The news is by your side.

په جګړه کې د ځمکې (اراضۍ) اهمیت

جنرال دولت وزیري

0

په مخکنیو ليکنو کې مو په وار- وار يادونه وکړه چې له هرې جګړې څخه اصلي موخه ګټل او د دښمن ماتول دي. هغه هم چې مجبوري راشي او جګړې ته له داخلېدو پرته بلار پاتې نه شي. د دې له پاره چې جګړه وګټل شي اړينه ده چې له بشپړ چمتووالي سره ور دننه شئ.

دا روښانه ده چې د جګړې په ګټلو او یا بایللو کې بشري ځواک، وسلې، ښوونه، روزنه، انګېزه او په پوځي هنر پوه قوماندان ستر رول لري. خو د دې ټولو تر څنګ د ځمکې جوړښت هم د جګړې په ګټلو او یا بایللو کې بې تاثیره نه دی.

د افغان او انګلیس په دويمه جګړه کې«۱۸۷۹ م کال» کله چې سردار عبدالرحمان خان په غزني کې خبر تر لاسه کړ چې د د دښمن په ډېر  شمېر ځواکونه د ده پر خوا را روان دي. سردار د ځمکې له عوارضو څخه په ګټه پورته کولو سره خپل سرتېري د دې پر ځای چې یوموټي او په هواره ځمکه د جګړې ډګر ته ور وړاندې کړي، بلکې په ډېر مهارت يې خپل ځواکونه په غره کې تیت او دښمن ته يې داسې وښودله چې د ده ځواکونه د شمېر له پلوه زیات دي، همغه و چې حالت د ده په ګټه پای ته ورسېده. نه احساساتي شو او نه یې په بیړه پرېکړه وکړه. د ځمکې جوړښت او اقلیمي شرایط ورته معلوم وو.

کله چې ځمکه هواره او عوارض ونه لري د جګړې دواړو غاړو ته يې ګټه او زيان په یوه برابر وي، په داسې حالاتو کې د جګړې پایله د ځواکونو په وړتيا او د قوماندان په ابتکار/ انشېتیف پورې اړه لري.

کله چې مقدوني سکندر تر میلاده مخکې غوښتل چې د خاواک کوتل له لارې د هېواد جنوب ته راتېر شي، د سختو لارو له امله له ډېرو تلفاتو سره مخ شو، ځکه چې د ځمکې جوړښت د ده په ګټه نه و. پر دې سربېره کله چې سکندر په کونړ او باجوړ کې په جګړه بوخت و، سره له دې چې د سیمې په ډېر شمېر اوسېدونکي يې له تېغه تېر کړل، خو دی هم د خلکو د بشپړ مقاومت او  د ځمکې د مشکل جوړښت له امله ډېر ستړی او ټپې شو.

کله يې چې ځواکونه هند ته ورسېدل، په غرني افغانستان کې يې ځواکونه دومره ستړي او ځپل شوي وو چې نور يې د جګړې وړتيا او حوصله له لاسه ورکړې وه. همغه وو، چې بېرته يې خپل هېواد ته د تګ لاره ونیوله خو په لاره کی يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

غرونه، غونډۍ، ناوونه، تنګي، درې او ګړنګونه سره له دې چې د کمین له پاره ډېر مساعد وي، د لید ساحه هم محدودوي، د ټرانسپورت او درنو وسلو انتقال او استعمال له لویو ستونزو سره مخ کوي.

د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه کې«۱۸۳۹ – ۱۸۴۲م» د انګرېزانو ۱۷۰۰۰ زریز پوځ له کابل څخه جلال اباد ته په لاره یوازې د بُتخاک او خاکجبار تر منځ د لس کیلو متره واټن په دره کې نږدې ۲۰ سلنه او نږدې ۳۰ سلنه نور پوځ يې د جګدلک په غرنۍ سيمه، پاته نور يې د حصاک او خوږياڼيو په درو او ناوونو کې د مرګ خولې ته ولوېدل، ځکه چې د زړورو افغانانو تر څنګ د ځمکې جوړښت غرونه او درې هم ټول د دوی په زیان وو.

کله چې د ځمکې جوړښت لوړې او ژورې ولري، هره هغه خوا چې لومړی لوړه څوکه ونیسي، تر ډېره پورې بریا د همغه خوا په ګټه تمامېږي.

 د انګرېزانو او افغانانو تر منځ په دویمه جګړه کې د پیواړ کوتل پر سر په پرله پسې توګه انګرېزان له ماتې سره مخ شول، ځکه چې د ځمکې جوړښت د افغانانو په ګټه وو. جنرال رابرتس، جنرال هريوه، جنرال کاب او جنرال تهيوال به تل د افغانستان د ځمکې له ستونزمن او پېچلي جوړښت څخه شکایت کاوه.

د ځمکې په ګډوډ جوړښت او حالت کې انتقال، رفتار او جګړه کول له لویو ستونزو سره مخ وي. سرتېري ژر ستړي کېږي، وسايط د پورته کېدلو او ښکته کیدلو پر مهال له مشکلاتو سره مخ وي، که چېرې لوړې څوکې مخکې تر مخکې ونه نیول شي، ډېر امکان شته چې د دښمن تر پرله پسې کمینونو او بریدونو لاندې راشي.

 د جلال اباد په جګړه کې ۱۳۶۸ لمریز کال په ورېښمین تنګي کې د قوماندانانو د بېغورۍ له امله له ۲۰۰ څخه په زيات شمېر وسایط له منځه لاړل او په ډېر شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښتله، ځکه چې تنګ و او لوړې څوکې مخکې تر مخکې د مجاهدینو له خوا نیول شوې وې.

په لوړو او ژورو کې بریالۍ جګړه کول د قوماندان په پوهه، مهارت، ابتکار، تدبر او زړورتیا پورې تړلې وي، که قوماندان پوه او ښه مهارت ولري، د ځواکونو استعمال په ښه توګه کولای شي، که ابتکار او انشېتیف ولري، د دې پر ځای چې د دښمن له نیرنګونو سره مخ شي، مخکې تر مخکې دښمن ځپي او وضعې ته په خپله ګټه بدلون ورکوي. که زړور وي د ګړنګونو، ناوونو، ابشارونو، په پراخو او سوځوونکو دښتو کې نه وارخطا کېږي او وېرې ته په زړه کې ځای نه ورکوي، بلکې له هر حالت سره خپل ځان عیاروي.

د جلال اباد په جګړه کې سره له دې چې عربي، پنجابي او د ډېرو هېوادونو جنګیالیو ګډون درلود، له دې سره د پاکستان د دوو فرقو او ۱۶ جنرالانو په ګډون چې د جنرال حمیدګل مستقیمه لارښوونه او مرسته ورسره وه، خو د افغان جنګياليو او قوماندانانو د زړورو او د ځواکونو پر ځای کارولو له امله که څه هم اراضي سوځوونکې او د مقابل لوري په ګټه وه، خو بيا هم بريا د افغان ځواکونو او ماته د تور پنجاب په برخه شوه.

په مشکلو او سختو حالاتو کې کله چې ځواکونه له ستونزو او د دښمن د پرله پسې بریدونو سره مخ کېږي، په داسې حالاتو کې له ستونزو وتل او له دښمن سره د بریالۍ جګړې کول تر ډېره پورې د قوماندان په ابتکار پورې اړه لري.

قوماندان باید له شابلوني جګړې را بهر شي او خپل ځواکونه داسې وکاروي چې د دښمن اصلي ځواک مات او د ځمکې له عوارضو او جوړښت څخه په خپله ګټه کار واخلي.

قوماندان ته اړينه ده، چې مخکې له جګړې د هغې سیمې د جوړښت او عوارضو په هکله بشپړ معلومات تر لاسه کړي چې دی به له دښمن سره مخ کېږي او جګړه به ورسره کوي.

قوماندان باید له هره پلوه څېړنه وکړي چې د ځمکې عوارض څومره د برید، دفاع، کمین، شاتګ، محاصرې، دیسانت، د هوايي، راکټي او توپچي ځواکونو د استعمال، د شهیدانو او ټپيانو د انتقال، د اکمالاتو او د سېلابونو پر وخت د تدابيرو د نيولو او د اوبو د اکمالولو لپاره په کومه اندازه اسانتياوې او یا ستونزې موجودې دي.

کله چې د ځمکې جوړښت ستاسو په ګټه وي، دښمن به مو ډېر زیانمن وي او که د ځمکې عوارض د دښمن په ګټه وي، په دې حالت کې قوماندان ته لازمه ده چې شرایط د خپلو ځواکونو د استعمال له پاره مساعد کړي او داسې عمل ته لاس وانه چوي چې د دښمن په لومه کې را ګیر شي.

که چېرې د ځمکې جوړښت او عوارض د دواړو غاړو ځواکونو له پاره برابرې اسانتياوې او ستونزې ولري، په داسې حالاتو کې د جګړې بری د هغې غاړې په برخه وي چې د جګړې په هنر پوه او زړور قوماندان ولري.

د جګړې په هنر پوه قوماندان به د اراضي تر ژورې مطالعې وروسته خپل ځواکونه د بري له پاره استعمال کړي او هېڅ داسې يوه توکلي حرکت ته به زړه ښه نه کړي، چې بری د دښمن په برخه شي.

لي شوان به ویل:

«کله چې مخې ته مو غر او شاته مو سيند وي له دې سيمې څومره چې ژر کئږي ځواکونه وباسئ. پر هغه ځمکه جګړه مه کوئ چې کليدي او حاکمې نقطې مخکې تر مخکې دښمن نيولي وي. په هغه ځمکه کې چې د محاصرې خطر په کې موجود وي، په بیړه ترې ځان لیرې کړئ.  په سرحدي او د دښمن په خاوره کې هېڅ وخت د ځواکونو تر منځ دومره فاصله مه ایجادوئ چې دښمن په کې نفوذ وکړي.»

شانګ یو به سپارښتنه کوله او ویل به يي:

«سرعت او چالاکي د جګړې جوهر دی، د دښمن له نه چمتووالي ګټه پورته کړئ او پر هغو لارو لاړ شئ چې وړاندوینه يې نه وي شوې او په ناخوندي ځای کې ورباندې ګوزار وکړئ.»

تومو به ویل:

«د ځمکې پر سمې کارونې سره ګوزاریز، چالاک او ګړندي ځواکونه ښه کارول کېږي.»

که قوماندان په پوځي هنر پوه، زړور او د بشپړ تدبير خاوند وي او ورسره د ځمکې جوړښت هم د ده په ګټه وي، سل په سلو کې به حتمي بری د ده په برخه وي.

(Visited 51 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.