The news is by your side.

په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د مذهبي کرکو کمول

محمد عارف رسولي

0

سریزه

په اسلامی امت کې د مذهبي کرکو ستونزه څېړل او بحث پرې کول ستر علمي صلاحیت غواړي، روښانه ده په ما کې دا علمي صلاحیت نشته، خو څرنګه چې دا ډېره مهمه مسئله ده او د مسلمانانو ترمنځ ددې ستونزې شتون موږ ټول ځوروي او الله تعالی یې د موږ ته توفیق راکړي چې دا کرکې په خپل منځي مهربانیو او مینو بدلې کړو نو بې پرې هڅو او نېک نیت ته اړتیا لرو. له همدې کبله  د الله تعالی په توکل سره مې هڅه وکړه، چې د با صلاحیته دیني عالمانو د لیکنو او یا ویډیوګانو په رڼا کې په موضوع یو څه رڼا واچوم. له الله تعالی د تېروتنو بښنه غواړم او دعا کوم چې ګټه یې ورسېږي. د قرآني آیتونو ژباړه مې له کابلي تفسیر څخه را اخیستې ده. که په کوم ځای کې سهوه شوی وم، الله تعالی د عفوه وکړي او له دوستانو تمه لرم چې ورته پام مې کړي.

د موضوع په هکله زما لیکنه د ښاغلي نومان علي خان په څېر د دينې علماوو د خبرو او ویدیوګانو په بنسټ چمتو شوې ده. ښاغلی نومان علي خان وايي: « که تاسو له یو بله کرکه لرئ نو بیا تاسوهغه امت نه شئ کیدلی، چې نړۍ نېکیو ته راوبولي».

د لیکنې چوکاټ: (۱) دا لیکنه د محمد علیه السلام، د هغو د صحابه وو په ژوند او دعوت کې د هغه مهمې پېښې په هکله ده چې د حدیبیې دصلحې په نامه یادېږی. (۲) اساسي موضوع یې د صحابه وو او په دې ترتیب سره د نورو مسلمانانو روزل دي. د اړونده پوهانو په نظر دا د مسلمانانو لپاره ترټولو مهمه او بنسټیزه موضوع ده، (۳) د قرآن کریم او د رسول الله د رزونې معیارونه او د روزل شوو کسانو ځانګړتیاوې او مشخصات، چې اوس هم د پلي کېدو وړ دي، (۴) د مسلمانانو تر منځ خپل منځي کرکې، دهغو لاملونه او حل لارې،(۵) رسول الله څنګه او په کوم منهج او تګلارې سره دا کار وکړی شو، (۶) آیا په نن زمانه کې هم دا روزنه، منهج او د روزلو معیارونه کار ورکولی شي او که څنګه، که کار ورکولی شي نو بیا ولې مسلمانان دا کار نه کوي؟ ستونزه چېرې ده؟ (۷) د [څنګه کولی شي؟] موضوع د لیکنې مهم ټکی دی. په دې معنی چې موږ مسلمانان څنګه دا الهي او محمدي منهج پیاده کولی شو، ښه کسان روزلی شو او به دې سره بشریت او بشری تمدن سم لوري ته بوولی شو؟.

دلته یادونه کوم چې تکړه لیکوال او فرهنګي شخصیت ښاغلي امین الله عادل صاحب دا مقاله تر خپرېدو مخکې ولوستله، ځینې معلومات یې ورزیات کړل، اصلاحات یې په کې راوستل، کور یې ودان، قلم او فکر یې د لا پنځوونکي وي.

په اسلامي نړۍ کې کرکې، لاملونه او ممکنه حل لارې

ټول په دې باور لري، چې اسلامي نړۍ په بحران کې ده او تر ټولو ستر لاملونه یې په لاندې ډول دې:

  1. موږ د دوستۍ، دښمنۍ او د انسانانو د روزنې په هکله قرآني او محمدي معیارونه هیر کړي،
  2. موږ قرآن ته یوازې د تبرک د کتاب په سترګه ګورو، له ښوونیز او اعجازي اړخه یې زیات خبر نه یو
  3. موږ مذهبي مسائل ډېر پېچلي کړي، په زیاتو شاخونو مو ویشلي او یو له بل سره مو په ټکر کې اچولي، په دې سره اړونده مسائل د مسلمانانو ترمنځ د مذهبي کرکو لاملونه شوي دي.

د همدې کرکو له کبله مسلمانان یو بل وژني او وینې یې تویوي اوله دې حالته د اسلام دښمنان ګټه او خوند اخلي، مسلمانان ورځ تر بلې نورهم سره ویشي، درزونه او ستونزې یې نوي اړخونه خپلوي.

څنګه کولی شو په مسلمانانو او افغانانو کې مذهبي کرکې او ستونزې ورکې کړو؟

په اسلامي نړۍ کې زیات خلک له اوسنی بحرانه د وتو لپاره رنګارنګ نسخې وړاندې کوي، خو مسلمانان په دې کې زیات سره ویشل شوي دي. نو موږ باید ځان پوه کړو چې څنګه او په کومه کړنلاره باید کرکې ورکې کړو او په دې سره مسلمانان او په ځانګړي ډول افغانان په یوه فکري صف کې ودرو؟

ښاغلی نومان علي وايي: «زه فکر کوم چې موږ مسلمانان په دې اړه ډېر فکر نه کوو چې الله تعالی د خپل پیغمبر (ص) او د هغه د یارانو په هکله څه ویلي اوهغوی یې څنګه ارزولي دي، د هغوی بریا یې په څه کې بللې ده او دا موږ ته څه درس راکوی.» د الفتح سورت یا د بریالیتوب سورت چې د پیغمبر علیه السلام په بریا پیل کېږي او د سورې وروستی آیت دا تشریح کوي، چې دا کومه کامیابي ده او په دې آیت شریف کې الله د خپل پیغمبر یاران هم معرفي کوي. نوهغه ځانګړتیاوې کومې دي، چې  د الله تعالی خوښېږي  او په هغو یې صحابه ستایلي او د بریا راز یې بللې دي.

 

د حدیبیې سوله، د الفتح سورې نزول او مسلمانانو ته یې درسونه 

رسول الله خوب ولید، چې د کعبې شاوخوا له خپلو یارانو سره په امن کې په عمره بوخت دی. خپلو یارانو ته یې کیسه وکړه او تر یو څه وخت وروسته له ۱۵۰۰ تنه صحابه وو سره د مکې په لور د عمرې لپاره روان شو. په حدیبیه کې خبر ورته راغی، چې قریش اجازه نه ورکوي او د جګړې تیاری نیسي. وفدونه تبادله شول، په دویم وفد کې حضرت عثمان رضی الله عنه و، هغه قریشو ستون کړ، د شهادت خبر یې رسول الله او صحابه وو ته راغی، ټولو صحابه وو په خپل رضایت سره له رسول الله سره بیعت وکړ، چې که د عثمان رضی الله شهادت رښتیا وي نو دوی به له مشرکینو سره جهاد کوي. په دې سره مشرکین ووېرېدل – حضرت عثمان یې ژر راخوشی کړ – سولې ته یې غاړه کېښوده. له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره یې لس ماده ییز تړون وکړ. د تړون اکثره مادې په ظاهره د مسلمانانو په تاوان ښکارېدې، د بېلګې په توګه: که د قریشو کوم کس مسلمانېږي او مدینې ته ورځي، نو هغه به بېرته  قریشو ته سپارل کېږي، خو که کوم کس اسلام پرېږدي او بېرته قریشو ته ورځي هغه به مسلمانانو ته نه ورکول کېږي. په دې سره صحابه ډېر وځورېدل، خو رسول الله ورته وویل: هغه کس چې مرتد کېږي د دوی په درد نه خوري، ښه دی چې د دوی له صف څخه لاړ شي او هغه کسان چې په قریشو کې مسلمانېږي ښه دي، چې هملته پاتې شي، خپل دعوت ته ادامه ورکړي. همداسې وشول د ابو بصیر په نامه یو کس په مکه کې مسلمان شو، مدینې ته یې پناه راوړه، قریشو یې غوښتنه وکړه، نبی علیه سلام هم د تړون له مخې له مکې څخه د تلو ورته وویل، نوموړی لاړ او په بل ځای (سیف البحر) کې یې واړول، په مکه مکرمه کې چې نور څوک پټ مسلمان شوي وو، هغوی هم هملته ورغلل او لوی مرکز یې جوړ او د قریشو لپاره ستر سر خوږی شول، په دې سره قریش له نبي علیه سلام نه غوښتنه وکړه، چې د تړون تردې ماده تېر دي، ابوبصیر او د هغه ملګري دې مدینې منورې ته را وغواړي. دا هم د الله د رسول ستر تدبیر و چې کار یې ورکړ.

د حدیبیې په تړون کې دا هم راغلي وو، چې تر لسو کلونو به مسلمانان او قریش جنګ نه کوي، مسلمانان به سږ کال عمره نه کوي، کال ته هم چې راځي وسلې به نه ښکاره کوي او داسې نور. حضرت عمر فاروق رسول الله ته وویل چې اې د الله رسوله تاخو ویل چې عمره به کوو او اوس ولې بېرته مدینې ته ستنېږو. رسول الله ورته وفرمایل چې عمره کوو، خو راتلونکی کال. صحابه وو ته زیاته خواشیني پیدا شوه او له رسول الله نه یې پوښتنه کوله چې ولې باید داسې شرایط ومني. پیغمبر علیه السلام ویل: «اني رسول الله»، یعنې زه د الله رسول یم او همداسې باید وکړو. روښانه ده، چې په دې کې د الله تعالی ستر حکمتونه، ازمویښت او د صحابه وو د روزنې درسونه نغښتي وو. نو همغه وو چې مسلمانان بې له عمرې د همدې سولې د تړون په بنسټ بېرته مدینې ته ستانه شول.

د الفتح سورت، د حدیبیې سوله، د رسول الله او د هغو د صحابه کرامو ستاینه   

په الفتح سوره کې الله تعالی د حدیبیې سولې ته «فتح مبین» یا څرګنده سوبه خطاب کړی. د رسول الله او د ده د یارانو — هغه کسان چې له ده سره وو ستاینه کوی:

مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ،  تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا ۖ سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ۚ (29)

ژباړه: محمد ( په حقه سره) د الله رسول دی او هغه کسان چې له ده سره دي سخت دي په مقابله او مجاهده کې په کافرانو باندې، مهربانه او زړه سواندي دي په خپلو منځونو کې. وینې به ته هغوی، رکوع کوونکي او سجده کوونکي! غواړي دوی په دې عبادت سره فضل او مهربانی له الله تعالی نه، او غواړي رضا مندي د هغه. نښې د دین دارۍ د دوی ثابتې دي په مخونو د دوی کښې له اثره د سجدو نه یعنې هغه انوار چې په اوداسه، لمانځه او سجدې سره په وجود د بنده کې پیدا کېږی، هغه نورانیت د دوی په وجودونو کې له ورایه برېښي.

ګورو چې د حدیبیې د سولې ټوله پروسه د الله تعالی یو اوږدمهاله او ستراتیېژیک پلان ؤ، په خورا دقت سره پیل او پلي شو، بېلابېلې موخې یې لرلې، صحابه وو ته یې لومړی ځینې شکونه او سوالونه پیدا او هغوی یې حساس کړل، الله تعالی له خپل رسول سره ځینې مهمې وعدې او ځینې وړاندوینې یې هم وکړې، په کراره کراره یې وعدې رښتیا کولې او وړاندوینې یې د معجزو په توګه رښتیا کولې، ترڅو صحابه وروزي، د رسو الله په رښتینولۍ او رسالت یې لا ایمان پوخ او یقین یې په حق الیقین بدل شي. الله تعالی صحابه وو او ټولو مسلمانانو ته د حدیبیې  په سوله او فتح سوره کې ستر درسونه، د رښتینو مؤمنانو هغه بنسټیز خاصیتونه تشریح کوي، چې په دواړو دارینو کې د بریا، د الله تعالی د فضل او رضا لاملونه ګرزي.

د پورتني آیت په پای کې الله تعالی خپل رسول ته وايي، چې ته دوی د رکوع او سجدو په حال کې وګوره،  دوی د الله تعالی فضل او او رضا غواړي. د دې آیت شریف مصداق الله تعالی خپل رسول ته د هغه د ژوند د پای په شېبو کې ښيي. کله چې رسو الله د ځنکندن په کټ پروت ؤ او صحابه کرام په لمانځه بوخت وو. رسول الله نه شي کولی د هغوی امامت وکړي، نو له چا یې وغوښتل چې پرده پورته کړي او دی د خپلو ملګرو د لمانځه ننداره وکړي. په دې وخت کې رسول الله د خپل ۲۳ کلن ماموریت او هڅو ثمره ولیده او دغه پورتنی آیت یې سترګو ته و درېده، چې وایي: ته به خپل صحابه د رکوع او سجدو په وخت وګورې چې له الله تعالی به فضل او د هغه رضا به غواړي، په مخونو کې به یې د سجدو نښې وي چې عبارت له نورانیت، د مسلمان په وړاندې د غصې نشتون او تواضع به وي، ووینې. د رسو الله په مخ د خوشالۍ یوه شغله راځي او د الله تعالی شکر ادا کوي.

دلته یوه یادونه اړینه ده چې که هغه فتحې او بریاوې چې الله تعالی مسلمانانو ته د حدیبیې تر سولې وروسته ورکړې، مخکې له مخکې ورته سوالونه او شکونه نه وی پیدا شوي او حساس شوي نه وای، نو د دې بریاوو او سترو پېښو درسونه، معجزې، اثرات او د الله د حکمتونو په هکله به صحابه وو او د اوس وخت مسلمانانو ته زیات معلومات او درسونه نه وو ورکړل شوي او پاته شوي.

د حدیبیې په سوله کې موږ ته د الله تعالی لاندې درسونه او حکمتونه نظر ته راځي:

  1. دلته د قرآن اعجاز ګورو، د نورو ځایونو په څېر نه وایی: د الله رسول او مومنان، بلکه وایي: د الله رسول او هغه کسان چې له ده سره دي.
  2. که څه هم صحابه وو په رسول الله ایمان درلود، چمتو وو، چې خپل هر څه د هغه په لاره کې قربانی کړي، خو الله تعالی دلته بیا وايي، محمد رسول الله، یعنې محمد د الله رسول. لامل یې دادی چې دلته شکونه پیدا شوي وو، الله تعالی بیا د خپل رسول په رښتینولۍ تاکید وکړ.

  1. صحابه په کافرانو د جنګ په وخت د اسلامي اصولو سره سم سخت زړي او په خپلو منځونو کې (رحما) مهربانه وو، چې تر قیامته د مسلمانانو لپاره باید درس وي.

  1. د لمانځه په وخت د الله فضل او رضایت غواړي، په مخونو کې یې د سجدو اثر او نورانیت وي. دا باید د مومنانو لپاره تر ابده دستور العمل وي او کلک ورباندې ولاړ وي. په مخ کې د عبادت اثر دادی چې مسلمان ځانته په خپل ورور د غوصه کېدو او وچولي د تریو کولو حق ورنه کړي، بلکه د غوصه کېدو حق د الله تعالی دی. هغه مسلمان چې په نورو سترګې راوباسي، الله تعالی ورته بد ویلي دي.

  1. د صحابه وو دا مهم خصوصیت چې الله تعالی د رسول الله او صحابه وو په فتح مبین کې مهم بللی دی. معنی یې داده چې که مسلمانان پورته خواص ونه لری، په خپلو منځونو کې سره ویشلي وي، پاشل کېږي، خوار او ذلیل کېږي او د مقابلې توان له لاسه ورکوي.

  1. د خپلو یارانو دا خصوصیات یې د عمر په آخر کې رسول الله ته وروښودل او په پورته آیت کې د فتح په سوره کې راغلي.

  1. د همدې خاصیتونو په برکت صحابه په غزواتو کې ښه ځلېدل – په خواشینۍ سره اوس مسلمانانو دغو خاصیتونو ته چې د فتح او نجات لامل ګرزي، زیاته پاملرنه نه کوي او هیرکړي یې دي، د صحابه وو کیسې وايي خو عبرت او پند نه ترې اخلي.
  2. په خپله د رسول په رسالت او حقانیت بیا تاکید – ځکه د حدیبیې سولې شکونه رامنځته کړل
  3. صحابه وو ته شکونه پیدا شول: که په بدر، احد، خندق، خیبر او نورو غزواتو کې ورته د سختو خطاب شوی وی، خو دوی سخت وو، مګر په حدیبیه کې په خپله سختي نه پوهېدل، خو دوی له ناهیلیو سره سره د الله له رسول سره ژمن پاته شول او د بیعت الرضوان ژمنه یې له رسول الله سره کړې وه.
  4. هغه درسونه او معیارونه الله تعالی د حدیبیې د سولې په بهیر او په الفتح سوره کې وښودل چې څنګه مسلمانان یو موټی او یو بریالي صف ساتل کېدی شي.
  5. د حدیبیې تر سولې چې په شپږم هجري کال وشوه، الله تعالی ورته فتح مبین وویل، وروسته د هجرت په اووم کال مسلمانانو خیبر فتح کړ.
  6. د هجرت په همدې شپږم کال یې د روم او کسرا په ګډون د نړۍ ډېرو امپراطوریو او پاچاهیو ته اسلام ته د دعوت لیکونه واستول.
  7. د هجرت په همدې اووم کال رسول الله له خپلو یارانو سره د الله تعالی د وعدې په اساس په امن کې عمره وکړه
  8. په دې وخت کې د قریشو زیات مهم مشران لکه خالد بن ولید، عمر ابن العاص او نور زیات خلک په جزیره العرب کې مسلمان شول.
  9. د هجرت په اتم کال قریشو د حدیبیې تړون مات کړ او په مسلمانانو یې حمله وکړه.

  1. نو ځکه د همدې اتم هجري کال د روژې په میاشت کې رسول الله له لس زره صحابه وو سره مکه فتح کړه او ستره بریا یې ترلاسه کړه، خپل دین یې بشپړ کړ او د فتح مبین ټولې وعدې او پړاونه یې یو په بل پسې رښتیا شول.
  2. د حدیبیې سولې رسول الله ته زیاتې روحاني، کلتوري، دیني، ټولنیزې ګټې، لاسته راوړنې او اثرات لرل. دا چې رسول الله نه غوښتل د مکې محرمې شپې ورځې چې ستر کلتوري ارزښت یې درلود، له نظره وغورځوي، سوله خوښه کړي، د وینو تویولو مخه ونیسي، یو څه داسې معمولي امتیازات چې په ظاهره قریشو ته ستر ښکاېدل خو الهي اصول یې له نظره نه غورځول د سولې لپاره مقابل لوري ته ورکړل نو د عوامو خلکو زیاته خواخوږي یې ځان او د اسلام دین ته راجلب کړل.

  1. د حدیبیې په سوله کې د الله رسول او صحابه وو ته الله تعالی دا وښوده، چې د لنډمهاله مسئلو په ځای ستراتېژیک اهداف په پام کې ونیسي او د نن زمانې په اصطلاح د فرعي لنډمهاله جنګونو په ځای سرتاسری ستر اوږدمهاله جنګ سره له خپلو ارمانونو، لرلیدونو او موخو تر لاسه کړي.

  1. خو اوس په خواشینۍ سره چې موږ مسلمانان دې خبرې ته سم پام نه کوو او نه ورباندې پوهېږو. په کار دا ده چې د دې خبرو د تحلیل او ارزونې لپاره ستراتېژيک مغزونه په کار واچول شي، له دیني اصولو سره سمې پرېکړې زموږ ملت وکړي.

 

په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د مذهبي کرکو او ستونزو، لاملونو او حل لارو ته یوه نوې ژوره کتنه

ښاغلی نومان علي وايي: زموږ مسلمانانو اوس ستونزه داده، چې معیارونه مو له هغه څه سره په ټکر کې دي، چې الله تعالی د الفتح په سورت کې مسلمانان ورباندې ستایلي وو او د دوي د بریا لاملونه یې بللي. مسلمانانو ته اوس یوازې د رسول الله پیروي په خپلو منځو کې د ترحم او مهربانۍ لپاره کافي نه ده. مسلمانان اوس په الهی ارشاد د «انما المومنون اخوه» باندې عمل نه کوي. نن په نړۍ کې زیات خلک داسې دي کله چې پوه شې مسلمان یې درته وايي: په کومه عقیده یې، حنفی یې که سلفي او که بریلوي، په دې کې په کومه شاخه کې یې، له چا سره د درس لوستی ‎، په کوم ګوند کې یې، بیا د قوم او ژبې ته ګوري او داسې نور.

پیغمبرانو روښانه پیغام درلود. د ټولو پیغمبرانو دعوت د یوه خدای عبادت او په مومن به شیانو ایمان او ښه عمل کول وو. اوس مسلمانانو په دین کې پېچلتیاوو ته مخه کړې، ځانونه یې په وړو وړو ډلو ویشلي دي، لارښوونې یې سره توپیر لري. د اصل په ځای به فروعاتو کې ورک دي، دیني لارښوونې (منهجونه) یې ورځ تربلې توپیر مومي، هر څوک [یوازې خپل] ښه بولي او د بل ناسم، دې ستر فکري تشتت ته لاره هواره کړې ده. دا اختلافات له سیاسي نظریو او شخصی ګټو سره ګډ شوي دي. اوس خبره یو د بل تکفیر ته رسیدلې ده، مسلمانان د نړۍ په زیاتو برخو کې یو د بل وینې تویوي او هسې یو افسوس هم نه ورباندې کوي. په خواشینۍ سره کله هم چې د اسلام په تاریخ کې په مسلمانانو دا حالت راغلی، زیات تلپاتې زیانونه یې اړولي دي. د بریا الهی معیارونه چې د فتح  په سورت او نورو کې ذکر دي اوس له موږ هېر دي. د حدیبیې سولې کوم مهم درس چې الله تعالی اسلامي امت ته د بریا په هکله پرېښود، هغه زموږ څخه اوس هېر دی. هغه دا چې که مسلمانان په خپلو منځونو کې سره ویشلي وي، پاشل کېږي، خوار او ذلیل کېږي او د مقابلې توان له لاسه ورکوي.

رسولالله منهج – د قرآن مضمون –څ

 په افغانستان او یا هره بله اسلامي ټولنه کې په قرآنی اصولو او د رسول الله په منهج د کرکو ورکول  

موږ باید ځان پوه کړو چې رسول الله څه وکړل او څنګه یې وکړل. له رسول الله لوړ تعمیرونه او کوم غوره اقتصاد پاته نه شو. خو ده د بشریت په تاریخ کې غوره شخصیتونه وروزل، دوی په جاهلي ټولنه او نړۍ کې ستر تمدن رامنځته، د بشري تاریخ لوری یې بدل او عدالت یې خپور کړ. ښه مثال یې د اصحاب صوفه روزل دي، دا هغه لومړی اسلامي مدرسه او پوهنتون ؤ چې داعیان یې وروزل، داسې داعیان چې په وږي نس یې دعوت کاوه، په څېرو کې یې د لوږې اثار وو، خو له چا یې د مرستو تمه نه لرله. په دې کې د هغه منهج، لارښود او دستورالعمل مهم رول درلود. قرآني آیتونه له ټول ښوونیز او روزنیز پروګرام او اعجاز سره په خپله موکه راتلل، صحابه وو ته تشریح کېدل. نوي معیارونه او ارزښتونه یې معرفي کول او په عملي روزنه کې یې ورښودل. د حدیبیې د سولې په څېر پلانونه یې عملي کول، لکه څنګه چې ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها وايي  د الله رسول اسوه حسنه (غوره بېلګه) وه. هغه یو ګرځنده قرآن و او د هغه شفاهي ارشادات او احادیث په دې منهج کې شامل و.

یوه عالم سړي د چین د دیوال خبره کوله. چینایانو ستر دیوال جوړ کړ تر څو د دښمنانو مخه یې ونیسي. خو د همدې ستر دیوال په شتون کې پنځه ځلې په چینایانو سترې حملې شوې دي. د دوي دښمنانو ته دیوال کوم خنډ نه و، ځکه چې په دروازو کې یې عسکرو ته رشوت ورکاوه او په اسانۍ سره ورداخلېدل او حملې یې کولې. چینایان وروسته په خپله ستونزه پوه شول چې دوی دیوال جوړاوه خو د انسانانو جوړولو ته یې پام نه کاوه. زموږ د ملت په ګډون زیات ملتونه اوس دا تیروتنه کوي، چې د انسانانو روزنې ته زیاته پاملرنه نه کوي، نو هر څومره نورې هڅې چې کوي زیاته بریا نه تر لاسه کوي.

د انسان جوړونې د همدې اهمیت له کبله ګورو چې د قرآن کریم مضمون هم د انسان هدایت او جوړونه ده. د الله تعالی رسول هم خپل ټول درویشت کلن رسالت د مسلمانانو په تربیه او جوړونه کې تېر کړل او د ځنکندن په وخت یې خپل یاران په رکوع او سجدو ولیدل، چې له الله تعالی یې فضل او د هغه رضا غوښته، د سجدو اثار او نورانیت یې په مخونو کې ښکارېده چې کبر، ځان غوښتنه او په مسلمان غوسه کېدل یې محوه کول او ځکه د رسول الله آرمان هم پوره شو او په مخ یې د خوشالۍ شغله راغله.

ایا اوس د قرآن او د رسول الله د منهج کارول ممکن دي، که ځواب هو وي، نو څنګه؟

اوس مسلمانان څه وسیلې په لاس کې لري چې ځان جوړ او د کرکو په ځای یو په بل مهربانه شی؟ باید ووایو چې که موږ ایمان لرو چې قرآن د الله وروستی کتاب او رسول الله یې وروستی پیغمبر دی، نو باید په دې هم باور وساتو چې [هو] اوس هم دا کار شونی دی.

د قرآن مضمون د انسان هدایت او جوړونه ده، قرآن د الله تعالی ابدي او ژوندۍ معجزه او سره له ټولو هدایتونو تر قیامته زموږ په اختیار کې ده، الله تعالی یې د ساتنې ضمانت کوي، له الله تعالی پرته بل هېڅ نړیوال قوت نه شي کولی چې قرآن له منځه یوسي، جعل پکې وکړي، او په هکله یې د مسلمانانو په زړونو کې شکونه رامنځته کړي.

هو که کوم قوم او ملت قرآن او اسلام ته شا کړه لکه بني اسراییلو، الله تعالی به د هغوی په ځای بل څوک راولي خو اسلام به له منځه نه ځي. ځینې به داسې فکر کوي چې اوس د ساینس او تکنالوژۍ وخت دی نو د دین اړتیا نه شته. دا خبره پخوا هم شوې وه او تل غلطه ثابته شوې ده او بیا به هم همداسې ناسمه پاتې وي. لکه چې د ټایمز مجلې نیمه پېړۍ مخکې ولیکل- توبه نعوذ با الله – خدای مړ دی، خو ګورو چې د دین اهمیت او د الله تعالی قدرت ورځ تربلې خلکو ته ښکاره کېږی. (شیخ یوسف حمزه)

له قرآني معجزې د زمان او مکان قید لېرې شوی دی. د تیرو پیغمبرانو د مؤقتو معجزو په خلاف د قرآن له معجزې د زمان او مکان قید لېرې شوی، یعنې د موسی علیه السلام د لکڼې مار کېدل او د فرعون د ساحرانو د لکڼو خوړل، د عیسی علیه سلام لخوا د مړیو راژوندي کول، د مور زادي ړندو بینا کولو او نورو غوندې په یوه زماني او مکانی قید کې نه دی پاته چې یوازې د هغه وخت یو څو کسانو ولیدل، اوس یې څوک نه شي لیدلی بلکه یوازې موږ د عقیدې او قرآنی کیسو په بنا ورباندې باور لرو، خو قرآن تر قیامته له خپلو معجزو سره زموږ په اختیار کې دی. د دې فلسفه همداده چې تر قیامته د بشر د هدایت او رهبرۍ لپاره کار ورکوي.

د قرآن زیاتې معجزې او وړاندوینې د زمانې په تېرېدو سره چې د بشر پوهه او وسیلې زیات شي او وخت یې راشي، روښانه کېږي، په لومړي سر کې خپله مسلمانان هم په زیاتو قرآنی معجزو نه پوهېدل خو اوس د ساینس له پرمختګ او د علمی څېړنو د څرنګوالي له بدلون سره د قرآن کریم زیاتې نوې معجزې روځ تر بلې روښانه کېږي. اوس موږ که انترنېټ ته لاړ شو، په سلګونو قرآني معجزې  مسلمانو پلټونکو او د قرآنی علومو کارپوهانو ثبت کړې دي او هره یوه به لکونو خلکو لوستې او ګټه یې ورنه اخیستې ده او ډېر خلک یې په بیا بیا لیدو او مطالعې د قرآن او اسلام حقانیت ته ځیر کېږي، یقین یې په حق الیقین بدلېږي اسلام ته رجوع کوي او مسلمان کېږي. د الله حکمت دی چې کله تاسو د قرآن په معجزو هر څومره زیات پوهېږئ نو یقین مو پخېږي او دا د ایمان په قوت کې زیات رول لري.

قرآن اسانه دی: هر ښه مولف هڅه کوي چې خلک یې په خبره سم پوه شی. نو الله تعالی چې تر ټولو مخلوقاتو پورته دی او کلام یې هم تر هر چا لوړ او په همدې ډول د فهم وړ دی، نو که څوک ورباندې د پوهېدو هڅه وکړي او مینه ورسره ولري، الله تعالی یې ورښيي. الله تعالی فرمايي: هَذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ آل عمران 138، الله تعالی قرآن ته بیان ویلی دی. همدارنګه به بل ځای کې الله فرمایي: هَٰذَا بَلَاغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ (52)، دلته هم الله تعالی قرآن کریم ته د بلاغ خطاب کړی دی، په بلاغت کې مهمه خبره داده چې مطلب په ښه ډول ورسول شي. خو د خواشینۍ ځای دی چې زموږ مسلمانانو ستونزه داده چې قرآن مو هیر کړی دی، زیات فکر کوي، چې هغه سخت دی، ان علما هم ورباندې سمې څېړنې نه کوي، د قرآن هدایتي او اعجازي اړخ ته خو مو بیخي پام نه دی او قرآن یوازې د تبرک په توګه کاروو.

خو د خوشالۍ ځای دادی چې اوس ان شاء الله بیا قرآن ته پاملرنه زیاته شوې ده، که تاسو انترنېټ او یوتیوب ته ورشئ درته ښکاره به شي چې زیاته پاملرنه ورته شوې ده، اوس د نړۍ په هره څنډه کې په ملیونونو د قرآن حافظان شته، د نړۍ په زیاتو پوهنتونو کې په قرآنی علومو تدریس پیل شوی دی او ان د غیراسلامی ملکونو په پوهنتونونو کې کله کله له مسلمانو عالمانو سره په قرآن او اسلام خبرې کېږي.

د قرآن د تبرک تر څنګ د هغه هدایتي اړخ او معجزو ته هم باید زیاته پاملرنه وکړو. موږ مسلمانان باید قرآن یوازې د تبرک کتاب ونه پېژنو، هدایتي اړخ او اعجاز ته یې هم باید زیاته پاملرنه وکړو. که زیات مسلمانان قرآن له اعجاز سره وپيژنی حال به یې بدل او یقین به یې په حق الیقین بدل شي، نو زموږ دنده ده چې قرآن د هدایتي او اعجازي اړخ سره زده او نورو خلکو ته یې هم وروښیو.

د رسول الله اسوه حسنه (غوره بېلګه) راسره شته نو باید د هغه په لار لاړ شو. د رسول الله اسوه  حسنه چې د کرکو په ورکولو او مسلمانانو په روزنه کې مهمه وه، اوس هم د هغه په سیرت او احادیثو کې راسره شته ده.

نو د همدې پورته قرآنی اصولو او نبوی سنت په مرسته، له سلیقوي وړو اختلافاتو سره سره «مومن به» او د رسول الله سره پاته کېدل‎ « یعنې پیروی یې) کافی بلل د مسلمانانو تر منځ د کرکو د ورکولو سره مرسته کولی شي. همدارنګه، الهی او نبوي ټاکلي معیارونه کارول – رحماء بینهم، رکعا سجدا، د الله فضل او رضا غوښتل له موږ سره شته دي چې په بنسټ یې موږ په اسلامي ټولنه کې کرکې کمې او کرارې کرارې یې ورکې کړو. همدارنګه، موږ یو بل ډېر مهم الهي او قرآني ارشاد او اصل لرو چې: «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ » دی او که عمل ورباندې وکړو د کرکو کمولو لپاره مهم رول لوبولی شي.

خو دا کار هلته کولی شو چې په قرآنی علومو لازمه پانګونه وکړو، چې زموږ په ټولنه کې دا پاملرنه نه ده شوې. موږ ټول باید د دیني او اعتقادی مسئلو له پېچلي کولو ډډه وکړو. که علما او څېړونکي په فقه، عقایدو، اصول دین، تفسیر، حدیثو اویا هره بله دینی شعبه کې علمي څېړنې کوي، دا ښه کار دی او خپل علمي ارزښت لري، خو باید پام وکړو چې د نظر اختلاف مو په عوامو کې تشتت رانه ولي. لکه امامانو مو چې د یو بل نظر ته احترام درلود، کله به چې یو امام د بل سیمې ته ورغی د هغه په نظر به یې هغه ته د درناوي لپاره عمل کاوه.

څنګه په اسلامي ټولنه او افغانستان کې مذهبي کرکې او نورې ستونزې حل کړو؟

که موږ په دې باور لرو چې قرآن د هدایت لپاره را استول شوی، بل کتاب نه راځي، همدا اخري کتاب دی، مضمون یې د انسان جوړونه او هدایت دی، قرآن اسانه دی، خو که موږ ورته وخت ورکړو او په قرآنی علومو پانګونه زیاته کړو او قرآني اعجاز ته پام وکړو، نو په خپلو ټولنو او ملتونو کې به ستر مثبت بدلون راولو. په دې کې باید شک ونه لرو او دا الهي وعده هم ده.

موږ ځوانانو او ښځو ته سمه پاملرنه نه ده کړې، زموږ په جوماتونو کې د ښځو د لمانځه لپاره ځای نشته او د لمانځه، جمعې او عیدینو له خطبو مو ښځې محرومې کړې دي. د الله د رسول په وخت به ښځې جومات ته تللې، کله چې یوه ځوان د انساني طبیعت له مخې له شا په ښځو پسې وکتل رسول الله له ښځو وغوښتل چې په شا کې صف ونیسي، خو ښځې یې منع نه کړې، ان ځینو صحابه وو چې غوښتل یې خپلې ځوانې ښځې په کور کې لمانځه ته وهڅوي، خو ښځو یې دا خبره ونه منله.

باید د ځوان کهول او ښځو په سمه روزنه مناسبه پانګونه وکړو، دا پانګونه هر یو کس زموږ باید له خپلې کورنۍ، خپلوانو او تر اغیزې لاندې خلکو وکړي. د اړوندو ښوونیزو نهادونو په درسي نصاب کې باید داسې بدلون راولو چې د قرآن اعجاز او د هدایت اسلوب،  له یو بل سره د مهربانۍ معیارونه د رسول الله په پیروۍ کې ولټوو او دا معیار په خپل فرهنګ کې ور دننه کړو.

اوس زموږ زور یوازې تعمیرونو او زیربناوو ته دی. تاسو په نړۍ کې زیات ښکلی او ستر ستر جوماتونه ګورئ، خو د سهار او ماسخوتن په لمانځه کې ۷ یا ۸ کسان په کې وينئ. دا ځکه چې موږ په انسانانو کمه پانګونه کړې ده. موږ یوه ستر دیني او کلتوري بدلون ته اړتیا لرو.

زیات مسلمانان یوازې د صحابه وو د غزاګانو سره علاقه لري او نور هغه مشخصات یې چې الله دوی ورباندې ستایلي دي هم باید هېر نه کړو. لامل یې دادی که په غزواتو کې ښه ځلېدل نو لامل یې ښه روزنه، قوی ایمان، په الله توکل او له یوبل سره مهربانه وو، موږ دې ته سم پام نه کوو، نو په کار ده چې په ځان کې د داسې خواصو د راپیدا کولو او ودې هڅې وکړو.

باید ووایو په اسلام او قرآن پوهه موږ ته زیات څه راښيي چې دعوت یې ښه وسیله ده. یو وتلی مسلمان عالم فخر الدین رازي وايي: اسلام په خلاصه توګه: (۱) ځان خالق ته وقفول، او (۲) د هغه د مخلوق خدمت کول دي. همدارنګه، قرآن پوهنه او دعوت دی چې موږو ته توحید، رسالت، معاد، عبادات، معاملات، نظام جوړونه، اسلامي تمدن، اقتصاد، د بېوزلۍ ورکول، کادرونه روزل، عدالت راوستل، له فساده کرکه او نور رازده کوي.

رښتینی دعوت مو د نورو ګټو تر څنګ له بې ځایه مذهبي کرکو خلاصولی شي

ښاغلی نومان علي وايي هغه چې ځوان و، تر زیات وخته پورې یې د دیندارو خلکو په هکله سم نظر نه درلود، ځکه چط هر دینداره کس یې چې پېژانده، په غصه به وو، یوازې د تیر وخت خبرې به یې کولې، تل یې هر څه د پخوا سم بلل او د اوس په هکله یې تل منفي نظر درلود، د اوس او راتلونکی لپاره یې هېڅ کوم پروګرام نه درلود. هغه وايي: دی بیا ځیر شو چې د ځوان کهول اکثریت د ده په شان په دې اند وو او اوس هم متاسفانه خبره همداسې ده. که موږ وایو چې قرآن د هرې زمانې لپاره خاصه تجلې لري، الله تعالی قرآن را استولی دی تر څو تر قیامته بشریت ته د دنیا او اخرت خوښي راوړي، نو بیا زموږ دعوتګران د اوس او راتلونکي لپاره هم باید د ویرولو تر څنګ باید هیله بښونکې او مثبتې خبرې ولري، خلکو ته باید له الله د ویرې تر څنګ بشارت هم ورکړي، د الله رسول هم موږ ته وایي: له انس رض څخه حديث روایت شوی دی: يسِّروا ولا تعسِّروا، وبشِّروا ولا تنفِّروا. ژباړه: اساني وکړئ، سختي مه کوئ، او زیرئ ورکړئ او نفرتونو ته لمن مه وهئ. که مسلمان په رښتیا تقوا لرونکی وي، تل یې مرګ په یاد وي، نو مرګ یې باید د غوسې، له نورو سره د ساړه چلند او ترک دنیا لامل نه شي، بلکه باید د الله تعالی رضا او مرګ ته لبیک ووایي او تر څو چې ژوندی وي، خوشاله او رښیتنی مومن واوسي.

که زموږ دعوت له قرآني او نبوي لارښوونو سره برابر و، له کرکو او ستونزو مو ژغوري. دعوتګر مو باید زیات شي، خو د اوس په څېر باید قهر جن نه وي – همغه د سجدې او تقوی اثر یې باید په مخونو کې وي. ښاغلی نومان علي خان وايي: د سجدې اثر دا نه دی چې په کومه سخته کراسته وچولی وموښو چې په ټنډه مو داغ راپیدا شي. بلکه په پورته آیه کریمه کې د وجوه مقصد ټول مخ دی نه ټنډه لکه ځینې خلک چې تصور کوي. خو باید راته روښانه وي چې د رکوع او سجدې اثر په مخ کې دادی چې د مسلمان په وړاندې متواضع وي او ورباندې غوسه نه شي، غوسه یوازې د الله تعالی لپاره حق ومني، او په بل مومن غوسه د ځان لپاره مناسبه ونه بولي. د الله د رسول تل مسکا په خوله وه، رسول الله ویل چې د اخلاقو د ښېګڼو د تکمیل لپاره الله تعالی را استولی دی.

د قبول شوي عبادت، سجدو او د الله د فضل غوښتنې نښې په مخې کې چې په الفتح سورت او پورته آیت کې ذکر شول همدادي چې د مسلمان په وړاندې تواضع او مهرباني لري. الله تعالی تروه ټنډه نه خوښوي- په خلکو سترګې را ایستل یې تر زیاتو نورو ګناوو بد ګڼلی دي. په مخ کې تواضع ځکه مهمه ده، چې مخ د یوه انسان د احساس، روح او باطن بهر ته کړکۍ ده.

اوس هر مسلمان باید خپل سر په ګرېوان کې ټیټ کړي، لکه حضرت عمر فاروق (رض) چې فرمايي: حاسبوا قبل او تحاسبوا. یعنې له ځان سره محاسبه وکړئ مخکې له دې چې الله تعالی له تاسې سره محاسبه وکړي، له ځانه باید موږ وپوښتو چې څومره سجدې او عباداتو زما په مخ اثر کړی دی، څومره زما مخ د مسلمان او د الله تعالی د یوه عاجز بنده په وړاندې د تواضع او مهربانۍ ښکارندویي کوي. راځئ، کله کله دا محاسبه له ځان سره وکړو او د ځان عادت یې کړو. کېدی شي همدا موله مسلمان ورور سره له بېځایه کرکو راوګرزوی، د نفرتونو په ځای مو له مسلمان او د الله تعالی له مخلوق سره د مینې فکر سرته راولي، را نه یو ښه انسان او د الله د رضا وړ مسلمان جوړ کړي.

که دعوتګران مو قاضیان نه وو د کرکو په کمولو کې به زیاته مرسته وکړي. زموږ دعوتګر باید د: «موږ دعوتګران یو نه قاضیان» شعار ومني او په عمل کې یې په ځان پلی کړي، په دې معنی چې خلک د الله دین ته او له مسلمان سره د کرکې نه کولو ته راوبولي، خو ژر ورباندې قضاوت ونه کړي، بلکه که دعوت یې اغیزه نه کوي، نو لومړی د پخپلو کړنو او په خپل دعوت شک وکړي، چې کوم کمښت دی په کې چې اغیزه نه کوي او د خپل ځان او خپل دعوت اصلاح ته دې پام وکړي. د رسول الله همدا خاصیت و چې خلکو ته به یې د هغه څه بلنه ورکوله چې خپله یې هم کول. د مصر له یو عالم امام محمد الغزالي نه چا پوښتنه وکړه، چې څوک لمونځ نه کوي د هغه څه حکم دی؟ هغه ورته وویل چې حکم یې دا دی چې له ځان سره یې لمانځه ته بوځئ. د قاضي پر ځای له ځان څخه داعي جوړ کړئ.

الله تعالی په فتح سورت کې وایي: په تورات او انجیل کې هم د مسلمانانو د نوراني څېرو مثالونه راغلي وو. همدارنګه، په پورته آیه کریمه کې الله تعالی د اسلام وده د صحابه وو په مرسته له هغه کښت سره تشبیه کوی چې لومړی سر راپورته او واړه شاخونه راوباسي، بیا په ملا ټینګ شي، بیا یې ساقه کلکه او ټینګ ودرېږي. دا دعوتګر ته وریادوي چې تر دعوت وروسته، ژر د هر څه تمه له یوه انسان څخه مه لرئ، خلک وخت ته اړتیا لري، چې د اسلام او قرآن حقانیت درک کړي، تاسو د خلکو د ظاهري بڼې په ځای د هغوی په ایمان او یقین کار وکړئ، ظاهري بڼه هغوی خپله سموي. تاسو که خطاوې ګورئ، خلک ترکچې زیات مه غندئ، بلکه خپل دعوت، خپلو اعمالو، خپل نیت، خپل انانیت، ځان غوښتنې او نورو کمښتونو ته پام وکړئ چې خبره او دعوت مو مثبته اغیزه وکړي.

امام غزالي (رح) او د ځان غوښتنې بوتان. امام غزالي چې اسلامي علما ورته د پنځمې هجري پېړۍ مجدد وايي، فرمايي: ترپوهې وروسته د ظاهري بوتانو ترک کول اسانه کار دی، خو د زیاتو خلکو لپاره د خپلو داخلي بوتانو چې ځان غوښتنه، تکبر اوانانیت (ایګو) او ریا دي پرېښودل اسانه کار نه دی. دا ناروغي تر عادي خلکو په معتبرو کې زیاته وي او باید هر مسلمان خصوصا عالمان او نامور خلک باید دې ستر مرض ته تل ښه ځیر وي. دا داسې معنوي ناروغي ده چې زموږ ټول نېک اعمال خوري او عبث یې ګرزوي، ځکه چې زموږ هېڅ قدم د الله لپاره نه بلکه د ځان ښوونې لپاره کېږي، کله چې دا خبث په انسان کې ټینګ شي بیا د هر بد کار تمه ورنه کېدی شي.

په فاتحه سوره کې د صراط المستقیم غوښتنه. په سوره فاتحه کې تر حمد او ثنا او خاص له الله نه د مدد غوښتلو وروسته موږ د سمې او نېغې لارې ښودنې غوښتنه کوو. سوال دادی چې ولې دلته سمدلاسه جنت نه غواړو، ولې ژر د الله تعالی رضا نه غواړو؟ بلکه تر هرڅه لومړۍ غوښتنه مو له الله تعالی یوازې په سمه لاره سیخېدل دي. که فکر وکړو، یو کس مزل له لمړیو قدمو پیل کوي، کېدی شي تر منزله ورته زیات واټن پاته وي، کېدی شي منزل ته ورسېږي او یا په بله لاړ شي. دلته الله تعالی دعوتګرانو ته ښيي چې دعوت یوه پروسه ده، یو مزل دی، خپل وخت او شرایط غواړي او دلته دا دعا هم همدا مطلب راښيي چې ستاسو لمړی هڅه باید داوی چې یو کس په سمه لاره روان شي او بیا په کراره نوره مرسته ورسره وکړئ. نو خپله د سمې لارې په لټه کې شئ او نورو ته یې هم وښيئ، تر خپلې وسې له ځان او نورو سره مرسته وکړئ، په دې پوه شئ چې د انسان مکمل هدایت، وخت، هڅې، د نورو مرسته او تر تولو مهم د الله تعالی مدد او هدایت ته اړتیا لري.

په دې کې ستر حکمت دادی، چې دعوتګرو ته خپل مسئولیت وروښیي، چې تاسو هڅه وکړئ یو څوک سمې لارې ته برابر کړئ او پوه شئ چې هغه به تر رسېدو زیات واټن لري، نو ژر ورنه تمه مه لرئ، چې هدف ته ورسېږي، څوک به ورو ځي او ژر به هدف ته نه رسېږي، نور به چټک وي او ژر به رسېږي، څوک به له ټیټو ژورو سره مخ کېږي او څوک به بېله خنډونو رسېږي، که تاسو غواړئ چې بریالي دعوتګران شئ، د خپل دعوت په کیفیت فکر وکړئ، مه ناهیلي کېږئ او هڅو ته دوام ورکړئ او پوه شئ چې نورو هڅو او د الله تعالی مرستې ته اړتیا لرئ چې خپله تر هدفه ورسېږئ او له نورو سره هم په رسېدو کې مرسته وکړئ. هو دعوت دوام ته اړتیا لري لکه په لاندې کې چې تشریح کېږي.

په الجمعه سوره کې الله تعالی د مسلمانانو د روزنې مرحلې راښيي: هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ. ژباړه: دغه الله هغه ذات دی چې لېږلی دی په امیانو کې یو رسول (محمد) له دوی څخه چې لولي پردوی باندې آیتونه د دې قرآن او پاکوي دوی ( له شرکه له نورو رذیله و اخلاقو) او ښيي دوی ته کتاب (قرآن) او احکام د ( قرآن) که څه هم دوی پخوا له (بعثه د محمده) خامخا په ګمراهۍ ښکاره کې وو.

ګورو چې د مسلمانانو په روزنه کې چې دعوتګر اوس هم باید ورته پام وکړي هغه داده، چې الله تعالی د هغه وخت امي عربانو له منځه محمد صلی الله علیه وسلم چې خپله آمي (نالوستی) و واستاوه، تر څو خلکو ته د الهي آیتونو تلاوت او بیان کړي – دلته  موږ ته دا راښيي چې باید دعوتګر د خلکو په ژبه خبرې وکړي، د هغوی په کلتور باید پوه وي، تر هغو ځان لوړ ونه بولي او له کبره ځان وساتي. بیا ګورو چې د آیاتو تر رسولو وروسته هڅه وکړي له هغوی سره مرسته وکړي، چې له شرکه او نورو ناپاکیو څخه پاک شي او قرآن او د هغه احکام ورته ښيي او ښکاره ده چې دوی پخوا په ګمراهۍ کې وو.

په احادیثو کې راځي: یو کس رسول الله ته راغی، چې ایمان راوړي خو پنځه وخته نه بلکې یوازې دوه وخته لمونځ کولی شي. رسول الله ص ورته وایي سمه ده، بیايې صحابه وو ته وویل چې کله دا کس د لمانځه خوند وویني بیا په خپله ټول پنځه وخته کوي. د دې معنی داده چې موږ باید په خلکو بې وخته او تر کچې زیات فشار رانه وړو، په تېره په ځوانانو، د لږو دیني معلوماتو لرونکو کسانو، نویو مسلمان شويو، هغه کس چې نوې له دین سره علاقه ښيي، معلولیت لرونکو او نورو باندې.

دعوت له خپلې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو او ملګرو پیل کړو. باید د هغو دعوتګرو له ډلې ونه اوسو، چې نور خلک ښو او دین ته رابولي او خپل اولاد یې په ناسمه لاره روان وي. خو دا کار په خاص حکمت سره باید وکړو. موږ که خپل پلار، مور او نورو مشرانو ته د ښو کارونو او دین ته بلنه ورکوو، باید له مناسبې لهجې او زیات احتیاط څخه کار واخلو، داسې ونه ښيو چې دوی ګواکي سم خلک نه دي، موږ یې لارې ته راولو، یا که ژر مو سمې پایلې د هغوی له بلنې تر لاسه نه کړه، باید هڅه وکړو چې هغوی زموږ محبت او مینه سمه درک کړي، که څه هم هغه مسلمان نه وي، موږ باید ځان ورته یو ښه زوی، ورور او یا بل ثابت کړو خو تر هغو چې د الله تعالی د امر خلاف او یا کوم حرام کار ته نه اړ کېږو. که اړ کېدو چې کوم دیني اصل تر پښو لاندې کړو بیا د بنده به خوشالولو کې له الله څخه بغاوت روا نه دی.

د مذهبي کرکو ورکول او د ملا امامانو رول:

 په اسلامي امت کې د جمعې لمونځ الله تعالی د یو ستر نهاد په توګه رامنځ کړی دی. دا د الله تعالی طرحه ده او که سمه پلې شي، په اسلامی امت کې به ګمراهي رانه شي. نو ماشا الله زموږ ملا امان د حق ویلو تر څنګ باید د مسلمانانو په منځ کې ښه داعیان هم وي او اوس هم دي. ملاامامان باید د هر راز کرکو په وړاندې که هغه مذهبي دی، که قومي او که ژبنۍ کرکې دي باید غږ پورته کړي. دوی باید خپلو مقتدیانو ته د نورو دیني ارشاداتو تر څنګ په اسلام کې د دښمنۍ او دوستۍ معیارونه کله کله بیان کړي. دوی باید تل مسلمانانو ته وریاد کړي، چې یوازې د «انما المومنین اخوه»، الهي ارشاد او د صحابه وو توصیف چې الله تعالی په کافرانو د عقیدې او شرایطو په چوکاټ کې سخت او د مسلمانانو سره مهربانه، رکوع کوونکی او سجده کوونکي، له الله د فضل او د هغه د رضا غوښتونکي ښودل شوي وو، داسې چې په مخونو کې یې د د سجدو اثرات وو، په الفتح سوره کې یاد کړي دي، د دوستۍ او دښمنۍ معیارونه ومني. له ابوهریره رضی الله څخه روایت دی وايي چې رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل: تاسې به تر هغو جنت ته داخل نه شی ترڅو ایمان را نه وړئ او تر هغو به ایمان را نه وړئ ترڅو مینه ونه کړئ. نو آیا تاسې ته داسې څه در وښیم که یې ترسره کړئ نو مینه به مو زیاته شي؟ په خپلو مینځو کې سلام اچول عام کړئ.

الله ج د مسلمانانو ترمنځ مینه او محبت عام او ډېر کړي! آمین

(Visited 98 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.