The news is by your side.

په افغانستان او سيمه کي د “لویې لوبي” د امريکايي پړاو پيچلتيا

امير ګران

0

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د کابل له سفره وروسته قطر ته لاړ او په دوحه کي یې د طالبانو د سياسي دفتر رئيس ملا برادر خپل حضور ته طلب کړ، او د خپل سفر په هکله یې هغه ته معلومات ورکړل، خارجه وزير پامپيو واشنګټن ته له رسيدو سره سم او په بيړه د سټيټ ډيپارټمنټ (بهرنیو چارو وزارت) اعلاميه نشر کړه چي په هغي کي یې افغانستان ته په روان ميلادي کال کي په مشروط ډول د يو ميليارد ډالرو مالي کومکونو د کمښت اعلان وکړ او ورسره یې دا تهديد هم وکړ چي په ۲۰۲۱ کال کي به هم يو ميليارد ډالر کم شي، ولي که ۵۰۰۰ طالب زندانيان ژر خوشي او د دري سري حکومت لپاره په جوړجاړي باندي توافق وشي، بيا به په کومکونو کي کمښت نه راځي، داسي معلوميږي چي دا فيصله به مخکي له مخکي شوې وه، او پامپيو په عجله اعلان کړه، ټرمپ او سپيني ماڼۍ د جنوبي اسيا لپاره په خپله ستراتيژۍ د بطلان کرښه کش کړه او د تير په څير یې يوځل بيا U-Turn يا ۱۸۰ درجي تغير وکړ، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له اعلاميي وروسته د افغانستان جمهور رییس ډاکتر اشرف غني ملت ته په خطاب کي وويل او ډاډ یې ورکړ چي (د امريکا له اقتصادي مرستو مننه کوو، او که دا مرستي چي مشروطې دي، بنديې هم شي، په افغانستان به کوم اغيز ونه لري ځکه د افغانستان حکومت یې بديلې لارې وار د مخه لټولي دي.)

بايد زياته شي چي د Global ويب پاڼي د پوځي مصارفو په يوه مقاله کي راغلي چي ( … له دي سره سره چي امريکا ۲۲ تريليون ډالره پوروړې ده، بياهم په خارج کي د ۸۰۰ نظامي اډو لګښتونه ورکوي او پنتاګون رپوټ ورکړ چي په ۲۰۱۸ کال کي یې د افغانستان په جګړه کي ۴۵ ميليارده ډالر مصرف کړي چي ۱۳ميليارده یې د خپلو پوځيانو، ۵ ميليارده د افغانستان د وسله والو ځواکونو او متباقي اقتصادي کومکونه دي، همدا ډول د CNBC د ۲۰۱۸ کال د رپوټ له مخي امريکا له ۲۰۰۱ م کال را پديخوا 5,9 تريليون ډالره د منځني ختيځ او افغانستان په جګړو کي مصرف کړي ) ،

د تورنتو سن د ورځپاڼي شنونکي اريک مارګوليس ليکي: (حقيقت د جګړي لومړني قرباني ده ، هغه پټ حقايق چي د افغانستان جګړه ولي او څنګه پيل شوه بايد روښانه شي) امريکا په نيويارک کي د ۹/۱۱ له پيښي وروسته د اکتوبر د مياشتي په ۷ مه ۲۰۰۱ م کال پر ستړي اوستومانه افغانستان يرغل وکړ او د ب ـ ۵۲ الوتکو په استعمالولو له هوا د بمونو په اچولو ځمکنيو ځانګړيو قطعاتو ته لاره هواره کړه ، او د شمالي ټلوالي سره یې اړيکي ټينګي کړي وي لکه څنګه چي د واشنګټن پوست د ورځپاڼي مدير باب وډ وارډ په خپل مشهور کتاب Bush at War کي ليکلي (د زامه ماتوونکي ټيم مشر او د سي آي اي سيمه ايز مامور ګيري شيرون د سپتمبر د مياشتي پر ۲۷ نيټه د شپي په درو بجو د افغانستان د پنجشير په دره کي د شمالي ائتلاف له جنرال فهيم او خارجه وزير ډاکتر عبدالله سره وکتل، کيري هغوي ته په ميليونو ډالر پر ميز کېښودل او څرګنده یې کړه چي څنګه یې لازمه بولئ دا ډالر مصرف کړئ ، او زياته یې کړه چي جمهور رئيس زموږ له دي ماموريت سره ډيره مينه لري ، امريکائي ځواکونه رارسيدونکي دي او موږ ستاسو ګډه مرسته غواړو ) فهيم ورته وويل چي (موږ تاسي ته هرکلي وايو ، موږ به هرڅه چي په وس کي مو وي درته وکړو)

نوموړي پېښي موږ ته را زده کوي چي له څلورو لسيزو په زياته موده کي افغانستان د پرديو او نيابتي جګړو ډګر ګرځيدلي ، امريکا د سړي جګړي تر ګټلو وروسته د نوي نړيوال نظم د جوړولو په منظور کلونه وړاندي له تروريزم سره د مبارزي په نامه او د خپلو نړيوالو او سيمه ايزو ستراتيژيکو او اقتصادي ګټو په موخه د لوبي د نوي پړاو د تطبيق لپاره لومړي ګوزار په افغانستان وکړ او د بن د کنفرانس له لياري یې په غيرقانوني او غير حقوقي توګه مافيائي کړيو او جګړه مارو ته قدرت وسپاره ، د امريکا لخوا هغو جګړه مارو ډلو ته چي کلونه کلونه یې د خپل هيواد د ملي ګټو او دموکراسۍ د ارزښتونو په وړاندي د پرديو استخباراتي کړيو په لمسون هيواد په کنډواله بدل کړي وي واک سپارل د افغانستان له خلکو، ملي ګټو او سياسي خپلواکي سره خيانت دي،

سوال دا دي چي د امريکا په مشرۍ د خارجي ځواکونو ائتلاف ياني د تروريسم سره د مبارزي ائتلاف چي تقريبآ دوه لسيزي وړاندي افغانستان ته د دايمي سولي ، بيا رغوني، ملت او دولت جوړوني لپاره راغلل ، آيا دا اهداف ترسره شول ؟ آيا په سيمه کي افغانستان د دموکراسۍ په بيلګي بدل شو؟ او آيا د افغانستان د خلکو عمده دشمن اخوان ، طالب او نوري جګړه ماري مافيائي ډلي وځپل شوي؟

د لوموند ديپلوماتيک د ويب پاڼي مبصر آلـن گرش د ( افغانستان ، د ” اسلامي توتاليتاريزم ” ضد جګړي ناکامي ) تر عنوان لاندي ليکي چي د افغانستان د مسئلي د حل نه به غير د واشنګټن او طالبانو توافق په حقيقت کي د ” تروريزم سره د جګړي ” د ماتـي په مانا ده، موافقتنامه چي د امريکا د دولت او طالبانو ترمنځ د فبروري د مياشتي په ۲۹ نيټه ـ ۲۰۲۰ م کال په قطر کي امضاء شوه ، په معاصره دوره کي لومړنۍ موافقتنامه ده چي د يوه دولت او يوه ” تروريستي سازمان ” ترمنځ وروسته له کلونو مستقيمو مذاکراتو توافق پري راغلي ، او په کار دا وه چي د اوږدي جګړي د پاي ټـــکي واي ، ولي تر اوسه ليري ده چي د موافقتنامي عملي بڼي ته هيله من شو ، موافقتنامه په امريکا او اروپا کي تر انتقاد لاندي راغلي او مهم دليل دادي چي امضاء شوي توافق د هغي ادعا په خلاف ده چي ويل شوي ” هيڅ وخت له تروريست سره مذاکره ونه شي ” او دا احتمال هم شته چي د امريکائي ځواکونو له شاتګ څخه افغانستان يوځل بيا د طالبي امارت په اختيار کي ولويږي چي جمهور رئيس ټـــرمپ هم اشاره ورته کړي ،  او هيواد به د سپتمبر د ۱۱ حادثي مخکي جګړه ايز حالت او ژور بحران ته ټيله کړي )

له بده مرغه افغانستان په اوسنيو شرايطو کي د تاريخي کشمکش په دوه لاري کي قرار لري ، جګړه چي له ۱۹۷۳کال ياني د افغانستان د لومړني جمهوريت د اعلان وروسته د پاکستان د مـــلا ـ مليټري ـ استخباراتو د مثلث لخوا د مذهبي توندلارو او اجيرو ډلو په استخدامولو روانه ده د وخت په تيريدو پيچلي او ژور ابعاد خپلوي ، په ۱۹۷۹ کي د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د لوڅ يرغل په نتيجه کي ، امريکا او ديکتاتور ضياء الحق د خپلو ستراتيژيکو او جيوپوليټيکو ګټو لپاره د جهادي ارتجاع منظم کول چي نوښت یې د بريژنسکي ، چارلي ويلسن سره وو او وروسته د يونوکال لخوا د طالبانو د پروژي په کار اچول د افغانستان د ورانولو او ويشلو خائنانه پلانونه او پروژي وي،

څو کاله مخکي د امريکا جمهور رئيس د جنوبي اسيا د ستراتيژي په اعلانولو د پاکستان په هکله وويل ( پاکستان د امريکا واکداران وغولول او موږ یې احمق را ګير کړي وو ، امريکا ۳۳ ميليارده ډالر کومکونه ورکړل ولي له تروريزم سره په جګړه کي یې کومک ونه کړ ) په ځواب کي یې د پاکستان د دفاع او بيا وروسته خارجه وزير خواجه محمد اصف داسي څرګندوني وکړي ،

( ـ د افغانستان جهاد يو جعلي جهاد وو،

  ــ د افغانستان د تنظيمونو مشران د ، سي آي اي  او آي اس آي  په اشارو نڅيدل ،

  ــ د افغانستان جهاد د نبراسکا جوړه شوي پروژه وه ،

  ــ زه او د پاکستان ولس د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت په وړاندي جګړه ، خپل تاريخي او سياسي نه بخشيدونکي عمل ګڼو ، د خواجه اصف څرګندوني د Express News له تلويزوني چينل سره ، ۲۰۱۸ کال ،

په پاي کي بايد زياته شي چي په افغانستان کي د قدرت ډراماتيکي لوبي دوام لري، د ترهګرۍ په وړاندي د جګړي له نامه څخه د يوي پلمي په توګه کار اخيستل کيږي ، افغانستان له څلورو لسيزو په زياته موده کي د نړيوالو، سيمه ايزو او په دوي پوري د تړليو مافيائي او جګړه مارو ډلو د جګړي تود ډګر ګرځيدلي ، انديښني دا دي چي د افغانستان په هکله د سپيني ماڼۍ په پاليسي کي د پاکستاني استبلشمنټ او ترهګرو ډلو په ګټه بدلون، او لکه څرنګه چي د امريکا د کولمبيا د يونيورسيټي پروفيسور، بارنت روبين چي د افغانستان د چارو کارپوه او د څو کتابونو مؤلف هم دي په خپله مقاله کي اشاره کړي چي د امريکا اقتصاد به د کرونا د پانډيمي په وجه ضعيفه او ويره ده چي افغانستان يو ځل بيا د ۱۹۹۲ ، لسيزي په څير هير او يوه ناکامه دولت Failed State ته ولويږي ، او بيا د پنجابي ښکيلاک د نيابتي ابزارو ( Shadow State) په اختيار کي ورکړل شي ، ټول ملت په تيره بيا روڼ اندي او د افغانستان د ملي ګټو مبارزين خپل هيوادني مسؤليت او ملي وجيبي ته متوجه او الرټ و اوسي.

پايله

هغه ” لويه لوبه ” چي په ۱۸۴۰ م کال په افغانستان او د بریتانیايي هند په شمال کي د انګريزي استعمار او تزاري روسيي د نظامي او جاسوسي فعاليتونو د توضيح لپاره په مخ روانه وه ، يو ځل بيا یې زموږ هيواد ډګر ګرځيدلي او لا روانه ده.

(Visited 83 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.