The news is by your side.

په نړۍ کې د روان انفلاسیون لاملونه او پر افغانستان یې اغېز

زاهد الله محمدي

0
زاهد الله محمدي
جنوبي اسیا پوهنتون ، دکتورا سکالر

رکودي-انفلاسيون یا Stagflation اقتصادي اصطلاح ده چې په ۱۹۷۰ کلونو کې رامنځ ته شوه. ددغې اصطلاح د رامنځ ته کيدلو لامل داؤ چې تر دې دمخه اقتصادپوهان پدې باور وو چې د بي روزګارۍ او انفلاسيون ترمنځ منفي اړيکه شتون لري، یعني د بي روزګارۍ په کمیدلو سره د انفلاسیون کچه لوړيږي او په زیاتېدلو سره یې د انفلاسیون کچه ټيټيږي. دغه معکوسه رابطه د پلپس منحني Philips Curve په نوم هم یادیږي. خو په ۱۹۷۰ کلونو کې په ورته مهال هم بي روزګارۍ شتون درلوده او هم انفلاسیون چې دغه حالت ته stagflation  وایي. دغه حالت د شلمي پيړۍ د مشهور اقتصاد پوه John Maynard Keynes د نظریې په اساس نشو تشریح کیدلی ځکه د هغه د نظریې تمرکز د د تقاضا په زیاتیدلو باندي وو، چې دغه تقاضا هغه د Effective-Demand په نوم سره یادوله، هغه فکر کولو کله چې بي روزګاري رامنځ ته کیږي نو د حل لاره یې داده چې حکومت مداخله وکړي او د اقتصاد د بیا رغون لپاره پراخه سرمایه ګزاري وکړي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او بي روزګاري له منځه ولاړه شي. دا چې دلته ستونزه د تقاضا د کموالي نه وه نو یو نوي اقتصادي نظریه رامنځ ته شوه چې د Supply-side Economics په نوم سره یادیږي. دغه نوي اقتصادي نظریې بیا استدلال کاوه چې باید عرضه زیاته شي ، د زیاتیدلو لپاره یې باید مالیه کمه شي، په اقتصادي سیستم کې باید حکومتي مداخله کمه شي او ازاد تجارت لپاره لاره هواره شي ترڅو خلک وکولای شي په اسانۍ سره اجناسو او خدماتو ته لاس رسي ولري ، چې دا جریان خلکو لپاره د کار زمینه مساعدوي.

د Stagflation  د رامنځ ته کيدلو لاملونه

د دغه حالت د رامنځ ته کيدلو یو لامل په عرضه کې ناڅاپي بدلون دي . مثلا ځيني وختونه د شیانو د عرضه کولو لپاره خنډونه رامنځ ته کیږي، کله دغه خنډونه طبیعي او ځيني نور انساني ریښې لري. پدې وروستیو کې د کورونا ناروغۍ په رامنځ کیدلو سره  د عرضي په ځنځير کې ناڅاپي بدلون رامنځ ته شو چې له امله یې نرخونه پورته شول، همدارنګه بي روزګاري هم ورسره زیاته شوي وه. په ۱۹۷۰ کال کې د تیلو نرخونه لوړ شول . داچې د تیلو نرخونه د شیانو په نرخونو باندي مستقیم اغیز لري نو له امله یې stagflation رامنځ ته شو.

ځيني وختونه دغه پديده د حکومت د ناسمه پریکړو او پالیسو له امله هم رامنځ ته کیږي . مثلا کله چې حکومت داسي پریکړه وکړي چې له امله یې اقتصادي وده رکود وکړي او بي روزګاري ورسره زیاته شي او کله هم د پیسو د غلطي پالیسۍ له امله انفلاسیون  رامنځ ته کيږي. اوس مهال په ټوله نړۍ کې د انفلاسیون کچه د مرکزي بانکونو د اټکل شوي کچې څخه څو چنده لوړه ده، که څه هم دا انفلاسیون په هغه کچه ندی چې په ۱۹۷۰ لسېزې کې وو هغه وخت د انفلاسیون کچه آن تر دوه رقمي عدد پوري لوړه شوي وه.

Stagflation  له دې امله یوه مهمه اقتصادي پديده چې دوه غټې ستونزې سره یو ځای کوي چې عبارت دي له رکود ((Stagnation  او انفلاسیون (Inflation) څخه دواړه پديدې ډېر کم وخت سره يوځاي کیږي. او حللاره یې هم ستونزمنه ده ځکه که حکومت وغواړي اقتصادي وده زیاته کړي او خپل لګښتونه زیات کړي نو دا کار انفلاسیون نور هم لوړوي.

د اوسني او د  ۱۹۷۰  لسيزې  ورته والی بیا پدې کې دی چې اوس مهال هم د هغه وخت په څېر د تیلو او خوراکې توکو په بیو کې لوړوالی راغلی دی . که وګورو په ټوله نړۍ کې د تیلو بيې په بیساري ډول لوړې شوي دي.د نړۍ دوه مهم اقتصادي هېوادونه چين او هند چې دواړه د تیلو د خالص واردوونکو څخه دي او د انرژۍ د کمبود سره مخامخ دي په دواړو هېوادونو کې د تیلو بیې لوړې شوي دي چې دا کولی شي د نړۍ پر اقتصاد هم اغېز ولري، او هم د تیلو بیې نوري لوړي کړي. هند د ډبرو سکرو څخه ۷۰ ٪ بريښنا دتولید لپاره استفاده کوي دغه هېواد د بريښنا تولیدولو ۱۳۵ پلانټونو څخه یې ۱۱۲ د ډبرو سکرو د کمبود سره مخامخ دي، ددې ترڅنګ د نړۍ نيمایې سکاره چين مصرفوي خو اوس چې د انرژۍ د بحران سره مخامخ دی غواړي د بريښنا توليدلو نور پلانټونه جوړ کړي چې دا عمل د دوی د هغه وعدي سره مخالف دی چې دوی غواړي تر ۲۰۳۰ ميلادي کال پوري د کاربن ډای اکساید په تولید کې ۶۵ ٪ کمبود راولي.

خود اوسني رکودي-انفلاسيون د ۱۹۷۰ مو کلونو سره یې توپیر بیا پدي کې دی چې هغه وخت کارګره طبقه زیاته ځواکمنه وه او د کارګرو اتحادي ددې قوت له امله دوی کولای شو په حکومتونو باندي فشار راوړي ترڅو د دوی حقوق محفوظ وي په ځانګړي ډول پداسي حالاتو کې به کارګرو مزد د انفلاسیون په مطابق لوړيده چې دغه کړندلارې ته د Cost of Living Adjustment  اصطلاح کارول کیږي.

دویم توپېر یې دادی چې هغه وخت په تولیداتو کې د مؤثریت Productivity Growth  د کمبود اغيز په انفلاسيون باندي زیات وو، خو اوس په تولیداتو کې مؤثریت ښورا زیات دی . دریم توپېر یې دادی چې د هغه وخت مرکزي بانکونو باور درلوده چې دوی نشي کولای د خپلو پولي پالیسیو له لارې د انفلاسیون د لوړوالی کچه کنترول کړي، خو اوسني مرکزي بانکونه پدې باور دي چې دوی کولی شي د انفلاسیون لوړه کچه د خپل تعین شوی هدف مطابق وساتي له دې امله د نړۍ دوه مشهور بانکونو د امریکا فدرالي بانک او د اروپا مرکزي بانک تر اوسه د انفلاسیون د کنترول لپاره کوم جدي اقدام ندی کړی خو د نړۍ نورو بانکونو او په ځانګړي ډول غریب هېوادونه چې تمرکز یې په خوراکې موادو او انرژي باندي زیات وي نشي کولی د انفلاسیون لوړه کچه وزغمي نو ځکه یې د سود کچه لوړه کړي ده. همدرانګه اوس دنړۍ اقتصاد د مالي بازارونو او عرضي د ځنځير له امله یو دبل سره وصل شوی دی،  هېوادونه یو په بل باندي  د نړيوالتوب په رامنځ ته کېدلو سره زیات متکې دي.

د کورونا د بنديزونو څخه وروسته د مصرف کوونکو تقاضا په بي ساري ډول لوړه شوه ، خو د عرضي په برخه کې لا هم ستونزي موجودي وي. دا چې په اکثره پرمختللو هېوادونو کې د کارګرو ډېرې غښتلي اتحادیې شتون لري نو د نرخونو د لوړوالي په وخت دوي د مزد د لوړوالي غوښتنه هم کوي او بیا کمپنۍ او ګماروونکې مجبور دي د دوی مزد هم لوړ کړي خو دا بیا د شیانو او خدماتو نرخونه هم لوړوي، په ځينو هېوادونو کې بیا مرکزي بانکونه د سود د کچې په لوړولو او د نغدي ذخایرو په لوړولو سره انفلاسیون مهاروي. په عرضه کې د خنډونو لوی لامل ساختماني کاروبارونو او فابریکو لپاره د اړینو خام موادو په خپل وخت نه رسيدل دي ، او ددې لامل د کورونا محدودیتونه او په ځانګړي ډول د ډلټا نوعي د زر خپریدلو له وېرې هېوادونو یوځل بیا د شیانو په لیږد بعضي محدویتونه وضع کړي دي.

پر افغانستان د انفلاسيون او اقتصادي رکود اغېز

دا چې افغانستان یو مصرفي او خالص وارداتي هېواد دی د انفلاسیون لوړه کچه به ډېر ژور اغېز ولري، ځکه افغانستان لا له وړاندي وچ کالۍ، د کورونا بنديزونو او سیاسي بي ثباتۍ، او د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کیدلو ځپلی دی. په هېواد کې ډله ييزه بي کاري او ددې ترڅنګ د نرخونو بي ساري لوړوالی به د غربت لویه څپه رامنځ ته کړي. دا چې په نړیوال بازار کې د تیلو نرخونه لوړ شوي چې د تیلو نرخونو بیا په ګازو او ډبرو سکرو هم اغېز کړی ، ددې ترڅنګ دژمي په راتګ سره به د تیلو او ګازو نرخونه نور هم لوړ شي.د روپو د نړیوال صندوق د راپور په اساس سږ کال به د افغانستان ناخالص ملي تولیدات ۳۰٪ وغورزیږي. نوی نظام باید د روان اقتصادي بحران لپاره د نړیوالو له خوا شوي مرستې په خلکو باندي په عادلانه ډول وویشي، ددې ترڅنګ باید د دوامداره حل لپاره پلان جوړ کړي او خلکو ته د کار زمینه مساعده کړي، خو ددې لپاره بیا د نړیوالو له خوا په رسميت پیژندل او پراخه سرمایه ګزاري رامنځ ته کول اړين دي، چې دا د بهرنیو مرستو پرته امکان نه لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.