The news is by your side.

په منصوصي مسایلو د پوهاوي لپاره

زبیر افغان

0 93

د یوې تاریخي قضيې لپاره اړینه ده چې د هغه وخت شرایط په پام کې ونیول شي، که موږ نن د احمد شاه بابا د وخت پر تاریخي پېښو څېړنه کوو، ملامت او سلامت پکې پيدا کوو، نو د هغه وخت له شرایطو سره سم به قضاوت کوو، د نن په عینکو کې که ورته وګورو نو د هغه وخت بیخي زیات کارونه او فیصلې به ناسمې راته ښکاره شي، له دې امله پر تاریخي پېښو د قضاوت لپاره د هغه وخت په حالاتو او شرایطوبايد پوه شو، ټولنه، مکان و زمان به په نظر کې نیسو، که نه له دې پرته قضاوت به هسې د ړانده لکړه وي که هر ځای ولګېده.

شرعي نصوص هم د زمانې په یوه خاص مقطع کې راغلي دي، یوې خاصې ټولنې ته راغلي دي، چې په ځانګړو زماني و مکاني، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او پوځي شرایطو کې يې قرار در لود، د هغې ټولنې یو خاص کلتور و، ځانګړې ژبه یې وه، چې طبیعي خبره ده هره ژبه به د سونو کلونو تر تېرېدلو وروسته د هغه وخت له ژبې سره په هره برخه کې توپير ولري، یو متل، یوه اصطلاح، یوه قاعده او… کله له خاصو حالاتو، ځانګړي وخت، یا مشخص مکان څخه را پيدا کېږي چې د هغه حالت، وخت او مکان یا تقاضا هم یو خاص حد وي، ټول وخت نه پاتېږي، له دې امله نو په شرعي نصوصو کې چې کوم احکام راغلي دي، کومې لارښوونې دي، توصيې شوې دي، ترټنې، وعیدونه او ګوتڅنډنې دي، یا بل لور ته ثوابونه، ښيګڼې او نیکۍ دي، دا حتمن د هغه وخت تر حالاتو، ټولنې، وخت و زمان پورې په یوه نه یو ډول اړه لري، چې پرې د پوهاوي لپاره پر دې یادو ټکو نظر ساتل اړین دی.

په دې هر څه د ښه پوهېدلو لپاره باید موږ دغه یاد هر څه تر نظر تېر کړو، له دې سره به په عربي ژبه هم پوهېږو، ټول هغه وسیله وي علوم او ذرایع به له یاده نه باسو چې له موږ سره د شرعي متن په پوهاوي او ترې په اجتهاد کې مرسته کوي، تر دې هر څه وروسته موږ کولای شو چې له شرعي نصوصو تر ډېره حده سم او درست استنباط وکړای شو. په دې تګلاره موږ د عمومي او خصوصي احکامو تفکیک په اسانۍ کولای شو، اوږد مهالي او لنډ مهالي احکام پېژندلای شو، د فرضو، واجبو، سنتو او مسحتبو توپير کولای شو، فرد ته متوجې اوامر له هغو جلا کولای شو چې ټولنې ته متوجې وي، په حکمت او فلسفه يې ځانونه پوه کولای شو، د وخت او حالاتو سره سمون ور کولای شو، د مکان او ټولنې له غوښتنو سره سم تفسیر کولای شو چې نه به بې منطقه ښکاري، نه به يې معقولیت ختم شوی وي، نه به د دین او شریعت له عمومي روح څخه لرې شوی وي او نه به يې د ټولنې خلکو ته ستونزې را ولاړې کړې وي.

یو مثال:

په بخاري او مسلم کې یوحدیث دی چې د جامې له ځړولو څخه منعه کوي:

صحيح البخاري (7/ 141)

عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا أَسْفَلَ مِنَ الكَعْبَيْنِ مِنَ الإِزَارِ فَفِي النَّارِ».

ترجمه: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل دی چې ده ویل: لنګ چې تر بجلکو کښته شي هغه به په اور کې وي.

په دغه روایت د پوهاوي لپاره اړینه ده چې د هغه وخت ټولنه مطالعه کړو، د شان ورود په اړه يې فکر وکړو، حکمت يې وګورو او د دې موضوع ټول روایات هم تر نظر تېر کړو.

که ددې روایت الفاظ وګورو، نو یو ډول نیوکه دا پر کېږي چې که انسان ته وعید وای، نو باید د «ما» پر ځای يې «من» ویلي وای چې ما غیر ذوي العقولو ته کارېږي او من ذوي العقولو ته استعمالېږي، نو که جامه په اور کې اچوي، د دې وعید نو انسان ته ولې وشي؟

دویم دا چې عربانو پخوا د تکبر له مخې یوه غټه جامه د شا له لورې ځړوله، په دغسې احادیثو کې زیاتره هماغې د تکبر ځړول شوې جامې ته اشاره ده.

درېيم دا چې په نورو حدیثونو کې له غه کاره په هغه صورت کې منعه شوې ده چې د تکبر په نیت وي، په یوه حدیث کې دي:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لاَ يَنْظُرُ اللَّهُ يَوْمَ القِيَامَةِ إِلَى مَنْ جَرَّ إِزَارَهُ بَطَرًا»

(بخاري، كتاب اللباس، باب من جره ثوبه من الخیلاء، ح: ۵۷۸۸)

له ابو هریره رض روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: د قیامت په ورځ الله تعالی هغه کس ته نظر نه کوي چې د تکبر له مخې لنګ ځړوي.

د هغې قاعدې له مخې چې د قران کریم ځينې ایاتونه د قران کریم په نورو ایاتونو تفسیرېږي او د حدیثو دا هم دغه ډول، نو د مخکې مجمل حدیث حکمت په دې وروستي حدیث کې ذکر شوی دی چې که د تکبر له مخې دا کار څوک کوي، نو د خدای له قهر سره به مخ شي، اوس خبره روښانه شوه چې د جامو له ځړولو او څکولو ولې منعه شوې ده؟

لنډیز:

دا یو مثال و، چې ما غوښتل د خپلې خبرې لپاره يې د سند په توګه وړاندې کړم، په قران کریم او خصوصن په حدیثونو د ځان پوهاوي لپاره اړینه ده چې یاد کړي ټکي ټول په نظر کې ونیول شي. په قران کريم که د استوی علی العرش، الهي معیت، ساق، ید الله، وجه الله او دې ته ورته نور موضوعات دي چې که د تفسیر په اړه يې دغه تګلاره په نظر کې نیول شوې وای، نو هغه اختلافات او بیلابیل افراطي دريځونه به نه رامنځته کېدلای چې اوس يې په کتابونه کې لولو، د خلکو ویناوې يې په اړه اورو او پر همدې اختلافاتو د یو بل د تکفیر شاهدان یو.

عیني مسله د حدیثو هم ده؛ که سم روایاتو يې له ناسمو بیل شوي وای، د تفسیر او تعبیر لپاره يې منطقي، معقوله، قران کریم ته نژدې، د دین له روح سره سمون لرونکې تګلاره غوره شوې وای، نو د دې اختلافاتو او ټاپو لګولو شاهدان به نه وای، اوس هم وخت لرو چې په دې اړه فکر وکړو، سمه تګلاره تعقیب کړو، نه یوازې د اختلافاتو د حل لپاره؛ بلکې د الهي کتاب د سم تفسیر او نبوي احادیثو د ښه تعبیر لپاره هم دا کار اړین دی، په دې سره به د اختلافاتو او تکفیرولو لړۍ یو څه سلو شي او خلک به د ارام سا واخلي.

۲۰۲۲/۱/۲۱

Leave A Reply

Your email address will not be published.