم دی:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ الدِّينَ يُسْرٌ، وَلَنْ يُشَادَّ الدِّينَ أَحَدٌ إِلَّا غَلَبَهُ.(بخاري، کتاب الایمان، باب الدین یسر ح: ۳۹)

ژباړه: ابو هریره ویل چې رسول الله وویل: دین اسانه دی او هر څوک چې ځان ته دین سختوي اخر ترې لاس مینځي.

دا د دین هغه عمومي روح دی چې ټول احکام يې د اسانۍ دي او هيڅ د بشر تر طاقت لوړ شی يې پر انسانانو نه دی فرض کړی، له دې وجې قران کریم وايي:

{لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا} [البقرة: 233]

 ژباړه: نفس یوازې په خپل وس مکلف دی.

د قران کریم یو هدایت دا هم دی چې د سختۍ په حال کې حرام شیان هم حلال شوي دي، الهي قول دی:

{إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ} [البقرة: 173]

ژباړه: پر تاسو مړزګه، وینې، د خنزیر غوښه او هغه شی چې د غیر الله ناره پر شوې وي حرام دي؛ خو که څوک اړ شو نه نافرمانه وي او نه تر اړتیا زیاتوب کوي پر هغه هيڅ ګنا نه شته یقینا الله ډېربخښونکی مهربانه دی.

له دې ته ورته ایاتونو فقهاؤ هم داسې یوه قاعده استنباط کړې ده:

الموسوعة الفقهية الكويتية (2/ 380)

الضَّرُورَاتُ تُبِيحُ الْمَحْظُورَاتِ. الْمَشَقَّةُ تَجْلُبُ التَّيْسِيرَ. الضَّرَرُ يُزَال.

ژباړه: ضرورت ممنوع شیان روا کوي، له سختي سره اساني شته او د ضرر(زیان) به مخنیوی کېږي.

دا درې قاعدې دي چې له دې پاس ایت یا دې ته ورته ایاتونو څخه استنباط شوې دي، نو همدې اصل ته په کتو وبا یو ضروت دی، سختي و مشقت دی، زیان و ضرر دی، باید مخنیوی يې وشي، محنیوی يې له دوا سره دا هم دی چې د رش او ګڼې ګوڼې له ځایونو ډډه وشي، یو هم له هغو څخه مساجد دي، تعلیمي مرکزونه دي، بازار دی، ادارې دي، حج و عمره ده، نو د ضرورت له مخې دا کارونه نه یوازې دا چې جواز لري بلکې د انسانيت د بچاو لپاره اړین دي چې حکومتونه يې په زور وکړي.

ان رسو ل الله هغه کس لا مسجد ته له راتلو منعه کړی وو چې وږه یا پیاز به يې خوړلی وو:

 أَنَّ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ أَكَلَ ثُومًا أَوْ بَصَلًا فَلْيَعْتَزِلْنَا، أَوْ لِيَعْتَزِلْ مَسْجِدَنَا، وَلْيَقْعُدْ فِي بَيْتِهِ»(سنن ابي دواؤد کتاب الاطعمه باب في اکل الثوم ح: ۳۸۲۲)

ژباړه: جابر ویل رسول الله وویل: که چا وږه یا پياز خوړلی وي نو موږ او زموږ مساجدو ته دې نه راځي او په خپل کور کې دې اوسي.

په یوه روایت کې دي:

حَتَّى يَذْهَبَ رِيحُهَا.

تر هغو دې په کور کې وي چې بوی يې ورک شي.

له دې روایته په ډاګه مالومېږي چې که انسانانو ته دې تکلیف رساوه، نو په هيڅ صورت اجتماع او عباداتو کې ګډون نه شي کولای ان رسول الله له خپله لمانځه خلک منعه کول په داسې حال کې چې د رسول الله اصحابو به هغه کسان منافقان بلل چې د رسو ل الله په وخت کې به د هغه په امامت جمعې ته نه حاضرېدل، نو په دې وخت کې هم رسول الله د وږې، پياز یا بل بوین شي په خوړلو خلک له مسجده منعه کړي دي، په داسې حال کې چې له دې ټولو یادو شیانو مرض نه پيدا کېږي بلکې یوازې بوی کوي چې د نورو د اذیت سبب کېږي، مګر اوس د وبا په وخت کې نورو انسانانو ته د مرګ او زیان خطر موجود دی چې د شرعي اصولو له مخې يې باید تر ممکنه حده مخه ونیوله شي دا که د مسجد بندول وي یا هم د لمونځ کوونکو کمول، ټول د شرعي اصولو او متونو له مخې مباح کار دی چې د زیان د مخنیوي په خاطر کله د وجوب درجې هم رسېږي.

اوس چې وبا په نړۍ کې سخت بد وضعیت رامنځته کړی دی، نو د ټول انسانیت ته د ور پېښ خطر له وجې که مساجد تړل کېږي، یا تعلیمي مرکزونه، حرمین بندېږي یا هم عمره و حج دا کال ځنډول کېږي، پروا نه لري، بلکې د شریعت له مخې د مخنیوي لپاره ټولې ممکنه چارې لازمې دي چې وشي. دا وبا که په هر هیواد کې پاته شي او ختمه نه شي نو که په ټوله نړۍ کې يې وجود ورک هم شي د بیا خپريدو اماکانات يې خورا زیات دي، له دې امله نو لازمه ده چې تر وسه هڅه وشي چې د ډېرې خپرېدو چانس ور نه کول شي. هغه کسان چې وايي مسلمان نه وژني، یا هم وايي، د عبادت مهال يې د خپریدو امکان نه شته ناسمه خبره کوي، که تاریخ ته وګورو نو د اصحابو په زمانه کې هم وبا راغلې ده چې په زرګونه اصحاب يې وژلي دي، د طبابت له مخې يې مساجد یا دې ته ورته بند ځایونه د وبا د خبريدو تر ټولو خوندي او ښه ځایونه دي، نو د سلګونو کسانو په راټولېدو سره د وبا د نشر امکان نور هم ډېرېږي.

که له هر کس سر د خپل ځان، کورنۍ، خپلوانو، هیوادوالو، مسلمانانو او ټول انسانیت غم وي، باید د ډاکټرانو او حکومت سپارښتنې ومني او د دې وبا په وخت کې ټول عباداتو په کور کې یوازې یا له د کور له غړو سره په جمعه وکړي چې د خدای له درباره به هغه ثواب ور کول کېږي لکه دوی چې پخوا جومات کې د جمعې لمونځ کاوه.

۲۰۲۰/۴/۱۹

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.